لا ځــــــــوان یمه د عشق سرود روان په زړه هر وخــت
د خدای نوم می هیر کړی دی جانان په زړه هر وخت
پی مخو نه خوښه یم که څه هم چی اوس پنځوس یم
د عمر فکر نشتـــــه چی یم ځــوان په زړه هر وخــت
د یــــار مینـــــه او یـــاد به همیشه په زړه ژوندي وي
او ستـــــا د عشق خوبونه سرګردان په زړه هر وخت
میلې دي هرې خـــوا تـه دوست دښمن نه پیژني څوک
نــور نه غواړم له خدایه دی جــانان په زړه هر وخـت
خــــالد لــــــــه بی رُخي ستـــــــــا شکایت کـــوي مدام
پوهیږي په هرڅـــه، ښکاري نـادان په زړه هر وخت
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
فبروری ۷، ۲۰۲۲ کال
07.02.2022
- ډاكټراكرمملكزى
وروسته له لس كلو زيار د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت. د كتاب نوم دى: (د جرمني ژبې اسانه زده كړه، له اساساتو نه تر ادبياتو پورې). دا كتاب په ډېر ښايسته ډيزاين او په ډېر ښه صحافت په رنګه ډول د ډاكټر اكرم ملكزي له خوا ليكل شوېدى. ډېر مهم ټكي په سور رنګ ليكل شويدي، په سور رنګ د ليكلو ګټه دا ده چې دا مهم ټكي د لوستونكي سترګو ته ځاى په ځاى وربريښي او دى ورته ډېر ژر متوجه كيږي. د ليكوال په نظر د دې كتاب په مرسته هر افغان كوى شي چې بې له كوم ښوونكي په اسانه ډول جرمني ژبه زده كړي....
09.02.2022
- ع.شریف زاد
غرونه غرونه خوب څاڅکی اوبو تښتی یار زما په سیند داوښکو بېدار نه شو «رحمن بابا علی الرحمة » موږهم د ډېرو خواخوږو،همکارو،همفکرو، پوهانو په غرونو- غرونو، مستو سېندونو ،سېلابونو اوښکو له ډېر درانه ولې خواږه خوبه دادی لا راویښ شوی نه یو او لا ویده پاتې یو لنډه دنیا او ۲۱ پېړۍ ده، نو ولې په خپل وخت کې هر یوه له را پېښو لانجو،کړکېچو نو ، سازشونو،تباهیو ،وژنو او ګواښونو خبر کړو،خو له بده مرغه د ډېرو غږونه دسارا دچیغې او غږ په څېر دهوا په اوچتو څپوکې ورک او پناه شول دمجرم او لامجرم،دجنایت...