دماغ څنګه تازه او پر سکون کړو.
په عام ډول زمونږ د دماغو فریکوینسي. 14-30htz وي،زمونږ دماغ په همدې فریکوینسي باندې کار کوي،په همدې فریکوینسي کار کوو،خبرې کوو، د احساساتو او جذباتو څرګندونه کوو،فکر او سوچ کوو،د فریکوینسي دې حالت ته Beta state of mind وایي، او په دې حالت کې چې د دماغو څخه کومې څپې خارجیږي، Beta waves بلل کیږي.
کله چې د ورځې په کوم وخت کې کوم فکر کوو،کومه واقعه رایادوو، نو د دماغو فریکوینسي مو کمیږي، 8- 14htz ته راځي،یا کله چې مونږ د خوب حالت ته ځو،یا پرکاله کیږو، نو د دماغو همدا فریکوینسي وي، دې ته Alpha state of mind وایي او په دې وخت کې د دماغو خارجیدونکو څپو ته Alpha waves وایي.
هغه خوب چې ډیر درون نه وي،سرسري وي،دې کیفیت ته Theta state of mind وایي او فریکوینسي پکې 4-8htz وي،په دې فریکوینسۍ حالت کې خوبونه هم راځي. د ژور خوب حالت ته Delta state of mind وایي فریکوینسي 1- 4htz کې وي،په دې حالت کې خوبونه نه راځي یعنې خوبونه نه لیدل کیږي.
د Alpha state of mind
(Alpha waves)
ځانګړتیاوې: تاسو به دا ډیر ځل تجربه کړي وي، چې تاسو د چا په هکله فکر کوئ، که هغه دوست وي یا نور هغه څوک چې نږدې وي، په همدې وخت کې د هغې زنګ راځي یا مسیج کوي،داسې ځکه کیږي چې ستاسو دماغ او ذهن په Alpha state of mind کې وي، د دې فریکوینسۍ په څپو کې دومره طاقت وي، په یو پل کې زرګونه میله لرې د یو چا دماغو ته رسیږي، ته چې د چا په هکله فکر او سوچ کوې، ستا د سوچ فریکوینسي د هغې ذهن ته رسیږي او ته فکر ته ورځي تاته زنګ وهي یا درته مسیج کوي،داسې کله هم نه کیږي چې ته د غوسې په حال کې د چا په هکله فکر کوې، او هغه درته زنګ ووهي، دا ځکه چې د غوسې په حال کې دماغ Beta state of mind په حالت کې وي.
د مراقبه کوونکو ذهن هم دAlpha state of mind حالت کې قرار لري،هغه څه چې ظاهري سترګې یې نه شي کتلی، په دې حالت کې لیدل کیدی شي. الهام، کشف هم په دې فریکوینسۍ کې رامنځته کیږي، د انسان شپږم حس هم په همدې فریکوینسۍ کې کار کوي،بصیرت (insight) پیدا کیږي،روحاني علاج (Energy of Healing) او رحماني مرسته ترلاسه کیږي،د روحاني نړۍ عجایباتو کتنه او د نظر لګېدل په همدې Alpha state of mind په فریکوینسۍ کې کیږي،په عام ډول په اختیاري توګه څوک د نظره کیږي نه بلکې نظر په همدې فریکوینسۍ کې که چا په هکله سوچ وکړئ! لګیږي...که تاسو خپل ماشومان د لوبو په حال کې وینئ او تاسو په Alpha state of mind کې قرار لرئ ستاسو ماشومان هم د نظره کیدی شي.
که مونږ په Alpha state of mind حالت کې اوسیدل زده کړو لاندې ګټې ترلاسه کولی شو.
۱.مونږ به په ذهني فشار (stress) او ژور خپګان (Depression) کې نه وسو، غوسه به نه راځي.
۲. سردردي او د نورو ناروغیو تر به تر ډیره بریده خلاص وسو، ذهن او جسم به مو تازه وي.
۳. په ورځني کارونو کې به د ذهني ګډوډۍ سره نه مخ کیږئ یعنې (confuse )کیږئ به نه.
۴. د بصیرت خاوند به اوسئ چې تل به سمې پرېکړې کوئ..
۵. د خلکو د ارادو او نیتونو په هکله به تر یو بریده پوهیږئ، د خلکو په دوکه او فریب کې به نه راځئ.
۶. ستاسو شپږم حس (6th sense) به تیز وي،او د ډیرو خبرو په هکله به مخکې د مخکې پوهیږئ..
۷.نوې نظریې او مفکورې (Ideas) به ستاسو ذهن ته راځي،د ستونزو د حل کولو په تلاش کې به څه مشکل نه لرئ..
۸.تاسو چې کوم کار کوئ، ستاسو به په ځان اعتماد او باور وي..
۹.تاسو چې کومې خبرې کوئ هغه به د خلکو په زړونو کې کیني.
۱۰.ستاسو ظرفیت (Capacity) به لوړیږي، وړې وړې خبرې به تاسو نه تنګوي.
۱۱.ستاسو به د خپل رب، روحاني نړۍ سره ښه تړاو رامنځته کیږي، رب تعالی ته به د نږدېوالي احساس کوئ،تاسو به د ژوند او عباداتو نه خوند واخلئ.
د دماغو دا فریکوینسي څنګه ترلاسه کړو.
دا ډیره آسانه ده، څرنګه چې د خوب حالت (Day dreaming) ته تللو کې تاسو کوم محنت نه کوئ، تاسو خپله دې فریکوینسۍ ته ځئ!
همداسې تاسو په اختیاري توګه
Alpha state of mind
ترلاسه کولی شئ!
خپل جسم خلاص او خوشې(سست) پریږدئ، د جسم عضلات او پټې هم خلاصې او خوشې پریږدئ، جسم ته ارام ورکړئ، جسم ریلیکس کړئ! خپل دماغ او ذهن هم د نورو فکرونو خلاص او ارام پریږدئ، تاسو به احساس کوئ چې ستاسو د ذهن نه ګرمي وځي او هوا ته ځي، دماغ مو سړیږي،ستاسو دماغي فعالیت کمیږي،ارام حالات ته ځي، د نیورونونو حرکت ورو کیږي،او سکون حالت ته ځي، کله چې مو دماغ مو ساړه شو، او پر سکون حالت مو احساسولو، او د فکرونو مو دماغ خالي شو، نو همدا Alpha state of mind دی، تاسو خوبولي حالت ته هم تللی شئ!
اوس به دا کړنه برقرار ساتئ، ځان ته به دا یادونه کوئ! چې ځان به په همدې حالت کې ساتئ!
لوړ غږ باندې به خبرې نه کوئ!غوسه به نه کوئ، زیات احساساتي کیږئ به نه، ذهني فشار به په ځان نه راوړئ!
څو ورځې محنت کولو سره کولی شئ، چې دا حالت برقرار وساتئ! او Alpha state of mind حالت ترلاسه کړئ...
ستاسو غوسه، ذهني فشار، بې سکوني، بې خوبي او نورې ستونزې به هم حل شي، تاسو به په ژوند کې دلوړ مقام او سکون احساس کوئ !
ژباړه: حافظ ډاکتر هبدالرشید مومند