اوکراین په ختیځه اروپا کې پروت دې او له روسیې وروسته په نوموړی لویه وچه کې دوهم  لوی هیواد ګڼل کیږي.
شپږسوه دری زره کیلومتره مربع دی، البته  په ډیر لږ توپیر سره د افغانستان په اندازه غټوالې یا مساحت لري. (د افغانستان مساحت شپږ سوه دوه پنځوس زره کیلومتره مربع دی).
اوکراین څه د پاسه څلورڅلویښت ملیونه وګړي لري او د کیف ښکلی ښار يې پلازمینه ده.
نوموړی هيواد  په شمال کې له سپیني روسیی( بیلاروس)، ختیځ کې له روسيې، په جنوب کې له اذوف او تور سمندرګي، په جنوب لویدیځ کې له ملداویا او رومانیا او په لویدیځ کې له هنګري، سلواکیا او پولنډ له هیوادونو سره نښتې دی.
  د روسي دولت له دوه زره څوارلس کال را دیخوا،  د کریمیا ټاپو وزمه په خپله ولکه کې راوستی او د اوکراین په ختیځه څنډه کې یې هم په ځنو برخو کې کړکیچ ته لمن وهلې او د ځایې بیلتون غوښتونکو په وسیله یې چې په خټه روسان دی، هلته ځنې سیمي له جګړې سره مخ کړی دي.
که څه هم په دی وروستیو کې هلته په رسمي توګه اوربند شوی خو بیا هم کله کله خال خال نښتی کیږي.
دادی په دی وروستیو کې په اوکراین کې دیوی بلې جکړې ویره هم مخ په زیاتیدو ده،  ځکه چې ولادمیر پوتین د روسي ولسمشر،  د اوکراین پولې ته څېرمه شاوخوا سل زره وسله وال او درنې وسلې ځای په ځای کړی دي.
څو ورځي دمخه د امریکې د متحده ایالاتو او روسي مشرانو د اوکراین په موضوع تلیفونې خبری وکړي او د بهرنیو چارو وزیرانو یې سره مخامخ هم ولیدل. همدارنګه ورته خبری د اروپایې اتحاديې له مشرانو او د ناتو د پوځې سازمان له غړو سره هم ترسره شوي او لا روانې دي.
داسي ښکاري چې روسيې له لویدیځو هیوادونو په کلکه غوښتي چې اوکراین د ناټو په غړیتوب ونه مني او همدارنګه ناټو باید د ختیځي اروپا په ځنو نورو هیوادونو کې هم له پوځي تطبیقاتو ډډه وکړي او خپل عسکري قطعات له هغو هیوادونو لیري کړي.
تیره ورځ می په یوه تلویزیونی خپرونه کې د همدی کړکیچ په هکله د ناتو د پخواني سکرتر جنرال یا مشر چارواکي (یاپ دی هوپ سخیپر) خبری واوریدی.
نوموړی چې له دوه زره څلور،  تر دوه زره نهه،  د ناتو د پوځي سازمان مشر و، د هالند هیواد د یوه مسیحي دموکرات ګوند لارښود او د بهرنیو چارو وزیر هم پاته شوی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې د خپل ماموریت پر مهال له پوتین سره ، په دوه زره اتم کال کې د یوی رسمي کتنې یادونه وکړه. ویې  ویل چې هغه مهال ورته پوتین په زغرده او غوڅه توګه ویلي و،  چې په ناتو کې دی د اوکراین او جورجیا هیوادونو له ګډون ډډه وکړي.
هغه وویل  چې پوتین ته اوس دا ښه موکه ښکاري، ځکه د اروپا په اتحادیه کې د اوکراین د کړکیچ په هکله  نظریات سره ویشلي دي، المان کې نوی حکومت راغلې، فرانسه یو کال وروسته ټاکنې لري. نو پوتین غواړي چې د اروپا په اتحاديې او د امریکې په متحده ایالاتو دا ومني چې ، ناتو اوکراین  ته لاس وراوږد نکړي.
په داسی حال کې چې د امریکې متحده ایلات او اروپایی اتحادیه اوکراین ته،  د خپلې خوښې د انتخاب حق ورکول غواړي او ددی  پلویان دي چې ، اوکراین باید  په ناټو کې د غړیتوب یا نه غړیتوب خپلواکه پریکړه وکړي.
د ناتو ددی پخواني چارواکې په وینا اوس مهال چې اوکراین لا د ناتو غړی نه دی، نو که روسیه په اوکراین برید هم وکړي، د ناتو غړي هیوادونه به هلته پوځي ملاتړ ونه کړي. خو درانه اقتصادي بندیزونه به په روسیه ولګول شي. همدا رنګه په دی فکر کیږي چې که حالات ترینګلې کیږي نو له اوکراینه د خپلو دیپلوماتانو او وګړو را ایستلو ته تیار وي او د افغانستان په څیر شرموونکې تخلیه رامنځ ته نه شي.
نوموړی دا هم وویل چې د هالند د بهرنیو چارو وزارت باید په نقشه کې اوکراین په سره رنګ په نښه کړي، تر څو هلته د حالاتو تر روڼتیا پورې  سفر ونه شي  .
همدا اوس می په خبرونو کې واوریدل چې د برتانیې هیواد له اوکراینه خپله یوه برخه ديپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي را وویستل او د امریکې متحده ایالاتو وار دمخه دا پریکړه کړی چې له اوکراینه به خپل دیپلوماتان راباسي.
له حالاتو داسي ښکاري چې پوتین له ناټو او لویدیځو هیوادونو په لیکلې بڼه ډاډ او ضمانت غواړي چې اوکراین به د ناتو په غړیتوب نه مني او خپل نظامي خوځښت به د ختیځي اروپا په نورو هیوادونو کې هم پای ته رسوي. خو د امریکې متحده ایالات،  اروپایې اتحادیه او د ناتو پوځي سازمان دا ډول غوښتنې نه مني، داسي ښکاري چې ورځ تر بلې سیاسي خبرې او دیپلوماتیکې هڅې کمزوری کیدونکې دي.
نن ناټو د ختيځي اروپا ځنو نورو هیوادونو ته جنګي الوتکې او بیړۍ هم استولي،  ځکه هغه هیوادونه د ناتو غړی دي او ورځنې د پوځي دفاع او ملاتړ حق لري.
که چیری روسان په اوکراین برید وکړي نو اقتصادي او سیاسي اغیزی به یې په ټوله اروپا او پخپله روسيه زیاتې او درنې وي.
د لویدیځي اروپا زیاتره هیوادونه له نورو راکړو ورکړو او سوداګرۍ ترڅنګ  د روسيې  له طبیعي ګاز هم په  پراخه اندازه کار اخلي، نو د جګړی او ترینګلتیا له امله به د اقصادي بندیزونو په پایله کې، زیاتره اروپايې کورنۍ او شرکتونه د ګازو د کمښت او ډیری لوړی بیی سره مخ شي. روسان به هم له سترو اقتصادي بندیزونو وکړیږي.
اروپایې اتحادیه کې،  د روسیی د ګازو د دوهم پایپلاین پر بندولو، پر بانکي راکړو ورکړو او داسی نورو درنو بندیزونو، نظرونه سره ویشلی دي. خو په ځنو سپکو بندیزونو همنظره دي.
د امریکې متحده ایلات کوښښ کوي چې د اروپایې اتحادیی غړي هیوادونه وهڅوي، تر څو  پر  روسیی د سختو بندیزونو لګولو ته،  وار دمخه سره یو موټې شي .
ددی تر څنګ امریکا له اوکراین سره د وسلو په برخه کې هم مرسته کوي.
د روسانو د برید په هکله هم د بیلابیلو سناریو ګانو اټکل کیږي.
روسانو په بیلاروس کې هم نظامي تمرینات پیل کړی دي او داسی ښکاري چې د اوکراین پولو ته څیرمه به  هلته هم پوځیان ځای پرځای کړی.
یوه سناریو داده چې کیدای شي، د سایبیري انترنیتی برید په وسیله د اوکراین مخابراتي او معلوماتي سستم ګډ وډ کړي او اړیکې له خنډ سره مخ کړي.
همداسی د یوه واړه برید په وسیله د اوکراین ختیځ کې ځني سیمي لکه دونباس، او هانسک او نوری،  چې وار له مخه د یاغیانو له جکړو سره مخ دي،  له کریمیا سره یوځای کړي، ټوله جنوبي غاړه په خپله ولکه کې راولي،  اوکراین د توري بحیري له سمندرګي وشلوي او ګوښې یې کړي.
په هر حالت اوس ددی ویره شته چې که چېرې  دیپلوماتیکي هڅې کار ورنکړي، نو ولادمیر پوتین به د خپل حیثیت د ساتلو او ګواښ د عملي کولو  لپاره هرومر یو پوځي عمل ترسره کړي.
که دا کار وکړي نو، د اوکراین کړکیچ په اروپا کې یوه بله بدمرغي رامنځ ته کړي چې ، سیاسی او اقتصادي اغیزې به یې نه یوازې اروپا بلکه،   د افغانستان په شمول د ډیرو نورو هیوادونو وګړي هم احساس کړي.