Legitimate
الله ولی المومنین
الله ج دمومنانو ولی دی
ال عمران ۶۸ ایه
مشروعیت دسیاسی نظامونو یو له ډېرو پخوانیو بنسټیزه بحثو نو څخه دی له پخوانی یونان څخه دافلاطون،ارسطو او له هغو وروسته دنورو متفکرانو لکه : سیسرو،اګوستون،توماس اکو ییناس،فارابی،غزالی، ماوردی،ابن سینا،ابن رشد او نورود مغربی او مشرقی سیمې دمحقیقنو دپاملرنې وړ کرځېدلی اود حکومت پر وېش یې په اریستو کراسی،دموکراسی ،مونارکی ،جمهوری نورو بد وبلاوو اوهمدارنګه مشروع او نامشروع حکومتونو باندې بحثونه شوی دی اوهر حکومت ، دولت اوسیاسی نظامونو دخپلې بقا ء او موجودیت ناچاری لپاره دخپل مشروعیت پسې پښې رالوڅې کړی او دخپل مشروعیت د سیاسی علو مو په لټه کې شوی دی او دحکومت اوحاکمیت چارواګي یې لاس کې هم نیولی دی خو ایا زور او اقتداراو دحکومت غصب کېدل هم دمشروعیت منشاء کېدلی شی او د حاکمیت په حق کې د تثبیت توان لری؟دکراسی پلویان بیا دکلام الله په معنوی اړخ ځان نه خبروی چې اسلام دفطرت دین دی نو له دې امله حکومت او ولایت په خلکو باندې هم دبشر دفطرت غوښتنه ده او کړکیچ دعقل مخالف دی. اسلام یو جامع سیاسی دین دی او دژوند ټولو برخو کې عبادی،سیاسی،اجتمااعی،اقتصادی،حقوقی ،جزایی،دفاعی، روزنیز،او کورنیو ابعادو کې متمدن اوپه اعتدال برابر دریځ لری داپرمخ تللی احکام او اصول دایمی بڼه لری او منسوخ شوی نه دی چې بحث یې ژوره مانالری او دالهی له حکمت سره ملګری دی نودې هرې قضیې دحل لپاره پر مشوره ،دیالوګ اوطرحې باندې تکیه کوی وایی چې تاسې خپلو منخو کې مشوره وکړی شاور بینهم ایه(شورى۳۸) په بل ځای کې الله ج فرمایی:
ای خلکو.لکه څنګه چې پر تاسې حق لرم او تاسې هم پرما ددې حق خاوندان یاست او اما ستاسو حق پرما دادی چې ستاسو په نصایحو او سوکاله ژوند،تعلیم او تر بیه کې کم را نشم اوزما حق پر تاسې دادی چې په بیعت اوخپل پیمان وفادار اوسی اودنصیحت په حضور اوغیاب کې اوسی اوکله چې تاسې راوبلم نو ویې منی اوهمدارنګه فرمایی:
- یا ایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک وان لم تفعل فما بلغت رسالته والله یعصمک من الناس ان‏الله لا یهدى القوم الکافرین (مائده آیه ۶۷) سبحان الله په دې پیام کې ستر مسولیتونه ذکر شوی دی او له خلکو تمه کیږی په بله ایه کې وایی:
و ما کان لمؤمن و لا مؤمنة اذا قضى‏الله و رسوله امرا ان یکون لهم الخیرة من امرهم و من یعص الله ورسوله فقد ضل ضلالا مبینا(احزاب آیه ۳۶) مومن او مومنة په مساوی توګه فرهنګ کې راڅرګند شوی.
انما ولیکم‏الله و رسوله و الذین امنوا الذین یقیمون‏الصلوة و یؤتون الزکوة و هم راکعون (مائده ۵۵) - والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولیآء بعض یامرون بالمعروف و ینهون عن المنکر و یقیمون الصلوة ویؤتون الزکوة و یطیعون الله و رسوله اولئک سیرحمهم الله ان الله عزیز حکیم (توبه آیه ۷۱)
با ایمانه نارینه اوښځینه (مومنین او مومنات )یو دبل اولیاء دی چې نیکو کارونو باندې امر کوی اوله بدو کارو یې منع کوی اولمونځ کوی او زکوة ورکوی دالله ج او رسول اکرم ص څخه اطاعت کوی هغوی دی چې د الله ج درحمت سبب ګرځی الله عز وجل عزیزاو حکیم دی .سوره نساء کې داسې فرمایی:
یا ایهاالذین آمنوا اطیعواالله و اطیعوالرسول و اولوالامر منکم فان تنازعتم فى شى‏ء فردوه الى الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله و الیوم الآخر ذلک خیر و احسن تاویلا(نساء آیه ۵۹)
- انما ولیکم الله و رسوله و الذین آمنوا الذین یقیمون الصلوة و یؤتون الزکوة و هم راکعون (مائده ۵۵)
- کفى بالله ولیا و کفى بالله نصیرا (نساء آیه ۴۵)
- الله ولى الذین آمنوا یخرجهم من‏الظلمات الى‏النور و الذین کفروا اولیآءهم الطاغوت یخرجونهم من‏النور الى الظلمات اولئک اصحاب النارهم فیها خالدون (بقره آیه ۲۵۷
ایا مشروعیت پر سنتو ولاړ دی او ایا عقلایی او اجتماعی قرار دادونه او توافقات ور سره ملګری دی ایا درهبری به سطحه داهلیت او کفایت معیار شته او کولی شی چې دمشروعیت منشاء وګرځی؟دمشروعیت دوه مهم رکنه دحکومتی نظام یاسیستم سره لری لومړی دحاکم رکن سره چې دعمل کرد ،اطاعت او پرېکړو برخه جوړوی د ولې..... او څه پوښتنې....... دلته لوی بحث دی.
دوم د حکومتی نظام رکن دی لکه ددموکراسی،لیبرالیستی، نخبه ګرایی، اشراف سالاری نښې نښانې او داسې نور باید تحقق پیداکړی.چې اصلا دحکومتونودمشروعیت ملاک څه دی؟درضایت واستبدادی،زورمندی،انطباق اویا دملت عمومی ارادې پوری تړلی.یا اراده دحق تعالی او واقعا اسلامی فرامین دتطبیق او تحقیق اصول دی.مشروعیت دسیاسی حوزې دقلمرو په پروسه کې دبشپړ مفهوم او کاری ساحه کې مصون نه دی. لنډه داچې اسلامی احکام هر یو ځانګړی مراتب ، اصول ،ټولنیزه اخلاق او اداب لری چې فرهنګی اړخ یی دانسانی له علومو لوړ دی. ڼړۍ او ڼړیوال غیر اسلامی هېوادونو لاس وهنې ،تحریمونه ، حتی لیدلوری او اټکلونه دقضیی بله روانی،سیمه ییزه ،اقتصادی او سیاسی ناروغی ذه . دغه هېوادونه دکومې دموکراسی ادعا کوی چې دوه لسیزې په درانه خوب ویده ول یاعملا به جګړه کې ول خو اوس د مشروعیت په برخه کې په افراطی دول پلمې او بهانې کوی! په هرحال راخی دانسانی علومو په رڼا کې لاندې مدنی او تاریخی مطلب په پاملرنه سره ولولو:
وایی چې سوید بن حارث ویلی دی یوه ورځ زه د خپلو ملګرو سره درسول اکرم ص، رحمت للعالین حضور کې حاضر شوم او عرض مو وکړ چې موږد ایمان راوړلو لپاره راغلی یو رسول اکرم ص پوښتنه وکړه چې ستاسې داسلام نوعیت څه شی دی؟
موږ ورته وویل چې ستاسې مبلغینو موږ ته لس شیان ښودلی دی چې دهغو څخه په پنځو یې په الله ج ،ملایکې ،مخکینی کتابونه،انبیا علیه السلام اوداخرت په ورځ ایمان لرواو پنځه نور یی یعنی کلیمه طیبه، لمونځ،روزه،زکوة او حج عملاانجامووددې څخه علاوه پنځه شیان دی چې هغو باندې د جاهلیت له زمانې څخه را په دې خوا عمل کوویعنی رضا باالقضا،په نعمت باندې شکر،په مصیبت کې صبر،په جنګ کې ثابت قدمی اوددښمن په ماتې نه خوښېدل. رسول الله ص وفرمایل په دې« خوبیانو» پنخه نورې هم ورزیاتې کړه نو ستاسې اسلام به بشپړشی،دناممکن الحصول لپاره بېړه مه کوی.په داسې ودانیو بنا مه کوی چې هغه آبادولی نشی.داسې مال مه جمع کوی چې هغه حوړلی نشی.په هغه کور زړه مه تړی چې سبا ترې کډه کېږی او دالله ج څخه هروخت ووېریږی. تر بیا ..............