یو عراقي کډوال چې د تیرو ۷ کلنو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په نیوزیلینډ کې ژوند کوي ښایي اوس له دغه هیواد څخه استرالیا ته د خلکو د قاچاق په دوسیه کې تبعید کړې شي.

په میثم کامل راضي تور دی چې د کښتۍ په واسطه د کډوالو د قاچاق په هغه ناورین کې یې لاس درلود چې په ۲۰۰۱ کال کې استرالیا ته راتله، خو د هوا د خرابوالي له امله ډوبه او پکې سپاره ټول ۳۵۳ کسان په سمندر کې غرق شول.

میثم له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۹ کال کې نیوزیلینډ ته مهاجر شو، خو کله چې د استرالیا فیدرالي پولیس په نیوزیلینډ کې د هغه په موجودیت خبر شول، نو سمدلاسه يې له نیوزیلینډ څخه رسمي غوښتنه وکړه تر څو نوموړی استرالیا ته د خلکو د قاچاق په جرم وسپاري.

میثم په دغه پیښه کې د لاس لرلو څخه انکار کوي او د نیوزيلینډ د عدلي او قضایي چارواکو څخه غواړي چې د هغه د تبعید کیدو مخنیوی دې وکړي.

د کډوالو د قاچاق یاده پیښه استرالیا ته د خلکو د مهاجرت په تاریخ کې ستر ناورین بلل کیږي چې ډیرو کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، او د استرالیا د هغه مهال حکومت دریځ يې هم د بشري قاچاق په وړاندې خورا سخت کړ.

په یاده پیښه کې دوو نورو کسانو هم لاس درلود چې څو کاله وړاندې په مصر او استرالیا کې محاکمه او زنداني شول.