دمهاجرت یوه خاطره:

۲۷ کاله پخوا د مهاجريت په اوله ورځ دمهاجرینو کمپ ته ولاړم. دا یوه ډیره هیاجاني شیبه وه. هیاجاني پدي وه چه زړه مي نه غوښتل  اووجدان مي هم نه منله چه ووایم:

I want to be a refugee 

لاکن بله چاره مي هم نه درلوده. خو بلاخره د مهاجرینو کمپ ته وراسیدم او دپورته جملي په ویلو سره دځان او بکس د تلاشي او د بعضوفورمو ډکولو نه وروسته یو سړي راته مخکي شو او راته وه یي ویل چه ما پسي راځه. زه ورپسي روان شوم او موږ یو کوچني بلاک دوهم پوړ ته پورته شولو. په دوهم پوړ کي دغه سړي ماته د یوي لوي کوټي دروازه خلاصه کړه او کیلید يي زما په لاس کي راکړه. کوټي ته په ننوتو سره چه بکس مي هم په اوږه وو وه مي لیدل  چه په کوټه کي ۷-۸ ځوانان نوره هم ناست دي او زما په لیدو سره یو څو ځوانان راجګ شول بدون ددي نه چه راته ووايي: ستړي مه شي ، مانده نه باشي ، لمړنې یي داسي رانه وپوښتل: ازکجا هستي؟ ما ورته وویل از افغانستان. هغي په ځواب کي راته وویل: ایرا خو ما میفهمیم که از افغانستان استي اما از کجا افغانستان هستي؟ زه چه ډیر ستړي او ستومانه وم او پوښتنه مي هم خوښه نه شوه ورته وه مي ویل چه آیا برایت کفایت نمیکند که ګفتم از افغانستان هستم. زما د دي خبري په اوریدو سره سړي چپ شو او یو څو ځوانان په مسکأ شول.

وخت تیریده او په کمپ کي ژوندون هماغه وخت ډیر کمرنګه وو. دري وخته په اصطلاح عسکري ډوډي یعني (کروانه) به یي راکوله او د آزادتګ او راتګ اجازه مو هم نه درلوده. دمهاجرت شپي او ورځي وي دکمپ د ناخوالو شرایطو او بي سرنوشته ژوندون سربیره په همدغه کمپ کي د څو میاشتو په موده کي دوه پښنانه وروڼه چه یو یي د خوست او بل د کندهار ولایتونو اوسبدونکي وو د نااهلو او متعصبو په اصطلاح  افغانانو چه په داکمپ کي يي مطلق اکثریت تشکیلول خوا دا چه دا دوو پښتنو وروڼو دري ژبه نه وه زده دوسیي ورته جوړي شوي چه دوي پاکستانیان دي. نو پدي اساس ددوي مهاجرت ونه منل شو او په ډیره لنډه موده کي دکمپ او هیواد نه وشړل شول. 

رابه شو او س اصلی مقصد ته. په ګران هیواد افغانستان کي دا ۴۵ کلنه جګړه افغانانو ته ډیره ګرانه تمامه شوه. افغانان یي سره وویشل، افغانان پخپل منځ کي سره وجنګیدل. افغانانو دیو بل په ضد نه یواځي توپک بلکه قلم او هر ډول مطبوعات وکارول او کاروي. په انترنیټ، تلویزون او نور سیوسیال میدیه کي ورځ تر بلي نه ډیري سپکي سپکاوي د پښتون قوم او مخورو په ضد کیږي او توهین کیږي. په ډیر خفګان او ډاګه سره ویلي شو چه په دغه نفاق اچونه کي خاصاتأ ستمیانو، شوراي نظار او سقاویانو تر ټولو نه مخکیني رول لوبولي دي او لوبوي. دوي په ډاګه د پښتو ژبي او پښتنو په ضد کمپاین کوي چه پښتون قوم دترقي ضد، هیوادپلورنکي، پاکستاني ، تروریست اویو فاشیست قوم دي. 

په پاي کي هیله او تمه کیږي چه دداسي بزدله اشخاصو مخه ونیول شي او پښتانه دخپل ځان او ژبي دبقأ لپاره لاس په کار شي دپښتوژبي په ویلو او لیکلو ونه شرمیږي بلکه په وویاړي تر څو چه دغه شریف قوم او خواږه پښتو ژبه دناخوالو نه تر آبده په آمن کي پاتي شوي وي.  پاي