د اوکراين او روسيې د جګړې له پيل راهیسې چې په فبروري کې شروع شوې  نړۍ ته د يو پر درېيمه برخه د ضرورت وړ غنمو  صادرېدل بند شوي دي او د ملګرو ملتونو ادارې د راپور له مخې ددې هېوادونو د  بندرونو بندېدل او له روسیې، بلاروس او اوکراين څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو بندښت د غنمو، غوړيو، سون توکو او کيمياوي سرې کمښت په نړۍ کې په بې ساري ډول رامنځته کړی دی چې له امله  یې  په ميليونونو کسان  له سختې لوږې سره مخامخ دي چې کلونه کلونه به ددې لوږې اغېزو  په نړۍ سيوری غوړولی وي .

د نړۍ په زياتره هېوادونو کې له افغانستان نيولط تر امريکا بيا سږکال  د موسمي او اقليمي تغييراتو له امله د غنمو حاصلات بيخي په ټيټ کيفيت کې دي. د خوراکي توکو بيې په نړۍ کې ريکارډ کچې ته رسېدلې ۱۷۰۰ میلیونه خلک به د خوراکي توکو نشتون او بيې د لوړوالي له امله له سخت خوراکي کمبود سره مخامخ دي او ددې شمېرې يو پر درېيمه برخه لا له وړاندې د فقر تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.

شپږدېرش هېوادونه خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له  له روسيې او اوکراين څخه واردوي دي او دا هغه هېوادونه دي چې د نړۍ غريب او فقير هېوادونه دي .

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګويتريش وايي اوسمهال ۴۹ ميليونه کسان په ۴۳ هېوادونو کې د لوږې په سخت او اضطراري حالت کې قرار لري او د غرب او امريکا لخوا سمندري تحريمونو نړۍ د لوږې يو بل پړاو ته داخله کړې ده.

په نړۍ کې پېښېدونکی د خوراکي مواد د کمښت بحران ورځ تر بلې پسې پېچلی کېږي او کرار کرار د ناورين حالت غوره کوي او دا حالت د نړۍ د هېوادونو تر منځ فوري او ضروري بحثونو ته اړتيا لري چې ددې مشکل او ستونزې مخه ونيول شي ددې لپاره نن سبا تر بل هر وخت يو ښه فرصت  او مهمه ناسته د  سږکال د St. Petersburg International Economic Forum  پنځه ويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه ده چې په حضوري ډول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د روسيې په سن پيټرزبورګ کې جوړه شي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي چې پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګري او اقتصادي پراختيا به باره کې بحث کېږي او په ډېرو مهمو نړيوال اقتصادي موضوع ګانو باندې بحث ، د نظرونو تبادله او قراردادونه ترسره کېږي.

هرکال په زرهاوو مېلمانه د سینټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم څخه لیدنه کوي. د نړۍ د Leading 27 مخکښو او پرمختللو هیوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې خبرې کوي. دلته د نړیوال اقتصاد مسئلې او ستونزې په ګوته او بيا ورته حل او لارې چارې په ګوته کېږي ، په بیلابیلو برخو او څانګو کې د پرمختللي ټیکنالوژیو سره بلدتیا پيدا کېږي او پانګوال د خپلو اقتصادي چارو د اسانتيا او پرمختيا لپاره د ټيکنالوژي له کمپنيو سره قزاردادونه ترسره کوي. تېرکال ۱۳۵۰۰ له ۱۴۰ هېوادونو څخه ګډون کړی و.

 سږکال د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته بلنليکونه لېږل شوي دي چې د ۶۹ هېوادونو د سوداګريزو ټولنو استازو او سترو تجارانو په دې نړيوال کنفرانس کې د تللو هوکړه کړې ده چې د امریکا ، برتانيا، جرمني، چين، هالېنډ سوداګر او پانګوال دي د دوی ګډون ته هيلې شته چې د خوراکي توکو روان بحران تر يوه حده راښکته او د حل لارې چارې ورته ولټول شي، ځکه د تحليلګرانو د راپور له مخې که حللاره ونه لټول شي د نړۍ د غنمو ذخيرې يوازې ۱۰ اوونۍ نور دوام کولای شي.

که ددې لوږې مخه ونه نيول شي تر راتلونکي مني موسم پورې به له هرو پنځو افريقايانو يو له لوږې کړېږي لس ميليونه ماشومان به بيخي د خوړو له نشتون له امله تلف شي او په ولږه د اخته کسانو شمېر به له ۴۰۰ ميلیونه کسانو څخه واوړي ، نن سبا د غنمو بيه ريکارډ کچې ته ختلې ده او هر ټن په ۴۳۹ ډالره په نړيوال بازار کې پلورل کېږی او ممکن تر ۷۰۰ ډالرو پورې يو ټن غنم ورسېږي د ډوډۍ بيه په عراق، افغانستان، تونس او نورو غريبو هېوادونو کې بې اندازې لوړه شوې ده او د لومړنيو موادو د نشتون له امله ډېرې هغه کارخانې چې په غنمو چلېږي او هغه توکي چې غنم وراضافه کېږي بندېږي او له امله یې په ډېر شمېر کې کارګران بې کاره کېږي.

لويديځ روسيه ددې هرڅه مسووله ګڼي په داسې حال کې چې اصلي موانع د غرب او امريکا له خوا ايجاد شوې دي او د دوی د تحريمونو له امله د اوکراين او روسيې سمندري لارې د تحريمونو له امله تړل شوې دي له روسيې څخه چې د غنمو لومړی او د نفتو دويم ستر صادرونکی هېواد دی غنم او نفت نړۍ ته نشي صادرېدلی او مخه یې نيول شوې همدارنګه د بلاروس او روسيې څخه د انرژي توکو صادرېدل د نړۍ بندرونو ته درول شوي دي او منع شوي دي د روسې او بلاروس کښتۍ په خپلو بندرونو کې ځای پرځای ولاړې دي.

په داسې حال کې چې لویديځ د موانعو د جوړولو او د ملامت ګوتې روسيې ته نيسي خو روسيه بيا وايي چې سږ کال دوی پلان درلود چې ۱۳۰ ميليونه ټنه غنمو توليد لري او نړيوال بازار ته د وړاندې کولو لپاره یې ۸۷ ميليونه ټنه غنم په ګودامونو کې پراته دي.

د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د روسيې ولسمشر تاکيد کړی چې د لوږې د مخنيوي په خاطر بايد په روسيې بنديزونه لرې او له روسې څخه صادرات نورو هېوادونو ته ازاد شي چې د ملګرو ملتونو د سرمني انتونيو ګوتريش لخوا یې هم هرکلی شوی او ويلي یې دي چې خوراکي توکي او کيمياوي سرو ته دې اجازه ورکړل شي چې د بلاروس او روسيې له سرحدونو نړۍ ته ولېږدول شي خو د غرب او امريکا لخوا تر اوسه له منفي غبرګون سره مخ شوي دي.