دا څنګه مینه ده
چی تا احساسوم
سینې په مینځ کی
هر نفس چی اخلم
او لا می ژوند نه
لاس اخیستی نه دی
چی ستا د وصل
آرمان زړه کی لرم
یاد به دی تل ساتم
ژوندی چی یمه
او چی بیا مړ شوم
بیا ګله نه کوم

او
کله هوا شې
او فضا ونیسې
کله اوبه شې
او دنیا ونیسې
کله پرواز شې
د مرغانو په شپه
هره څپه کی
بیا غوغا ونیسې
بی قراري به
زه تر کومه ګالم
کله آسمان
او کله سترګو ته می
د تورو وریځو
واویلا ونیسئ

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
جنوري ۲۸، ۲۰۲۲ کال