وریځې پلنې شوې اسمان تپه تیاره شو
لمر په سپینه ورځ په لړو سره لاړ
اسمان پرېوته، د ځمکې لړمون وچاود
غر راونړید، ډبرو سره لاړ
خوړ له غرو په درو هسې راشېوه شو
هر ژوندی موجود، خځلو سره لاړ
باد د ځمکې مخ، شدت سره جاروکړ
دښته بوټو، غر ځنګلو سره لاړ
یو عرم(۱) توپان په بېړه سره خپور شو
باخبر له ناخبرو سره لاړ
مور او لور سره په سپین میدان کې ورک کړل
زوی له پلاره په خپړو سره لاړ
بل مسلم چې په اسلام کې پاتې نه شو
پاتې یو هم له کافرو سره لاړ
نه د بخت نه د تدبیر چارې څه وکړل
وخت د دواړو په بایللو سره لاړ
د دوستانو ټولګی منځ کې نیمايي شو
یو نیم بل ته په کنځلو سره لاړ
د هغه افغان په برخه غمجن ځکه
چې زمرو پرځای، ګېدړو سره لاړ
که لوېدیځ دلته په لاپو غورو راغی
شرمنده بیرته بې غورو سره لاړ
ملامته که پردي پېښه کې ښکاري
افغان هم د ځناور سره لاړ
پیر روښان که ورته هر څو د ننګ ووی۲۱)
درویزه اخوند، مغلو سره لاړ
افغانان به هیڅوخت هغه څوک معاف نه کړي
چې پنجاب د یرغلګرو سره لاړ
یادونه:
(۱ ) عرم یعنې لوی توپان
(۲ ) بایزید چې له افغانستان سربېره په ټوله سیمه کې د پیر روښان په نوم یادیږي، د افغانانو یو نومیالي مشر تېرشوی. د ده د ملي زعامت سره چې غوښتل يي د افغانانو یو مرکزي واکمني جوړه کړي، د هند د مغلو سخته ورانه وه. مغلو د پیر روښان د زعامت په وړاندې، د ملا په جامه کې لومړی سیدعلي ترمذي چې وروسته د پیر بابا او بنیر غوث په نوم مشهور شو او د هغه شاګرد اخوند درویزه، راپورته کړل.
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی