لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.
خنازیرو روسانو زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دېر ناوړه عجولانه او احمقانه تجاوز او یرغل وکړ، روسان دچپې ډلو یعنی خلق او پرچم مزدورانو اوغلامانو په مرسته اوغلطه محاسبه راغلل دا دافغانستان دتورتاریخ یوه توره او کرغېړنه بیلګه ده. دغه حقیقت ټولې ڼړۍ،ملګرو ملتونو اود بشر دحقوقو مدافعانو ته روښانه دی دا چې ولي ځینی لیکوا لان یې پټ ، پیچلې، ارته او کمزوری موضوع بولی د تعجب وړ خبره ده خو تاریخ خپل قضاوت پرې کړی چې تور بربریت څنګه رامنخ ته شو!. د ولس په ګڼو سرښندونو، قربانیو اوتباهیو سره سره غیرتمن با ایمانه ولس پر ټولو جنجالونو سر بیره بیا هم بریالی شو چې دامن ،سوکالی، قاطعیت او ملی اواسلامی ارزښتونو ته ژمن پاتې شی.
اوس ملګری ملتونه دداعش شمیره ۴۰۰۰۰ محاسبه کوی .داعش څنګه راپیدا شو ؟سازمان پوهیږی چې دداعش ډله په سوریه ، عراق، سیمه او نړۍ کې چا رامنځ ته کړ څوک ورسره اړیکی لری څوک یې ملاتړکوی . دا سندره دخاشره او بشپړو بادرنګو ګواښ او تول دانګریزی استخباراتو هاهاا نه دی،دتوطیو ،تحریمونو ،پلمو او بهانو لړۍ ده چې سازمان یې دبل چالپاره رابرسیر کوی . تاسې ګوری چې ملګری ملتونه په ډاګه د بشري فطرت ،عدالت،مساوات،ملی اوخپلواکی ارزښتونو ځانګړی روابط اوضوابط په استخباراتو تهدیدوی، کله چې الله ج دانسانی کرامت او بشریت مراعات کو ی یعنی دسمې او ناسمې لارې په اکراه څیړی او نفی کوی یی نو سازمان ولی نشی کولای اسلامی امارت چې دداعش کلک مخ نیوی کې کنارراشی او یا له هغو ملتونوسره چې دداعش جدی مخالف دی ملاتړ وکړی. لا اکراه ددین له لارې هسې ساده خبر نه ده ژور علمی اړخ لریاو ډیر ګتور اجتماعی دریخ . دا په خپل محور کې دفردی خپلواکی یو سمپل دی.
دازادۍ په برخه کې مختلف مضامین او مفاهیم موندلی شو. پردې سربیره د پیغمبرانو دبعثت یو هدف د بشر معنوي او ټولنیزه خپلواکي یاده شوي. دا حقیقت دی انبیاء علیهم السلام د نورو سترو مسؤلیتونو تر څنګ بشر ته له استعبادی او استبدادي اوظالمانه رژیمونو خلاصون خپله وجیبه ګڼلي، د بیلګې په ډول د حضرت موسی علیه السلام یو ماموریت د بنی اسرائیلو ژغورنه له فرعون څخه وه. دلته ملګری ملتونه په لوی لاس افغا نستان دترهګری لور ته راکشوی چې
فرعون د ټولواکۍ،سرتمبګی ، زور واکی علمبردار او د خپلواکۍ له منځه وړونکی د خپل وخت توره بیلګه وه، لکه څنګه چې بنی اسرائیلو ته یو ځای کې وایې: قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ.
وایې وړاندې تر دې، چې زه اجازه درکړم په موسی علیه السلام مو ایمان راوړئ؟
پیغمبران هم په دې لټه کې وو، چې خلکو ته پوهه ورسوي؛ تر څو خپلو تصامیمو، پرېکړو کې خپله ونډه ولري او ډیر ځله همدا موضوع د دوي او حاکمانو ترمنځ د اختلاف په شکل اوبڼه اوښتي. څنګه چې الله تعالی موسي علیه السلام فرعون ته لیږي او د هغه د سرکشۍاونافرمانی څخه ورته یادونه کوي. سازمان داستخباراتو په خره سپور دی.
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ.
دلته هم فرعون ته د پیغمبر دلیږلو یو دلیل دهغه سرکشي د خداي په وړاندې او د خلکو محرومول د انتخاب له حقه بللی شو او دا ځکه چې فرعون ځان تر نورو لوړ باله، هغه څوک چې ځان تر نورو لوړ بولي، له شک پرته د هغوي مسلم حق له دوي څخه اخلي او د دوي مقدرات پخپل لاس کې نیسی. طبیعي ده، داسي رسالت ډیر لوړ دی نوځکه الله ج هم د اسرائیلو نجات د فرعون له واکه یو لوي نعمت یاد کړی.
وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ.
انسان خود مختار او خپلواک خلق شوی او همدغه خپلواکي دانسان یو اخلاقی جوهر جوړوي کنه د الله ج لخوا د اخروي جزا او پاداش هیڅ مفهوم نه پیدا کيږي، ځکه که انسان اختیار او خپلواکي ونلري او مجبور یا بې اختیاره وي؛ نو بیا خو باید الله ج جزا ورنکړي. مکافات او مجازات هغه وخت مفهوم ښه افاده کوي، چې تر هغه وړاندې انسان خپلواک وي.
که حقیقت ته ځیر شو، خپلواکي یو باطني غریزه ده، چې تل د انسان سره مل پاتي ده یا په بل تعبیر سره خپلواکي د انسان جوهر او طبیعت جوړوي. دا چې انسان خپلواک زیږدلی؛ انسان ورته ویل کیږي او دا چې د طبیعت له مخې په خپلواکه توګه کولای شي، خپل لورۍ او مسیر وټاکي او خپل فردي او ټولنیز ژوند غوره کړي؛ نو اړتیا نه لیدل کیږي، چې دکرزی خاین په خبره عالم اسباب کې تړاو او سرپرست ولري. نو ویلای شو، چې بشر کې دتعقل قوه تر ډیره د انسان خپلواکي تقویه کوي او تړاو څخه یې بې پروا کوي..
د سالم عقل غوښتنه هم دا ده چې انسان باید خپلواک وي، نو ځکه نور یې د ودې او پرمختګ خنډ نشي، هغه بندی نکړي تر څو یې د کړنو مخه ډب کړي، نور یې باید استثمار، استخدام او استعباد نکړي؛ یعني د بشر ټول فکري او جسمي قوت باید د نور د ګټو لپاره ونه کارول شي. دی ټولنیزې خپلواکۍ سره سیاسي خپلواکي هم مراد دي، کوم چې نن سبا سیاسي ادبیاتو کې ډیر لاس په لاس کیږي. خپلواکي خو ځکه ضروري ده، چې هیڅوک باید د بشر د استعدادونو مخه ډبه نکړي، بلخوا ډیر داسې شیان دي، چې د زور او جبر له مخي په بشر نشي تحمیلدلی او تر ټولو مهمه یي لا دا، چې بشر باید پخپل اختیار سره او د هلوځلو په ډګر کې کمال ته ورسیږي. نو ویلای شو، هغه څه چې انسان ته هویت او ژوند ورکوي، د هغه خپلواکي او اختیار ده، کوم چې د فطرت د مسئلې متمم او په سیاسي او ټولنیزو تحولات کې یواځینۍ لامل بلل کیږي...
خپلواکي: یو ولس، هیواد یا ملت پخپل اړونده جغرافیه کې مکمل واک ولري. یا هم په بل عبارت خپلواکي دخپل هیواد کورنۍ او بهرنی پالیسۍ پخپله خوښه پرته له مستقیمي یا غیر مستقیمي مداخلې ترسیمولو ته ویل کیږي. خپلواکي یوه مرکبه"یو کس تر هغې خپلواک دی، چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي یا دا چې د نورو خپلواکۍ ته زیان ونه رسوي.
له بده مرغه زموږ ګران هیواد هم د تاریخ په اوږدو کې کله نا کله له داسې حالت سره مخ شوی، چې ځمکني بشپرتیا او خود مختاري یې تر سوال لاندې راغلي، خو له نېکه مېړنی ولس د خپل مټ به زور یې د بیرته اخیستلو ویاړ خپل کړی او د ښکیلاکګرو مخ یې ورتور کړی، یوه بیلګه یې له انګریزانوڅخه د خپل استقلال اخیستل یا خپلواکي یادولی شو. له هغې وروسته د وخت استخباراتی لښکر یو ځل بیا ددې سوق الجیشي جغرافیې ته سترګې سرې کړي، خو خبر نه و، چې دا د میړنو ټاټوبۍ د اشغال بیه به نه يواځي روسیه پرې کوي بلکې د کمونستي مفکورې امحا به یې ملازمه وي
. دا چې دا ورځ د ټولو بدبختیو او ناخوالو برسیره د ویاړ ورځ یادیږي، عمده لامل یې دیوې مقدسې فریضې ادا کول او د خپلواک حس ژوندۍ ساتل کیدای شي. له همدې ویاړونه نسلونه الهام اخلي او د اشغال به وړاندې کرکه خپروي نو ځکه هر ځل، چې کوم ښکیلاکګر د اشغال هوډ کړی، شرمیدل او په منډه شوی.خو د میړنیو په سرښندنو سره نه یواځي بیرته اخیستل شوی، بلکې نړۍ ته د پند ژوندۍ تاریخ او استقلال اخیستو غوره ماډل هم پاتي شوی. د افغانستان خپلواکي، کورد ننه، سیمه او نړۍ کې ژور بدلونونه او ژورې اغیزې درلودي، چې په لنډ ډول به وڅیړل شي.
پایله معتبرو او منطقي دلایلو او اړتیاوو ته په کتو، خپلواکي د ستر ذات لویه پیرزوینه او د طبیعي یا فطري ژوند ښکلا ده. په ساتلو سره یې دیوي جغرافیه وګړي سرلوړي او بریمن ښکاري او په لاسه ورکولو سره یې ملتونه خوار او ذلیل بریښي. نقض او سلب یې شرعا مردود او عقلا قبیح دی، خو بیا هم که کوم ښکیلاکګر ددې ارزښت په لورې په سپکه ګوري او د کوم هیواد خپلواکي او استقلال تر سوال لاندې راولي، شرعا او عقلا داسلامی فرهنګ په وړاندې خنډونو لپاره کوټلي مبارزه تر هغې د اړوندو وګړو حق او مکلفیت جوړوی، چې دا ستر ارزښت یې نه وي تر لاسه کړی. علاوتاً د خپلواکي په اخیستلو او پاللو کې باید له خورا دقت او ځیرکتیا څخه ګټه پورته شي، هسې نه ټولې دیني پولې ماتي، بشري ارزښتونه تر پښو لاندې نشی، د ټولنې یووالی ونه ګواښیږي، هیواد کنډوالهبیرتهرغوننننه ومومی، نظام په هیح توګه ونه پاښل شي، فرهنګ او اړوند ارزښتونه ته پاملرنه وشی،هغه ولسونه چې بې کوره او اوره شوی ا سانتیاوې برابرې شی . د خپلواکۍ قاطع دریځ نیول، خو د خپلواکۍ اصلي روح دې نه تحریفیږي، ولس دې نه غولول کیږي، تاریخ دې نه محوه کیږي، د سرښندونکو قربانۍ دې نه معامله کیږي، ملری ملتونه دې استعمار دې نه توجیه کوی، ملت کې دې د خپلواکۍ احساس نه ځپل کیږي بیدار اوسی دبن مرداری د سازمان ستره بیلګه وه..