لړليک (فهرست)
سرليک :..................................................................................................................مخ

سريزه 1

د موضوع اهميت... 2

د موضوع هدف... 2

د موضوع پوښتنې.. 2

د موضوع فرضيه. 2

د څېړنې تګلاره. 2

لومړې فصل

دتعليم حق  داسلامي شريعت او وضعي قوانينو له نظره

لومړئ برخه : عمومي معلومات... 3

لومړې مبحث: دتعليم او تربيي معنی او مفهوم. 3

لومړې مطلب : تربيه ( روزنه ) 3

دويم مطلب: تعليم (ښوونه) 4

دريم مطلب: دتربيې اصول. 5

څلورم مطلب: دتربيتي ارواپوهنې له نظره زده کړه 6

پنځم مطلب : داسلامي علماوو له نظره دعلم ډولونه. 11

دوهمه برخه : په اسلامي شريعت  کې دتعليم حق

لومړې مبحث: په قرآن کريم کې دتعليم حق.. 16

لومړې مطلب : قران کريم کې دتعليم حق.. 16

دويم مطلب: داحاديثو له نظره دتعليم حق.. 18

درېيمه برخه : په وضعي قوانينو کې دتعليم او تحصيل حق ته لنډه کتنه

لومړې مبحث:دافغانستان د (۱۳۰۶ل ) اساسي نظامنامه کې دتعليم او تحصيل حق   29

دويم مبحث: دافغانستان (۱۳۴۳هـ ش ) کال اساسي قانون کې دتعليم او تحصيل حق   31

دريم مبحث: دافغانستان د( ۱۳۵۵ هـ ش) کال اساسي قانون کې دتعليم او تحصيل حق   32

څلورم مبحث : دافغانستان د( ۱۳۸۲ هـ ش) کال د اساسي قانون کې دتعليم حق.. 33

اووم مبحث : دښځو دحقوقو غير اسلامي قانون  کې دتعليم او تحصيل حق.. 37

شپږم مبحث : دبشرحقوقو نړيواله اعلاميه  کې دتعليم اوتحصيل حق.. 39

اووم مبحث: داقتصادي ، ټولنيزو او کلتوري حقوقو دنړيوال ميثاق کې دتعليم او تحصيل حق    39

اتم مبحث: د بشر د حقوقو اسلامي اعلاميه کې دتعليم او تحصيل حق.. 40

نتيجه ګيري.. 41

اخځليکونه. 44

سریزه
انسانان د ژوند له پيل څخه پدې هڅه او هاند کې دي چې وکولای شي د ژوند چارې په خپله ترسره کړي او له دې ور ها خوا د نورو سره هم همکاري وکړي. په لومړنېو وختونو کې انسانانو خپلې ټولې چارې په يوازې ځان سرته رسولې او د نورو سره د همکارۍ يا د نورو څخه د مرستې غوښتنې روحيه پکې نه وه موجوده پدې وخت کې انسانانو انفرادي ژوند درلود او لا ټولنيز شوي نه و، خو د وخت په تېرېدو سره يې په يوازې ډول د ژوند د ټولو چارو له ترسره کولو څخه ځان عاجز وليده او مجبور شول تر څو د نورو په مرسته او په ګډه سره ژوند پرمخ يوسي. همدا وه چې انسانان ټولنيز شول او ټولنيز ژوند ته يې مخه کړه. 

په ټولنيز ژوند کې مجبور شول چې ځان په يوه برخه کې د ټولنې د خدمتګار په توګه را څرګند کړي تر څو وکولای شي د خپل ځان په څير د نورو انسانانو لپاره يې د متقابل عمل ظرفيت پيدا کړی وي. خو ددې سره سره ځيني داسې انسانان هم شته چې د خپل ژوند په اوږدو کې تر ډېره نورو ته اړ وي او نشي کولای خپلې چارې پخپله پرمخ يوسي، دا ډول خلک تل د نورو مرستې او همکاری ته اړمن وي او د ټولنې د نورو افرادو وجيبه ده چې د دې ډول خلکو سره چې بې تعليمه ورته ويل کېږي مرسته وکړي.

ددي ترڅنګ دوی بيا هم دهمدې بي تعليمې څخه علاوه بيا په ځينو برخو کې مسلکې کسبونه ياد کړل چې دا يې ترټولو ښه لاره ده چې دهمدې لارې بيا دوې کولای شي چې د خپلو کورنيو غړو ته د رزق وسيله وګرځي چې دهمدې لارې دوې هم وغوښتل ، په خپلو بچېانو باندې تعليم وکړي ترڅو هغوئ ددي کړاوونو سره مخ نشي او دوطن دښيرازې او سوکالۍ لپاره د خدمت مصدر وګرځي. داچې تعليم يا ښوونه او روزنه يو حق دی چې الله تعالی په اړه په قران کې هم په پراخ ډول سره يادونه کړې ده او همدارنګه په وضعي قوانينو کې يې هم په صراحت سره ذکر شوې دی نو بايد هيڅ يو نظام د يو هېواد وګړي د تعليم څخه منع نه کړي بايد داسلامي نظام په چوکاټ کې او داسلامي نظام داصولو سره سم د نارينه او ښځينه وولپاره د تعليم زمينه برابره کړي چې اوديوهېواد مشر يا خليفه دا مسئوليت لري چې د خپل هېواد د وګړو د ازاديو او حقوقو ساتلو لپاره زمينه برابره کړي.  

 

 د موضوع اهمیت
دا چې دتعليم يا دښوونې او روزنې حق د يو هېواد د خلکو له ژوند سره نه شلېدونکې اړيکه لري نو بايد د دوي په خوښه داسلامي اصولو سره برابر د دوی لپاره دښوونې او روزنې حق ورکړل شي. د دې ليکنې اهميت پدې کې ده چې لوستي به په هېواد کې ډير شي او هغه حق چې ديو هېواد دپرمختګ او د نورو سره دسيالۍ يو دلومړنيو ګامونو څخه شمېرل کېږي ترلاسه کړي او په واک کې خلک به د ښوونې او روزنې دحق دورکړې په برخه کې لا هڅاند شي.

د موضوع هدف
 د دې موضوع اساسي هدف داده چې و پوهېږو ديوې ټولنې افراد دتعليم يا دښوونې او روزنې په برخه کې کوم حقوق لري او څنګه ورڅخه ګټه اخستلای شي.    

د موضوع پوښتنې
تعليم څه مانا او ډولونه يې کوم دي؟

د تعليم يا دښوونې او روزنې حقوق څه مانا ؟ 

په اسلامي شريعت او وضعي قوانينو کې د تعليم حق څخه ګټه اخيستنه څه ډول ده؟

د موضوع فرضیه
زما په آند چې د تعليم يا دښوونې او روزنې په برخه کې ډيرې دولتونو يوازې  دکاغذ پرمخ اسناد برابر کړي خو څرنګه چې لازم دي او په اسلام او نورو وضعي قوانينو کې ويل شوی دي هغسې زمينه يې نه ده برابره کړې او نه يې هغسې قدم اوچت کړی دی .د نړی په زياتو هېوادونو په ځانګړي ډول د درېيمې نړی هېوادونه چې افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی د تعليم اړوند چارې ترډيره دداسې اشخاصو او زورواکو او لاسپوڅو ترسيورې لاندې راغلي دي چې دتعليم حق اويا هم دښوونې اوروزنې  سويه يې دنورو په لمسون بيخي ټيټې درجې ته راښکته کړې ده . چې دتعليم حق داسلامي اصولو په اساس ورکول به د نظام په استحکام کې ډېر اغيز ولري.

د څیړنې تګلاره
 زما دا څېړنه کتابتوني  ده چې د ډېرو معتبرو منابعو څخه پکې ګټه اخيستل شوېده. د دې څيړنې منابع قران کريم ، قوانين او نړيوال تړونونه او همدارنګه معتبر کتابونو څخه ګټه اخېستل شوېده.

لومړې فصل
دتعليم حق  داسلامي شريعت او وضعي قوانينو له نظره
داچې د تعليم په اړه په خورا وضاحت سره لومړې په قرآن کريم کې او په احاديثو کې په بار بار، سره يادونه شوې ده او ددي ترڅنګ بيا ځينو نړيوالو قوانينو او زمونږ په ځينو ملي قوانينو کې هم ورڅخه يادونه شوېده چې په لاندې ډول به يې په بيلابېلو برخو سره تربحث لاندې ونيسو.

لومړئ برخه : عمومي معلومات
لومړې مبحث: دتعليم او تربيي معنی او مفهوم 
 ددغو اصطلاحاتو کارول په يوې ځانګړې معنا دلالت کوي، دواړه سره لازم او ملزوم دي، په معنا او مفهوم کې يو بل غني کوي، که چېرته يو له دغو دوو اصطلاحګانو څخه نه وي دغه بله اصطلاح د معنا، مفهوم او درک له لحاظه کمزورې ده، نو بايد په پوهنه او پالنه کې له دواړو اصطلاحاتو څخه برابره  ګټه واخيستلای شي او هر يوه ته ځانګړې پاملرنه وشي،تعليم زياتره د فکر د تغير، د ليد د بدلون، د نوښتونو د رامنځته کولو، د پنځونو، نوو پيدا کونو استدلال، د ژبې په فصاحت، د ژبې په بلاغت، ښه لوستل، ښه ليکل، ښه غوږ نيول، په ځيرتيا سره فکر کول دي چې ډېره برخه د انسان معنوي او يا ددنني برخې پورې اړه لري، همدارنګه تربيه بيا د انسان فزيکې روزنې، د انسان سلوک، رفتار، عمل، سليقې، ناستې ولاړې، حرکاتو، خوراک څښاک، فرهنګ، کلچر، اخلاقو او ادابو پورې نېغ په نېغه اړيکې لري. [1]

لومړې مطلب : تربيه ( روزنه )
په لغت کې د روزلو او پاللو په معنا دی، همدارنګه د بېلابېلو ژبو په ادبياتو کې تربيه د انسانانو، څارويو او وښو د روزلو په معنا هم راغلې ده، واښه د څارويو په څېر د ګرځېدو، قدم وهلو او غږ اېستلو وړتيا او استعداد نلري او دا هم يو الهي نعمت دی، مګر د غوړېدو او لوېدو استعداد او وړتيا بيا لري چې دا غوړېدا او لوېدا خپله وښو لپاره کوم ځانګړی ارزښت نلري، بلکې دا انسان دی چې دې مطلوب ارزښت پسې ګرځي.[2]

 تربيه د انسان لپاره ژور او پراخ اهميت لري او په انسان کې د فعاليت د رامنځته کولو سبب ګرځي، دا تربيه کله هم اشنايي او پوهنيزه جنبه لري چې د انسان د پوهې، پېژندنې او پوهاوۍ اړوند موضوع کېږي. کله هم حرکتي او کششي جنبه لري چې د انسان د عيني رفتارونو او اعمالو چې د انسان د ظاهري جسم پورې تړاو لري اړوند مسله کېږي او کله هم عاطفي جنبه لري چې د انسان، ذهنيت، اعتقاد، ايمان، علاقې، احساساتو، هيلو او غوښتنو پورې اړه لري. تربيه د انسان د ژوند په بهير کې مهم او بنسټيز رول لري، هر څوک په يو ډول نه يو ډول ورڅخه برخمن دی، نو په همدې اساس دغه مفهوم د فيلسوفانو، پوهانو، روڼ اندو، سوله غوښتونکو شخصيتونو، ليکوالانو او ان تر دې چې د شاعرانو د پام وړ ګرځېدلی دی او هرې ډلې ددې کلمې د څنګه والي، څرنګوالي، ارزښت او رول په اړه بحثونه کړي او مقالې يې ليکلي دي او مثمره ګټه يې هم ترې اخيستې ده. د انسان تربيت د هغه د پيدايښت له ورځې څخه پيل کېږي، ترڅو ژوند وکړي او د ژوند په خوند او رنګ پوه شي، ژوند تعريف کړي او له دغې لارې خپل مسير وټاکې، انسان چې ترڅو ژوندی وي تربيې ته اړتيا لري، پوښتنه دلته پيدا کېږي چې ايا ژوند يوه محدوده پديده ده؟ د انسان ژوند بېلابېلې برخې لري د ساري په توګه: جسمي، رواني، ټولنيز، اقتصادي، سياسي او فرهنګي چې دا هره برخه د روزنې په برخه کې ځانګړی ارزښت او ځای لري. په پای کې ويلای شو چې د تربيت منلی او د ټولو اړخونو له لوري قبول شوی تعريف ډېر سخت دی، ځکه هر فيلسوف، هر مفکر، هر متخصص او هر عالم د خپل ليدلوري پر بنسټ ورته تعريف لري.چې مونږ دنوموړې تعريفونو څخه دموضوع داوږدوالي په اساس صرف نظر کوو.[3]

دويم مطلب: تعليم (ښوونه)
په لغت کې د زده کړې، پوهاوۍ او يا هم يو چاته د څه ورکولو په معنا دی، تعليم اصل کې هغه هڅه ده چې ښوونکی زده کوونکو ته يو سلسله پوهه، ارزښتونه او خاص مهارتونه ور انتقالوي او يا هم په بل عبارت د ښوونکې له لوري زده کوونکو ته د عملي او نظري معلوماتو لېږد ته تعليم او يا هم زده کړه وايي. په ټوله کې د يو انسان په عمل او سلوک کې تغير راوستلو ته ښوونه او روزنه وايي. [4]

دريم مطلب: دتربيې اصول
همدارنګه تربيې لپاره يو سلسله منطقي اصول هم شته، که چېرته رعايت شي ښه اوږدمهاله نتيجه به په لاس راشي مثلا: که يو څوک سم وروزل او وپالل شي، حقيقت ومني او پدې هم پوه شي چې حقيقت ويل د يوه شخصيت د قوي کېدو، ښکارکېدو، ځلېدو او لوړېدو سبب ګرځي دغه پېژندنه به نوره هم عميقه او اوږدمهاله شي، د خلکو او ولسونو په منځ کې به ځانګړی شهرت پيدا کړي، ټولنه کې به هر څوک ورته په درنه سترګه ګوري، له ډېرو ستونزو او ننګونو څخه به وژغورل شي، خبرې به يې خاص تأثيرات پيدا کړي، هر څوک به يې له ده نه اوري، زده کوي به يې ترې، مګر دا ټول پړاوونه يو سلسله  تعليمي او تربيوي اصولو ته اړتيا لري چې په لاندې توګه به پرې رڼا واچوو:

۱ـ په تعليم او تربيه کې مهم اصل د ضرورت درک کول او پېژندل دي، هر سړی بايد د خپل شخصيت او پېژندنې په اړه درک ولري او کوټلي ګامونه پورته کړي د تعليم او تربيې په اړه بې پروايي د انسان د فکري او فزيکې استعداد د ودې د تباهۍ سبب ګرځي.

انسان بايد دې ته پاملرته وکړي چې تعليم او تربيه د ژوند قانون او د هغه د پرمختګ د څنګه والي کمال دی تعليم او تربيه ددې لامل کېږي چې انسان حق له باطل څخه بېل کړي، په حق ټينګار وکړي، حق غني کړي، حق ته تبليغ وکړي، حق په استدلال، منطق او مستنداتو وګټي، د باطل مخه ونيسي، باطل ته نه ووايي، په اړه يې مدلل وي، احساساتي نشي، قانع کوونکې عقلي او نقلي د لايلو سره د مبارزې ميدان ته ووځي، د نقد، تايد او رد جرات ولري او پدې اړه يې نسبت بل هر چاته دريځ ښکاره وي.

۲ـ همدارنګه که نړۍ له يوه قانون څخه پيروي کوي انسان هم نړۍ سره برابر ځانته په ژوند کې يوسلسله اصول، قوانين، لوايح او مقره رات لري چې د هماغه پر بنسټ خپل ژوند او نورو ته د ښه ژوند کولولارې چارې ښيي، ددې اصولو او قوانينو پر وړاندې بې پروا پاتې کېدل دانسان د بې لارۍ سبب کېږي، قوانين، لوايح، مقررات او طرزالعملونه د انسان ژوند د غوره والي، د هر فرد د حقونو د خونديتوب، ازادۍ، حق پېژندنې، حق پالنې، نورو ته ددرناوي، حدودو پېژندلو، ګډ مدني ژوند کولو او په ټوله کې د يوه نېکمرغه او خوشحاله ژوند کولو لپاره جوړيږي. [[د اسلام سيېڅلي دين انسان ته ستر امتيازونه ورکړي دي ان تردې چې الله ج انسان ته  پر ځمکه خپل خليفه ويلی دی. ژباړه، او هغه زمانه ياد کړه چې ستا پروردګار پرښتو ته وويل: په يقين سره چې زه په ځمکه کې يو ځای ناستی ټاکم.[االبقره:۳۰]. نو الله ج انسان ته ډېر عزت ورکړی دی او هغه ته يې د ژوند ټولې ښيګڼې او اسانتياوې برابرې کړې دي.

۳ـ تعليم او تربيه بايد مشخص هدفونه ولري، ترڅو د پوهې، تحليل، تجزېې، محصول، ارزونې او اندازګيرۍ وړ وي. [5]

څلورم مطلب: دتربيتي ارواپوهنې له نظره زده کړه
زده کړه (په انګليسي که ورته( Education) وايي چې  زده کړه د تربيتي ارواپوهنې په برخه کې يوه مهمه موضوع ده،چې په ورځني ژوند په ځانگړې توگه د ښوونې او روزنې په برخه کې ډيره مهمه او له ارزښت څخه ډکه ونډه لري. د ارواپوهنې اونورو پوهانود نظرونو په پام کې نيولو سره هرهغه کړنه چې د انسان څخه صادرېږي دهغې لامل زدکړه گنل کېږي. انسان د زده کړې په مرسته کولی شي په خپل ژوند کې ستر بدلونونه رامينځ ته کړي. انسانان دزده کړې پرمټ توانېدلي دي، چې د بشرد ودی اوپر مختگ د لارې خنډونه له خپلې لارې څخه لرې کړی او دا نړۍ په يوه پرمختللې نړۍ بدله کاندي، چې داړيکو او لېږد رالېږد ډېر پرمختللي وسايل يې ښه بېلگه گڼل کېدای شي. ددې له پاره چې پوه شو چې زده کړه څه ده او څه ته ويل کېږي په لنډه توگه څو شيبې دلته ورته تم کېږو.

 زده کړه هغه بدلون ته وايي چې په يو ژوندی موجود کې رامېنځ ته کېږي اونېغ په نېغه دليدلواو اندازه کولو نه دی، خو په کړنه کې له بدلون څخه معلومېږي او کېدای شي چې دهغې اټکل وشي . بدلون په دی مانا دی چې يو کس کوم شي زده کړی نه وي اودهغه دمخکېنۍ پوهې سره توپير ونه لری نو زده کړه نه ترسره کېږي. زدگړې ته دبېلابېلو کارپوهانو او دنظر دخاوندانو له خوا بېلابېل تعريفونه او پېژندنې وړاندې شوی دي، چې له دې ډلې څخه يو څو يې په لاندې ډول وړاندې کېږي :

 • زده کړه په کړنه کې بدلون دي.

 • زده کړه داسی يوشی ده چې دکړنې لامل گرځي چې نېغ په نېغه دليدلو او اندازه کولو نده خو دکړنی دبدلون څخه څرگندېږي.

 • زده کړه له ېو کس څخه بل کس ته د علمي مفاهيمو لېږدول دي.

 • زده کړه داسې يوه پوهه ده چې هغه دانسان په کړنه کې څرگنديږي.

 • زده کړه يو کلک بدلون دی چې له تجربې څخه ترلاسه کېږي.

 • زده کړه د اطلاعاتو،معلوماتو او مهارتونو ترلاسه کول دي. [6]

او يا هم زده کړه = پوهېدل+ذهن ته سپارل+کار اخېستل (۱) زده کړه يواځې د ښوونځې په چاپېريال پورې تړلې نده بلکې زدکړه تل او په هر ځای کې ترلاسه او رامينځ ته کېدای شي. دبيلگی په توگه : کله چې يو څوک بايسکل اويا هم موټر چلوی ،نو ويلې شو چې په پورتنيو حالتونوکې زده کړه رامينځ ته شوی ده. که څه هم ځينې خلک دا راز کړنو ته چه نيغ په نېغه د لوست او ښوونځی سره اړيکه نلري، زده کړه نه وايي ، حال دا چې زده کړه ډېر پراخ مفهوم لري او يواځې د ښوونځي په چاپېريال پورې منحصره نده. ديادولو وړ ده برسېره پر دې چې رشد او زده کړه له يو بل څخه اغېزمن دي، زده کړه هم په بېلابېلو لارو چارو سره ترسره کېږي او د انسان د ژوند له نورو اړخونو سره تړاوو لري. کله زدکړه عمدی ده مثلاً په يوه موضوع کې مطالعه کول، ځينې وخت زده کړه غير عمدی ده لکه د ډاکتر له ستنې څخه د ماشوم ډار،ځينې وخت زده کړه د همغه کس له مينې او علاقې څخه اغېزمنه کېږي لکه له شعر سره ديو پېغلې دمينې پيدا کېدل، کله هم زده کړه د تفکر زېږنده ده لکه يو کس چې د يوې رياضي موضوع له پاره د حل يوه ځانگړې لاره پېدا کوي او کله هم زده کړه له ډېر پخوالې او په ژوره توگه دموضوع له ستونزمنو برخو سره د آشنايي له کبله رامېنځ ته کېږي لکه په دې باندې پوهېدل چې د روان پوهنې په برخه کې نظريه ورکول کلونو کلونو علمی کارونو او د ښوونې او روزنې په برخه کې تجربې ته اړتيا لري(۲).[7]

لومړې جز: دزده کړی پړاوونه 

که څه هم د هر ډول مهارت، پوهې او لنډه دا چې د زدکړې زدکړه په بېلابېلو پړاوونو کې تر سره کېدای شي خو موږ دلته د درس د زده کړې په پړاوونو باندې غږېږو او هغه په څلورو پړاونو ويشو: - ادراک او پېژندل - پوهه او تحديد - حفظ او يادول - تکرار او بيا راگرځول (مراجعه)

 لومړې پراګراف: ادراک او پیژندل 

 که څه هم حسي ادراک او پوهه د معرفت او پېژندنې بنسټ جوړوی او ټول معلومات د حواسو له لارې ترلاسه کېږي ،خو ټول انسانان په دې کې سره برابر نه دي او د شيانو په معرفت او ادراک کې يو له بله سره ځېنې توپيرونه لري. ځينې معلومات د سترگو له لارې، ځينې يې د غوږونو له لارې تر لاسه کوي او ځينې يې هم د پېژندنې له پاره له خپلو څو حواسونو څخه کار اخلي.

دويم پراګراف: پوهه او تحدید

کله چې يو زدکوونکی په بشپړه توگه په يوه موضوع باندې پوه شي،دهغې په تحديد باندې پېل کوی، د هغې غټ غټ ټکی او عنوانونه سره جلا کوی او غواړی چې حافظې ته يې وسپاري.خو ديادولو وړ ده چې دا تحديد هغه وخت کېږي چې په يوه موضوع باندې په سمه توگه پوه شي او دهغې آسانه او روښانه ټکې په خپل ذهن کې راټول کړي.

دريم پراګراف: حفظ او یادول 

د معلوماتو راټولول او په ذهن کې د هغې کښېنولو ته د حفظ عمليه وايي او دا هغه وخت بشپړ کېدای شي چې موږ په هغه معلوماتو چې راټولول يې غواړو په سمه توگه پوه شو. د يوې موضوع د حفظ کولو له پاره د درس په محتوا باندې ځان پوهونه،د توضيحي رسمونو او اشکالو ويستل، د ځانگړيو سوالونو شفاهي يا ليکلي ځوابونو ليکل ، د کتاب يا اړونده موضوع ټولې برخې لوستل، د موضوع د ټولو برخو يو له بل سره تړل، اورول او په ذهن کې ځای پر ځای کول د پام وړ ټکې جوړوي.

 

څلورم پراګراف: بیا راگرځیدل 

له تکرار يا بيا راگرځولو څخه موخه داده ترڅو يو زده کوونکی ټولو هغه شيانو ته چې تر اوسه يې زده کړی دي يو ځل بيا مراجعه وکړی او ور وگرځی چې دا په حقيقت کې د درس ويلو اصلی موخه گڼل کېږي.

دويم جز: په زدکړه باندې اغیزمن لاملونه

د يو شي زدکړه تر ډېره بريده د زدکړې تر شراېطو پورې هم اړيکه لري .بلوم چې د ښوونې او روزنې په برخه کې يو ستر عالم دی او دهغه ملگري دا خبره چې ځينې هغه کسان چې زدکړه کوی ښه دي او ځينې ښه نه دي، رد کوي خو دا چې ځينې يې په زر توگه او ځينې يې هم په پڅه توگه زده کوي تر غور لاندې نيولې ده. بلوم دا نظر داسې بيانوی هغه څه چې يو کس په نړۍ کې زده کوی د نړۍ ټول خلک په هغه صورت کې چې مخکېنې او روان مناسب شراېط ورته برابر شي کولی شي زده يې کړي. که څه هم ډېر لاملونه په زدکړه باندې اغېزمن دی خو يو څو يې په لاندې ډول وړاندې کېږي.[8]

لومړې پراګراف: تیا رۍ او چمتوالی

زده کړه په هغه صورت کې په ډېره ښه توگه ترسره کېدای شي چې زدکوونکې له هر پلوه جسمي، عاطفي ،عقلي او داسې نورو زدکړې ته بشپړه آمادگی ولري دبېلگې په توگه که يو ماشوم د ليکلو د زدکړې له پاره په گوتو کې لازمه وړتيا، او عضلاتو او اعصابو يې په کافی اندازه وده کړی وي نو کېدای شي چې په ښه توگه زده کړه وکړلی شي او که نه نو زده کړه به ډېره ستونزمنه او ستومانه کوونکې وي. چمتوالی هم بېلابېل اړخونه لري کېدای شي يو کس د عقلی نظره چمتو وی ،خو له عاطفي پلوه آماده نه وي نو ځکه زده کړه هغه وخت په ښه توگه ترسره کېدای شي چې کس له ټولو پلونو څخه زدکړې ته چمتو وي.

دويم پراګراف: دزدکړې انگیزه او هدف

د زدکړې په بهير کې د انگېزو له ډلې څخه يو هم زدکړې ته د زده کوونکی خپله ميل او مينه وي. او دا کار نوموړې هڅوی. بل دا چې په زدکړه کې هدف پروت وي او له زدکړې څخه هدف روښانه وي او هدف لرونکی زدکړې ته ډېره اغېزمنه، ښه او غوره زده کړه ويلي شو.

دريم پراګراف: تیر تجارب 

زدکړه د ودې په څېر له ماضی، اوس او راتلونکې سره تړلې ده او که څوک په راتلونکې کې زدکړه کوی نو اوسنۍ تجربه دهغې له پاره اساس ده يوکس هغه مهال واقعی مفهوم ترلاسه کولی شي چې دهغې په هکله مخکې ترهغې نه هم څه تجربه ولري ،نو ځکه د ښې زدکړې له پاره ښوونکې ته د زدکوونکی د تېرې مطالعه ډېره مرسته کولی شي.

څلورم پراګراف: دزدکړې چاپیریال او ځای

چاپېريال په زدکړه باندې ډېر اغېز لري مثلا فزيکی چاپېريال لکه نور، هوا ،دزکړې وسايل او داسې نور.له ډار څخه پرته ډاډمن چاپېريال، په چاپېريال کې مينه او عاطفه او داسې نور.[9]

پنځم پراګراف: د ښوونکی د تدریس میتود

لکه څرنگه چې چاپېريال په زدکړه باندې اغېزې لری همدارنگه ښوونکی او دهغې د تدريس مېتود هم د زدکړې په بهير کې ډېر مهم شمېرل کېږي او ښوونکی ته لازمه ده تر څو زدکوونکی زدکړې ته وهڅوی او راوکاږې. ديادولو وړ ده که چېرې ښوونکې غواړې چې زدکوونکې يې کنجکاو او په يوه موضوع کې څېړونکی راشي نو بايد په خپله دغه صفتونه خپل کړی ښوونکی د زدکونکو د زدکړې له پار ه ديوې بېلگې په توگه وي. ښوونکی ته لازمه ده تر څو د يو مفهوم په پوهولو کې له لازمې وړتيا او بېلابېلو لارو چارو او مېتودونو څخه کار واخلی تر څو زدکړه په اغېزمنه توگه ترسره شي. دبېلگې په توگه جان ديويي په دې باور دی چې هر کله چې يو ښوونکی يو مفهوم غواړی وړاندې کړی نو د لومړی ځل له پاره بايد د يو ماشوم په څېر چې څنگه دا شي زده کوی ،فکر وکړی د ده په آند ماشوم ته ديو شي د زدکړې په خاطر بايد ماضی ته ځير شو چې انسانانو هغه په لومړېو کې څرنگه کشف او زده کړه چې ښه مثال يې د نيوټن په واسطه د ځمکې د جاذبې د قويې کشف يادولی شو چې ديوې مڼې د رالوېدو له ليدلو څخه يې د ځمکې د جاذبې قوه کشف کړه .[10]

شپږم پراګراف: د کل او جز اړیکه

يعنې ښوونکی ته لازمه ده تر څو لومړی درس په کلی او عمومي توگه تشريح او توضيح کاندي او بيا په جزياتو باندې وغږېږي. وروسته له هغې څخه بيا د جز او کل ترمېنځ اړيکه واضحه او څرگنده کړي.

اووم پراګراف: تمرین او تکرار

همدارنگه تمرين او تکرار د زدکړې په بهير کې ډېر رغنده رول لري، ځکه ډېر شمېر زدکړې دتکرار او تمرين په پاېله کې رامېنځ ته کېدای شي او بس. لکه ديخ په سر لوبې يا موټر چلول او داسې نور . خو بايد تمرين او تکرار په داسې چاپېريال او شراېطو کې وی چې مناسب وي، نه دا چې د زدکونکې د خستگۍ او زړه سوړوالی لامل وگرځي. له پورتنېو څرگندونو څخه څرگندېږي چې يوې اغېزمنې زدکړې ته د لاس رسۍ په موخه او په ځانگړې توگه د ښوونځې په چاپېريال کې د مناسبو شراېطو برابرول، د ښوونکی له خوا د اغېزمن او مناسب مېتود کارونه او زدکړې ته د زدکوونکی چمتوالی او نور اړونده لاملونه د زدکړې په بهير کې د پام وړ رول لوبوی. نو ځکه لازمه ده تر څو د هېواد گران ښوونکی يوې اغېزمنې زدکړې ته د رسېدو په موخه د توان تر بريده د زدکوونکو په روزلو او پاللو کې د هغې خيال وساتي تر څو وي چې دهېواد بچېان مو يوې ډاډمنې او هوسا راتلونکې ته د رسېدو په لاره کې دتل په شان ددوی له عالمانه لارښوونو څخه برخمن ووسي.

پنځم مطلب : داسلامي علماوو له نظره دعلم ډولونه
په اسلامي شريعت کې دحکم او اړتيا له نظره علم او زده کړه په مطلق ډول فرض نه ده ، بلکې مختلف ډولونه لري چې داسلامي امت فقهاوو علم په لسو ډولونو باندې ويشلې دی چې په لاندې ډول تربحث لاندې نيسو.

لومړې  جز: فرض عين علم 

دعقائدو علم ، دفرض عباداتو ، روژه ، لمونځ ، زکات ، حج او ددغو عباداتو داحکامو فرايضو ، واجباتو، سنتونو، مؤکد وي که غير مؤکد وي ، ددغو ارکانو او لوازمو زده کړه په نارينه اوښځه فرض دی ، اوپه زده کړه کې سره مساوي اوبرابر دی ، امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب احياء علوم الدين کې دعلم النکاح زده کړه هم فرض عين ګڼلې ده او ويلې يې دي پرنارينه اوښځه دواړو باندې فرض دی چې په واده پورې اړوند مسائل لکه : مهر، نکاح، طلاق، رضاع، محرمات، حجاب، حقوق الزوجين، حقوق مصاهرة او نور هغه مسائل زده کړي چې په تدبير منزل او ازدواجي ژوند پورې اړوند دی، څو دقرآنکريم او سنت په رڼا کې کورنۍ نظام جوړ کړی شي، دغه راز علم التجارة: دسوداګرۍ علم پرنارينه او ښځه دواړو باندې فرض دی ، دقرض ، سود، اجارې ، صنعت او اجرت او نور ګرد هغه شرعي مسائل زده کړی چې په سوداګرۍ پورې اړوند وي ، د طهارت دعلم زده کړه هم پردواړو فرض عين دی ، د نذر مسائل ، د قسمونو دکفارې ، ديت او نور هم پردواړو باندې داسې فرض دی لکه د زکات علم دحج ، صيام ، صلوة او عقيدې دعلومو زده کړه چې پر دواړو باندې فرض ده .[11]

دويم  جز: فرض کفايه علم 

فرض کفايه هغه علوم دی چې دڅوکسانو په زده کړه يې دګرد امت مسئوليت رفع کېږي  او هغه علوم په تجويد سره دقرآنکريم  حفظ کول ، هغه نبوي احاديث حفظ کول چې شرعي احکام ورپکې بيان کړی شوی دی، دفقهې او اصول فقهې علوم، دعربي ژبې زده کړه او ادبي علوم، علم اعدادالجهاد، دطب علم زدهکړه او حياکة (رختونه اوبدل) هم فرض کفايي علم دی ، نارينه او ښځه دواړه پکې مساوي دی، هريو يې زده کولی شي ، خو که دغه علوم يو هم زده نه کړي بيا نو پرګردو مسلمانانو يې زده کړه فرض عين ګرځېږي.

دغه راز امام غزالي علم المواريث، علم الحساب ، علم السياسة ، علم الفلاحة د (کرهڼې علم) او علم الخياطة هم فرض کفايي ګڼلې دی.[12]

دريم جز : دتربية الاولاد علم 

دکور دتنظيم اوسمبالښت علم تدبير المنزل د اولاد د روزنې ، دناموس او عرض (پت) دساتنې علم صرف دښځې له پاره يې زده کړه واجب ده ، دنارينه له پاره لازمي نه ده بلکې مباح ده .

 

څلورم  جز: دسياست علم 

دنارينه له پاره اړين دی دښځې له پاره يې زده کړه فرض نه ده مګر که يې زده کړه وکړي ممنوع هم نه ده ، ځکه چې په ځينې سياسي چارو کې يې ګډو او برخه اخيستل روا دی لکه سياسي پناه  ورکول ، نيکه مشوره ورکول او داسې نور هغه هم په خپل کور کې دننه خپلو محارمو ته که اړتيا ورته پيدا شي.

پنځم  جز: تعارضي علم الجهاد

دجهاد د علم زده کړه يوازې پرنارينه باندې فرض کفايي ده مګر دا د تعارضي جهاد حکم دی او دفاعي جهاد زده کړه پرښځو باندې مباح ده چې له ځان څخه دفاع وکړی شي، مګر فرضيت يې صرف دنارينه و له پاره ده هغه هم چې مسلمان ، بالغ او عاقل وي.

شپږم  جز: دفاعي جهاد 

د دفاعي جهاد دعلم زده کړه پرنارينه او ښځې دواړو باندې لازمي ګرځولې شوې ده او داپه هغه صورت کې ده چې کافران پر اسلامي هېواد يرغل وکړي اود نفير عام حکم متحقق شي.

اووم  جز: علم الانساب او علم التاريخ

دنسب پېژندلو ، تاريخ ، جغرافيه ، ساينس او نورو علومو زده کړه دنارينوو له پاره مستحب او مستحسنه ده دښځو لپاره اړينه نه ده که يې وکړي ناوړه هم نه ده ځکه چې دالله تعالی په کائناتو کې تفکر اوله تيروامتونو څخه عبرت ترلاسه کول دواړو ته ګټه لري ، خو په دې شرط ښځې ته مباح ده چې په تدبير منزل او تربية الاولاد کې يې خنډ نه واقع کېږي.

اتم  جز: علم الاخلاق

داخلاقو دعلم زده کړه د هرنارينه مسلمان او مسلمانې ښځې له پاره اړينه ده ترڅو ښه او بد اخلاق وپېژنۍ او ترمنځ يې تفکېک وکولی شي ، ښه اخلاق خپل کړئ اوله بدواخلاقو څخه ځانونه وژغورئ او په ګډه سره يوه فاضله او غوره ټولنه جوړه کړي.[13]

نهم  جز: اکتسابي علوم

اکتسابي علوم دوه څانګې لري چې يوه يې په نارينه و پورې خاص کړی شوې ده او دوهمه څانګه يې دښځو لپاره خاص کړی شوې ده ، دبيلګې په توګه هرډول وسله جوړول ، کانونه کېندل ، کرهڼه ، موټرچلول، الوتکې ، پورته کول او دغه دواړه جوړول او داسې نور هغه فنون حربي وي که اقتصادي چې په کولو کې يې ډير زحمت او ستړياوې، دښځې له جسمي جوړښت او حجاب اوعفت سره منافي وي دنارينه و له پاره مخصوص دی ، څرخی کول، خياطي، غالی، ليمڅي او ګيلم جوړول، خولۍ جوړول، ګلدوزي، جورابې اوداسې نور، او هغه فنون چې دسړيو له پاره ذکر شول ، (مُفتی به ) قول دا دی چې دښځو له پاره يې زده کړه ناروا ده ځکه چې دفتنې ويره ده . بلکې په اوس وخت کې فتنه او اجتماعي فساد ور پکې ده ، دغه راز ټيلفون ، ټيلګراف، ، ژورنالېزم، په راډيو او تلويزيون کې خبرونه خپرول هم د نارينوو له پاره مخصوص دی او ښځې ته روا نه دی ، او همدغه داسلام د معقول اوفطري دين او داوسني پرمختللي جاهلې تعليمی نظام ترمنځ توپير دی.

لسم  جز: ځينې نور مباح علوم 

ځينې نور داسې علوم دی چې يوازې دنارينوو له پاره دی لکه علم الابحار، علم الاصطياد، عمل الرحالة ، دسياست علم ، علم السباحة يعنې د لامبوزني علم ، علم المواسم ، علم السيرة ، دغه علوم که څه هم دنارينه وو له پاره دي مګر دسيرة علم د دواړو له پاره ضروري ښودلی شوی دی، د موسمونو پېژندلو علم ، دلرغون پېژندلو علم او داسې نور دنارينوو له پاره ځانګړی کړی شوی دی.

يوولسم جز: حرام علوم

يوشمېر داسې علوم هم شته چې زده کړه يې دنارينه او ښځو دواړو له پاره شريعت حرامه ګرځولې ده .[14]

لکه : دسحر او جادو زده کړه ، برابره خبره ده که عقيدوي سحر وي او که عملي سحر وي ، لس واړه څانګې يې ناروا دي، دوهم علم الاصنام ، د بتانو جوړولو اوعکاسي زده کړه چې مصورې هم ورته ويلې کېږي ، علم الکهانة ، علم المنطق اودفلسفې نور علوم ، علم الموسيقي ، علم النجوم ، علم المناظره  فقهاؤ مکروه ګڼلی دی ، دا دی دعلم اوزده کړې داسلام د سپيڅلي دین منصفانه حکم چې دنارينه او ښځې د زده کړې په اړه يې ورکړی دی او په دې اړه د لويديځ دجاهلې تعليمي نظام غندنه يې کړې ده .

دوهمه برخه : په اسلامي شريعت  کې دتعلیم حق
لومړې مبحث: په قرآن کريم کې دتعليم حق 
علم ، پوهه ليک او زده کړه اندازه نلري او نه سرحدات او حدود لري او انسانان که نارينه وي اوکه ښځينه وي بايد تل پدې هڅه کې وي چې يو څه زده کړي او دنويو معلوماتو لارې چارې ولټوي اوپيدا يې کړي ترڅو وکولای شي چې نوی معلومات په لاس راوړي.

همدارنګه علم معين او خاص وخت نلري، انسان د عمر په اوږدو کې په هروخت کې کولی شي چې علم زده کړي او دعمر ترپای پورې پدې هڅه کې وي چې يو څه زده کړي.

دعلم او زده کړې لپاره مناسب او غوره وخت دطفوليت اوصغارت مرحله ده خو داپدې مانا نه ده چې په نورو وختونو کې څوک علم نشي کولای بلکې غوره وختونه لري چې دصغارت له مرحلې څخه شروع کېږي او نهايت نلري.

علم محدوديت هم نلري خوپه اوس مهال کې يو څه مرحلې او درجې ورته ځانګړې شوي دي لکه له ښوونځي څخه شروع تردولسم ټولګي پورې او بيا لوړې زده کړې شروع کېږي لکه ليسانس ، ماسټري او ډاکټري .

انسان بايد دژوند په هره مرحله کې هلې ځلې وکړي چې يو څه زده کړي او که څه يې زده وي مطالعه وکړي او نوي معلومات په لاس راوړي.

لومړې مطلب : قران کريم کې دتعليم حق
همدارنګه اسلام ښځي له تعليمه نه منعه کوي؛ بلکې لاډېري يې تشويقوي چې پخپله هم دين زده کړئ اونوروته يې هم وروښيئ. الله پاک فرمايي: فاسئلوا اَهلَ الذِکرِ اِن کُنتُم لاَتعلمون. ژباړه : ځکه حضرت عائشه صديقه (رضي الله عنها)ترټولولويه عالمه وه. خوددې غم يې هم خوري چې څوک دي په عزت داغ ونه لګو ي،څوک درته ضرر ونه رسوي، په ټولنه کې دي اعتبار زيانمن نشي اوته په يوه فتنه بدله نشې نوځکه ورته وايي چې  که په پوره امن او اسلامي ماحول اوطريقه دي سبق ويلاي شواي نوډاکتره شه ، انجينره شه ، معلمه شه اوداسي نور،اوکه دپورتنيو بلاوو خطرو بيا تاته تر بهروتلو په کورکې اوسيدل غوره دي؛ ځکه چې بيادي ترګټه تاوان ډيردي. الله پاک دوي ته د دې لپاره چې هم له فتنوخوندي وي اوهم يې علم حاصل کړي وي ډيره ښه لاره په ګوته کوي او فرمايي:

 وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ  إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا.[15]

 ژباړه : او تاسو زده کوئ د الله هغه ايتونه او حكمت(علم) چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله  ډېر باريك بين او ښه خبرلرونکې دي. (الاحزاب ۳۴) په احکام القران ۵/۲۱۷ او مولانااشرف علي تهانوي د سئلونې کتاب ۱/۳۹۱مخ کې ليکې چې په دې ايت کې ښځوته داورښوول دي چې علم دي په خپل کورکې زده کوي.

خوکافران او ددوي ملګري د تعليم په نوم ښځي له کورو راباسي، په سکولونوکې ځواني نجوني او هلکان يوځاي سره اچوي ،ددوي حيا اوعزت ورختموي، دين او اخلاق يې ورتباکوي، دعزتمنو جاموپرځاي پتلون وراغوندي  او داسي حالت جوړول غواړي چې ښځي اوسړي دي سره ګډوي، مور،پلار،خور،ورور اونوردي نوي معلوم اولکه په ځنګله کې چې ځناور بې پردې ګرزي داسي دي مسلمانان هم سپک اوبې پردې وي.

همدارنګه زمونږ په ټولنه کې يو بل ظلم پرښځو باندې دادی چې دوې په مختلفو بهانو باندې دتعليم څخه محرومولې شي لهذا دا پرښځو باندې يو ظلم او دټولنې د پرمختګ او اصلاح په وړاندې يو لويې خنډ او مانع دی ، بلکې ښځې دنارينه په شان مکلف دی چې دخپل دين اودنيا واجبات اوضروريات زده کړي او پرنارينه و باندې لازم دی چې ښځې او لورګانې او خويندې وغيره ته د ديني او اخلاقي مسئوليتونو په ورزده کولو کې خپل ټول کوشش او زيار وباسي ترڅو د کورنی څخه دناپوهۍ تياره له مينځه لاړه شی اودعلم او عرفان رڼا يې په کورنی کې خپره او دتفاهم اومحبت او حق شناسي فضا قايم شي الله تعالی په دی باره کې داسې فرمايي: 

((يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ قُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ وَأَهۡلِيكُمۡ نَارٗا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلۡحِجَارَةُ . (٦).[16]

ژباړه : ای مؤمنانو تاسو خپل ځانونه او کورنۍ د اور (او دوزخ) څخه بچ کړئ چې خاشاک دهغې خلک او دګوګړو تيږې دي.

نو الله تعالی امر کړي دی چې خپلې ښځې او ځامن او لورګانې د اور د دوزخ څخه وساتئ او د دوې ساتنه داسې کېږي چې هغوئ ته صحيح تعليم او سالمه تربيه ورکړي شي.[17]

نو معلومه شوه چې دښځو تعليم او تربيه لکه دنارينه و په شان ضرور او لازم دی .

اوپه بل ايات کريمه کې الله تعالی داسې فرمايلي : ((وَأَنذِرۡ عَشِيرَتَكَ ٱلۡأَقۡرَبِينَ  . ( ٢١٤).[18]

ژباړه : ای پيغمبره خپل نږدې خپلوان دالله د عذاب څخه وويروه . نو دا نه کېږي مګر دصحيح تعليم او سالمې تربيې له لارې.[19]

اوپه بل آيت کريمه کې الله تعالی داسې فرمايي: ((وَأۡمُرۡ أَهۡلَكَ بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱصۡطَبِرۡ عَلَيۡهَاۖ . (١٣٢).[20]

ژباړه : ای پيغمبره خپلې کورنۍ ته په لمانځه باندې امر وکړئ اودمونځ په ادا کولو باندې صبر وکړه .

نود پورتني مبارکو ايتونو څخه معلومه شوه چې ښځه حق لري چې هغې ته د پلار يا خاوند يا نورو خپلوانو په واسطه ديني او اخلاقي او اجتماعي ښوونه وشي او هغې ته لازم معلومات ورکړی شي.[21]

دويم مطلب: داحاديثو له نظره دتعليم حق
علم لکه څنګه چې په ټولو مسلمانانو نارينو او ښځينو باندې فرض دی همدارنګه ټول مسئوليت هم لري چې علم زده کړي او که چېرې انجونو ته له کوره بيرون شرايط برابر نه وي بايد په کورونو کې له مور او پلار ، وروڼو او خويندو څخه زده کړې وکړي ترڅو خپله فريضه اداء کړي او بېسواده پاتې نشي، رسول الله صلی الله عليه وسلم پدې هکله داسې فرمايلي دي:

حديث شريف : ( طلب العلم فريضة علی کل مسلم . (رواه ابن ماجة)

ترجمه : طلب دعلم په هرمسلمان که نارينه وي او که ښځينه وي فرض دی . ددي حديث شريف عبارت جمهور علماء کرامو داسې ليکلې دی:

( طلب العلم فريضة علی کل مسلم ومسلمة )

ترجمه : طلب دعلم  په هر نارينه مسلمان او په هرې ښځينه مسلمانې باندې فرض دی .

طلب د علم په هرمسلمان اومسلمانې فرض دی او هريو له دوی څخه مسئوليت لري چې علم او زده کړې وکړي اوپه سرکې له خپل دين څخه ځانونه خبر کړي.

له پورتنيو ټولو حديث شريف څخه څرګنده شوه چې دعلم او زده کړې په باره کې مسئوليتونه په لاندې ډول سره بيانېږي.

لومړې جز : دعلم په برخه کې فردي مسئوليت 

هر فرد نارينه او ښځينه مسئوليت لري چې لوست او ليک زده کړي او په سرکې له خپل دين څخه ځانونه خبر کړي ، حرام او حلال وپيژني اوپه ټولنه کې ديوه نيک او صالح انسان په توګه ژوند وکړي او نور خلک هم علم او زده کړې ته راوبولي.

په قران کريم کې څومره مبارک اياتونه چې دعلم او زده کړې په باره کې راغلي دي په هغوکې نارينه او ښځينه دواړه شامل دي او يو شان برابر او مساوي دي اودغه حق  الله تعالی خپلو ټولو بنده ګانو ته ورکړې دی او هيڅوک يې ورڅخه نشي اخستلای او هر هغه څوک چې په زامنو تعليم کوي او لورګانې له تعليم څخه محروموي ګناه کوي او الله پاک به دقيامت په ورځ کې سخته پوښتنه ورڅخه وکړي. اوپه سختو مجازاتو سره به يې محکوم کړي.

تعليم او زده کړه دهرانسان نارينه او ښځينه دواړو مسلم او شرعي حق دی اوهيڅوک نشي کولای چې له خپل شرعي حق څخه يې محروم کړي او هريو له دوی څخه حق لري چې خپلې ديني اودنياوي زده کړې وکړي اوله خپل شرعي حق څخه ګټه واخلي.[22]

دويم جز: دتعليم په برخ کې دمور او پلار مسئوليت 

مور او پلار مسئوليت لري چې دخپلو اولادونو دبدني او روغتيايي روزنې په څنګ کې دهغوئ علمي او روحي روزنه هم وکړي اوپخپلو ټولو اولادونو زامنو او لوڼو باندې زده کړې وکړي اوهغوئ علم ته متوجه کړي او لانديني امور زده کړي.

 

لومړی پراګراف: دسالمې عقيدې پېژندل

مور او پلار مسئوليت لري چې خپل اولادونه زامن او لوڼې په شرعي او سالمې اسلامي عقيدې سره وروزي او له ټولو انحرافاتو او خرافاتو څخه يې وژغوري اوپه غوره توګه سره يې تربيه کړي ترڅو په ټولنه کې دنيکو انسانانو په توګه ژوند وکړی او دخپل دين ، هېواد او ولس خدمت وکړي.

دويم پراګراف: په غوره طريقې سره دعبادت ورزده کول

مور او پلار مسئوليت لري چې خپلو ټولو اولادونو نجونو او هلکانو ته په سالمې اوصحيح طريقې سره عبادات ورزده کړي او په شرعي توګه ټول مسايل ورته ياد کړي ترڅو خپل عبادات په ښه شان سره اداء کړي او نيت يې خاص دالله تعالی لپاره وي او له رياء څخه پاک او خالي وي.

دريم پراګراف: دعباداتو فضايل

مور اوپلار مسئوليت لري چې خپلو ټولو اولادونو نارينه او ښځينو ته دعباداتو فضايل ورزده کړي اوله رزايلو څخه يې لرې کړي ، دژغورنې لارې ورته په ګوته کړي اوله مهلکاتو څخه يې وژغوري اودهغوئ ذهنونه روښانه کړي . 

څلورم پراګراف: دحقوقو ورښودل

مور اوپلارمسئوليت لري چې خپلو اولادونو نارينوو او ښځينو ټولو ته حقوق ورزده کړي ترڅو دخپل ځان ، کورنۍ ،مسلمانانو او ټولو انسانانو حقوق وپېژني او مراعت يې کړي او دهيچا حقوق غصب اوتلف نکړي اوپه ټولنه کې نه يوازې دا چې دنيکو انسانانو په توګه ژوند وکړي بلکې دهر چا حق او حقوق پخپل حد او حدودو کې سرته ورسوي. [23]

دريم جز : د ديني علماوو مسئوليت

د دين علماء کرام مسئوليت لري چې خلک پدې پوه کړي چې علم په ټولو خلکو نارينوو او ښځينوو باندې فرض دی اوهريو له دوی څخه مسئوليت لري چې خپل فرض په غوره توګه سره اداء کړي.

علماء کرام بايد خلک علم او زده کړې ته تشويق کړي اوپلرونه خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړي چې پخپلو زامنو او لورګانو باندې زده کړې وکړي او يو هم بېسواده پاتې نشي.

علماء کرام بايد خلک علم  او زده کړې ته تشويق کړي اوپدې يې پوه کړي چې علم فرض دی اوپه خپلو ټولو خطبو کې علم او زده کړې ته يوه برخه ورکړي ترڅو خلک علم ته مخه وکړي اوپه ځانګړي توګه انجونې چې له هلکانو څخه هم علم او زده کړې ته زيات ضرورت لري ترڅو په کورني ژوند کې دخپل خاوند او اولادونو حقوق په غوره توګه سره پرځای کړي.

لکه : دجمعې په ورځ ، داخترونو په ورځو کې ، په غونډو او مجلسونو او دجنازې ، فاتحې په مراسمو کې .[24]

څلورم جز : دتعليم په برخه کې د دولت مسئوليت 

دولت دملت په وړاندې ډير مسئوليتونه لري چې يو له هغو مسئوليتونو څخه هم تعليم او زده کړه دی چې دخپل ملت لپاره دتعليم او تحصيل زمينه او اسانتياوې برابره کړي.لکه د جوماتونو دخطيبانو په واسطه ، د قومي او ولسي مشرانو، اخبارونو او مجلې ، غږيزې او انځوريزې رسنۍ او قانون له لارو کولای شي چې نوموړي کارونه ترسره کړي.

پنځم جز : قانوني لارې چارې 

دولت مسئوليت لري چې دخپل ولس لپاره داسې قوانين تصويب کړي چې دتعليم لپاره يومعين حد وټاکې او ترهغه حده پورې په انجونو او هلکانو ټولو باندې تعليم جبري کړي چې په نړۍ کې په بيلابيلو هېوادونو کې دغه کارمروج دي چې حداقل يې تر(۸) صنف پورې دي اوحداکثر يې تر۱۰ صنف پورې دي چې له دې حده پورې جبري دی اولدې وروسته اختياري دي اوزيات خلک خپلې زده کړې په مخ بيايي اوتر ټولو لوړو زده کړو پورې ځان رسوي اوپه خپله خوښه په يوه برخه کې تخصص ترلاسه کوي ترڅو د ولس لپاره خدمت وکړي.

په هېواد کې حکومت چې اکثراً د ولس لخوا په مستقيمو اوياغيرمستقيمو رايو سره ټاکل کېږی بايد دژوند په هره برخه کې دخپلو خلکو لپاره سهولتونه اواسانتياوې برابرې کړي اوتل د ولس په خدمت کې وي او هيڅ ډول دريغ ونکړي او خپل ولس ته په غېږ کې ځای ورکړي.

پدې کې شک اوشبه نشته چې تعليم په ښځينو او نارينوو باندې يوشان فرض دی خو شرايط يې يوله بل سره توپير لري او دنارينوو لپاره سهوليتونه او اسانتياوې زیاتې وي نظر ښځينوو ته نو په دې اساس سره دولت مسئوليت لري چې دانجونو لپاره دتعليم شرايط برابر کړي او دهغوئ لپاره بيل او ځانګړې مکتبونه اومدرسې جوړې کړي ترڅو هغوئ زده کړې وکړي.

همدارنګه دولت مسئوليت لري چې دښځو لپاره دلوړو زده کړو زمينه او اسانتياوې برابرې کړي ترڅو هغوئ له تحصيل څخه محرومې نشي او خپلې عالي زده کړې په ښه شان سره ترسره کړي اوپه دې لاره کې موانع بايد له منځه لاړې شي.

دښځو دتعليم او تحصيل لپاره شريعت ځنې اصول او مقررات وضع کړي دي چې دولت يې بايد دهغوئ لپاره مساعد کړي ترڅو له تعليم او تحصيل څخه محرومې پاتې نشي.

لومړې پراګراف: ځانګړي مکتبونه 

دولت مسئوليت لري چې دانجونو لپاره ځانګړي مکتبونه جوړ کړي ترڅو هغوئ له هلکانو څخه بيلې وي اوتعليم بايد مختلط او ګډ نه وی.

دويم پراګراف: شرعي حجاب

دولت مسئوليت لري چې دانجونو لپاره شرعي حجاب په رسمي توګه مقرر کړي او ديونفورم په شکل سره يې استعمال کړي اوکه ممکن وي د دولت لخوا ورته تهيه او برابر شي ترڅو انجونو ته تکليف نه وي اودهغوئ په کورنيو باندې اقتصادي بوج نه وي.

دريم پراګراف: ځانګړې پوهنتونونه

دولت مسئوليت لري چې دښځينو لپاره مستقل پوهنتونونه جوړ کړي او که چېرې داممکن نه وي نوبيا دې په صنفونو کې مشخص ځايونه ورته تعين کړي ترڅو ښځينه يوې خواته او نارينه بلې خوا ته کېني او ځايونه يې مشخص وي ځکه چې يو له بل سره ګډه ناسته مشروعيت نلري.

څلورم پراګراف: په مسکن او مبيت کې بيلوالې

دانجونو ليليه او طعام خوري بايد له نارينوو څخه بيله وي ، په يوځای کې ګډ اوسيدل اوپه يوه ځای کې ګډ طعام خوړل مشروعيت نلري او دولت مسئوليت لري چې دانجونو اوسيدلو ځای او دخوراک ځای له نارينوو څخه بيل کړي ترڅو هغوئ په ډاډه زړه سره خپل تحصيل ته دوام ورکړي اوخپل تخصص په لاس راوړي.

 

پنځم پراګراف: د امنيت ټينګول

دولت مسئوليت لري چې دټول ولس لپاره امنيتي چارې برابرې کړي اوپه ځانګړې توګه دانجونو دښوونځيو لپاره ځکه چې په هره ټولنه کې نيکان او بدان وجود لري ترڅو هغوئ ته څوک ضرر او نقصان ونه رسوي.

شپږم پراګراف: دترانسپورت وسايل 

دولت مسئوليت لري چې دښځينه محصلينو او استادانو لپاره دتګ راتګ وسايل برابر کړي ترڅو هغوئ په پوره ډاډ او اطمنان سره خپل تحصيل ته دوام ورکړي اوهم استادانې په سهوليت سره دتدريس لپاره لاړئ شي.

دولت مسئوليت لري چې دخپلو ښځينه هېوادوالو لپاره پورتني اسانتياوې برابرې کړي ترڅو په ټولنه کې هيڅوک له تعليم او تحصيل څخه بې برخې او محروم پاتې نشي اونه دچالپاره بهانه پاتې شي چې زه خپله لور ښوونځي او يا پوهنتون ته نه لېږم ځکه چې اسانتياوې برابرې نه دي.

دولت بايد دشريعت په رڼا کې دښځو لپاره دتعليم او تحصيل داسې زمينه برابره کړي چې خلک دتخويف پرځای تشويق شي اوخپلې لورګانې دتعليم او تحصيل لپاره په خپلې خوښې سره ښوونځيو او پوهنتونونو ته واستوي او زده کړې ورباندې وکړي ترڅو د ټولنې په پرمختګ کې نارينه او ښځينه دواړه فعاله ونډه واخلي اوهم خپل فرض پرځای او اداء کړي.[25]

۱. جليل القدر صحابي ابوسعيد خدري رضی الله عنه روايت کوي چه ( قال النساء للنبی صلی الله عليه وسلم غلبنا عليک الرجال فاجعل لنا يوما من نفسک فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن آمرهن)) .[26]

ترجمه : نارينه زمونږ په نسبت له تا څخه زيات وخت نيولی دی نو دځان له طرفه يو ورځ مونږ ته وټاکې (دتعليم لپاره) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوئ سره يو ورځ وټاکله او ورته ورغی او هغوئ ته يې نصيحت وکړلو او په ښو کارو باندې يې ورته امر وکړلو.[27]

همدارنګه جليل القدر صحابيه ام عطية رضی الله عنه فرمايي (( امرنا رسول الله صلی الله عليه وسلم ان نخرجهن فی الفطر والاضحی العواتق والحيض وذوات الخدور فاماالحيض فيعتزلن الصلاة ويشهدن الخير ودعوة المسلمين)) .[28]

ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته امر کړي دی چې پيغلې او حائضه او دستر او پردې والا ښځې دوړوکی او لوې اختر دلمانځه لپاره د کورونو څخه وباسو خو حائضه ښځې به لمونځ نه کوي البته دخير او دعوت او تبليغ په مجلس کې به ګډون کوي.[29]

او جليل القدر صحابي عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما روايت کوي: (( خرجت مع النبي صلی الله عليه وسلم يوم فطر او اضحی فصلی ثم خطب ثم اتی النساء فوعظهن وذکرهن وآمرهن بالصدقة ))

ترجمه : زه درسول الله صلی الله عليه وسلم سره د وړوکی يا لوې اختر په ورځ ووتم نو هغه د اختر لمونځ وکړلو او بيا يې خطبه وويلې او بيا دښځو صفونو ته ورغی نو هغوې ته يې وعظ او نصيحت وکړلو.

او هغوئ ته يې دصدقې امر وکړلو . او جليل القدر محدث عبدالملک بن جريج دجليل القدر تابعې عطاء رحمهما الله نه روايت کوي هغه فرمايي چې جليل القدر صحابي جابر بن عبدالله رضی الله عنه داسې فرمايلې(( قام  النبي صلی الله عليه وسلم يوم الفطر فصلی فبدآبالصلاة ثم خطب فلما فرغ نزل فاتی النساء فذکرهن قلت (القائل بن جريج) لعطاء اتری حقا علی الامام ذلک يذکرهن قال انه لحق عليهم ومالهم لايفعلون)) .[30]

ترجمه :نبي عليه السلام د وړوکې اختر په ورځ اول يې داختر لمونځ اداء کړ بيا يې خطبه وويلې او چې کله دخطبې نه فارغ شو نو دمنبر نه کوز شو او دښځو صفونو ته ورغی او هغوئ ته يې نصيحت وکړلو . ابن جريج فرمايلي دي چې ما دعطاء څخه پوښتنه وکړله چې آيا ستا په نزد په امام او مشر باندې لازم دی چې ښځو ته وعظ او نصيحت وکړي نو هغه په جواب کې وويلې چې هو پرامام دا کار لازم دی او څه وجه ده چې اوس خلکو دا کار پرېښې دی ؟ اوپه يو بل حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جليل القدر صحابيه شفاء رضي الله عنها ته وفرمايل : (( الاتعلمين هذه (حفصة) رقية النملة کما علمتيها الکتابة)) .[31]

ترجمه : ای شفا ولې ته حفصی ته دتخرګونو د دانو دم نه ښائې لکه څرنګه چې هغې ته دې ليک ښودلی دی؟

ددغه حديث څخه معلوم شو چې دليک زده کړه لکه چې نارينه وته ضرور دی همدارنګه زنانه و ته هم ضرور دی اولکه چې نارينه دعلم زده کړه کوي او دکتابونوتأليف اوتصنيف له لارې خپل علم خپروي نو ښځې هم بايد علم حاصل کړي/ او دتأليف اودتصنيف له لارې خپل علم خپور کړي ترڅو خلک د دوې دعلم څخه استفاده وکړي او دغه کتابونه د دوې لپاره صدقه جاريه وګرځي.[32]

امام خطابي رحمه الله دشفاء رضي الله عنها دحديث په باره کې داسې فرمايي:

(( فيه دليل علی ان تعليم النساء الکتابة غير مکروه)) .[33]

ترجمه : دغه حديث شريف ددې لپاره دليل دی چې ښځو ته دليک زده کړه مکروه نه دی .

خوبعضې خلک وايي چې ښځو ته روا نه دی چې ليک  زده کړي اودليل کې يې دغه حديث شريف ذکر کوي چې (( لاتعلموهن الکتابة)) .[34]

ترجمه : ښځو ته ليک مه ورزده کوئ.

خو دغه خبره غلطه ده ادمنعې دغه حديث ثابت نه دی ځکه چې ددغه حديث په سند کې يو دروغجن او بل په دروغو متهم راويان دی اوداسې حديث مردود وي. [35]

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (( ايما رجل کانت له جراية فادبها فاحسن تاديبها وعلمها فاحسن تعليمها ثم اعتقها فتزوجها فله أجران)) .[36]

ژباړه : هريو سړی چې وينځه ولري اوهغې ته ښائسته ادب او ښائسته تعليم ورکړي اوبيا يې ازاده کړي او ځان ته يې په نکاح کړي نو دغه سړي ته دوه اجرونه دي. نو چې کله ديوې وينځې په تعليم او تربيه کې دومره ثواب دی نو ديوې اصيلې مسلمانې ښځې په تعليم او تربيه کې به ددې نه زيات ثواب او اجر وي.

او ام المومنين عائشة رضي الله عنها فرمايي: (( نعم النساء نساء الانصار لم يمنعهن الحياء ان يتفقهن فی الدين)) .[37]

ترجمه : د انصارو ښځې نيکې او بهترې ښځې دي ځکه چې هغوئ د دين په پوهه کې شرم او حياء نه کوي.

اوجليل القدر تابعي عروة بن الزبير رضي الله عنه فرمايی: (( ما رأيت احدا أعلم بفقه ولا طب ولاشعرمن عائشة )) .[38]

ژباړه : ما داسې هيڅ يو کس نه دی ليدلې چې دعائشة رضي الله عنها څخه په فقه او طب ، شعر کې ډير پوه وي. يعنې عائشة رضي الله عنها په علم فقه ، طب او شعر کې هغه اوچتې مرتبې ته رسېدلې وه چې دهغې په زمانه کې څوک ورسره برابر نه وه . ددغه روايت څخه دا معلومه شوه چې ښځې کولای شي په علم کې اوچتو مرتبو ته ورسېږي اومعلومه شوه چې ښځې کولای شي چې دطب دعلم زده کړه وکړي . او داهم معلومه شوه چې ښځه کولای شي داسې اشعار وليکې او خپور يې کړي چې ديانت او خوش اخلاقي اوعفت ته دعوت کوي.

او جليل القدر صحابي ابوموسی رضي الله عنه فرمايي: (( ماأشکل علينا أصحاب رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث قط فسألنا عائشة الا وجدنا عندها منه علما)) .[39]

ترجمه : چې کله هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابوو باندې دکومې خبرې پوهېدل مشکله شوه نو مونږ به دعائشة رضي الله عنها څخه دهغې په باره کې پوښتنه وکړله نودهغې سره به دمسالې په باره کې خامخا علم اوپوهه وه او مساله به يې حل او روښانه کړه .

نوددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو څخه دنارينه و په زده کړه کې څه عيب نشته چې کله دشريعت دحدودو رعايت پکې وشي.

او امام ابن شهاب زهري رحمه الله فرمايي: (( لوجمع علم الناس کلهم وامهات المؤمنين لکانت عائشة أوسعهم علما)) .[40]

ژباړه : که دټولو خلکو علم او د رسول الله صلی الله عليه وسلم دنورو بيبيانو علم يو ځای کړی شي بياهم دعائشة رضي الله عنها علم ددې ټولو څخه زيات دی.

او امام ذهبي رحمه الله فرمايي: (( وما علمت من النساء من اتهمت ولا من ترکوها)) .[41]

ترجمه : دحديث په ښځو راويانو کې ماته داسې ښځه معلومه نده چې دحديث په روايت کې په دروغو متهمه شوې وي اوياد حديث علماوو دهغې حديث پرېښې وي.

ددې څخه معلومه شوه چې پخوا به دمسلمانانو ښځې دحديث په زده کړه او روايت کې څومره کوشش او احتياط کاوه خو اوس ډيرې مسلمانې ښځې قران هم نشي لوستلې .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله صحابه کرامو ته وعظ او نصيحت کولو نوبيا به يې هغوئ ته وويلې: (( الا فليبلغ الشاهد الغائب)) .[42]

ترجمه : خبردار حاضر خلک دې زما خبرې غيرحاضرو خلکو ته ورسوي. په دغه حديث کې ديته اشاره ده چې نارينه دې زما خبرې زنانو ته ورسوي ځکه چې زنانه به زياتره په خپلو کورونو کې په خدمت کولو مشغولې وې.

او همدارنګه جليل القدر صحابي عرباض بن سارية رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل  چې : (( ان الرجل اذا سقی امرأته من الماء أجر قال فاتيتها فسقيتها وحدثتها بما سمعت من رسول الله صلی الله عليه وسلم )) . [43]

ژباړه : چې کله سړی خپلې ښځې ته دڅښاک اوبه ورکړي نو هغه ته ثواب ورکول کېږي. عرباض فرمايي چې ددغه حديث د اورېدو څخه وروسته زه دخپلې ښځې څنګ ته لاړم او هغې ته مې دڅښاک اوبه ورکړې اودرسول الله صلی الله عليه وسلم حديث مې ورته وويلې. ددغه حديث څخه معلومه شوه چې صحابه کرامو به کله ددين او ثواب کومه خبره درسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدله نو هغه به يې خپلو ښځو ته هم سمدستي ورښودل نو معلومه شوه چې صحابه کرامو به دښځو په تعليم او تربيې باندې زيات اهتمام کاوه .

ددغو ټولو احاديثو څخه دا معلومه شوه چې داسلام مقدس دين دښځو په تعليم باندې زيات اهتمام کړی دی خودښځو په تعليم کې داشرط دی چې دهغوې عفت او عزت ته کوم خطر متوجه نه وي اوکه دتعليم په لار کې دهغوې عفت او شرف ته کوم خطر متوجه وي بيا يې تعليم ضرور نه دی.[44]

درېيمه برخه : په وضعي قوانينو کې دتعليم او تحصيل حق ته لنډه کتنه
لومړې مبحث:دافغانستان د (۱۳۰۶ل ) اساسي نظامنامه کې دتعليم او تحصيل حق
۱۴ ماده په لاندې ډول صراحت لري

دتدريس چارې بالکل آزادی دی. دمعارف له عمومي نصاب سره سم دافغانستان هريو تبعه عموماً په عمومي اوخصوصي توګه ،دتدريس لپاره مأذون اومجاز دی. مګر اجنبي اشخاص دهغو افرادو په استثناء چې دتعليم لپاره استخدامېږي، د افغانستان د مملکت په داخل کې دمکتبونو دافتتاح او اداری اجازه نه لري.

تشريح او څېړنه

په دې ماده کې چې دافغانستان يوې تبعی ته ، دمعارف دعمومي نصاب سره سم دمکتب دتأسيس حق ورکړ شوی دی او خارجيانو ته دا حق نه دی ورکړل شوی ، دا د هېواد لپاره يو مفيد او خير انديشانه حکم دی، مګر يو نوی ابتکار يا يو داسې نوی حق نه دی چې پخوا دی موجود نه وي. پخوا له دې هم دسواد او دعلم علاقمندانو خپله يادخپلو والدينو ، خويشانو، دوستانو او آخوندانو له خوا په ديني او ادبي رشتو کې په عربي ، دري اوپښتو تدريس کېده. دتدريس د مخالفت لپاره کوم حکم موجود نه و، مګر دمستبدو حکمروايانو له ډاره اودا چې په پراخه توګه دعلم له زده کړې سره علاقه نه وه موجوده ، په دې خصوصي حلقو کې انکشاف ونه کړ. کله چې اعليحضرت داساسي نظامنامې د ۱۴ مادې له حکم سره سم خصوصي مکاتب تشويق کړل. دې مکاتبو کوم انکشاف ونه کړ حتی رسمي دولتي مکاتب چې هلته دتعليم ټول وسايل وړيا وو او حتی د تحصيل په لوړو صنفونو کې ،ډوډۍ ، کالی او جيب خرڅ هم ورکول کېده، بيا هم مکاتبو مطلوب انکشاف ونه کړ. ددې عدم انکشاف عمده علت له تحصيل سره دخلکو عدم علاقه اوله تحصيل سره د اجتماعي او اقتصادي شرايطو دعدمی علاقې علت د دوی عدم ضرورت کې نغښتې و. دجامعی قريب عموم اکثريت چې بزګران اوکوچېان وو، دمکتب په تحصيل کې اجتماعي اواقتصادي ګټه نه ليدله اوحتی ددوی آني اقتصادي ګټو کې يې نقصان هم راووست.

دکلي دليک او لوست چارې دمسجد دملا په وسيله اجرا کېدی او دی وضعې ترډيرو کلونو ادامه لرله خو چې خلکو دمکتب اجتماعي او اقتصادي ګټې په خپلو سترګو وليدی، دا هغه وخت و چې يوه ډله دمکتب فارغ التحصيلان په دولتي ماموريتونو وګمارل شول اودا امر د مکاتبو دانکشاف سبب شو، خصوصاً په هغو سيمو کې چې اقتصاد يې ضعيف و، خلکو دمکتب خواته زياته هڅه وکړه.

په اروپا کې دتحصيل له انکشاف سره سم، تجارت ، صنعت او تخينک  هم انکشاف وکړ او ډير دتعليم خاوندان يې جذب کړل، مګر زموږ په هېواد کې دی برخو کې کوم بدلون رانغی او ټول دتعليم خاوندانو د دولت ماموريت ته مخه کړه او مکتب او تحصيلي مراجع يوازې د دولت دمامورينو دتربيې مراکز شول. په ۱۳۴۹ هـ ش کال کې د مامورينو په قانون کې داشرايط زيات شول چې يوازې هغه څوک مامور کېدای شي چې د ۱۲ صنف (بکلوريا يا معادل د بکلوريا) تعليم يا له هغه پورته تحصيل کړی وي. دثور انقلاب نظر خپلو انقلابي ابتکاراتو ته داحکم په اول کال کې مات کړ ، مګر ډير ژر خپلې اشتباه ته متوجه شول اوداحکم يې بيرته نافذ کړ.[45]

۱۵ ماده په لاندې ډول صراحت لري

دافغانستان ټول مکاتب دحکومت تر نظارت او تفتيش لاندې دي. حکومت ټول هغه اسباب اوتدابير چې دافغانستان ټولو اتباعو د مليه او عليه تربيې لپاره داتحاد او انتظام پرسياق وي، په دقت به نظر کې نيسی ، مګر تعليميه اصول چې داهل ذمه افرادو په مذهبي او اقتصادی امورو پورې اړه لري، نه اخلالېږي.[46]

تشريح او څېړنه

داماده دحکومت له مفيدو تدابيرو څخه چې که چېرې خصوصي مکتبونه منځ ته راغلی وای پرهغو دحکومت تفتيش او نظارت يو ضروري امر ګڼل کېده .

داسې يو حکم پخوا له دې موجود نه و او عامه افکارو هم له هغه سره کوم مخالفت نه درلود. له همدې کبله دی حکم نه کوم شور او نه کوم عصيان مينځ ته راووړ.[47]

دويم مبحث: دافغانستان (۱۳۴۳هـ ش ) کال اساسي قانون کې دتعليم او تحصيل حق
۳۴ ماده  په لاندې ډول صراحت لري

تعليم د افغانستان د ټولو وګړو حق دی او دافغانستان د دولت او اتباعو له خوا وړيا برابرېږي.[48]

تشريح او څېړنه 

ددولت هدف په دې برخه کې داسې مرحلې ته رسېدلې دی چې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره پکې د قانون له حکمونو سره سم د ښوونې او روزنې مناسبې آسانتياوې راغونډې شي. دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې دپوهنې دمتوازن تعميم لپاره مؤثر پروګرام وضع او تطبيق کړي.

دښوونې او روزنې لارښوونه او څارنه د دولت وظيفه ده ، ابتدايي تعليمات د ټولو ماشومانو لپاره ، په هغو ځايونو کې چې وسيلې يې د دولت له خوا برابری شوې وي، حتمي دي. د لوړو او عمومي تعليم دمؤسسوجوړولو اوچلول يوازې د دولت حق او وظيفه ده . له دی ساحې ور اخوا د افغانستان اتباع حق لري چې اختصاصي او دليک لوست ، لپاره ښووني جوړ کړي. د داسې ښوونځيو دجوړونې شرطونه ، تعليمي نصاب او پکې د زده کړې شراېط دقانون له خوا ښوول کېږي.

حکومت کولی شي خارجي اشخاصو ته ، دقانون له حکمونو سره سم، د خصوصي ښوونځيو دجوړولو اجازه ورکړي. له داسې ښوونځيو يوازې خارجي اشخاص فايده اخيستلې شي.

ددي اساسي قانون دا ماده کوم نوی مطلب نه دی. اساسي نظامنامې په ۱۴ مه ماده او داساسي اصولنامې په ۲۱ مه ماده کې دتدريس دآزادۍ حق وکړ شوی دی. داساسي نظامنامې په ۸ مه ماده کې داساسي اصولنامې په ۲۰ مه ماده کې داجباري تحصيل وظيفه داتباعو په غاړه اېښودل شوې ده . 

د ۱۳۴۳ هـ ش کال داساسي قانون له ډيرو تجربو پوره ګټه اخيستې . ابتدايي زده کړه يې په هغو سيمو کې چې دولت وسايل تهيه کړي حتمي ګڼلي اودعالي او عمومي تعليم لپاره يې د مؤسساتو جوړولو د دولت انحصاري حق بللی دی او له دی ساحې وتلې دافغانستان اتباعو ته يې دا حق ورکړی دی چې اختصاصي او دلوست ليک ښوونځي تأسيس کړي.

دمکاتبو ترمينځ دهماهنګی په منظور دولت په دې برخه کې دوه وظيفې په غاړه اخيستې دي چې هغه : دتعليم او تربيي لارښوونه او څارنه ده اوبل دا چې د داسې مکاتبو دتأسيس شراېط اودتعليمي نصاب مسايل ديو قانون په اساس تنظيموي.[49]

دريم مبحث: دافغانستان د( ۱۳۵۵ هـ ش) کال اساسي قانون کې دتعلیم او تحصيل حق
لسمه  ماده په لاندې ډول صراحت لري:

دخلکو دخدمت لپاره  په اجباري توګه دلومړنيو ښوونو تامين او تعميم اودعلمي اوفني کادرونو دروزنې اوبشپړتيا په منظور په وړيا ډول دثانوي عمومي، مسلکې او عالي زده کړو پراختيا او پرمختيا.[50]

تشريح او څېړنه

داحکم بايد دخلکو دحقوقو او وظايفو په برخه کې راغلی وای. په دريم اساسي قانون کې دامطلب په خپلو عملي او دامکان وړ ابعادو کې راغلی دی چې، پدې  اساسي قانون کې دابتدايي ښوونو تعميم ته اجباري بڼه ورکوي. دا اصطلاح  موږ په لومړي اساسي قانون کې ليدلی شو. په عمل کې وليدل شول چې دا اجباري کلمه يوه احساساتي او جذباتي څرګندونه ده اوپه اوياوو کلونو کې ابتدايي ښوونه په هېواد کې تعميم نشوه. نه يوازې دتعميم هڅې ددې سبب شوې چې خلک له ښوونځي کرکه اونفرت وکړي. کله چې دسپاه سالارمحمدنادرخان دهېواد دنجات لپاره ، يا وروسته داعليحضرت امان الله خان دسلطنت له رانسکورېدلو ، پکتياته راغی، دپکتيا خلکو له سپه سالار څخه وغوښتل چې که دې دهېواد په نجات موفق شو دوی ته به وعده او قول ورکوي چې ښوونځي به نه ورته جوړوي . له دې اجباري توګې د ۱۳۴۲ کال اساسي قانون ، دريم اساسي قانون پوره ګټه واخيستله اودامطلب يې داسې راوړ چې (( ابتدايي تعليمات د ټولو ماشومانو لپاره ، په هغه ځايونو کې چې وسيله يې د دولت له خوا برابره شوې وي، حتمی دی، ( ددريم اساسي قانون په ۳۴ ماده دتعليم د حق په برخه کې ډيره ښه تنظيم شوې او پدې نيت جوړ شوې وه چې داحکم عملي شي مګر دڅلورم اساسي قانون داحکم ، د نورو مادو په شان ، په احساساتي ډول جوړ شوې اودمنظور په توري فشار راوړل شوی دی، لکه ((دخلکو دخدمت لپاره به دعلمي، فنی کادرونو د روزنې اوبشپړتيا په منظور چې د داسې منظورونو ښودلو ته په داسې يوه حق کې چې خلک يې په ټولنې کې لري، ضرورت نه ليدل کېږي.

څلورم مبحث : دافغانستان د( ۱۳۸۲ هـ ش) کال د اساسي قانون کې دتعليم حق 
همدارنګه د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون هم دتعليم او تحصيل حق ته قايل دی چې په لاندې ډول دنوموړي حق څخه يې يادونه کړې ده .

درې څلوېښتمه ماده

 زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دی چې د ليسانس تر درجي پوري وړيا د دولت له خوا تأمينيږي. دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تامين لپاره  اغېزمن پروګرام طرح اوتطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبري کېږي لاره هواره کړي.[51]

تشريح او څېړنه

د افرادو يو له اساسي حقوقو څخه چې  پر دولت  يې لري، دزده کړي حق دی. د نن ورځي ځوان بايد معياري يا ستندرد او معاصر تحصيل وکړي او تر ابتدائيه پوري بايد دولت د کوچنيانو مور او پلار مجبور کړل شي چې په خپلو اولادونو زده کړه  وکړي. يعنې تر ابتدائيه پوري ښوونځی اجباري دی. که څوک يې نه کوي بايد مؤيدات پر وضع کړي او تر ليسانس درجې پورې زده کړه  وړيا ده. ښوونه او روزنه  پر څو برخو ويشلې ده، د ښوونځي تر مخه او د ښوونځي په وخت کې. د افغانستان نظام عمومي او اختصاصي  ښوونه او روزنه لري.

·        عمومي ښوونه : چې عمومي ارزښتونه ولري. او پر دريو برخو ده، ابتدائيه، متوسطه او عالي.

·        اختصاصي ښوونه: چې په مختلفو مسلکونو کې درس ورکول کېږي. په دا ټولو برخو کې بايد جنسيت مراعت شي.

 او ټول ښوونځي بايد ښارونو ته را نه وستل شي. دولت مکلف دی چې،د وزارتونو او اړوندو ادارو له لارې خلکو ته د زده کړې زمينه برابره کړي.[52]

څلور څلوېښتمه ماده

دولت مکلف دی د ښځو د زده کړو د پراختيا او توازن د ايجاد په منظور، د کوچېانو د زده کړو د ښه والي او په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح او تطبيق کړي.[53]

تشریح او څیړنه

دا د دولت دنده ده چې دښځو لپاره هم دزده کړي زمينه مساعده کړي او حقوق يي خوندي وي ،هغه زمينه چې نارينو ته مساعده وي هغه ښځو ته هم مساعده کړي.

داچې کوچېان همېشه له يوه ځای څخه بل ځای  ته روان وي نو دولت بايد د دوی لپاره داسي پروګرامونه جوړ کړي چې دوی د زده کړي له نعمت څخه بې برخي نه شي. دا چې د سواد کچه په هېواد کې ټيټه ده نو دولت بايد داسي پروګرامونه طرح کړي چې خلکو ته د سواد اهميت ور په ګوته کړي او بی سوادي له منځه يوسي.[54]

 

پنځه څلوېښتمه ماده

 دولت د اسلام د سپېڅلي دين د حکمونو او ملي فرهنګ پربنسټ اوله علمي اصولو سره سم، واحد تعليمي نصاب طرح او تطبيقوي او د ښوونځيو د ديني مضمونونو نصاب په افغانستان کې د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوينوي.[55]

تشریح او څیړنه

ښوونيز يا تعليمي نصاب بايد دولت جوړ کړي، ځکه دولت پوهېږي چې په کومو ريشتو کې څومره افرادو ته ضرورت لري. او د پرمختګ لپاره څومره  کسان پکار دي.

دنصاب منابع په افغانستان کې څو ډوله دي: د اسلام سپېڅلي دين، ملي کلتور او علمي منل شوي اصول. په نړيواله سطحه د ښووني او روزني سازمان يونيسکو ده،چې د غه اصول جوړوي. چې د يو هېواد ټولنيز نصاب ۷۵٪ بايد نړيوال قبول شوي اصول وي او ۲۵٪ بايد اعتقادي او ملي مسايل و اوسي. هر هېواد چې دغه مسايل تعقيب کړي ډيپلوم يې نړيوال ارزښت لري. زموږ تعليمي نصاب بايد دغه قبول شوي اصول تعقيب کړي چې فارغانو ته نړيوال ډيپلومونه ورکړي.[56]

شپږ څلوېښتمه ماده

د لوړو، عمومي او اختصاصي زده کړو د مؤسسو جوړول او اداره کول، د دولت وظيفه ده. دافغانستان اتباع کولای شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او د سواد زده کړو موسسې جوړي کړي.  دولت کولای شي بهرنيو کسانو ته هم د قانون له حکمونو سره سم د لوړو، عمومي او اختصاصي زده کړو د مؤسسو د جوړولو اجازه ورکړي.[57]

تشریح او څیړنه

ټولې تحصيلي او تعليمي ادارې بايد دولت اداره کړي ، او د لوړو زدکړو د مؤسسو د قانون مطابق خصوصي افراد هم کولای شي تحصيلي مؤسيسات ايجاد کړي. او عالي تعليماتو شاملېدل بايد د قانون په واسطه تطبيق شي.[58]

اووه څلوېښتمه ماده

 دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح کوي. دولت د مؤلف، مخترع اوکاشف حقوق تضمينوي او په ټولو برخو کې علمي څېړني هڅوي او ملاتړ يي کوي او د هغو له نتيجو څخه د اغېزمني ګټي اخيستل د قانون له حکمونو سره سم عاموي.[59]

تشریح او څیړنه

دولتونه مکلف دي چې خپل فرهنګ چې نړيوال دی، پرمختګ ورکړي او هر هېواد چې د يونسکو غړی وي د هغو فرهنګ او کلتور د نړيوال کلتور يوه برخه ده. چې بايد ورته وده ورکړه شي.

·        دمعنوي ملکېتونو حقوق  دوه ډوله دي: اقتصادي او غير اقتصادي چې اقتصادي معنوي ملکېت د تجارت په حقوقو پوري اړه لري، چې دا جز په تجارتي فعاليتونوپوري اړه لري او غير اقتصادي يعنې غير مادي چې پکښي اختراع، کشف، تحقيق، تصنيف، او ژباړه شامله ده.

·        ابداع: نوښت ته وايي چې تاثير لري.

·        کشف: چې زموږ په ساحه کې وجود لري او يو څوک يي په پېدا کولو کاميابه کېږي. کاشف هغه څوک دی چې دا کار يي کړی وي.

·        تأليف: څوک چې يو مطبوع شی پېدا کوي. چې ترمخه وجود نلري او که ويې هم لري شکل يې تغير وکړي. چې دا هم د مؤلف ملکېت دی.

·        ژباړه يا ترجمه: د يو متن تغير په بله ژبه.

·        تصنيف: د يو هنری اثر منځته راوړل.

تحقيق: هغه علمي کړنو ته ويل کېږي چې په لټولو کې يو مطلوبه يا پټه نتيجه په لاس راوړي. تحقيق څو بخشه لري.

۱.مقدمه

۲.متن: څه کار سوی

۳.نتيجه : څنګه تطبيق کړو.

۴. وړانديز( پېشنهاد).

دولت د ټولو داسي  هڅو ملاتړ کوي چې له مخي يې علم، فرهنګ ، ادب او نوري علمي کړني پرمختګ کوي.[60]

اووم مبحث : دښځو دحقوقو غير اسلامي قانون  کې دتعليم او تحصيل حق
نوموړې قانون په کال ۱۹۷۹ م کې  د Convention on the elimination of discrimination again women cedaw په نوم يعنې د ښځو سره د توپيري چلن دپاي ته رسولو جرګه ګې جوړه کړه چې نوموړې جرګه ګۍ دښځو دحقوق په نوم قانون جوړ کړ چې دېر مادې اونهه شپېته (۶۹) بندونه لري چې ټول يې داسلام دمقدس شريعت په خلاف دي چې په اوسنيو شرايطو کې په ټولو اسلامي هېوادونو کې هم نوموړې قانون عملي شوې دی همدارنګه په افغانستان کې هم نوموړې قانون په ۱۳۸۰ هـ ش کال کې دامريکا له صليبې يرغل سره سم پلی کړی شوی دی . د نوموړي قانون دلسمه ماده په لاندې ډول صراحت لري :

لسمه ماده په لاندې ډول صراحت لري

دنړۍ هر حکومت دې داسې هر ډول اقدامات وکړي چې دهغو په ذريعه د زده کړې او تعليم په ډګر کې دښځو په خلاف توپيري چلن پاې ته ورسولی شي.

۱. اکتسابي زده کړې اودخپل حيثيت داوچتولو په خاطر مناسب منصب ته رسېدل، چې دهمدغې موخې له پاره په کليوالي سيمو کې دزده کړې په ترلاسه کولو کې له نارينو سره برابر مواقع بايد ورکړای شي.

۲. په ازموينه ، تدريسي پرسونل ، ښوونځيو او ليسو کې تدريسي وسايل هم بايد نارينه او ښځو ته يوشان اوپه مساويانه توګه ميسر وي.

۳. په تعليم ډګر کې دښځې او نارينه ترمنځ د روايت پر اساس موجود توپير دنصابي کتابونو په نظر ثاني، دتعليمي مراکزو په پار د ودونو (پروګرامونو) کې او دنارينه او ښځو دګډ (مخلوط) تعليم په ذريعه بايد هرومرو هرډول توپيرونه پاې ته ورسولې شي.

۴. دنده ، منصب اودهرډول مرستو ترلاسه کولو زمينه نارينه او ښځو ته په يوشان او برابره توګه بايد برابره شي .

۵. د انپړو (بې سواده) له پاره د زده کړې د کورسونو برابرول دنارينه او ښځو دواړو له پاره بايد برابر چمتو کړی شي، څو د دواړو لپاره دتعليمي تشه ډکه کړی شي.

۶. دښځو د زده کړې دنيمګړې پرېښودو دشمېر زياتېدو مخنيوي، د انجونو او ښځو د زده کړې دجاري ساتلو لپاره لازم تدابير نيول دحکومت فريضه او ذمه واري ده .

۷. په لوبو او فزيکل تعليم کې نارينه او ښځو ته په مساوی توګه زمينه برابرول او د اولاد دبندولو (تحديد نسل) په اړه ښځو ته پوهه ورکول او تخنيکې علم ترلاسه کول دنارينه اوښځو برابر حقوق دي.

شپږم مبحث : دبشرحقوقو نړيواله اعلاميه  کې دتعلیم اوتحصيل حق
همدارنګه د نړيوالو اسنادو له ډلې د بشر حقوقو نړيواله اعلاميه هم په خپله شپږ ويشتمه (۲۶)  ماده کې د تعليم او تحصيل حق مني او په اړه يې وايي:

 ( ۱ـ هر څوک حق لري چې د ښوونې او روزنې څخه برخمن شي، ښوونه او روزنه بر سېره په لومړنيو او اساسي پړاوونو کې وړيا وي لومړني تعليمات بايد اجباري وي، حرفوي او تخنيکې زده کړې، عموميت ومومي لوړې زده کړې بايد د برابرو شرايطو سره د ټولو پرمخ خلاصې وي او ټول استعداد او وړتيا په بنسټ له هغه څخه ګټه پورته کړي.

۲ـ ښوونه او روزنه بايد د انساني شخصيت د بشپړ والي او بشري حقوقو او بنسټيزو ازاديو ته د درناوي د زياتوالي په لوري وهڅول شي، ښوونه او روزنه بايد ټولو مليتونو، توکمونو او ديني ډلو ترمنځ تفاهم، زغم او دوستي پياوړي کړي او د ملګرو ملتونو هڅې د سولې د پياوړتيا لپاره پرمخ بوزي.

۳ـ ميندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې د ډول په غوره کولو کې د لومړيتوب حق لري.)[61]

اووم مبحث: داقتصادي ، ټولنيزو او کلتوري حقوقو دنړيوال ميثاق کې دتعليم او تحصيل حق
دنورو قوانينو ترڅنګ د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د نړيوال ميثاق په ديارلسمه ماده (۱۳) کې هم ياد حق په رسميت پېژندل شوی دی او په اړه يې وايي:

  ۱ـ د دې ميثاق غړي هيوادونه د هر چا د زده کړې او زورنې حق په رسميت پېژني،د ښوونې او روزنې د هدف په اړه د غړو هيوادونو موافقه دا ده چې ښوونه او روزنه بايد انساني شخصيت د پوره ودې، او د هغې احساس او د بشر د حقونو او ازاديو درناوی کولو روحيه تقويه کړي....[62]

د تعليم او تربيې په برخه کې هم ليدل کېږي چې د اسلام او نړيوالو اسنادو ترمنځ شباهتونه موجود دي او دواړه په دې حق ټينګار کوي.

اتم مبحث: د بشر د حقوقو اسلامي اعلاميه کې دتعلیم او تحصيل حق
١٤١١ قمري د محرم ١٢ مصوبه

د ١٩٩٠ ميلادي د اګست ١٥ او ١٣٢٩لمريز کال د زمري ١٥ نېټه په قاهره کې د اسلامي کنفرانس سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه.

نهمه ماده  په لاندې ډول صراحت لري 

الف) د علم زده کړه يوه فريضه ده او ښوونه په ټولنې او دولت يو واجب امر دى پر دولت باندې لازمه ده چې د هغې لارې چارې او شرايط برابر کړي او هغه په داسې توګه تامين کړي چې د ټولنې خير او ښېګڼه په کې وي او انسان ته موقع ورکړي چې د اسلام د دين او د هستي د حقايقو په اړه معرفت او پېژندګلوي ترلاسه کړي او هغه د بشريت د خير او ښېګڼې لپاره وکاروي. 

(د اسلام د سپېڅلي دين د نظره د پوهې طلب د ټولنې پر ټولو وګړو پرته د کومې استثنا څخه فرض دى، ټولنې او دولت ته لازمه ده چې ټولو وګړو ته د زده کړې داسې شرايط او زمينې برابرې کړي چې د هغو په وسيله د ټولنې اړتياوې او اصلاح په هره برخه کې بشپړې کړاى شي او د ټولنې هر وګړي ته وخت ورکړي چې د هغې رڼا په ترڅ کې چې زده کړې کوي تر هرڅه ډېر د اسلام دين او د نړۍ د هستې د حقايقو په اړه بلدتيا حاصله کړي او خپله پوهه د بشريت په ګټه وکاروي.)

ب) د هر انسان حق دى چې بېلابېلې دستګاوې د کورنۍ، مدرسې او پوهنتون څخه رانيولې تر هغو نورو تبليغاتي او نورو دستګاوو چې انسان په ديني او دنيايي روزنه کې کوښښ کوي د هغه د انډوليزې او بشپړې روزنې په اړه کې هڅې وکړي او کوښښ وکړي په هغه بڼه چې په خداى يې ايمان او د هغه حقونو او دندو ته يې درناوى پيدا شي د هغه د شخصيت روزنه وکړي. 

(ټولنې پوهنيزې او روزنيزې مؤسسې، ښوونځي، پوهنتونونه او ډله ييزې رسنۍ او خپرونې لکه جريدې، ورځپاڼې، راډيو، تلويزيون کورنۍ او نور وسايلو په شمول دنده لري ترڅو د انسان په ښوونه، روزنه د پوهې د کچې په لوړتيا او د ديني او دنيوي موضوعاتو په لاره کې هڅه او هاند وکړي ترڅود خداى په وړاندې د هغه پېژند ګلوي لازياته او ايمان يې په خداى ټينګ شي او درناوى يې د هغوى د حقونو او دندو په وړاندې چې په غاړه يې لري زيات شي.).[63]

نتيجه ګيري
په نتيجه کې ويلای شووداچې اسلام مبارک دين کامل او شامل دين دی او د نورو دينونو سره يې يو توپير هم همدا دی چې کامل او شامل دين دی د نورو ټولو حقوقو ترڅنګ يې د تعليم حق هم انسانانو ته ورکړې دی که هغه نارينه وي اوکه ښځينه وي داچې دښځينو لپاره يې بيا شراېط هم ټاکلي دي چې بايد ورته زمينه د تعليم برابره شي چې بايد دښځو لپاره دنورو حقوقو څخه علاوه د تعلیم په برخه کې هم بايد داسلامي اصولو په نظر کې نيولو سره زمينه مساعده کړي ترڅو وکولای شي چې په ښه او ډاډه توګه خپل تعليم ته ادامه ورکړي چې ترټولو يې بيا د ښځې لپاره د اسلامياتو په برخه کې دتعلیم لومړې حق ورکړی دی ترڅو نورو ته داسلام دعوت ورکوونکی ښځې بايد په اسلامي تعليماتو باندې سمبال وي او همدارنګه په کورکې دخپلو اولادونو لومړنې روزنه بايد په اسلامي اصولو سره ترسره کړي چې بايد دهرڅه دمخه ورته دتعلیم په برخه کې اسلامي معلومات ورزده کړي ترڅو دټولنې لپاره په اسلامي اصولو برابر  اولادونه وړاندې کړي چې اسلام او خپل هېواد ته خدمت وکړي. که هغه نارينه وي اوکه ښځينه...

لکه په قرآن کريم کې الله تعالی فرمايلي دي :

وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ  إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا.[64]

 ژباړه : او تاسو زده کوئ د الله هغه ايتونه او حكمت(علم) چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله  ډېر باريك بين او ښه خبرلرونکي دي. )

همدارنګه حديث شريف دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پدې هکله داسې فرمايلي دي:

 ( طلب العلم فريضة علی کل مسلم . (رواه ابن ماجة)

ترجمه : طلب دعلم په هرمسلمان که نارينه وي او که ښځينه وي فرض دی . ددي حديث شريف عبارت جمهور علماء کرامو داسې ليکلې دی:

( طلب العلم فريضة علی کل مسلم ومسلمة )

ترجمه : طلب دعلم  په هر نارينه مسلمان او په هرې ښځينه مسلمانې باندې فرض دی .

طلب د علم په هرمسلمان اومسلمانې فرض دی او هريو له دوی څخه مسئوليت لري چې علم او زده کړې وکړي اوپه سرکې له خپل دين څخه ځانونه خبر کړي.

همدارنګه هغه ميرمنې چې نورو ته لارښوونه ، وعظ او تبليغ کوي هغه بايد عالمه او پوهه وي ترڅو نورو ميرمنو ته دشريعت په رڼا کې بلنه ورکړي اوهغوئ ته د قرآن کريم او احاديثو شريفو په رڼا کې معلومات ورکړي او نيکو لارو ته يې تشويق کړي اوله ناوړه کارونو څخه يې منع کړي.

عالمانې ميرمنې دبلنې په برخه کې له نورو څخه ښې پوهېږي اوکولای شي چې پدې لاره کې کامياب قدمتونه اوچت کړي اوخپله ټولنه په معنوي لحاظ سره هم دترقي لوړ مقام ته ورسوي.

همدارنګه ښځه د يوې ميرمنې او مور په توګه ديوې لور او خور په توګه اوپه ټولنه کې د يوه فرد په توګه مسئوليت لري چې علم او زده کړې وکړي او دا د دوې شرعي اوقانوني حق ده ترڅو دخپل ځان کورنۍ او ټولنې لپاره دخدمت وړ وګرځي اوپه دې لاره کې کوټلې ګامونه اوچت کړي.

علم چې الله پاک په نارينوو او ښځينوو دواړو باندې فرض کړي اومسئوليت لري چې علم زده کړې اوخپل اولادونه په علم سره وروزي او په ټولنه کې ديوې عالمې ميرمنې په توګه ژوند وکړي او خلکو ته يې ګټه ورسېږي.

ښځينه نه يوازې دا چې علم او زده کړه د دوې حق دی بلکې مسئوليت هم ده او بايد زده کړې وکړي ترڅو دعلم په وړانګو سره خپله کورنۍ او ټولنه منوره کړي.

ددي ترڅنګ ښځينه په ښوونه او روزنه کې مهم رول لوبولای شي ، لکه څنګه چې حقوق لري ، مسئوليتونه هم لري چې په سرکې يې بايد له خپل ځان څخه پيل کړي خپل اولادونه وروزي زده کړې ورباندې وکړي اوپه ټولنه کې نورخلک د اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره وهڅوي چې په خپلو اولادونو باندې زده کړې وکړي او تشويق يې کړي چې خپل اولادونه ښوونځيو او مدرسو ته د زده کړو لپاره واستوي چې زده کړې وکړي اوخپله ټولنه په علم سره روښانه او ودانه کړي.

په ښوونه او روزنه کې له نارينوو څخه دښځينو رول مهم دي ځکه چې ښځې د ماشومانو په خوې او عدت باندې له نارينوو څخه ښه پوهېږي ځکه چې زياتې ميندې وي اوکه چېرې ميندې هم نوي په کورنۍ کې د خپلې مور کړنې په ياد لري او له ماشومانو سره په غوره اونيکې طريقې سره په مخ ځي اوهغوئ په ښه شان سره پوهوي اوهم يې تشويق کوي.

تجربې ثابته کړي چې ښځينه ښوونکې له نارينوو څخه ډيرې کاميابي وي غټه حوصله لري اوپه غوره اسلوب سره له شاګردانو سره په مخ ځي اوتشويقي جنبه يې زياته وي اوماشومان بدون له تهديد څخه هڅوي چې ښوونځي او مدرسې ته په شوق او مينې سره لاړ شي اوخپلې زده کړې وکړي.

داچې ښځينه دومره مهم رول په ټولنه کې د علم دزده کړې په برخه کې ددي څخه ډير او دوه برابره نارينه هم مسئوليتونه لري چې بايد په ټولنه مهم او مرکزي رول لوبوي ځکه چې د يوې ټولنې ديو هېواد ټول سرنوشت د نارينوو په لاس کې وي که چيرته په يوهېواد کې دنظام واکې د تعليم يافته په لاس کې وي ، نو نوموړې هېواد به خورا پرمختللې او په ډيرو برخو کې به د نورې نړۍ څخه مخ پروړاندې وي او که چيرته په نوموړي هېواد کې دنظام واک د بېسواده اشخاصو په لاس کې وي په دي کې هيڅ شک نشته چې نوموړې هېواد به د نورې نړۍ هېوادونو څخه خورا وروسته پاتې او په ډيرو برخو کې به مخ د نزول په طرف به روان وي .

همدارنګه ددي سره سره دنړۍ او زمونږ دهېواد په وضعي قوانينو کې هم د تعليم او تحصيل د حق څخه په خورا وضاحت او صراحت سره يادونه شوې ده که هغه نارينه وي لکه دافغانستان په لومړۍ اساسنامې په څوارلسمه او پنځلسمه ماده کې يادونه شوې ده چې دتدريس چارې بالکل آزادی دی. دمعارف له عمومي نصاب سره سم دافغانستان هريو تبعه عموماً په عمومي اوخصوصي توګه ،دتدريس لپاره مأذون اومجاز دی. مګر اجنبي اشخاص دهغو افرادو په استثناء چې دتعليم لپاره استخدامېږي، د افغانستان د مملکت په داخل کې دمکتبونو دافتتاح او اداری اجازه نه لري.

پنځلمه ماده چې وايي دافغانستان ټول مکاتب دحکومت تر نظارت او تفتيش لاندې دي. حکومت ټول هغه اسباب اوتدابير چې دافغانستان ټولو اتباعو د مليه او عليه تربيې لپاره داتحاد او انتظام پرسياق وي، په دقت به نظر کې نيسی ، مګر تعليميه اصول چې داهل ذمه افرادو په مذهبي او اقتصادی امورو پورې اړه لري، نه اخلالېږي.

ددي ترڅنګ د ۱۳۸۲ کال په اساسي قانون کې هم د درې څلوېښتمې مادې څخه تر اووه څلوېښتمې مادې پورې د تعليم او تحصيل حق په اړه په پوره توګه وضاحت ورکړل شوې دی او د بشر حقوقونړيوالې اعلاميې شپږ ويشتمې مادې هم چې درې بنده لري دتعليم او تحصيل په برخه کې يادونه کړې ده .

 

اخځليکونه
القرآن الکريم.

1.  ابن سعدون، نای،(۱۳۷۹ ل)،حقوق زن از آغاز تا امروز، ترجمه ګيتی خورسند، تهران ، کوير.

2.  احمدزی، زاهدي،(۱۳۹۲ل) ، دملګرو ملتونو دښځو دحقوقوقانون داسلام په تله ، اميرکروړ خپرندويه ټولنه. ۱۵۲ مخ .

3.  اسدی ، ليلاسادات، ۱۳۸۴ ل ، زنان وقضاوت ، فصلنامه ی شورای فرهنګی اجتماعی زنان، تهران ، کتاب زنان، شماره ۲۸ ، تابستان.

4.  امامی، اسدالله وصفايی، سيدحسين،(۱۳۷۰ ل) حقوق خانواده ، تهران ، سمت .

5.  امامی، سيدحسن، (۱۳۷۳ ل)حقوق مدنی، تهران ، کتابفروشی اسلاميه، چاپ چهاردهم .

6.  آذربايجانی ،مسعود، (۱۳۸۰ل) ، اشتغال زنان درجامعه، مجموعه مقالات هم انديشی، ج۲، قم ، دفتر مطالعات وتحقيقات زنان، چاپ اول، پاييز.

7.  آقاجانی، مهری، (۱۳۷۷ل)، بررسی فقهی مسئله قضاوت زنان درحقوق اسلام، (آيا زنان حق قضاوت دارند)، حقوق واجتماع، بی جا، بی نا، مهر وآبان، شماره ۱.

8.  بابازاده، علی اکبر وسبحانی ،(۱۳۷۸ل) مسائل ازدواج وحقوق خانواده ، تهران ، بدر ، چاپ چهارم .

9. بصيرت،مولوي عبدالولي،(۱۳۹۰ل)،روزنيزه رساله،رسمي عرفي عدالت ته دښځو لاسرسی. 

10.   بيات، رقيه، (۱۳۸۴ل)، اشتغال بانوان وحق مالکيت ، زن روز، شماره ۲۰۲۴، بی جا ، بی نا ، دی ماه.

11.  پاچا ، سيد هاشمي هاشمي، (۱۳۹۲ ل) ، دښځو حقونه دشرعيت په رڼا کې، دانش ، خپرندويه ټولنه .

12.   ثاقب، نقيب الله او پوهيالی تسبيح الله تصميم ، (۱۳۹۳ ل) اساسي عمومي حقوق ، يار خپرندويه ټولنه.

13.   جعفری تبريزی، محمدتقی، (۱۳۷۰ل)،تحقيق دردوظام حقوق جهانی بشر از ديدګاه اسلام وغرب وتطبيق آن دو با يکديګر ، تهران، دفترخدمات حقوقی بين المللی جمهوری اسلامی ايران.

14.   جعفری لنګرودی، محمدجعفر،(۱۳۷۶ ل) ترمينولوژی حقوق، تهران ، کتابخانه ګنج دانش، چاپ هشتم .

15.   جليلی ، محمدرضا،(۱۳۸۴ ل)،جايګاه زن دراسلام ويهوديت، تهران ، بی نا، چاپ دوم .

16.   جوادی آملی ، عبدالله،(۱۳۷۲ ل)،زن درآئينه ی جلال وجمال، تهران ، رجاء.

17.   حکيم پور، محمد ،(۱۳۸۲ ل)،حقوق زن درکشاکش سنت وتجدد ، تهران ، نغمه نوانديش ، چاپ اول.

18.   خامنه ای ، سيد محمد،(۱۳۶۸ ل)،حقوق زن ، تهران ، انتشارات تک .

19.   دانش ، سرور، (۱۳۸۹ ل) حقوق اساسي افغانستان ، خپرندوې ابن سينا پوهنتون.

20.   داودی، سعيد، بررسی اجمالی ارزش وجايګاه زن دراقوام وملل، نشريه مشکوه النور، تهران دانشګاه اما صادق (ع) ، ش ۱۳، بی تا.

21.   داوودی ، سعيد ،(۱۳۸۲ ل)،زنان وسه پرسش اساسی ، قم ، مدرسه الامام علی بن ابيطالب، چاپ اول.

22.   دوست حمدی، هادی، (۱۳۷۹ ل )،شخصيت زن از ديدګاه قرآن ، تهران ، مؤسسه انتشارات اميرکبير ، چاپ سوم .

23.   رسولي،قانونپوه محمد اشرف ، (۱۳۸۸ ل ) ، تحليل و نقد قانون اساسي ۱۳۸۲افغانستان اول ټوک ، فريش پرس خپرندويه ټولنه.

24.   زعفرانچی، ليلاسادات،(۱۳۸۲ل) ،توصيه های CEDAW، اشتغال ، زنان ، استراتژی های نظام بين الملل، کتاب نقد، تهران، بی نا ، شماره ۲۹ زمستان.

25.  شاکر،سيدحبيب،(۱۳۸۹ل)،دښځوسياسي حقوق . 

26.   شرفی، حسين، (۱۳۷۸ ل) ،شهيدمطهری وحقوق زن دراسلام، پزوهش های قرآنی، تهران،بی نا، شماره ۱۷ و ۱۸ بهار وتابستان.

27.   صدر، حسن،(۱۳۵۶ ل )،حقوق زن دراسلام واروپا، تهران، جاويدان ، چاپ ششم.

28.   فرنچ مارلين،(۱۳۷۳ ل) ،جنګ عليه زنان، ترجمه توراندخت ، تمدن (مالکی) ، بی جا ، انتشارات علمی.

29.  فريد،پوهنيارشهلا،(۱۳۸۹ل) کورنی تاتريخوالی،روزنيزه رساله.

30.   قربانی، زين العابدين،(۱۳۶۶ ل) ،اسلام وحقوق بشر، تهران ، انتشارات کتابخانه صدر.

31.   کوهستاني ، محمدجعفر، (۱۳۹۱ ل) اساسي عمومي حقوق، مستقبل خپرندويه ټولنه .

32.   ليکوالان،دارشاد،حج او اوقافويوشمېر جيدعلما،(۱۳۹۰ل)،اسلام اوکورنۍ ،درېيم چاپ. 

33.   متين دفتر، احمد، (۱۳۴۸ ل )،حقوق بشروحمايت بين المللی آن، تهران ، بی نا،.

34.   محمودی، عباسعلی، (۱۳۷۸ ل )،پزوهشي قرآنی، فقهی وحقوق درباره ی مرد وزن ، تهران ، مطهر.

35.   مدني، سيدجلال الدين ، ( ۱۳۹۳ ل) داساسي حقوق کليات ، دانش خپرندويه ټولنه .

36.   نوری، يحيی،(۱۳۴۳ ل)،حقوق زن در اسلام وجهان ، تهران، فراهانی، چاپ دوم .

37.   هاشمي، سيد اکرم ، (۱۳۹۹ ل) ، دافغانستان داساسي قانون پېژندنه اوتحليل ، يار خپرندويه ټولنه .

38.   هاشمي، محمدطاهر، (۱۳۸۹ ل) ، حقوق اساسي و مؤسسات سياسي، انتشارات فرهنګ.

39.  هميم کاکړ، الحافظ مولوي شايق احمد ،(۱۳۸۶ل) ،دښځو دحقوقو څخه دفاع په قرآن او سنت کې، خپرندويه ټولنه ، مدرسة تعليم القرآن والسنة جلال اباد.

40.  ياد ، ميراحمد ، (۱۳۹۳ ل) ، ښځه او تاريخ ، عبدالمجيد مومند خپرندويه ټولنه جلال اباد .

41.   عدليه وزارت ، رسمي جريده ، (۱۳۹۲ل) ، (۱۰۳) ګڼه ، دافغانستان  د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون ، دولتي مطبعه .

42.  الترمذي، محمد بن عيسی، (۱۴۳۹ هـ ق ) سنن ا لتر مذي، مکتبةالمعارف،الرياض.

43.  الخطيب، امام ولی الدين محمد بن عبد الله ، (۱۳۹۰ ل) ، مشکوة المصابيح، مکتبه سلطانيه،کويټه پاکستان.

44.  الدمشقي، الامام ابوزکريا يحيی بن شرف النووي، (۱۳۸۵ ل) ، رياض الصا لحين، مکتبه قاسميه،کاسي روډ کويټه.

45.  اعظمی، ظهورالباری، تاج البخاری پښتوشرحه د صحيح البخاری، مکتبه تاج پښور.

46.  القرضاوي، دوکتور يوسف، (۱۳۷۷ ل) په اسلامي ژوندانه کی دښځی مر کزيت،لومړی چاپ، ،پښور.

47.  مدرس، مولانا حبيب الرحمن، صحيح مسلم مع مختصرشرح نووی(رح)، تاج کمپني،کراچي.

48.  ډاکټرمجمد دين، تعليم القران اسانه ټکي په ټکي اوروانه ترجمه،تاج کمپني،کراچي.

49.  طحان، مصطفی محمد،(۱۳۸۱ل) ښځه ددعوت په کاروان کي،پښتو ژباړه،حبيب الله وردګ،دچاپ ځاي کرکز نشراتي ټولنه.

50.  مفتي،مجمد شفيع،پښتو تفسير معارف القران،مکتبه راشد پاکستان اسلام اباد.

51.   رواه احمد و النسايی و ابن ماجه و الحاکم والقضاعی فی مسنده مشكوة صفحه ٤٢١ حاشيه ٤ واورده الذهبی فی الکبائر و ذکره الساعاتی فی بلوغ الامانی شرح الفتح الربانی جلد ۱۴ صفحه ۵۸ الفتح الربانی ج ۱۴ صفحه ( ۵۸) کشف الخفا(ج 1 ص ۳۳۵ ).

52.   رياض الصالحين صفحه (١٥٥) مشكوة صفحه (٤٢١ )الادب المفرد جلد ١ صفحه ( ٤١ ).

53.   الفتح الربانی (ج ١٦ صفحه ٢٣٢ ) رياض الصالحين صفحه( ١٥٦ ).

54.   مشكوة صفحه( ٤٢١ )الادب المفرد صفحه( ٤١ جلد ١) .

55.   مشكوة صفحه (٤٢٢ ) رياض الصالحين صفحه (١٥٥).

56.   الفتح الربانی (ج ۱۶ ص ۲۲۹) مشکاه( ص ۴۰۰ ).

57.   مسلم صفحه ( ۴۳۴ جلد ۱ ، بخاری صفحه ( ۷۸۷ جلد ۲ ).

58.   متفق عليه فتح الباري صفحه ( ٥٣٢ جلد ٤ )کتاب البيوع و مسلم صفحه ( ۷۷۵ جلد ۲).

59.   بخاري صفحه( ٥٧٤ جلد ٢ ).

60.   الفتح الربانی (جلد ١٦ صفحه ٢٢٣ ).

61.   رياض الصالحين صفحه ( ١٦٨ ).

62.   رواه الحاکم في المستدرک والبيهقي فی السنن الکبری.

63.   صحيح مسلم صفحه( ١٤٣جلد ١ ) سنن ابي داود صفحه (٣٤).

64.   الفتح الرباني صفحه( ٢١٤ جلد ١٦ ).

65.   صحيح مسلم صفحه( ٢٥٥ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤١٠).

66.   رواه الحاکم فی مستدرکه و ابو نعيم فی الحليه و البيهقی. کشف الخفاء( ج ۱ ص ۱۰۷) .