د ستــرګو لیدل شوي ډیر کیسې دي په اوکرائین کی
له لرې نه پلان شوي ډیر پلمې دي پـــه اوکرائین کی
روسان، امریکایـان ټول څلور ستـــرګې ورته ګوري
انګریزهم جرمنان پـــه انـديښنې دي په اوکرائین کی
دالر پـــه ملیـــاردونو دي روان لـــه هرې خــوا نـــه
روسان په ګنــــاهونو تـــورن شوي په اوکرائین کی
بمونو او راکتـــونو ډیـــــر وژلي پـــــدې خــــاوره
د خلکو لویې جوپې لا هم پرتې دي په اوکرائین کی
افغان او افغانـــان اوس لـــــه یـــادونو نــــه دې وتي
د نیمې نــــړې خلک په غصې دي په اوکرائین کی
لا نـــور به څـــه وګورو که نـــاټو شي نـــــوره غټه
اتـوم به استعمال شي که جګړې وي په اوکرائین کی
دنمارک او سویدن کی خلک په ویـــره کی اوسیږي
روسانو ډیر ډار کړي په جلوې دي په اوکرائین کی
مشران، زبر ځواکان یــو هم د خلکو فکر نـــه کړي
نه ما او تا ته ګوري نه یی پيسې دي په اوکرائین کی
انســــان هیڅ مهم نـــه دی، المونیم او یـــورانیـوم دي
دا دواړه دي ډیر زیات خرې خرې دي په اوکرائین کی
خــالد نور توبه ګار شو سیـاست نـه یی لاس واخیست
نه شعر نه شاعري نه ښې کیسې دي په اوکرائین کی
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
۰۵/۱۱/۲۰۲۲