ور تړلی ساقي تللی،
میخانه ویجاړه ښکاري
ګلان مړاوي، مالیار نشته
ګلخانه ویجاړه ښکاري
خلک ټول بت پرستان دی،
هر څوک خپل بت ته سجده کړي
چې د یار بت پکې نشته،
بتخانه ویجاړه ښکاري
نن بازار د هر څه تود دی،
که څه پېرې یا څه پلوري
مینه هم پکې خرڅېږي،
یارانه ویجاړه ښکاري
پخوا یو ښامار پرې پروت وو،
چې خوندي به خزانه وه
اوس په شمېر، ښاماران زیات شول
خزانه ویجاړه ښکاري
وعده لاړه، ژمنه نشته
څه ټګي او دوه مخي شوه
که د چا بهانې ته ګوري،
بهانه ویجاړه ښکاري
ما په لټه کې د مینې،
په ژوند توی کړې د زړه وینې
نن یو داسې وخت ته راغلم،
زمانه ویجاړه ښکاري
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی