ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

پدې باندي ټوله پوهيږو چي د انسان ژغورل څومره ستر خدمت دی! او څومره الله پاک ته خوښ دی! آن تردې چي الله پاک د يوه انسان ژغورنه د ټولو انسانانو د ژغورلو معادل ګرځولېده او فرمايي: وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.يعني څوک چي يو نفس ژوندی کړي داسي مثال لري لکه ده چي ټوله خلګ ژوندي کړيوي. 

مفسرينو ليکلي دي: دلته د نفس ژوندي کول عام دی که په عفوه سره د وژلوڅخه وساتل سي، که په اوبو کي د غرقېدلو څخه وساتل سي، که په اورباندي د سوځېدلو څخه وساتل سي او که د نورو اسبابو څخه د هلاکت وساتل سي د ټولو لپاره همدغه حکم دی چي د يوه انسان ژغورل معادل دي د ټولو انسانانو د ژغورلو سره او هدف ددې مقايسې څخه د انساني ژوند د اهميت ښکاره کول دي چي هرڅوک يې بايد په اړه خپل کوښښ وکړي.

چي د انسانانو په ژغورونکو کي ډاکټران هم داخل دي ځکه دوی هم د درملني له لاري د ناروغانو ژوند ژغوري او د الله پاک په مرسته د انسانانو وژونکي ناروغۍ معالجه کوي خوله بده مرغه چي اوس د ډاکټرۍ او طبابت څخه هم د تجارت يوه لاره جوړه سوېده، ددې پر ځای چي دغه مقدسه دنده دي د انسانانو د ژغورني لپاره وکارول سي د پيسو د پيدا کولو او ډېرولو لپاره کاريږي.

ډيری کسان چي د دوولسم څخه د فراغت وروسته د طب پوهنځی انتخابوي د لومړي سره څخه يې باعث دا وي چي ددې لاري څخه ډېري پيسې لاسته راځي، نو ځکه يې موږ وينو چي کله د طب پوهنځي څخه فارغ سي او د ډاکټر په صفت خپل دنده پيل کړي ډېره توجه يې د پيسو پيدا کولو ته وي نو ځکه ډېری ډاکټران د لاندي خطاګانو مرتکب کيږي:

۱ – ده په يوه برخه کي زده کړي کړيوي خو د خلګو د خطاايستلو لپاره پر خپله نسخه او تابلو باندي ځان د ډېرو ناروغيو معالج او يا متخصص معرفي کوي.

۲ – د خلګو څخه تر ضرورت اضافه فيس اخلي.

۳ – بېله دې چي معايناتو ته اړتيا وي ناروغان معايناتو ته استوي چي ځيني ډاکټران د لابراتوار سره شريکان هم دي.

۴ – بېله دې چي د ناروغ د ناروغۍ تشخيص وسي ناروغ ته د مياشتو مياشتو درمل ورکوي.

۵ – د درملو د شرکتونو سره د فيصدۍ په حساب تړون کوي او کوښښ کوي چي ډېره دوا وباسي تر څو فيصدي ډېره ترلاسه کړي او ډېري پيسې وګټي.

۶ – ناروغ ته سمه مشوره نه ورکوي بلکي ناروغ د ځان ګيراک او مشتري جوړوي چي تل ورته مراجعه وکړي فيس ځيني واخلي او خپله دوا ورباندي وپلوري.

۷ – بې کيفيته دواګاني ناروغانو ته ورکوي ددې پر ځای چي ناروغ ته ګټه وکړي ناروغ ته تاوان کوي او د درملو معتاد يې جوړوي.

۸ – نسخه داسي ليکي چي تنها هغه دده درملتون والا يې ويلای سي نور درملتونونه يې نسي ويلای دا ځکه چي ناروغ مجبور سي تر څو دده د درملتون څخه دوا رانيسي.

۹ – هغه ناروغان چي عملیاتو ته اړتيا نه لري دوی یې عملیات کوي.

۱۰ – پدې خاطر چي دده ټول ذهنيت د پيسو راټولو ته متوجه وي نو د مراجعينو حالت په نظر کي نه نيسي او تر چسپيدو پوري کوښښ کوي پيسې ځيني واخلي.