کمکی اختر راغی
بختور په هنر راغی
دملا کره چو ر ګوړی
کرارکرار خېټور راغی
اختر راغی د ټولوخوښیو له هیلو سره
کونډې ،یتیمان دی حیران له ناوړینو سره
بشری فاجعه ده جوړه له کمبودونو سره
دفقر کچه ده ټیټه ډېره افسوس په ناوړو تصمیمو نوسره
بندیز لګول شوی په تعلیم با ندې په جهالتونو سره
دوچ سیاست په بې سیاستی کې له پنډ غمونو سره
دیو جوال سر تمبګیو او بیمعنا قدمنو سره
اختر راغی ډېره خوښی او خوشالی ده
چاته ډیره هوسی ده چا ته دویرتنهایی ده
چا ته آه! چاته مینه ده چا ته ډالی ده
چاته داندېښنو ستره خونه دمایوسی ده
کمکی اختر راغی
په سیمه اوچتو سردرو او سپین غر راغی
مېړنی مسلمان ولس ته ډېر خوش آیند راغی
د رمضان المبارک په محتوا او اثر راغی
عجب فرهنګ دی چې په ټوله نړۍ کې یې غږ راغی
اختر دې دټولو مبارک شی
دعام او خاص ولس دې
دلته، هلته، هرځای کې تهنیت شی
بې له هر ډول ریاء په عزت او آمانت شی