هېوادوال نن د نورو ستونزو سربېره، وچکالي هم ځوروي. د طالبانو امارت د دې پرځای چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره علمي تدبیرونه ونیسي او عملي اقدامات ترسره کړي؛ له مسوولیته د ځان خلاصون لپاره يي کندهار کې ولسونه، د اوبو لمونځ(استسقا لمونځ) ته بللی دي!
دا لاندې څو بیتونه مې په همدې تړاو لیکلي دي:
د استسقا لمونځ:
د اوبو په لمانځه نه شي اوبخور
ملا نه دی ابیارۍ له فن خبر
ابیاري د وطن پوهه پلان غواړي
ملا نه لري دا پوهه، دا هنر
د لمانځه په سپېڅلتیا کې څه شک نشته
خو چې لمونځ نه وي سیاست سره ککړ
وچکالي نه په سجدو، نه په توبو ځي
خلک هسې جنګوي پر ځمکه سر
هغه لمونځ چې د دوکې لپاره کیږي
ولس ته زیات لري تر ګټې نه ضرر
د ملا دنده جومات سره تړلې
چیري واک، چیري ملا چیري دفتر
کاشکې ولس ملا ته ووايی چې ولاړ شه
په جومات اوسه تنها د دین رهبر
د دنیا کارونه پریږده اهل کار ته
دین راوژغوره چې مخ دی په خطر
خو ملا ته لنګه غوا ده، دین دا وخت کې
ځان په ګټه يي لوشي ماښام، سهر
کوم خطر چې له ملا اوس دین ته رسي
نه رسیږي له ګمراه، نه له کافر
ملا، ذهن کې د خلکو دین بدنام کړ
دین دوزخ شو، جهنم شو، دین سقر
هغه دین چې نوم د سولې، ارامۍ وو
د ملا په لاس فتنه شوه، دین ټکر
دین یو بېلګه د تورتم او د تیارې شوه
هغه دین چې پخپل وخت وو منور
عدالت، انصاف له دین نه کډه وکړه
هغه څه چې وو د دین ماهیت جوهر
نن د پوهې سره ښکېل دی دین په جنګ کې
دین سنګر شو هم جګړه کې د هنر
دین شمشیر د داموکلس غوندې راځوړ شو
د ملا د مخالف سړي پر سر
د ملا عقیده چیري ده له دینه
چې د ږیرې منځ کې بم وړي تر ممبر
«دین يي دام دی د دنیا په لار کې ایښي»(۱)
پرې رااړوي وحشیان د لروبر
د ژوند هيلې له هغې ورځې برباد دي
چې ملا کړ ځان وارث د پیغمبر
يادونه:
(۱ ) د رحمان بابا دې بیت ته اشاره ده:
دین يي دام دی د دنیا په لار کې ایښی
پرې رااړوي وحشیان د مخلوقات
د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر ۲۸ مه
مرادزی