جنوری ۲۰۲۲
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
زه غواړم ټولو افغانانو ته د وطن د آزادۍ مبارکي یو ځل بیا ووایم، او الله(ج) د بیا ګران افغانستان له هر نوع اشغال څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العٰلمین.
دغه د افغانستان آزادول کوم آسانه کار نه و. ددغه آزادۍ په لاسته راوړلو کې ځینو په مستقیمه توګه، او ځینو په غیر مستقیمه توګه ونډه اخستې ده. نو الله(ج) د هغو ټولو افغانانو (نارینه او ښځو) ته، د دوی د حقې مبارزې اجرونه او ثوابونه هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
غواړم چې ځینو ټکیو ته په لاندې ډول اشاره وکړم.
د جهادي مشرانو څخه هم ځینو قدرمنو مشرانو په هر وخت کې د اشغال پر ضد خبرې کړې، او هم یې په عملي توګه د وطن په آزادۍ کې رغنده ونډه اخستې، او هم یې له اسلامي نظام څخه په هر وخت کې خپل ملاتړ اعلان کړی، او هم شپه او ورځ د اسلامي نظام په ګټه خبرې او بیانیې ورکوي. الله(ج) د دغه شانته قدرمنو جهادي مشرانو شمېره زیاته کړي، او الله(ج) دې دوی ته، د دوی د هلو ځلو بدله هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
پر ټولو هغو افغانانو چې په ریښتیا سره په اسلام او وطن مین دي، لازمه ده، چې ددغه شانته قدرمنو جهادي مشرانو ډېر قدر او عزت وکړي، او دوی په هېڅ صورت کې له خپله ځانه خفه نکړي.
همدارنګه، په رسنیو کې ځینې افغانانو خپل اسلامي او افغاني مسئولیت په ډېرو سختو شرایطو کې سرته رسولی دی. دغه د سیاسي بحثونو ځینو ګډونوالو په ډېرو سختو شرایطو کې له اسلامي نظام ځخه په ډېره مېړانه دفاع کړېده، او دوی خپل ژوند له ډېر خطر سره مخامخ کړی و. نو له هر افغانه چې هغه اسلامیت او افغانیت ته د قدر په سترګه ګوري، هیله کیږي، چې ددغو خلکو خدمت او مبارزه هېره نکړي. په اوسني وخت کې باید د دوی مشورې په سړه سینه واورېدل شي، او د هغوی ډېر قدر او عزت وشي. الله(ج) دې دوی ته، د دوی د ټولو هلو ځلو بدله هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، څومره محصلینو به ددغه اسلامي نظام په هکله، سختۍ او زندانونه تېر کړي وي. دوی به په څومره سختۍ دا مبارزه مخ ته وړې وي. د دوی ژوند به هره لحظه په خطر کې و. دوی به څومره بحثونه پدغه هکله سرته رسولي وي. کېدای شي ځینې یې چاته معلوم وي، او ځینې یې چاته معلوم نه وي. لېکن دوی د وطن په آزادۍ کې خپله ونډه اخستې ده. نو الله(ج) دې دوی ته هم، د دوی د ټولو هلو ځلو بدله هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
هېره د نه وي، چې ځینو په اسلام او وطن مینو بهرمېشته افغانانو هم په ډېرو سختو شرایطو کې په یوه ډول او بل ډول، د اسلامي نظام په ګټه ډېرې هلې ځلې کړې دي. دوی پدغه ملکونو کې د حلالولو دپاره د تړل شوو چرګانو په شان وو، او بیا یې هم پدغه سختو شرایطو کې خپل اسلامي او افغاني مسئولیت سرته رسولی دی. نو ددغه خلکو هم باید ښه قدر او عزت وشي، او د دوی مشورو ته هم د قدر په سترګه وکتل شي. الله(ج) دې دوی ته هم، د دوی د ټولو هلو ځلو بدله هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
هغو افغانانو چې په نظامي او ملکي ادارو کې د ننه، خپل اسلامي او افغاني مسئولیت په ښه توګه اجراء کړی وي، او د اسلامي نظام په ګټه یې کار کړی وي، هغوی هم د ډېر قدر او عزت وړ دي. یعنې دوی چې د دولت په منځ کې د اسلامي نظام د مابین راوستلو لپاره هلې ځلې کړي وي، نو باید دوی هم ډېر تقدیر شي. الله(ج) دې دوی ته هم، د دوی د ټولو هلو ځلو بدله هم پدې دنیا او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، د هغو علماوو، چې په اسلام او وطن مین وو، او ډېرو یې د اسلام په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړ، او د دوی خبرې د اسلامي نظام دپاره ډېرې ګټورې وې، نو الله(ج) دې دوی ته هم د خپلو کړنو بدله په دنیا او آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین. د دوی مشورو او یتیمانو ته باید ډېر د قدر په سترګه وکتل شي.
دا باید هېڅکله هېره نشي، چې هغو قدرمنو افغانانو، چې د ګران افغانستان په آزادۍ کې یې په مستقیمه توګه برخه اخستې ده، دوی تر ټولو زیات د قدر او احترام وړ دي، او باید هېڅکله د دوی سرښندنې او قربانۍ هېرې نشي. د دوی ژوندیو ته د الله(ج) هم پدې دنیا او هم په آخرت کې د دوی د زحمتونو بدله ورکړي، او همدارنګه هغوی چې خپل شیرین ژوند یې پدغه لاره کې له لاسه ورکړی، د دوی د الله(ج) شهادت پخپل دربار کې قبول کړي. آمین یارب العٰلمین.
په پای کې داسې وایم، چې هر هغه چا چې ددغه وطن په آزادۍ کې په یوه او بله بڼه برخه اخستې ده، که چا ته معلوم وي، او یا نه وي معلوم، نو الله(ج) دې دوی ته هم، د دوی د هلو ځلو بدله هم پدې دنیا، او هم په آخرت کې ورکړي. آمین یارب العٰلمین.
د پام وړ ټکي!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
لکه چې مخکې ذکر شول، د ګران افغانستان آزادول، آسانه کار نه و، او باید دغه قربانیو ته ډېر د قدر په سترګه وکتل شي.
د یادولو وړ ده، چې هېچا ته دغه شانته خطاب ونشي، چې تا څه کړي دي!؟
نه، داسې خبره باید هېچا ته ونشي. څوک پوهیږي، چې هغوی به ډېر کارونه په پټه او په ښکاره کړي وي، چې هغه به د اسلامي نظام په ګټه تمام شوي وي. نو دغه د آزادۍ کاروان ډېر لوی کاروان و، او پدغه لوی کاروان کې ډېرو خلکو برخه اخستې وه، او باید د ټولو ګډونوالو قدر او عزت وشي.
هېره د نه وي، چې باید هېڅ افغان بل افغان ته پېغور ورنکړي، ځکه چې وطن همدغه پېغورونو وران کړ.
هیله ده، چې ټول افغانان یو او بل ته په ریښتیا سره د ورورۍ لاسونه ورکړي، او د خپل ځورېدلي ملک په آبادولو کې د زړه له کومي برخه واخلي.
افغانستان د ټولو شریک کور دی، او پدغه شریک کور کې باید ټول په آرامۍ او سوکالۍ ژوند ترسره کړي.
راځئ! یو ځل بیا له الله(ج) سره د زړه له کومي تعهد وکړو، چې هېڅکله به د اشغالګرو ملاتړ نه کوو، او د خپل وطن دپاره به په صداقت خدمت کوو، او کوښښ به کوو، چې هغه څه تکرار نکړو، چې هغه پخواه زمونږه د بې اتفاقۍ سبب ګرزېدلي وو.
که چېرې د کوم عذر له کبله خپل وطن ته ګټه نشو رسولای، نو باید هېڅکله د خپل وطن په ورانولو کې برخه وانخلو. افغانستان آبادولو ته اړتیا لري، او خدای مکړه، که د هغه د خرابۍ هڅې کوو، نو هغه خو اوس هم ډېر خراب شوی دی، او نورې خرابۍ ته ضرورت نلري.
په آخر کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د ټول افغانان، د اسلام تر نامه لاندې سره متحد کړي، تر څو وکولای شي، هغه شانته ملک او نظام جوړ کړي، چې هغه الله(ج) ته د منلو وړ وي، او هغه الله(ج) په رسمیت وپېژني!
آمین یارب العٰلمین.
والسلام.