وه مورې!
قران تل لوله
صدقه دی شمه
د خدای آواز
دی قران
او قرائت
اواوریدل یی
قوټی وسپړي
ګلان خوریږي
په دې نړی کی
چی له ګناه دکه ده
او فریښتې له آسمانو
په تا باران د
نعمتو اوروي
دا د ګلانو غوړیدل
دا د باران اوریدل
او دا دلمر ځلیدل
به په خپل سترګو
ګورئ
د قرائت
په وخت کی
د خدای لپاره
ما ته دعا وکړه
که قرائت دې وکړ
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د فبروری ۳، ۲۰۲۲ کال
01.02.2022
- سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرېزه:د دوسوو کلونو راهېسې له کله نه چې ملي دولتونه رامنځته شوي دي، د حکومتونو په رسمیت پیژندني او په رسمیت نه پیژندني د څرنګوالي په اړه د نړیوالو قوانیونو حقوق پوهانو ترمنځ تاوده بحثونو روان دي. پر پوهنتوني کچ د حکومتونو رسمیت پیژندلو په اړه د حقوقو په پوهنځیو کې ډیر لږ بحثونه ترسره کیږي، که څه هم دا موضوع د خورا لوړ اهمیت څخه برخمنه ده. خو د دې پر ځاې ډیر بحثونه د دولت د رسمیت پیژندنې په اړه د یو حقوقي اورګان...
04.02.2022
- پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
(دا لیکنه مې د نظام له بدلیدلو څو ورځي دمخه لیکلې وه، البته زماني فعلونه او ځنی نورې شکلي سمونې په کې ترسره شوی دي)
وایې چې: که چاړه د سرو شي نو چا په خیټه نه ده منډلی. لکه ټولو ته چې څرګنده ده، د تیر جمهوریت او دموکراسۍ پېلامه، د سپتمبر یوولسمې د بریدونو د غچ په پلمه، امریکایې بي دوه پنځوس ډوله بم غورځوونکي الوتکې، درانه پوځي عملیات او بهرنې یرغل و، چې ځنو کورنیو اجیرو ملیشو او د هغوی قوماندانانو، د ملیونونو ډالرو په بیه په کرایې توګه پر ځمکه بدرګه کړ. په هماغه لومړۍ ورځ...