پکې لو شول لکه لوخې جیګ سرونه
چا د ولس په سرکې ټک وهل میخونه
د نیم ژواندو تنو رقص وو چا لېدلی؟
غوڅ له ښځو شول په ژوند سینې، تیونه
پزې پرې شوې او غوږونه نیم اره شول
په وچوبي سر شو کل، لاندې بریتونه
سترګې ووتې، د تن مخکې ګوزار شوې
له چا پرې شوې دواړه پښې دواړه لاسونه
تیزابونه د مکتب پر نجونو پاش شول
سرې بوټۍ شوې په تېزابو سپین مخونه
چا د پت او افغاني عزت لپاره
جیګ تعمیر نه راخطا کړل خپل ځانونه (۱ )
په ډبرو په لرګو وټکېده شول
سپغزې، خوټې د بقا نوراندامونه
په میدان، لنګون د ښځو ننداره شو
لا ژوندي دي بې وجدانه، ضمیرونه
غلا تاریخ کې له مرستونه شوې نه وه
نه د ښځو په حمام ول چپاوونه
په عربو د افغان ښځې شوې خرڅې
په هېرامنډه يي جوړشو لیلامونه
د وطن باغونه دښتې او مېرې شوې
نه ویاله شوه روغه پاتې، نه نهرونه
بلبلان له وېرې لاړل له باغو نه
د کارغانو باغ ته راغلل قطارونه
په رڼا ورځ شتمني د خلکو لوټ شوه
له ولس پاتې د نیکونو جایدادونه
په کوڅو د لنډه غرو ډلې سر شوې
لویو لارو کې شوکمار او پاټکونه
ټانګ، ټوپک او طیاره چور چپاول شول
یا دښمن ته په وړیا شول سوغاتونه
خپل هویت او خپل تاریخ له خلکو هېر شو
د پردو په جاسوسۍ پیل شول ویاړونه
دین، مذهب په لاس کې توره د ملا شوه
غوڅوي پرې په چپه، راسته سرونه
هر ملا لکه سرتیری د چنګیز شو
جوړوي به د سرونو منارونه
بیا یو ړوند ملا د ګوډ ملا په لار شو(۲)
پاروي به د وطن پر ضد ولسونه
ولس بیا ستون شو منځنۍ پېړیو پیر ته
بیا جاري شول د کوډګرو تعویذونه
اوس پیریان، دیوان به امر د ملا وړي
ملا ویني سلیمان د وخت خوبونه (۳)
بیا د کوډو او درواغو بازار تود شو
ټاکل کیږي دې بازار کې تقدیرونه
مجاهد دا ولس په هسې شان تبا کړ
چې نه عقل کار کوي، نه تدبیرونه
د جهاد په ثمره ملک کنډواله شو
یو ناورین پسې راځي نور ناورینونه
یادونه:
(۱ ) شهیدې ناهید ته اشاره ده.
په ۱۳۷۱ کال کې (۱۹۹۲ عیسوي) چې مجاهدین د اسلامي جمعیت په مشرۍ دولتي واک ته ورسېدل، د نظارشورا څو تنه لنډه غر وسلوال د ناهید کور ته چې د دریم مکرویانو په ۱۶ بلاک او ۱۸ اپارتمان کې واقع وو، وراوړي. دغو لنډه غرو غوښتل ۱۴ کلنه پیغلوټې ناهید، په زور ځان سره خپلې قرارګا ته د بېناموسۍ لپاره یوسي. ناهید ځان له پنځم مزل لاندې غورځوي او ځای پرځای د شهادت جام څښي. په سبا يي جنازه خاورو ته سپارل کیږي. مزار ته يي خلک اوس د دعا لپاره ورځي.
نوټ: زه د خپل فامیل سره هغه مهال د ۱۶ بلاک ترڅنګ په پنځلسم بلاک کې اوسېدلم. د دې او داسې ډېرو نورو خونړیو پېښو شاهد یم.
(۲ ) ګوډ ملا چې اصلي نوم يي عبدالله وو، هغه شخص دی چې د جنوبي خلک يي د انګریز په لمسون د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وړاندې راوپارول. بلاخره نوموړی ملا د خپل بل ملګري ملا عبدالرشید سره یوځای د هغه مهال حکومت لخوا ونېول شو او د کابل په مرنجان غونډۍ کې دواړه اعدام شول.
(۳ ) د سلیمان پیغمبر په اړه، د قرانکریم د سبا سوره ۱۲ ــ۱۳ ایتونه، همدارنګه د نمل سوره ۳۹ ایت.
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی