پو هنه شمع ده رڼا ده!
برخه دبلیونو انسانانواو دهرچا ده
ولې
بیا دلته دښوونځی دروازه تړلې ناوړه غوغا ده؟؟؟؟
پوهنه دادول انحصار نه منی
ښکاره اوهویدا ده دامزدوره ابتلاء نه منی
دلته دادبندیزپرېکړه کړې چاده؟؟؟؟
داخو بیلکل په څلورو کتابو ناروا ده!
پوهنه دجهالت په وړاندې خلق الانسن مالم یعلم ده
مساوات عدالت دامت وسط په غږ او بیان ده

پوهنه غنا ده ښکلې او زېبا ده طرحه دالله ده
دټولنې پرمختګ،،برخلیک ، جهان بینی د اسلام ده
دلوړو ژورو فتنو ، معیار او بې سیاله علاج او ارتقا ده
اهلیت او شخصیت عندالله اتقکم خو دهرچا ده همدا یې کمال ده
تېښته ویره له لیطغی ده
توره نه په نړۍ اوهر ګوټ رڼا رنا ده
دژوند مالګه اوپیغام درحیم اورحمن ده
پوهنه کرکه نه منی دالقابو وېشنه نه منی داصنعی سیاستونه دانسان نه منی
پاوکم او چارک من اوخروار کم نه منی
بیعدالتی او ماتم دهرفرعون نه منی
زورواکی او مستبد ساختګی سیاست او بد مرغی نه منی
دهرقابیل او هابیل مشقت اومحنت نه منی
کم عقل تصیمیم دهر مزاحم دمزاحمت نه منی
وژو نکی خواخوږی د استعمار او استعباد نه منی
فتوی دسیسې درینا امیری او هرشغال نه منی
دمردارخور دروغجن ګوتریش د پالیسی ابتکار نه منی
پوهنه طبیعی حق دهرافغان ده وجاء احق ان الحق کان زهو قا ده!