راځه تېرشه د هوس د خیالي برمه
په ژوند ونکړي له هیچا څخه تمه
اتکا دې پخپل مټ او بازو وکړه
د بل مرسته به دې پرېباسي له دمه
که یوه خځله مرسته له بل مومې
تر احسان لاندې به ملا کړې خپله خمه
پردی کټ د نیمو شپو وي، دا متل دی
لاس دې وینځه له پردي فضل و کرمه
که لوېدیځ دلته په لاپو باټو راغی
برخلیک مو شو بدتر تر جهنمه
د عربو د فرهنګ په بربریت کې
ژوند مو تریخ شو په وارونو تر ذ قمه
پردي دین، پردي ایین کې ارام نشته
برهما څخه نېولې تر ادمه
د هغه دود او سنت ښېګڼه څه ده؟
په پېړیو چې دې ژوند وي پرې برهمه
انسانیت په لار کې کله به قدم ږدې
د څارویو په کتار کې بنیادمه
د تقدیر او بخت زندان کې بنديوانه
له تدبیره تېښته ولې کړې پیهمه؟
د نیکونو په کړچار نازونه پریږده
پخپل ځان له ویسا ولې يي بېغمه!
بله هیڅ اندیښنه نه لرم په ژوند کې
اندیښنه که څه لرم د ستا له غمه
چې پخپل زړه، خپله خوښه مې منلې
ستا د مینې په تور خوښ یمه صنمه
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی