انفلاسیون او ډیفلاسیون (Inflation and Deflation)
۱: د پيسو پړسوب یا انفلاسیون (Inflation)
پیژندنه: د پيسو د پړسوب اصطلاح په اقتصاد کې په لوړه کچه د بحث وړ ګڼل کیږي چې په لومړي ځل د نوو کلاسیک اقتصاد پوهانو له لوري وپيژندل شوه. نوي کلاسیک اقتصاد پوهان زیاتوي، د پيسو په مقدار کې په لویه پیمانه زیاتوالی د قیمتونو د کچې د چټک لوړوالي لامل ګرزي. د شیکاګو په پوهنتون کې د نوو کلاسیک اقتصاد پوهانو او د هغوی د پيروانو لپاره د پيسو پړسوب په بنسټيز ډول یو پولي پدیده ګڼل کیږي.
د فریډمن په آند، د پیسو پرسوب هر وخت او په هر ځای کې پولي پدیده ګڼل کیږي او یوازې هغه وخت رامنځته کیږي چې د تولید د مقدار په پرتله د پیسو د مقدار ډېر زیات وي.
خو ځینې اقتصاد پوهان له دې خبرې سره همغږي نه دي چې یوازې د پیسو په مقدار کې زیاتوالی د پیسو د پړسوب لامل ګرزي. نو له همدې امله د پيسو پړسوب په دوامداره ډول د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي په پام کې نیولو سره پيژني.
نو په دې ډول اړینه ګڼل کیږي چې د پيسو د پړسوب په اړه د بیلا بیلو اقتصاد پوهانو پيژندنو ته نظر واچوو:
۱: پروفیسور جانسن (Johnson) وايي چې، په دوامداره ډول د قیمتونو په کچه کې لوړوالي ته د پيسو پړسوب ویل کیږي.
۲: د برومن (Broman) په آند، په دوامداره ډول د قیمتونو په ټوله کچه کې لوړوالي ته د پيسو پړسوب ویل کیږي.
۳: د شاپيرو (Shapiro) په آند، په محسوس او دوامداره ډول د قیمتونو په ټولیزه کچه کې لوړوالي ته د پيسو پړسوب ویل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د پيسو پړسوب په اړه پورته یادې شوې پیژندنې تر ډېره یو شان مفهوم ارایه کوي.
۴: پروفیسور ډيمبرګ او میک ډوګل (Demberg and Mc dougal) د پيسو د پړسوب اصطلاح لا ډیره روښانه کوي او زیاتوي چې، د پیسو د پړسوب اصطلاح تر ډیره د قیمتونو په دوامداره لوړوالي پورې تړلې ده چې د یو شاخص (د مستهلکینو د قیمت شاخص (Consumer Price Index, CPI) او یا هم د ناخالص داخلي تولید لپاره د ضمني یا مطلق قیمت ډیفلیټور په مرسته سنجول کیږي).
نو په ټوله کې ویلای شو چې، د پيسو پړسوب په اقتصاد کې له هغه حالت څخه عبارت دی چې د قیمتونو عمومي کچه په دوامداره ډول د لوړیدو په حال کې وي او پيسې هم په دوامداره ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
خو دا په دې مانا هم نه دی چې، د پیسو د پړسوب په حالت کې به تل د ټولو توکو او چوپړتیاؤ قیمتونه د لوړیدو په حال کې وي، بلکې کیدای شي چې د ځینو توکو او چوپړتیاؤ قیمتونه هیڅ تغیر ونه کړي او یا هم دا چې ټیټ شي.
نو ویلای شو چې د پيسو د پړسوب په حال کې د قیمتونو عمومي کچه په دوامداره ډول د لوړیدو په حال کې وي.
د پيسو د پړسوب ډولونه (Types of Inflation)
د پیسو پړسوب بیلا بیل ډولونه لري چې له ځینو مهمو ډولونو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:
۱: خوځنده انفلاسیون (Creeping Inflation): د پیسو د پړسوب له هغه ډول څخه عبارت دی چې له مخې یې د قیمتونو په کچه کې ډېر ورو زیاتوالی رامنځته کیږي او د ګړندیتوب په پام کې نیولو سره د پیسو په دې ډول پړسوب کې د قیمتونو کلنۍ کچه له ٪۳ څخه کمه وي، او د قیمتونو په کچه کې دا ډول لوړوالي خوندي او د اقتصادي ودې لپاره هم بنسټ ګڼل کیږي.
۲: ګام اخیستونکی انفلاسیون (Walking Inflation): د پیسو هغه پړسوب ته ویل کیږي چې د قیمتونو لوړوالي په کې آرام او یا هم متعادل وي او د پیسو د پړسوب کلنۍ کچې سلنه تر یو عدد (۴، ۵، تر ۹) پورې وي.
د پیسو د پړسوب دا ډول د دولت لپاره د ګواښ او خطر زنګ ګڼل کیږي او مخکې له دې چې منډه وهونکي بڼې ته ورسیږي، باید کنترول شي. د پيسو ګام اخیستونکي پړسوب ته ځینې وخت د (Trotting Inflation) اصطلاح هم کارول کیږي.
۳: ځغلنده انفلاسیون (Running Inflation): د پیسو د پړسوب په دې ډول کې د قیمتونو کچه په کلني ډول په تیزۍ سره (۱۰٪ او ۲۰٪) لوړیږي. د پيسو دا ډول پړسوب د ټولنې د کم او منځني عاید لرونکي وګړي په ناوړه ډول اغیزمنوي چې کنترول لپاره یې ځواکمنو مالي او پولي سیاستونو ته اړتیا لیدل کیږي او که چیرې کنترول نه شي، نو حاد/شدیده بڼه غوره کوي.
۴: چټک/حاد انفلاسیون (Hyper Inflation): د پيسو د پړسوب هغه ډول دی چې د قیمتونو کلنۍ منځنۍ کچه په کې په چټک ډول د لوړیدو په حال کې وي او دوه ګوني او ځینې وخت آن درې ګونې عددونو ته رسیږي چې د قیمتونو د لوړوالي دا کچه په کلني ډول له ۲۰٪ تر ۱۰۰٪ او یا هم آن له ۱۰۰٪ څخه هم لوړه وي. د پيسو دې ډول پړسوب ته ځینې وخت(Runway Inflation) او یا هم د (Galloping Inflation) اصطلاحات هم کارول کیږي.
د پیسو دې ډول پړسوب ځانګړتیاوې د ځینو اقتصادپوهانو له لوري په لاندې ډول بیان شوي دي چې:
• د پيسو چټک پړسوب د پیسو د پړسوب له هغه حالت دی چې د پیسو د پړسوب کچه په کې نه شي اندازه کیدای او په مطلق ډول له کنترول څخه وتلی وي؛
• د قیمتونو په کچه کې هر وخت او هر ځای لوړوالی لیدل کیږي؛
• دا چې د پیسو په پير ځواک (Purchasing Power) کې په دوامداره ډول کموالی رامنځته کیږي، نو پولي سیستم په کلي ډول ورانوي.
د پیسو د پړسوب دا ډول په لاندې ګراف کې روښانه شوی دی:
په پورتني ګراف کې:
• C د پيسو خوځنده پړسوب په ګوته کوي چې له مخې یې د لسو کلونو په اوږدو کې د قیمتونو په کچه کې تر ۳۰ سلنې زیاتوالی په ګوته کوي؛
• W د پیسو ګام اخیستوونکی پړسوب په ګوته کوي چې له مخې یې د لسو کلونو په اوږدو کې د قیمتونو په کچه کې تر ۵۰ سلنې زیاتوالی په ګوته کوي؛
• R د پیسو منډه وهونکی پړسوب په ګوته کوي چې له مخې یې د لسو کلونو په اوږدو کې د قیمتونو په کچه کې تر ۱۰۰ سلنې زیاتوالی په ګوته کوي؛ او
• H شدید/حاد پړسوب په ګوته کوي چې له مخې یې له یو کال څخه په لږه اوږدو کې د قیمتونو په کچه کې تر ۱۲۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
د یادولو وړ ده چې د پیسو د پړسوب پورتني ډولونه د پړسوب درجه په ګوته کوي.
خو د بیلا بیلو اقتصاد پوهانو له لوري نور ډېر ډولونه او یا هم د پیسو په پړسوب پورې تړلي اصطلاحات هم یاد کړي دي چې له ځینو څخه یې په لاندې ډول یادونه کوو:
۵: د پيسو نیمه پړسوب (Semi Inflation): د کینز په آند، تر هغه چې په اقتصاد کې د تولید وزګاره عوامل شتون ولري، نو د قیمتونو په کچه کې لوړوالی نه بلکې د تولید په مقدار کې زیاتوالی رامنځته کیږي. خو په ټولیزو لګښتونو(Aggregate Expenditures) کې په لویه پیمانه زیاتوالی د تولید د ځینو عواملو (چې د تعویض وړ نه ګڼل کیږي)عرضه له کموالي سره مخ کوي چې دا کار د تولید د لګښت د لوړوالی او د تولید د لګښت لوړوالی په خپل وار د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي چې د پیسو نیمه پړسوب په نوم یادیږي او چې ځینې وخت ورته د (Bottleneck Inflation) اصطلاح هم کارول کیږي. ځکه چې د پيسو دا ډول پړسوب د تولید د ځینو عواملو په عرضه کې د تنګون او یا هم کموالی راولي (Bottleneck) له امله رامنځته کیږي.
۶: د پيسو واقعي پړسوب (True Inflation): د کینز په آند، کله چې په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا (Full Employment)حالت شتون ولري، نو په ټولو لګښتونو کې په هره اندازه زیاتوالي په متناسب ډول د قیمتونو د کچې لوړوالي لامل ګرزي خو د تولید د عواملو په عرضه او د تولید په مقدار کې زیاتوالی ناشونی دی. نو د کینز په آند، په دې حالت کې د قیمتونو لوړوالی ته د پیسو رښتیني/واقعي پړسوب نوم ورکړل شوی دی.
د کینز د پيسو نیمه پړسوب او د پيسو رښتینی/واقعي پړسوب د لاندې شکل په مرسته روښانه کیږي:

په پورتني ګراف کې، ټولیز لګښتونه(Aggregate Expenditures) په افقي محور، روزګارتیا(Employment) او د قیمتونو کچه په عمودي باندې ښودل کیږي.
FE د بشپړ روزګارتیا (Full Employment) منحني ده او دا روښانه کوي چې، کله چې په ټولو لګښتونو (Aggregate Expenditures) کې لوړوالی راشي، نو د قیمتونو کچه د A له نقطې څخه ورو ورو د بشپړ روزګارتیا کچې B)) ته رسیږي، چې د پيسو نیمه پړسوب په ګوته کوي. خو کله چې ټول لګښتونه د B له نقطې نه لوړیږي، نو د قیمتونو کچه له B نقطې نه T نقطې ته په ټولو لګښتونو کې د زیاتوالي سره په متناسب ډول لوړیږي چې دا د پیسو رښتینی/واقعي پړسوب ګڼل کیږي.
۷: د پیسو پرانیستی پړسوب (Open Inflation): د پيسو پرانیستی پړسوب هغه وخت رامنځته کیږي کله چې، د توکو لپاره بازار او یا هم د تولید عوامل په آزادانه ډول د تولید له پروسې څخه ویستل کیږي او د توکو او د تولید عواملو قیمتونه د اړونده بنسټونو له لاسوهنې پرته ټاکل کیږي. نو په دې ډول ویلای شو چې د پيسو پرانیستی پړسوب له هغه پړسوب څخه عبارت دی چې د بازار د جوړښت د کړنو د نه لاسوهنې په پایله کې رامنځته کیږي او د دولت له لوري د توکو په ویش باندې کوم کنترول شتون ونه لري.
او یا هم په بل ډول: د پیسو پرانیستی پړسوب د پيسو د پړسوب له هغه ډول څخه عبارت دی چې له مخې یې د قیمتونو کچه په خپل سر لوړیږي او دولت یې د کنترول په موخه ګامونه نه پورته کوي.
خو د پیسو پرانیستی پړسوب بالاخره د پیسو د حاد/شدید پړسوب لامل هم ګرزیدلای شي.
۸: سټګفلیشن (Stagflation): سټګفلیشن په اقتصاد کې یوه نوې اصطلاح ده چې په ۱۹۷۰ میلادي کلونو کې رامنځته شوې ده او یوه متناقصه پدیده ګڼل کیږي (چې په ښکاره ډول ناسمه ښکاري خو په اصل کې شتون ولري). دا اصطلاح په اصل کې له دوه بیلا بیلو برخو (Stag) او (Flation) څخه جوړه شوې ده چې (Stag) له ځوړتیا(Stagnation) او (Flation) د پیسو پړسوب (Inflation) څخه اخیستل شوی دی. نو سټګفلیشن، هغه حالت ښکاره کوي چې په اقتصاد کې هم د ځوړتیا(Stagnation) او هم د پیسو پړسوب په یوه وخت کې شتون ولري.
همدا راز سټګفلیشن هغه حالت څخه عبارت دی چې اقتصادي ځوړتیا(Recession) په کې د پیسو د پړسوب له لوړې کچې سره مل وي چې له همدې امله د پيسو د پړسوبي رکود(Inflationary recession) په نوم هم یادیږي. د دې پدېدې اصلي علت د توکو په بازار کې د زایدې تقاضا(Excess Demand)شتون ګڼل کیږي چې د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي او کاري ځواک ته په تقاضا کې کموالي راځي چې دا په اقتصاد کې د وزګارتیا رامنځته کیدو لامل ګرزي.
له ۱۹۷۳ میلادي کال څخه وروسته په پرمختللو هیوادونو کې د دریو لویږ عواملو له مخې سټګفلیشن رامنځته کیږي چې عبارت دي له:
۱: د تیلو او نورو توکو په قیمتونو کې لوړوالی.
۲: د کاري ځواک یا کارګرې قوې با ثباته او د پام وړ وده.
۳: د سوداګرۍ د ځواکمنو ټولنو د شتون له امله د کاري ځواک د مزد په جوړښت کې استحکام او ټینګښت رامنځته کیدل.
۹: مارک ـ اپ انفلاسیون (Mark-up Inflation): د Mark-up Inflation مفکوره په اصل کې د تولید د لګښت د لوړوالي له امله د پیسو پرسوب (Cost Push Inflation) سره نږدې تړاو لري، د کاري ځواک نوې او مډرنې ټولنې د پام وړ انحصاري ځواک درلودونکي دي، نو له همدې امله دا ټولنې د Mark-up په پام کې نیولو سره د لګښت او نسبي عوایدو له مخې د مزد او قیمت کچه ټاکي او کاروبارونه هم د خپل انحصاري ځواک له مخې د قیمتونو په کچه باندې خپل کنترول لري. نو له همدې امله کاروبارونه د مدیریت شوي قیمت درلودونکي دي چې امله یې د ګټې اندازه هم لوړیږي چې دا په ټوله کې د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي لامل ګرزي. په همدې ډول کله چې د سوداګرۍ ځواکمنې ټولنې د کاري ځواک د مزد د لوړوالي په برخه کې برلاسې وي، نو د پيسو د پړسوب لامل ګرزي.
۱۰: د ضمانت کوونکی څرخ انفلاسیون (Ratchet Inflation): Ratchet په څرخ کې هغه غاښ ته ویل کیږي چې د څرخ په شا تګ څخه مخنیوی کوي او نه پریږدي چې څرخ په شا ته لاړ شي چې دا Ratchet د پيسو د پړسوب په وړاندې هم کارول کیږي. هغه داسې چې، سره له دې چې ځینې وخت اقتصاد د ځوړ (Downward) له فشار سره مخ وي خو بیا هم د قیمتونو په کچه کې ټیټوالی نه رامنځته کیږي.
کله چې په اقتصاد کې د قیمت، مزد او د تولید د لګښت د زیاتوالي له امله د پیسو پړسوب رامنځته شي، نو د اقتصاد په ځینو سکتورونو کې په تقاضا کې د کمښت له امله ټوله تقاضا(Aggregate Demand) د بشپړ روزګارتیا(Full Employment) له کچې څخه ټيټیږي خو د قیمت، لګښت او مزد کچه په غیر ارتجاعي ډول د کمیدو په حال کې وي. ځکه چې لوی کاروبارونه او د کارګرو ټولنې د انحصاري ځواک درلودونکې دي. په همدې ډول په تقاضا کې کموالي کیدای شي چې د قیمتونو په کچه کې د پام وړ کموالی رانه ولي.
نو په دې ډول، د قیمتونو کچه به د لوړوالی په لور د Ratchet اغیز ولري چې په دې ډول د پيسو ضمانت کوونکی پړسوب (Ratchet Inflation) په نوم یادیږي.
۱۱: د پيسو د یوې برخې یا سکتوري پړسوب (Sectoral Inflation): د پیسو دا ډول پړسوب اصلاً په یوه ځانګړې صنعت کې د زایدې تقاضا (Excess Demand) له امله رامنځته کیږي.
دا په دې مانا چې، کله چې د بیلا بیلو عواملو په پام کې نیولو سره د یوه ځانګړي سکتور د تولید د قیمتونو په کچه کې کموالی نه رامنځته کیږي، نو بالاخره د قیمتونو ټولیزه کچه هم تر اغیز لاندې راولي او په دې ډول د پیسو پړسوب رامنځته کیږي.
۱۲: ریفلاسیون (Reflation): ریفلاسیون په اقتصاد کې له هغه حالت څخه عبارت دی چې د قیمتونو کچه په کې په عمدي او قصدي ډول د اقتصادي کړنو د هڅولو په موخه لوړیږي.
دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د ځوړتیا(Depression) پړاو شتون ولري او د قیمتونو کچه په غیرې عادي ډول د ټیټیدو په حال کې وي، نو د هیواد پولي بنسټونه د اقتصادي کړنو او ودې د هڅولو او د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي په موخه په چلښت کې د پيسو په عرضه کې زیاتوالی راولي او په دې ډول د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې هم لوړوالی راځي او د پيسو پړسوب رامنځته کیږي چې د پيسو دا ډول پړسوب ته ریفلاسیون ویل کیږي.
یا هم دا چې: د پیسو د پړسوب بیا اعاده کولو حالت ته ریفلاسیون وايي چې د دولت هغه سیاست له مخې چې په اقتصاد کې د تقاضا د زیاتوالي په موخه جوړېږي، ترسره کیږي څو د اقتصادي کړنو د زیاتوالي او په پایله کې یې د قیمتونو په کچه کې هم د لوړوالي لامل وګرزي.
۱۳: د کریډيت- هڅوونکی/القایي انفلاسیون (Credit-Induced Inflation): د آرزانه یا آسانه پیسو سیاست (Cheap Money Policy) له مخې د کریډيټ یا پورونو د پراختیا سیاست په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې زیاتوالی راولي او په دې ډول د وګړو له لوري توکو او چوپړتیاؤ ته په تقاضا کې لوړوالي رامنځته او د تقاضا لوړوالی د قیمتونو لوړوالی د پيسو پړسوب رامنځته کیږي.
دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د پور اخیستلو شرایط آسان وي (د سود کچه کمه وي، د پور بیرته ورکړې په اوږد مهال کې ترسره کیږي او داسې نور) نو ډیر وګړي له مالي بنسټونو څخه د خپلو اړتیاؤ د رفع کولو په موخه پور ترلاسه کوي. نو د پور ترلاسه کول هم په اقتصاد کې د پیسو په مقدار کې د زیاتوالي لامل ګرزي او په دې ډول د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې هم لوړوالی رامنځته چې په پایله کې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي چې د پیسو د پړسوب دا ډول د کریډيت- هڅونکی/القايي انفلاسیون (Credit-Induced Inflation) په نوم هم یادیږي.
۱۴: د کسر-هڅوونکی/القايي انفلاسیون (Deficit-induced Inflation): دولتونه معمولاً ډیر لګښتونه ترسره کوي او ډیری وخت د همدې لویو لګښتونو له امله د بودجې له کسر سره مخ کیږي. نو د بودجې د کسر د تمویل لپاره اړ دي چې یا له مالي بازار څخه پور ترلاسه او یا هم اضافي پیسې چاپ او نشر کړي... چې دا چاره په خپل وار په ټولیز تقاضا کې د لوړوالي لامل ګرزي او په ټوله تقاضا کې لوړوالي د توکو او چوپړتیاؤ قیمتونو په کچه کې د لوړوالي لامل ګرزي او د پیسو پړسوب رامنځته کیږي. چې د پیسو دا ډول پړسوب د کسر-هڅونکی/القايي انفلاسیون (Deficit-induced Inflation) په نوم هم یادیږي.
۱۵: د ګټې هڅوونکی/القایي انفلاسیون: (Profit Induced Inflation): کله چې تولیدوونکي په بازار کې انحصار لرونکي وي او د ډیرې ګټې ترلاسه کولو په موخه د توکو قیمتونه لوړ کړي، نو دا د پیسو دا ډول پړسوب د ګټې هڅوونکي انفلاسیون ګڼل کیږي.
۱۶: څو علتیزه انفلاسیون (Multi Casual Inflation) : د پيسو پړسوب بیلا بیل علتونه لري او دا پړسوب کیدای شي چې، د پيسو په عرضه کې زیاتوالی، د مزد زایده تقاضا، د توکو لپاره زایده ټوله تقاضا(Excess Aggregate Demand) ، د توکو کموالی او نور په ګوته کولای شو. دا په دې مانا چې، دا ټول هغه عوامل دي چې په ګډه د پيسو د پړسوب لامل ګرزي او د پيسو هغه پړسوب چې په دې ډول رامنځته شي، د پيسو څو علتیزه پړسوب ګڼل کیږي.
۱۷: بودجوی انفلاسیون (Budgetary Inflation): کله چې دولت د بودجې د کسر د تمویل په موخه له مالي بنسټونو څخه د پور په اخیستلو او یا هم د نویو پیسو په نشرولو لاس پورې کړي، نو په دې ډول د وګړو د پير په ځواک(Purchasing Power) کې زیاتوالی رامنځته کیږي او په اقتصاد کې د پيسو پړسوب رامنځته کیږي. نو د انفلاسیون دا بڼه د بودجوي انفلاسیون په نوم یادیږي.
۱۸: قسمي/ جزوي انفلاسیون (Partial Inflation): د کینز په آند، د پيسو د پړسوب هغه ډول څخه عبارت دی چې په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا(Full Employment) ته له رسیدو څخه وړاندې د توکو قیمتونو ټولیزې کچې یوه برخه د تولید د لګښت د زیاتوالي له امله او یوه برخه یې هم د پیسو په عرضه کې د زیاتوالي له امله لوړیږي.
۱۹: وړاندویل شوی/منتظره انفلاسیون (Anticipated Inflation): د هغه انفلاسیون له هغه کچې څخه عبارت دی چې ډیر وګړي یې د رامنځته کیدو باور ولري.
۲۰: غیر منتظره انفلاسیون (Unanticipated Inflation): د پيسو د پړسوب له هغه کچې څخه عبارت دی چې وړاندویونکي یې باور نه لري.
اړینه ګڼل کیږي چې د پیسو د پړسوب د لا روښانتیا لپاره د پيسو د پړسوب هغه ډولونه چې معمولاً د پيسو د پړسوب د رامنځته کیدو لامل هم ګڼل کیږي، لا ډېر تر څیړنې لاندې ونیسو:
۲۱: د تقاضا راښکونکی انفلاسیون(Demand Pull Inflation): د تقاضا راښکونکی انفلاسیون د پیسو د پړسوب له هغه حالت څخه عبارت دی چې له مخې یې په تقاضا کې زیاتوالي د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې د لوړوالي لامل ګرزي. دا په دې مانا چې، هغه انفلاسیون، چې د کلي اقتصاد په څلورو سکتورونو:
• کورنۍ (Household)؛
• دولت (Government) ؛
• کاروبار (Business)؛ او
• بهرنی سکتور(Foreign Sector)
په تقاضا کې د زیاتوالی، د عرضې د محدوده پاتې کیدو او يا هم د کموالي رامنځته کیدو له امله رامنځته کېږي.
یا دا، چې: تقاضا کوونکي د عرضې په پرتله ډېر تولید ته اړتیا لري، نو په دې توګه د تقاضا اضافي برخه د توکو او چوپړتیاؤ په قيمتونو کې د لوړالي لامل ګرځي او له امله يې د تقاضا راښکونکی انفلاسیون رامنځته کېږي.
د تقاضا راښکونکي انفلاسیون لا روښانه کول د پیسو د ساده مقداري نظریې (Quantity Theory of Money) له مخې په ښه ډول څیړل کیږي او د یادې تیوري له مخې د قیمتونو کچه د پيسو د عرضې سره په متناسب ډول تغیر خوري او کله چې په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا حالت شتون ولري، نو په اقتصاد کې د پيسو د مقدار په دوه چنده کیدو سره د قیمتونو کچه هم دوه چنده کیږي (د پیسو په مقدار کې تغیر د قیمتونو په کچه کې د متناسب تغیر لامل ګرزی). د دې څیړنې له مخې ټوله عرضه(Aggregate Supply) ثابته ګڼل کیږي او اقتصاد هر وخت بشپړ روزګارتیا په حالت کې قرار لري.
نو کله چې د پیسو په مقدار کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو توکو ته په تقاضا کې هم زیاتوالی راځي خو دا چې په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا حالت شتون لري، نو په عرضه کې نور زیاتوالی نه رامنځته کیږي. نو پدې ډول د قیمتونو په کچه کې لوړوالي راځي.
فریډمن چې د پيسو نوې مقداري نظریه ورکوونکو له ډلې شمیرل کیږي، وايي چې د پيسو پړسوب هر وخت او په هر ځای کې یوه پولي پدیده ګڼل کیږي او هر څومره چې د پیسو په اسمي عرضه کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو د پیسو د پړسوب کچه به هم لوړه وي. دا په دې مانا چې، کله چې د پیسو په عرضه کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو وګړي د شته توکو په پيرلو باندې ډېرې پیسې مصرفوي چې دا د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي.
په دې ډول د پیسو د نوې مقداري نظریې ورکوونکي نه هم بشپړ روزګارتیا (Full Employment) او نه هم د پیسو ثابت ګړندیتوب (Fixed Velocity of Money) په اقتصاد کې د فرضیو په توګه نه نیسي بلکې د پیسو پړسوب په اقتصاد کې د پیسو د عرضې په زیاتوالي پورې تړي.
د تقاضا راښکونکي انفلاسیون د مقداري تیوري څیړنه په لاندې ګراف کې لیدل کیږي:

داسې انګیرو چې د پیسو په عرضه کې زیاتوالی د قیمتونو د ورکړل شوې کچې (OP) په اندازه چې د تقاضا (D) او عرضې (S) د منحني ګانو په مرسته ښودل شوېده، صورت نیسي. د بشپړ روزګارتیا په لومړي حالت (OY) کې د قیمتونو کچه د عرضې او تقاضا د منحنیو په وسیله د ((E په ټکي کې پرې کیږي. نو که چیرې د پیسو په مقدار کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې هم زیاتوالی رامنځته کیږي چې د تقاضا منحني (D) له خپل ځای څخه ښی لوري ته (D1) ته لیږدول کیږي. لکه څرنګه چې په عمودي محور لیدل کیږي، ټوله عرضه ثابته پاتي کیږي چې د عرضې (S) او د تقاضا (D) منحنې د ((E1 په ټکي کې یو بل سره پرې کوي چې د قیمتونو کچه په خپل وار ((OP1 ته لوړیږي.
د تقاضا راښکونکي انفلاسیون په اړه د کینز تیوري په دې استدلال ولاړه ډه چې، تر هغه چې په اقتصاد کې د تولید وزګاره عوامل شتون ولري، نو د پانګونې په لګښتونو کې زیاتوالی د روزګارتیا(Employment) ، عوایدو او تولید په کچه کې د لوړوالي لامل ګرزي او کله چې د بشپړ روزګارتیا کچه ترلاسه شي، نو (Bottleneck) راښکاره کیږي. نو له دې نه وروسته د پانګونې په لګښتونو کې نور زیاتوالی زایده تقاضا (Excess Demand) رامنځته کوي چې په پایله کې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي.
د کینز د تقاضا راښکونکی انفلاسیون په ګراف کې څیړل شوی دی. داسې انګیرو چې اقتصاد د E په نقطه کې د تعادل په حالت کې قرار لري چیرته چې SS1 او د D منحني د بشپړ روزګارتیا د عوایدو کچې (Yf) کې یو بل سره پرې کوي چې د قیمتونو کچه له OP څخه عبارت دی. اوس دولت په خپلو لګښتونو کې زیاتوالی راولي، نو د دولت له لوري په لګښتونو کې زیاتوالی د ټولیزې تقاضا(Aggregate Demand) د لوړوالي لامل ګرزي (پورته میلان سره ښودل کیږي) چې د تقاضا منحني له (D) څخه (D1) ته لیږدول کیږي، نو په پایله کې د قیمتونو کچه هم له (OP) څخه (OP1) ته لوړیږي او د بشپړ روزګارتیا له کچې وروسته د تولید په ټوله عرضه(Aggregate Supply) کې زیاتوالي نه شي رامنځته کیدای.
۲۲: د لګښت د فشار انفلاسیون (Cost Push Inflation): د لګښت د فشار انفلاسیون له هغه انفلاسیون څخه عبارت دی چې د تولید عواملو په لګښت او یا هم د مؤلدینو له لوري د ګټې د زیاتوالي له امله رامنځته کیږي. یا هم دا چې، هغه انفلاسیون، چې د توکو او چوپړتیاؤ د تولید په پروسه کې د تولید د لګښت د لوړوالی له امله چې د توکو او چوپړتیاؤ د قيمتونو لوړوالي لامل ګرزي، رامنځته کیږي. دا ډول انفلاسیون تر ډيره هغه وخت رامنځته کیږي کله، چې د تولید د څلورو عواملو:
• ځمکه(Land) ؛
• کارګر(Labor) ؛
• پانګه(Capital) ؛ او
• متشبث/متصدی(Entrepreneur)
له ډلې څخه لږ تر لږه د یوه په قیمت کې لوړوالی رامنځته شي.
دا په دې مانا، چې: د تولید د لګښت په ډېرېدو سره اقتصاد یا تولیدوونکي په پخواني قېمت سره د توکو او چوپړتیاؤ عرضه نه شي ترسره کولای او که مستهلکین(Consumers) د تولید پيرودل غواړي، نو د پخوا په پرتله باید لوړ قیمت تادیه کړي. چې د توکو او چوپړتیاؤ د تولید دا لوړ لګښت د هغوی د قیمت د لوړوالي لامل ګرځي او له امله یې د پیسو پړسوب (انفلاسیون) رامنځته کیږي چې د لګښت د فشار انفلاسیون په نوم یادیږي.
د پیسو د پړسوب دا ډول کومه نوې پدیده نه ده بلکې آن په منځنیو پیړیو (Medieval period) کې یې هم شتون درلوده چې په ۱۹۵۰ میلادي لسیزه کې بیا هم راښکاره شو او ۱۹۷۰ میلادي لسیزه کې د پیسو د پړسوب یو بنسټيز لامل وګڼل شو او د نوي انفلاسیون(New Inflation) په نوم ونومول شو.
په ټوله کې ویلای شو چې د لګښت د فشار انفلاسیون چې د تولید د عواملو د لګښت او د مؤلدینو د ګټې د زیاتوالي له امله چې دواړه د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي، رامنځته کیږي لاندې دلایل لري:
۱: په مزد کې زیاتوالی (Rise in Wages): د لګښت د فشار انفلاسیون بنسټیز لامل د کارګرانو د تولیدي وړتیا په پرتله د هغوی د پولي مزد په اندازه کې چټک زیاتوالی ګڼل کیږي. په پرمختللو هیوادونو کې چې کارګرانو ټولنې ډېرې ځواکمنې دي، نو پر مؤلدینو فشار راوړي چې د کارګرانو په مزد کې زیاتوالی راولي. نو په دې ډول، کله چې د کارګرانو په مزد کې زیاتوالی رامنځته کیږي له دې سره د تولید په لګښت کې هم زیاتوالی راځي نو مؤلدین اړ وي چې د توکو په قیمتونو کې لوړوالی راولي او مستهلکین(Consumers) او کارګران هم اړ وي چې د نوموړو توکو د پيرلو په وړاندې له پخوا څخه لوړ قیمت ورکړي چې دا چاره بیا هم د کارګرانو ټولنه د مزد د لوړوالي غوښتنه کوي او په دې ډول د لګښت د فشار او یا هم د مزد د فشار انفلاسیون(Wage Push Inflation) رامنځته کیږي.
۲: د سکتور په قیمتونو کې زیاتوالی (Sectoral Rise in Prices): په اقتصاد کې ځینې سکتورونه د کارګرانو د پولي مزد د لوړوالي له امله (چې د نوموړو سکتورونو د تولیداتو د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي) تر اغیز لاندې راځي. د ځینو سکتورونو تولیدات د نورو سکتورونو له لوري د هغوی د تولید د عامل (Input) په توګه کارول کیږي چې د دغو سکتورونو د تولید د لګښت لوړوالي په پایله کې د تولید د قیمت لوړوالي لامل ګرزي او په دې توګه په اقتصاد کې د ځینو سکتورونو د تولید د لګښت لوړوالی د ځینو نورو سکتورونو د تولید د لګښت د لوړوالي لامل هم ګرزي او په پایله کې یې کیدای شي چې د توکو د قیمت لوړوالی ټول اقتصاد ته خپور او د پيسو پړسوب رامنځته شي.
۳: د واردیدونکو خامو موادو په قیمت کې زیاتوالی (Rise in the Imported Raw Materials): د واردیدونکو خامو موادو په قیمت کې زیاتوالی هم د لګښت د فشار انفلاسیون لامل ګرزي. دا په دې مانا چې، واردیدونکي خام مواد د هیواد په دننه کې د توکو تولیدوونکو له لوري د تولید عامل (Input) په ډول کارول کیږي چې د تولید د لګښت د لوړوالي لامل ګرزي او د تولید د لګښت لوړوالي په خپل وار د تولید د قیمت د لوړوالي لامل ګرزي او په پایله کې یې د لګښت د فشار انفلاسیون رامنځته کیږي.
۲۳: د ګټې ـ فشار انفلاسیون (Profit-Push Inflation): اولیګوپولي(Oligopoly) او انحصاري مؤلدین د ډیرې ګټه ترلاسه کولو په موخه معمولاً د خپلو تولیداتو قیمتونه لوړوي. دا ځکه چې په دې حالت کې په بازار کې بشپړ سیالي شتون نه لري او دوی کولای شي چې قیمتونه مدیریت او د خپلو تولیداتو قیمتونه لوړ کړي. نو په پایله کې یې د ګټې – فشار انفلاسیون رامنځته کیږي چې د ګټې ـ فشار انفلاسیون ځینې وخت:
• د انفلاسیون د اداره شوې قیمت تیوري (Administrated-Price Theory of Inflation)؛
• د قیمت - فشار انفلاسیون (Price-Push Inflation)؛ او
• د پلورونکو انفلاسیون (Sellers Inflation)؛ او
• د بازار- ځواک انفلاسیون (Market-Power Inflation)
په نوم هم یادیږي.
د لګښت د فشار انفلاسیون د لاندې ګراف په مرسته روښانه کیږي:

په پورتني ګراف کې S د عرضې منحني او D د تقاضا منحني ده او دا دواړه منحني ګانې د E په ټکي کې یو د بل سره پرې کوي چې د بشپړ روزګارتیا(Full Employment) له کچې څخه عبارت دی چې OYf د بشپړ روزګارتیا کچه او OP د قیمتونو کچې څخه استازیتوب کوي. نو د لګښت د فشار انفلاسیون په پایله کې د عرضې منحني هم له S1 څخه S2 ته لیږدول کیږي نو د تقاضا منحني هم د E1 په نقطه کې قطع کوي چې د قیمتونو کچه هم له P څخه P1 ته لوړیږي او د ټولیز تولید(Total Output) مقدار هم له OYf نه OY1 ته کمیږي.
په همدې ډول هر څومره چې د عرضې منحني له خپل ځای څخه لیږدول کیږي، نو د قیمتونو د کچې د لوړوالي او د ټولیز تولید د کموالي لامل ګرزي.

د پیسو د پړسوب لاملونه (Causes of Inflation)
د پیسو د پړسوب یو لوی لامل په اقتصاد کې توکو او چوپړتیاؤ ته د ټولې عرضې(Aggregate Supply) په پرتله د ټولې تقاضا(Aggregate Demand) ډیروالی ښودل کیږي. نو اړینه ده چې لومړۍ هغه عوامل تر څیړنې لاندې ونیسو چې د عرضې د کموالي او د تقاضا د لوړوالي لامل ګرزي:
هغه عوامل چې تقاضا تر خپل اغیز لاندې راولي (Factors Affecting Supply)
کینزین او پول ګرایان (Monetarists) دواړه په دې باور دي چې د پیسو پرسوب د ټولې عرضې په پرتله په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې د لوړوالي له امله رامنځته کیږي او دواړه دا لاندې فکتورونه په ټوله تقاضا کې د لوړوالي لامل ګڼی:
۱: د پیسو په عرضه کې زیاتوالی (Increase in Money Supply): په اقتصاد کې د پیسو د عرضې زیاتوالی د ټولې تقاضا د لوړوالي لامل ګرزي چې دا بیا په خپل وار د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي او په دې ډول دپیسو پړسوب رامنځته کیږي. نو هر څومره چې د اسمي پیسو د عرضې کچه لوړه وي، نو په همغه اندازه به د پیسو پړسوب کچه هم لوړه وي.
خو د پیسو د مقداري نوي نظریې ورکوونکي په دې باور نه لري چې د پیسو رښتیني پړسوب د بشپړ روزګارتیا له کچې وروسته رامنځته کیږي او دا نظریه تر ډیره په واقعیت ولاړه هم ګڼل کیږي. دا ځکه چې، نږدې ټول پرمختللي هیوادونه د بشپړ روزګارتیا او د پیسو د پړسوب له لوړې کچې سره لاس او ګریوان دي.
۲: په تصرف وړ عوایدو کې زیاتوالی (Increase in Disposable income): د وګړو د تصرف وړ عوایدو په زیاتیدو سره توکو او چوپړتیاؤ ته د هغوی په تقاضا کې هم زیاتوالی راځي چې د تقاضا زیاتوالی د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو د لوړوالي او په پای کې د پیسو د پړسوب لامل ګرزي.
د یادولو وړ ده چې د تصرف وړ عواید د ملي عاید د زیاتوالي، د مالیې او یا هم د وګړو د سپما په کچه کې د کموالي په پایله کې زیاتیږي.
۳: په عامه لګښتونو کې زیاتوالی (Increase in Public Expenditures): په عامه لګښتونو کې لوړوالي د ټولې تقاضا د لوړوالي لامل ګرزي چې د ټولې تقاضا لوړوالي په خپل وار د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي او په پایله کې د پیسو پړسوب ته لاره هواریږي. په عامه لګښتونو کې بیلا بیل لګښتونه شامل دي. د ساري په توګه: د دولتي مامورینو په مزد او معاش کې زیاتوالی، د عامه پروژو پلي کول، په اقتصاد کې د آسانتیاؤ رامنځته کولو لپاره لګښت، د تفریح لپاره پارکونه جوړول او نور شامل دي.
۴: په استهلاکي لګښتونو کې زیاتوالی (Increase in Consumer Spendings): کله چې په اقتصاد کې د مستهلکینو(Consumers) په لګښتونو کې زیاتوالی راځي، نو دا زیاتوالی د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې د لوړوالي لامل ګرزي او په دې ډول د پيسو پړسوب ته لاره هواریږي.
د یادولو وړ ده چې مستهلکین په اقتصاد کې د بیلا بیلو عواملو او دلایلو په پام کې نیولو سره په خپلو لګښتونو کې زیاتوالی راولي چې ځینې یې عبارت دي له:
• دا چې ښکاره بڼه یې ښه ښکاره شي؛
• د کریډيټ او یا هم د پور آسانتیاؤ ترلاسه کولو له امله چې د توکو او چوپړتیاؤ د پيرلو لپاره ترینه ګټله اخیستل کیږي او په برخو او قسطونو ډول بیرته ورکول کیږي؛
• د ځینو دودونو او یا هم مذهبي مراسمو له امله د مستهلکینو په لګښتونو کې زیاتوالی او داسې نور.
۵: د آرزانه یا آسانه پیسو سیاست (Cheap Monetary Policy): د آسانه پیسو سیاست چې د کریډيټ یا پورونو د پراختیا سیاست(Credit Expansion Policy) په نوم هم یادیږي، په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې د لوړوالي لامل ګرزي او په دې ډول د وګړو له لوري توکو او چوپړتیاؤ ته په تقاضا کې لوړوالي رامنځته کیږي. نو په دې ډول، توکو او چوپړتیاؤ ته د تقاضا لوړوالی د قیمتونو لوړوالی او د قیمتونو لوړوالی د پيسو پړسوب رامنځته کیږي. دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د پور اخیستلو شرایط آسان وي (د سود کچه کمه وي، د پور بیرته تادیه په اوږد مهال کې ترسره کیږي او داسې نور) نو ډیر وګړي له مالي بنسټونو څخه د خپلو اړتیاؤ د پوره کولو په موخه پور ترلاسه کوي چې د پور ترلاسه کول هم په اقتصاد کې د پیسو په مقدار کې د زیاتوالي او هم د پور اخیستونکو په تقاضا کې د زیاتوالي لامل ګرزي او په دې ډول د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې هم لوړوالی رامنځته او د پیسو پړسوب رامنځته کیږي. چې د پیسو د پړسوب دا ډول د کریډيت- هڅونکی/القايي انفلاسیون (Credit-Induced Inflation) په نوم هم یادیږي (چې مخکې ترینه یادونه وشوه).
۶: د کسر تمویلول (Deficit Financing): دولتونه تر ډيره لوړ لګښتونه ترسره کوي او ډیری وخت د همدې لوړو لګښتونو له امله د بودجې له کسر سره مخ کیږي. نو د بودجې د کسر د تمویل لپاره اړ دي چې یا له مالي بازار څخه پور ترلاسه او یا هم اضافي پیسې چاپ او نشر کړي چې دا چارې په خپل وار په ټولې تقاضا کې د لوړوالي لامل ګرزي او په ټوله تقاضا کې لوړوالي د توکو او چوپړتیاؤ قیمتونو په کچه کې د لوړوالي لامل ګرزي او په پایله کې یې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي. چې د پیسو دا ډول پړسوب د کسر-هڅونکی/القايي انفلاسیون (Deficit-induced Inflation) په نوم هم یادیږي (چې مخکې ترینه یادونه وشوه).
۷: د خصوصي سکتور پراختیا (Expansion of Private Sector): په اقتصاد کې د خصوصي سکتور پراختیا په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې د زیاتوالي لامل ګرزي. دا په دې مانا چې، په اقتصاد کې په لویه پیمانه پانګونه د روزګارتیا او کارونو د پراختیا لپاره لاره هواروي چې د روزګارتیا په پراختیا سره د وګړو په عوایدو او تقاضا کې لوړوالی رامنځته کیږي او په عوایدو او تقاضا کې لوړوالی په خپل وار د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي نو په پایله کې یې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي. د یادولو وړ ده چې بازار ته د توکو او چوپړتیاؤ عرضه سمدلاسه نه زیاتیږي.
۸: تورې پیسې (Black Money): په اقتصاد کې د تورو پیسو (له مالیې تیښته، بډې او رشوت، غلا او نور) شتون هم په ټوله تقاضا کې د زیاتوالي لامل ګرزي او د دې ډول پیسو درلودونکي تر ډيره په خپلو لګښتونو کې هم ډیر اصراف کوي چې له بده مرغه زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم ډير لیدل کیږي. نو په اقتصاد کې د دا ډول پیسو شتون د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې د لوړوالي لامل ګرزي او په پایله کې یې د پيسو پړسوب ته لاره هواریږي.
۹: د عامه پورونو بیرته ورکړه(Repayment of Public Debt): کله چې دولت خپلو وګړو ته د هغوی پورونه بیرته ورکوي، نو دا چاره په اقتصاد کې د پیسو په مقدار کې د زیاتوالي لامل ګرزي چې له وګړو سره د پيسو زیاتوالی توکو او چوپړتیاؤ ته د هغوی د تقاضا د زیاتوالي، د تقاضا زیاتوالی د قیمتونو د لوړوالي او د قیمتونو لوړوالی د پیسو د پرسوب د زیاتوالي لامل ګرزي.
۱۰: په صادراتو کې زیاتوالی (Increase in Export): کله چې په بهرنیو هیوادونو کې د هیواد توکو او چوپړتیاؤ ته تقاضا زیاتیږي، نو دا چاره د صادراتو د زیاتوالي لامل ګرزي او د صادراتو زیاتوالي د کورنیو تولیدوونکو (چې صادراتي توکي تولیدوي) په عوایدو کې د زیاتوالي لامل ګرزي. نو د تولید په مقدار کې زیاتوالی په روزګارتیا، عوایدو، تقاضا او قیمتونو کې د لوړوالي لامل ګرزي چې په پایله کې یې د پیسو پرسوب رامنځته کیږي.
هغه عوامل چې عرضه تر خپل اغیز لاندې راولي
(Factors Affecting Supply)
په اقتصاد کې ځیني عوامل او فکتورونه شتون لري چې عرضه تر خپل اغیز لاندې راولي چې ځینې لوی عوامل او فکتورونه یې عبارت دي له:
۱: د تولید په عواملو کې کموالی (Shortage of Factors of Production): د تولید په عواملو (کارګر، اومه مواد، پانګه او نور) کې کموالي په ټوله عرضه(Aggregate Supply) کې د کموالي یو بنسټیز عامل ګڼل کیږي او په دې ډول د تولید په عواملو کې د کموالي له امله تولیدوونکي نه شي کولای چې د پخوا په څیر عرضه ترسره کړي او اړ دي چې د توکو او چوپړتیاؤ په عرضه کې کموالی راولي.
۲: صنعتي شخړې (Industrial Disputs): په هغو هیوادونو کې چې سوداګریزې او یا هم کارګرې ټولنې(Trade/Labor Union) په کې ډيرې ځواکمنې وي، نو د تولید په مقدار کې کموالی رامنځته کولای شي. دا ځکه چې د کارګرانو ټولنې کولای شي چې د مزد او معاش په اندازه کې د لوړوالي په موخه لاریونونه راوغواړي او ځینې وخت د فابریکو ورونه هم تړلی شي. نو په داسې حالتونو کې د تولید په مقدار او د توکو او چوپړتیاؤ په عرضه کې کموالی رامنځته کیږي. همدا راز که د کارګرانو ټولنې په دې وتوانیږي چې د کارګرانو د تولیدي وړتیا په پرتله د هغوی په مزد او معاش کې ډیر زیاتوالی راولي نو دا کار هم د تولید او عرضې په اندازه کې د کموالي لامل ګرزي.
۳: طبیعي ناورینونه (Natural Calamities): وچکالي، سیلابونه او نور طبیعې ناورینونه هغه عوامل دي چې د کرنیزو او صنعتي توکو د عرضې د کموالي لامل ګرزي چې دا په راتلونکي کې د خوراکي توکو او اومو موادو په عرضه کې د کموالي لامل ګرزي او په دې ډول د انفلاسیوني فشار د رامنځته کیدو سره مرسته کوي.
۴: مصنوعي کموالی(Artificial Scarcity): ځینې وخت په اقتصاد کې د احتکار کوونکو له لوري په قصدي ډول د توکو او چوپړتیاؤ په عرضه کې کموالی راوستل کیږي څو په راتلونکي کې یې د قیمت له لوړوالي څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي.
۵: په صادراتو کې زیاتوالی (Increase in Export): کله چې په اقتصاد کې تولیدوونکي کورني استهلاک په پرتله د صادراتو لپاره ډیر توکي تولیدوي، نو په اقتصاد کې د عرضې د کموالي لامل ګرزي او په پایله کې یې د پیسو پړسوب هم رامنځته کیږي.
۶: په تولید کې کموالی (Lop-Sided Production): که چیرې په اقتصاد کې د اړینو او بنسټیزو استهلاکي توکو(Consumption Goods) په پرتله د ګانیزو او تجملي توکو تولید ته ډېره پاملرنه کیږي، نو دا په اقتصاد کې د اړینو او بنسټیزو استهلاکي توکو په عرضه کې د کموالي لامل ګرزي چې د پیسو د پړسوب ته هم لاره هواروي.
۷: د نزولي حاصل قانون (Law of Diminishing Return): کله چې په اقتصاد کې د تولید له زاړه میتود او زړو ماشینونو څخه ګټه اخیستل کیږي، نو په پایله کې یې د نزولي حاصل قانون رامنځته کیږي چې په في واحد تولید باندې د لګښت په اندازه کې د زیاتوالي لامل ګرزي او د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو د لوړوالي لامل ګرزي او د پیسو پړسوب ته لاره هواروي.
۸: نړېوال عوامل/فکتورونه (International Factors): په اوسني عصري نړۍ کې د پیسو پړسوب یوه نړیواله پدیده ګڼل کیږي. دا په دې مانا چې، کله چې په لویو صنعتي هيوادونو کې د بیلا بیلو عواملو له امله د قیمتونو په کچه کې لوړوالي رامنځته کیږي، نو د قیمتونو په کچه کې دا لوړوالی هغو ټولو هیوادونو ته هم سرایت کوي چې له نوموړو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکي لري. همدا راز کله چې په نړیوال بازار کې د تولید په یوه بنسټیز اومه توکي لکه د تیلو په قیمت کې لوړوالی رامنځته شي، نو د ټولو هغو توکو د قیمت د لوړوالي لامل ګرزي چې په تولید کې یې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول له تیلو څخه ګټه اخیستل کیږي چې دا کار د توکو عرضه تر خپلې اغیزې لاندې راولي او د پيسو پړسوب ته لاره هواروي.
د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې ګامونه
(Measure to Control Inflation)
په تیرو درسونو کې مو ولوستل چې، په ټولیزې تقاضا(Total Demand) کې زیاتوالي ته د ځواب ویلو په وړاندې د ټولیزې عرضې(Total Supply) پاتې راتلو په پایله کې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي، او یا هم په ساده ډول، کله چې په اقتصاد کې په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې زیاتوالی راشي، خو په وړاندې یې په ټوله عرضه کې زیاتوالی د تقاضا د زیاتوالي په پرتله کم وي (کم زیاتوالی رامنځته شي)، نو په اقتصاد کې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي او په داسې حالت کې د پيسو پړسوب او ټوله تقاضا د عرضې په مقدار کې د زیاتوالي په وسیله تر ډيره کنترولیدای شي.
خو په ټوله کې د پيسو پړسوب په دریو بیلا بیلو لارو تر کنترول لاندې راتلای شي چې عبارت دي له:
۱: پولي ګامونه (Monetary Measures)؛
۲: مالي ګامونه (Fiscal Measures)؛ او
۳: نور ګامونه (Other Measures).
د پیسو د پړسوب د کنترول له پورته یادو شوو ګامونو څخه په لنډ ډول یادونه کوو:
۱: پولي ګامونه (Monetary Measures): د پیسو د پړسوب د کنترول په وړاندې له پولي ګامونو څخه موخه د پولي عوایدو په اندازه کې کموالی راوستل دي چې په لاندې ډول ترینه یادونه کوو:
• د کریډیټ/پور کنترول (Credit Control): پولي سیاست د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې یو لوی او اړین ګام ګڼل کیږي او په اقتصاد کې د کریډيټ د کمیت او مقدار د کنترول په وړاندې د هیواد مرکزي بانک (د افغانستان مرکزي بانک د افغانستان بانک دی) له بیلا بیلو میتودونو څخه ګټه پورته کوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره له بیلا بیلو لارو څخه ګټه پورته کیږي چې ځینې یې عبارت دي:
 د بانکي کچې (سود) لوړول؛
 په آزاد بازار کې قیمتي پاڼې (Securities) پلورل؛
 د زیرمې په نسبت(Reserve Ratio) کې لوړوالی؛
 د کریډيټ د مقررات (Credit Regulations) سختول؛
 د استهلاکي او نورو پورونو تنظیمول او داسې نور په برکې نیسي څو په اقتصاد کې په کریډيټ (پور) باندې کنترول ترلاسه کړي.
پولي سیاست د لګښت د فشار انفلاسیون(Cost-Push Inflation) د کنترول په برخه کې کیدای شي چې اغیزمن واقع نه شي خو د تقاضا راښکونکي انفلاسیون (Demand Pull Inflation) د کنترول په برخه کې مرسته کولای شي.
• غیر پولي کول/رواج څخه د پيسو ایستل (Demonetization of Currency): د پیسو د پړسوب د کنترول لپاره له رواج څخه د شته کرنسۍ ویستل هم د پولي سیاست یو ګام ګڼل کیږي او دا ګام تر ډيره هغه وخت اخیستل کیږي، چې په اقتصاد کې په لویه پیمانه تورې پیسې (بډې، غلا، له مالیې تیښته او نور) شتون ولري.
د ساري په توګه: د هندوستان هیواد هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تورو پيسو له منځه وړلو په موخه له همدې ګام څخه ګټه پورته کړه او د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانک نوټونه یې له رواج څخه وویستل او د نوموړو بانک نوټونو لرونکو ته یې محدود وخت وټاکه څو خپل بانک نوټونه بانکونو ته وسپاري.
• د نوو بانک نوټونو چاپول (Issuing of New Currency): د زړو او یا هم اوسنیو پیسو پر ځای د نوو بانک نوټونو چاپ او نشر د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې تر ټولو افراطي ګام ګڼل کیږي. د دې سیستم لاندې د پخوانیو پيسو د لوی مقدار په وړاندې نوی بانک نوټونه چاپ او په چلښت کې اچول کیږي او د بانکي امانتونو ارزښت هم په همدې شان ټاکل کیږي. دا ګام تر ډيره هغه وخت اخیستل کیږي چې د پيسو په وړاندې جدي ستونزې شتون ولري او اقتصاد د پيسو له چټک/حاد پړسوب سره مخ وي او تر ډېره اغیزمن ګام هم ګڼل کیږي.
د ساري په توګه: په افغانستان کې د کورنیو جګړو په مهال د هیواد د وخت پولي واحد (زړې افغانۍ) له چټک/حاد انفلاسیون سره مخ ؤ، هیوادوال یې په ډېره بې رحمۍ سره وځپل او نږدې ټوله شتمني یې له لاسه ورکړې. خو ځیرکو وګړو بیا خپلې شتمني په بهرنیو اسعارو (تر ډېره ډالر او پاکستانۍ کلدارو) کې وساتله او ځانونه یې له زیان څخه خوندي کړل. خو په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان دولت هم نوي افغاني بانک نوټونه چاپ او بازار ته وړاندې کړل چې یوه افغانۍ د ۱۰۰۰ پخوانیو افغانیو په وړاندې تبادله شوه او د پیسو پړسوب هم تر کنترول لاندې راغی.
۲: مالي ګامونه (Fiscal Measures): اقتصاد پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي چې پولي سیاست په یوازې ځان نه شي کولای چې د پیسو پړسوب تر کنترول لاندې راولي. نو له همدې امله د پيسو د پړسوب د کنترول په موخه ځینې وخت د پولي ګامونو د بشپړوونکو په توګه له مالي ګامونو څخه هم ګټه پورته کیږي. مالي ګامونه په لویه کچه د دولتي لګښتونو، شخصي استهلاکي لګښتونو، خصوصي او عامه پانګونې لګښتونو د کنترول په برخه کې خورا اغیزمن تمامیږي چې په لاندې ډول ترینه یادونه کوو:
• په غیر اړینو لګښتونو کې کموالی(Reduction in Unnecessary Expenditures): د پیسو د پړسوب د کنترول لپاره اړینه ګڼل کیږي چې د دولت له لوري په غیر اړینو پروژو باندې د لګښت اندازه راکمه شي چې دا ګام د خصوصي سکتور لګښتونه او پایله کې د توکو او چوپړتیاؤ په وړاندې د مستهلکینو(Consumers) په لګښتونو کې هم کموالی راولي او د پيسو پړسوب تر کنترول لاندې راځي.
خو که له بلې خوا ولیدل شي، نو د عامه لګښتونو په برخه کې کنترول هم آسانه کار نه ګڼل کیږي ځکه چې پایلې یې په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې کموالی او د اقتصادي ودې اغیزمنول او کمول دي.
• په مالیاتو کې زیاتوالی (Increase in Taxes): د دې لپاره چې د مستهلکینو په شخصي لګښتونو کې کموالی راشي، نو په شخصي، کاروباري او د توکو په پلور د مالیې کچه (Sales Tax Rate) لوړه او ځینې وخت آن نوي مالیه وټاکل شي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې کچه باید دومره لوړه هم نه شي چې د سپما(Saving)او د پانګونې(Investment) د لګښتونو په کچه کې د کموالی لامل وګرزي. همدا راز د دې لپاره چې په اقتصاد کې د توکو او چوپړتیاؤ په عرضه کې زیاتوالی راشي، نو دولت باید په وارداتو د محصول اندازه راکمه او په صادراتو د محصول اندازه لوړه کړي. خو دا کار باید د لنډې مودې لپاره وي ځکه چې د دې کار دوام په کورني تولید باندې ناوړه اغیزه کوي. دلته دا هم اړینه ګڼل کیږي چې د دولت له لوري د هغه وګړو په وړاندې چې د خپلو عوایدو څخه د مالیې له ورکړې تيښته کوي، درنه جریمه ولګول شي نو په دې ډول د پيسو پړسوب تر کنترول لاندې راتلای شي.
• په سپما کې زیاتوالی (Increase in Saving): په اقتصاد کې د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې بل ګام د وګړو له لوري په سپما کې زیاتوالی ګڼل کیږي چې دا چاره په اقتصاد کې په توکو او چوپړتیاؤ باندې د مستهلکینو(Consumers) په لګښتونو کې د کموالي لامل ګرزي او په دې ډول د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې کموالی رامنځته او د پیسو د پړسوب کچه هم راکمیږي. خو لکه چې لیدل کیږي په نړیواله کچه د ژوند کولو په لګښتونو(Costs of Living) کې لوړوالي له امله وګړي نه شي کولای چې په خپله خوښه ډیره سپما وکړي. له بلې خوا ډیره سپما په تولیداتو باندې د لګښتونو په کچه کې د کموالي لامل ګرزي چې د اقتصادي ودې د ورو کیدو لامل ګرزي.
د کینز په آند، د سپما په اندازه کې د زیاتوالي په موخه باید د جبري سپما لپاره ګام پورته شي چې دا چاره د کینز له لوري د موجلې تادیې (Differed Payment) په نوم هم یادیږی چې له مخې یې وګړو ته د هغوی له لوري تادیه شوې پیسې له یوه ټاکلي وخت وروسته بیرته ورکول کیږي او دا موخه د لاندې ګامونو او ګړنو په مرسته ترسره کیدای شي:
 د لاټریو له لارې سپما کوونکو ته د جایزې ورکول؛
 د سپما په وړاندې د سود د کچې لوړل؛
 ښوونکو او زده کوونکو ته د ځانګړو حسابونو پرانیستلو او له داسې نورو لارو ترلاسه کیدای شي.
نو له دې لارې هغه ټول ګامونه چې د سپما د لوړوالي لامل ګرزي، د پيسو د پړسوب تر کنترول لاندې راوستلی شي.
• مازاده بودجه/په بودجه کې مازاد (Surplus Budget): د پیسو د پړسوب د کنترول په وړاندې بل اړین ګام د دولت له لوري د پيسو د پړسوب په وړاندې بودجې سیاست (Anti-Inflationary budgetary Policy) خپلول دي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دولت د بودجې د کسر له تمویل څخه لاس په سر کیږي (دولت د بودجې کسر نه تمویلوي) او د انډولې او یا هم د مازاده بودجې رامنځته کول یوه ښه لاره ګڼل کیږي.
یا هم په ساده بڼه، دولت د مالیې له لارې ډېر عواید راټولوي خو راټول شوي ټول عواید نه لګوي.
• عامه پورونه (Public Debts): په عین وخت کې د دولت له لوري د خپلو پورونو بیرته ورکول د پیسو پړسوب تر کنترول پورې ځنډول هم یو ښه ګام ګڼل کیږي څو په اقتصاد کې انفلاسیوني فشار تر کنترول لاندې راوستل شي. د دې په ځای باید دولت له وګړو څخه د پورونو په ترلاسه کولو کې زیاتوالی راولي څو په اقتصاد کې د پيسو د عرضې په مقدار کې کموالی رامنځته شي.
د پولي ګامونو په شان، مالي ګامونه هم په یوازې ځان نه شي کولای چې د پيسو پړسوب تر کنترول لاندې راولي. نو په دې ډول، پولي ګامونه، مالي ګامونه او نور ګامونه ټول باید د یو بل بشپړوونکو په توګه تر لاس لاندې ونیول شي څو د پيسو پړسوب تر کنترول لاندې راشي.
۳: نور ګامونه (Other Measures): د پیسو د پړسوب د کنترول په وړاندې نور ګامونه چې ځینې وخت د غیر پولي ګامونو (Non-Monetary Measures) او غیر مالي ګامونو (Non-Fiscal Measures) په نوم هم یادیږي، له هغو ګامونو څخه عبارت دي چې موخه یې په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې کموالی او ټوله عرضه(Aggregate Supply) کې زیاتوالی راوستل دي چې په ټوله کې په لاندې ډول ترینه یادونه کوو:
• په تولید کې زیاتوالی راوستل (Increase in Production): د تولید په مقدار کې د زیاتوالي په موخه د لاندې ګامونو پورته کول اړین ګڼل کیږي:
 د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې په لومړي ګام کې د بنسټيزو استهلاکي او مصرفي توکو (خوراکي توکي، تیل، کالي او داسې نورو) په تولید او عرضه کې زیاتوالی راوستل دي؛
 د اړتیا په وخت کې د دې ډول توکو د تولید لپاره اومه مواد باید له بهر څخه د امتیازي محصول په ډول (لکه د محصول کموالی او یا هم له محصول پرته) وارد شي څو د یادو شویو توکو په تولید او عرضه کې زیاتوالی رامنځته شي؛
 د تولیدوونکو په تولیدي وړتیا کې د زیاتوالي په موخه هم باید ګامونه پورته شي او په دې برخه کې د کارګرانو او کارفرمایانو ټولنې هم ښه رول لوبولی شي. داسې چې کارفرمایان په ښه ډول د کارګرانو حقوقو ته غاړه کیږدي او د کارګرانو ټولنه هم د بیځایه لاریونونو او اعتصابونو څخه ډډه وکړي او همدا راز کارګرانو ته د هغوي د تولیدي وړتیا د لوړوالي په موخه د اړینې روزنې، ډالۍ او نور امتیازات هم اړین ګڼل کیږي؛ او
 د تولید د زیاتوالي په موخه نور هغه ګامونه هم پورته شي چې د استهلاکي توکو د تولید د زیاتوالي لامل ګرزي.
د ساري په توګه د نوې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول، مالي مرستې، د دولت له لوري وړیا مرستې او سبسایډي، په خامو مواد د مالیې راکمول، د استهلاکي مالیې راکمول او نور کولای شي چې د تولید په مقدار او عرضه کې زیاتوالی راولي.
• د منطقي مزد سیاست (Rational Wage Policy): د تولیدوونکو له لوري د منطقي مزد سیاست غوره کول د تولید په مقدار او عرضه کې د زیاتوالی لامل ګرزي. د منطقي مزد سیاست څخه موخه دا ده چې د مزد زیاتوالی باید په تولیدي وړتیا پورې وتړل شي او کله چې د کارګرانو له لوري په خپل تولیدي وړتیا کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو د مزد په اندازه کې یې هم زیاتوالی رامنځته کیږي.
د دې ډول سیاست غوره کول دوه ګټې لري چې عبارت دي له:
 د مزد په اندازه کې کنترول ترلاسه کول؛ او
 د تولیدي وړتیا او د توکو او چوپړتیاؤ په عرضه کې زیاتوالی راوستل.
• د قیمتونو کنترول (Prices Control): د قیمتونو له کنترول څخه موخه د دولت له لوري د اړینو او بنسټیزو توکو د قیمت په وړاندې لوړ مجوز قیمت/ لوړ حد(Price ceiling/Upper Limit) ټاکل دي چې لوړ مجوز قیمت/لوړ حد د یو توکي د پلورلو په وړاندې تر ټولو لوړ قانوني ټاکل شوي قیمت څخه عبارت دی چې له مخې یې پلورونکي نه شي کولای چې نوموړي توکي له ټاکلي قیمت څخه په لوړ قیمت وپلوري.
د ساري په توګه: دولت د ژمي په موسم کې په کابل کې د یو کیلو ګاز د پلور تر ټولو لوړ قیمت ۵۰ افغانۍ ټاکي، نو د ګازو پلورونکي نه شي کولای، چې یو کیلو ګاز له ۵۰ افغانیو څخه په لوړ قیمت وپلوري او له دې ډول قیمت څخه د سر غړونې په وخت کې درنې ناغې (جریمې) هم ټاکل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د قیمتونو کنترول هم آسانه کار نه ګڼل کیږي او ډېری وخت د فساد په لوړوالي کې هم رغنده رول لوبوي. داسې چې هر وخت او هر ځای دا ډول قانون نه پلی کیږي او تر ډيره ځینې وخت د ګمارل شوو دولتي مامورینو له لوري د قانون له مخې په لوړ قیمت د توکي پلورونکي نه ناغه کیږي بلکې د بډو په ورکولو سره کولای شي چې دا چاره بیا بیا ترسره کړي.
۴: ونډې ټاکلو (Rationing): له ونډې ټاکلو څخه موخه په اقتصاد کې تر هغه وخته پورې د لومړنیو استهلاکي او اړینو توکو ویشل دي څو چې په اقتصاد کې یې مقدار ډیر شي چې دا کار تر ډيره د دولت له لوري د بنسټيزو او اړینو استهلاکي توکو لکه وړه، وریژې، بوره، غوړي، تیل او نورو توکو ویش په برکې نیسي او دا کار د دې لامل ګرزي چې د دې ډول توکو په قیمتونو کې ثبات رامنځته شي.
خو د دې چارې ترسره کول د لاندې دلایلو په پام کې نیولو سره آسانه کار نه ګڼل کیږي.
 دا چې د دې ډول توکو ترلاسه کول لپاره لوی قطارونه جوریږي، نو معمولاً د مستهلکینو(Consumers) د ناراحتۍ لامل ګرزي؛
 د توکو ترلاسه کول ډير انتظار او د ډیر وخت د ضایع کیدو لامل ګرزي؛
 ځینې وخت مصنوعي احتکار رامنځته کیږي (سوداګر او کاروباریان دا ډول توکي په راتلونکي کې د هغوی د لوړ قیمت څخه د ډېرې ګټې ترلاسه کولو په موخه ساتي)؛ او
 فساد او آن د تور بازار رامنځته کیدو ته لاره هواروي.
پایله (Conclusion)
د پيسو د پړسوب د کنترول په وړاندې د پورته یادو شوو ګامونو څخه دا پایله اخیستل کیږي، چې یوازې پولي ګامونه، مالي ګامونه او یا هم غیر پولي او غیر مالي ګامونه په یوازې توګه نه شي کولای چې د پيسو پړسوب کنترول کړي. نو د پیسو د پړسوب د کنترول په موخه اړینه ګنل کیږي څو دولت د اړتیا په وخت کې باید له یادو شوو ټولو ګامونو څخه په یوه وخت کې ګټه پورته کړي.
د پیسو د پړسوب اغیزې (Effects of Inflation)
د پیسو پړسوب د پیسو په ارزښت کې د کموالي لامل ګرزي. نو په اقتصاد کې بیلا بیل وګړي په بیلا بیل ډول تر خپل اغیز لاندې راولي. داسې چې، کله چې قیمتونه لوړیږي، نو د پیسو په ارزښت کې کموالی رامنځته کیږي چې په پایله کې یې د ټولنې ځینې وګړي ګټه کوي او ځینې نور له زیان سره مخ کیږي. که په پراخه ډول یادونه وکړو نو په هره ټولنه کې د وګړو دوه اقتصادي طبقې ژوند کوي چې عبارت دي له:
۱: د ثابت عاید لرونکي ډله (Fixed Income Group): په دې ډله کې هغه وګړي راځي چې د مزد او معاش اندازه یې ثابته وي. لکه دولتي مامورین، د شرکتونو کارکوونکی او نور. نو د پيسو د پړسوب په حالت کې دا وګړي له زیان سره مخ کیږي. ځکه چې د عاید اندازه یې ثابته وي، نو د پيسو د پړسوب په حالت کې د شته عاید په وسیله د پخوا په څیر توکي نه شي رانیولی. نو په پایله کې د ټولنې دا ډله له زیان سره مخ کیږي.
۲: د متغیر عاید لرونکې ډله (Flixible Income Group): د پيسو د پړسوب په حالت کې د ټولنې دا طبقه تر ډيره ګټه کوي. ځکه چې د عاید کچه یې لوړیږي او د پخوا په پرتله ډېر توکي او چوپړتیاوې رانیولای شي.
د یادولو وړ ده چې د پيسو د پړسوب حالت کې د ځینو توکو او چوپړتیاؤ قیمتونه په چټکۍ سره خو د ځینو توکواو چوپړتیاؤ قیمتونه بیا ورو ورو د لوړیدو په حال کې وي او د ځینو نورو توکو او چوپړتیاؤ قیمتونه کیدای شي چې هیڅ تغیر هم ونه کړي او یا هم دا چې کیدای شي د ځینو توکو او چوپړتیاؤ قیمتونه ټیټ هم شي.
مونږ دلته په ټوله کې په ټولنه کې د عاید، دولت او تولید په ویش باندې د پیسو د پړسوب اغیزو څخه یادونه کوو:
۱: د عوایدو او دولت په ویش باندې د پیسو د پړسوب اغیزې: د پيسو پړسوب په ټولنه کې د عاید او دولت د غیرې عادلانه ویش د لا زیاتوالي سره مرسته کوي او په دې برخه کې د ټولنې بیوزله او د منځني عاید لرونکې ډله ډیره څپل کیږي. ځکه چې له یوې خوا ددوی په عوایدو کې زیاتوالی نه راځي او یا هم دا چې ډېر کم زیاتوالی راځي او له بلې خوا د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو په کچه کې په دوامداره ډېر زیاتوالی رامنځته کیږي. نو له همدې امله دا ډلې تر ډېره ځپل کیږي. خو له بلې خوا هغه ډله وګړي چې عواید یې ثابت حالت نه لري، لکه سوداګران، صنعت کاران، هټیوال او نور، د پيسو د پړسوب په حالت کې تر ډیره ګټه ترلاسه کوي. نو په دې ډول د ټولنې د بیوزلو او شتمنو ترمنځ د شتمنۍ درلودلو او ترلاسه کولو په برخه کې شته واټن لا نور هم زیاتیږې. دا په دې مانا چې، د ټولنې بیوزله طبقه لا بیوزله او شتمن لا نور شتمن کیږي.
نو په ټوله کې په ټولنه کې د وګړو په بیلا بیلو ډلو او طبقو باندې د پیسو د پړسوب اغیزې په لاندې ډول تر څیړنې لاندې نیسو:
 پور ورکوونکي او پوروړي (Debtors and Creditors): کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو په کچه لوړیږي، نو پوروړي ګټه کوي او پور ورکوونکي له زیان سره مخ کیږي. دا په دې مانا چې، کله چې د قیمتونو کچه لوړیږي، نو د پيسو په ارزښت کې کموالي راځي او پوروړي د خپل پور خپله اندازه بیرته پور ورکوونکي ته ورکوي. خو هغه مبلغ چې پور ورکوونکی یې ترلاسه کوي، له پخوا څخه کم ارزښت لري او یا هم هغه مبلغ چې پوروړي یې د پور د بیرته ورکړې په بڼه پور ورکوونکي ته تادیه کوي، له پخوا څخه کم ارزښت لري. نو له همدې امله پور ورکوونکی له زیان سره مخ کیږي او پوروړي ګټه کوي.
 معاش لرونکي وګړي (Salaried Persons): د پيسو د پړسوب په حالت کې هغه وګړي چې د معاش اندازه یې ثابته وي لکه د دولت کارکوونکي، د شرکتونو کارکوونکي، ښوونکي او نور له زیان سره مخ کیږي. دا ځکه چې په اقتصاد کې د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو په کچه کې لوړوالی راځي او د ټولنې دا طبقه لا هم ثابت عواید ترلاسه کوي او نه شي کولای چې د اوسنیو عوایدو د پخوا په څیر توکي او چوپړتیاؤ راونیسي، نو له همدې امله له زیان سره مخ کیږي.
• د مزد ترلاسه کوونکي (Wage Earners): د پيسو د پړسوب په حالت کې د مزد ترلاسه کوونکو د ګټې او یا هم زیان حالت د قیمتونو د لوړوالي او د مزد د زیاتوالي په اندازه پورې تړلې دی. دا په دې مانا چې، که په اقتصاد کې د کارګرانو ټولنې ځواکنې وي، نو په دې حالت کې د ژوند د لګښت شاخص (Cost of Living Index) په پام کې نیولو سره د مزد په کچه کې هم زیاتوالی راوستلی شي. نو په دې ډول کولای شي چې د پیسو د پړسوب له ناوړه اغیزو څخه ځانونه تر ډېره خوندي وساتي. خو په دې اړوند یوه ستونزه شتون لري او هغه دا چې؛ د قیمتونو د کچې او د مزد د زیاتوالي ترمنځ و وخت واټن په پام کې نیولو سره د مزد ترلاسه کوونکې ډله له زیان سره مخ کیږي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې د قیمتونو کچه د لوړیدو په حال کې وي او د مزد زیاتوالی تر یوه ټاکلي حد او ټاکلې مودې پورې شونی وي او یا هم دا چې ترسره کیږي؛
• د ثابت عاید وګړي (Fixed Income People): په دې ډله کې د تقاعد ترلاسه کوونکي، د سود ترلاسه کوونکي او یا هم د کرایو ترلاسه کوونکي او نور هغه وګړي راځي چې په مالوم وخت کې د عاید ثابته اندازه ترلاسه کوي. نو د پیسو د پړسوب په کچه کې د زیاتوالي له امله له زیان سره مخ کیږي. دا ځکه چې هغه مبلغ چې دا ډله یې د عاید په ډول ترلاسه کوی، له پخوا څخه کم ارزښت لري او نه شي کولای چې د پخوا په څیر توکي او چوپړتیاوې وپیري.
• ونډو لرونکي یا پانګه اچوونکي (Equity Holders or Investors): هغه وګړي چې په شرکتونو کې د ونډې او یا هم برخې درلودونکي وي، نو د پیسو د پړسوب په حالت کې ګټه ترلاسه کوي. دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو کچه د لوړوالي په حالت کې وي نو کاروبارونه هم د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې د لوړوالي له امله ډېره ګته ترلاسه کوي. نو له همدې امله د توکو د قیمتونو د لوړوالي په پرتله د ونډو په قیمتونو کې ډېر لوړوالی راځي. خو له بلې خوا هغه وګړي چې د ثابت عاید لرونکي قیمتي پاڼې(Securities) لکه بانډ(Bond) ، د خزانې بِل (Treasury Bill) کې یې پانګونه کړي وي، نو دا چې له دې پاڼو څخه ثابت عاید ترلاسه کوي، نو له زیان سره مخ کیږي. دا ځکه چې هغه مبلغ چې د سود او یا هم عاید په ډول یې ترلاسه کوي، د پير ځواک(Purchasing Power) یې د پخوا په پرتله کم وي او نه شي کولای چې د پخوا په شان توکي او چوپړتیاوې وپيري؛
• کاروبارونه (Businesses): په اقتصاد کې د پیسو د پړسوب او د قیمتونو د لوړوالي په حالت کې کاروبارونه (تولیدوونکي، سوداګران او یا هم د نه لیږدیدونکو ملکیتونو (Immovable Properties) کاروبارونه) ګټه کوي.
د ساري په توګه له څو بیلګو څخه په لاندې ډول یادونه کوو:
 تولیدوونکي(Producers) : کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو په کچه کې لوړوالی رامنځته کیږي او تولیدوونکي په زیرمه کې تولید ولري، نو ددغه تولید په قیمت کې هم زیاتوالی رامنځته کیږي او په دې توګه تولیدوونکي د قیمتونو د لوړوالي په پایله کې ډېره ګټه ترلاسه کوي. خو دا چې د قیمتونو د لوړوالي په پرتله د تولید د لګښت په اندازه کې لوړوالی نه راځي، نو هم ګټه ترلاسه کوي. همدارنګه د توکو او چوپړتیاؤ سوداګر هم د قیمتونو د لوړوالي په پایله کې د پخوا په پرتله ډېر عاید ترلاسه کوي او د ملکیتونو قیمتونه د پیسو د پړسوب په پرتله ډېر لوړیږي، نو له همدې امله ډيره ګټه هم ترلاسه کوي.
 کروندګر (Agriculturists): په دې اړوند له درې ډوله کروندګرو څخه یادونه کولای شو چې عبارت دي له:
o د زمکو لرونکي (Landlords): دا هغه وګړي دي چې زمکې لري خو نورو کروندګرو ته یې په اجاره ورکړي وي. نو دا چې د خپلو زمکو په وړاندې ثابت مبلغ ترلاسه کوي، نو د پیسو د پړسوب او د قیمتونو د لوړوالي په حالت کې له زیان سره مخ کیږي؛
o د کروندې څښتنان (Peasant Proprietors): دا ډله هغه وګړي دي چې هم زمکې لري او هم يې په خپله کري، نو د پيسو د پړسوب په حالت کې ګټه ترلاسه کوي. دا ځکه چې د کروندې د لګښت په پرتله د تولید شویو توکو په قیمت کې ډیر لوړوالی رامنځته کیږي؛
o کارکوونکي چې کرنیزه زمکه نه لري (Landless Agriculture Workers): دا ډله هغه وګړي دي چې په کرنه کې د زمکو له څښتنانو سره د کارګر په توګه کار کوي. نو دا چې ددوی ترمنځ تر ډېره د کارګرانو ټولنې (Labor Unions) شتون نه لري، نو له یوې خوا د دې ډله وګړو د مزد په کچه کې د قیمتونو د لوړوالي په پرتله زیاتوالی نه راځي، او له بلې خوا د استهلاکي توکو(Consumption Goods) قیمتونه هم په چټکۍ سره د لوړیدو په حالت کې وي، نو د پیسو د پړسوب او د قیمتونو د لوړوالي له امله ډېر سخت ځپل کیږي.
پایله (Conclusion)
د پیسو پړسوب په اقتصاد کې د ثابت مزد او معاش لرونکو څخه متشبثینو او له کریډیټور څخه پوروړو ته د عاید د بیا ویش لامل ګرزي نو تر هغه چې د دولت د بیا ویش څخه خبرې کیږي، نو په ټولنه کې ډېره بیوزله او ډیره شتمنه ډلې له زیان سره مخ کیږي او د منځني عاید لرونکې ډله تر ډيره ګټه کوي. دا ځکه چې د ټولنې بیوزله ډله او طبقه د پیسو په بڼه ډیره لږه شتمني لري او لږ پوروړي وي او شتمنه ډله/طبقه د پام وړ شتمني په قیمتي پاڼو لکه بانډ او یا هم خزانې بِل کې پانګونه کړې وي او په نسبي ډول لږ پوروړي وي. خو له بلې خوا، په ټولنه کې منځنۍ ډله دا چې د خپلې شتمنۍ ډیره برخه یې په عادي ونډو (Common Stock) او یا هم نه لیږدیدونکو ملکیتونو او شتمنیو کې پانګونه کړي وي، نو له همدې امله تر ډيره ګټه ترلاسه کوي.
پر تولید اغیزې (Effects on Production)
د قیمتونو د لوړوالي امله تولیدوونکي هم هڅول کیږي څو په تولید کې زیاتوالی راولي او په دې ډول د قیمتونو د لوړوالي په پایله کې ډیره ګټه ترلاسه کړي چې له امله یې تولیدوونکي په راتلونکي کې غیر منتظره ګټه ترلاسه کوي او په دې ډول تولیدوونکي په راتلونکي کې د ډېرې ګټې ترلاسه کولو په موخه په خپله پانګونه کې هم زیاتوالی راولي، نور ګران په کار ګماري، په تولید کې د زیاتوالي په موخه نوې پانګونه کوي. خو دا چاره یوازې د بشپړ روزګارتیا (Full Employment) تر کچې شونی دی او له دې کچې نه وروسته په پانګونه کې زیاتولی راوستل تولیدوونکي له چټک انفلاسیوني فشار سره مخ کوي. دا ځکه چې د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې د لوړوالي په پرتله د تولید د عواملو په قیمت کې ډير لوړوالی رامنځته کیږي او د تولید عوامل د بشپړ روزګارتیا په حال کې قرار لري. نو په دې توګه ویلای شو چې د بشپړ روزګارتیا څخه وروسته د پيسو پړسوب د تولید پروسه په معکوس ډول تر اغیز لاندې راولي، نو په تولید باندې د پیسو د پړسوب معکوسې اغیزې په لاندې ډول تر څیړنې لاندې نیسو:
۱: د منابعو ناقص تخصیص (Misallocation of Resources): په اقتصاد کې د پیسو د پړسوب په حالت کې د سرچینو ناسم ځانګړي کول رامنځته کیږي. دا ځکه چې تولیدوونکي تر ډيره د ډېرې ګټې ترلاسه کولو په موخه خپلې تولیدي سرچینې د بنسټیزو توکو له تولید څخه د غیر بنسټیزو توکو تولید ته لیږدوي؛
۲: په تولید کې کموالی (Reduction in Production): د پيسو پړسوب په اقتصاد کې د تولید پروسه تر ډیره په معکوس ډول تر خپل اغیز لاندې راولي. دا ځکه چې، که له یوې خوا په اقتصاد کې د قیمتونو د لوړوالي وړاندوینه کیږي، خو له بلې خوا د تولید په لګښت کې د لوړیدو له امله په اقتصاد کې نامالوم حالت رامنځته کیدو وړاندوینه هم کیږي او په پایله کې د تولید په اندازه کې هم کموالی رامنځته کیږي.
۳: په کیفیت کې ټیټوالی (Fall In Quality): کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو کچه په دوامداره ډول د لوړیدو په حال کې وي، نو د پلورونکو بازار (Seller’s Market) رامنځته کیدو ته لاره هواروي، چې دا د دې لامل ګرزي چې تولیدوونکي د خپلو تولیداتو څخه د لوړې ګټې ترلاسه کولو په موخه د ټيټ کیفیت لرونکي توکي عرضه کړي او همدارنګه ځینې وخت د تولید جعل هم رامنځته کیږي.
۴: احتکار او تور بازار رامنځته کیدل (Hoarding and Black Marketing): کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو په کچه کې لوړوالی رامنځته کیږي، نو تولیدوونکي په راتلونکي کې د لا ډېرې ګټې د ترلاسه کولو په موخه د شته تولیداتو په احتکار لاس پورې کوي، په بازار کې د تولیداتو د مصنوعي کموالي ستونزه رامنځته کیږي او په دې ډول تولیدوونکي خپل تولیدات په تور بازار کې پلوري چې دا هم د انفلاسیوني فشار د لا زیاتیدو لامل ګرزي.
۵: په سپما کې کموالی (Reduction in Saving): په اقتصاد کې په چټکۍ سره د قیمتونو په کچه کې لوړوالي سپما ته میلان (Propensity to Save) کې کموالی لامل ګرزي. ځکه چې د توکو او چوپړتیاؤ په پيرلو باندې د پخوا په پرتله ډېرې پیسې لګول کیږي، نو په سپما کې هم کموالی رامنځته کیږي او په اقتصاد کې د سپما په کچه کې کموالی په خپل وار د پانګونې او پانګې ټولیدنې (Capital accumulation) په برخه کې د کموالي لامل ګرزي چې په پایله کې د تولید د لا کموالي او یا هم ځنډیدو لامل ګرزي.
۶: د بهرنۍ پانګې ځنډول (Hinders Foreign Capital): د قیمتونو په کچه کې لوړوالی د اومو موادو او د تولید نورو عواملو په قیمت کې هم لوړوالی راولي، د بهرنیو پانګوالو په ګټه منفي اغیز کوي او کیدای شي چې د بهرنۍ پانګې د راتګ پر وړاندې خنډ وګرزي.
۷: د احتکار هڅونه (Encourage Speculation): په اقتصاد کې د قیمتونو په کچه کې په چټکۍ سره لوړوالي د نامالوم حالت رامنځته کیدو لامل ګرزي، تولیدوونکي په راتلونکي کې د لا ډېرې ګټې د ترلاسه کولو په موخه د شته تولیداتو په احتکار لاس پورې کوي او په دې ډول په اقتصاد کې د تولیداتو په کچه کې لا کموالی لامل ګرزي چې په پایله کې یې قیمتونو په کچه کې لا نور لوړوالی رامنځته کیږي.
نورې اغیزې (Other Effects)
د پيسو پړسوب په اقتصاد کې د پورته یادو شویو اغیزو ترڅنګ ځینې نورې اغیزې هم رامنځته کوی چې په لنډ ډول ترینه یادونه کوو:
۱: په دولت اغیزې: د پيسو پړسوب دولت تر بیلا بیلو اغیزو لاندې راولي. داسې چې د پيسو پړسوب له دولت سره مرسته کوي چې خپلې کړنې د انفلاسیوني تمویل له مخې تمویل کړي. دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو په کچه کې لوړوالی رامنځته کیږي نو په اقتصاد کې د پیسو مقدار او د وګړو عواید لوړیږي او دا چې د وګړو له عوایدو څخه دولت مالیه ترلاسه کوي، نو په دې ډول د دولت په عوایدو کې هم زیاتوالی راځي. نو په دې ډول ویلای شو چې د پيسو د پړسوب په حالت کې د دولت عواید هم لوړیږي او له بلې د دولت په لګښتونو کې هم زیاتوالی رامنځته کیږي. ځکه چې د اومو موادو او د تولید د لګښت د زیاتوالي له امله د عامه پروژو تمویل هم ډیرو لګښتونو ته اړتیا لري او همدا راز د دولتي کارکوونکو په مزد او معاش کې هم زیاتوالی رامنځته کیږي چې په پایله کې د دولت لګښتونه هم زیاتیږي.
۲: د سوداګرۍ بیلانس (Balance of Trade): د پیسو پړسوب د هیواد د سوداګرۍ بیلانس په معکوس ډول تر خپل اغیز لاندې راولي. داسې چې، کله چې په بهرنیو هیوادونو کې د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي په پرتله د هیواد په دننه کې د قیمتونو په کچه کې لوړوالی ډېر وي، نو کورنۍ تولیدات د بهرنیو تولیداتو په پرتله ګران تمامیږي او دا چاره د دې لامل ګرزي چې د وارداتو اندازه لوړه او د صادراتو په اندازه کې کموالی راشي. نو له همدې امله د هیواد د سوداګرۍ غیر مساعد بیلانس (Unfavorable Balance of Trade) رامنځته کیږي.
۳: د تبادلې کچه (Exchange Rate): کله چې په بهرنیو هیوادونو کې د قیمتونو په پرتله د هیواد په دننه کې د قیمتونو په کچه کې چټک لوړوالی رامنځته کیږي، نو کورني تولیدات د بهرنیو تولیداتو په پرتله ګران تمامیږي نو په پایله کې یې د وارداتو اندازه هم لوړیږي چې په دې ډول بهرنیو پيسو ته تقاضا هم لوړیږي او بهرنیو پیسو ته د تقاضا لوړوالي له امله د بهرنیو پيسو په وړاندې د کورنیو پیسو د تبادلې کچه هم لوړیږي.
۴: پولي سیستم له منځه ځي (Collapse of The Monetary System): کله چې په اقتصاد کې چټک/شدید انفلاسیون (Hyper Inflation) رامنځته کیږي، نو په دې حالت ځینې وخت آن هره ورځ د قیمتونو په کچه کې څو ځله لوړوالی رامنځته کیږي او دا چاره په پایله کې د پولي سیستم د له منځه تلو لامل ګرزي. چې ښه بیلګه یې د جرمني هیواد دی چې له دویم نړیوال جنګ څخه وروسته د لوړ او چټک انفلاسیون په پایله کې د جرمني پولي سیستم له منځه ولاړ.
۵: ټولنیزې اغیزې (Social Effects): د پیسو پړسوب ناوړه ټولنیزې اغیزې هم رامنځته کوي. دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د قیمتونو کچه په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې وي، نو د ټولنې د ثابت عاید او مزد لرونکې او بیوزله برخه تر ډېره له زیان سره مخ کیږي، تولیدوونکې د قیمتونو د لوړوالي له امله ډېره ګټه ترلاسه کوي او په دې ډول د شتمنو او بیوزلو ترمنځ د عاید او دولت په برخه کې شته واټن لا نور هم زیاتیږي، د کارګرانو د ټولنو له لوري د کارګرانو په مزد او معاش کې د زیاتوالي په موخه لاریونونه رابلل کیږي، په راتلونکي کې د قیمتونو د لوړوالي څخه د لا ډېرې ګټې د ترلاسه کولو په موخه احتکار رامنځته کیږي، تور بازار رامنځته کیدو ته لاره هواریږي، د توکو جعل او تذویر رامنځته کیږي، د ثابت مزد او معاش درلودونکي او نور وګړي په فساد کې ښکیل کیږي، غلاوې، چور او چپاول زیاتیږي او ... چې دا ټولې کړنې په اقتصاد کې د نه اغیزمنتوب لامل ګرزي او په ټوله کې ټولنه هم د بربادۍ په لور بیایي.
۶: سیاسي اغیزې (Political Effects): په اقتصاد کې په چټکۍ سره د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو په کچه کې لوړوالی د دې لامل ګرزي چې د دولت په وړاندې په مزد او معاش کې د لوړوالي او د قیمتونو په کچه کې د کموالي راوستو په موخه لاریونونه رامنځته شي. په ځانګړي ډول د دولت د سیاسي مخالفینو له لوري دا ډول لاریونونو ترسره کولو ته زمینه برابریږي او که دا ډول لاریونونه د ډېر وخت لپاره دوام پیدا کړي، نو کیدای شي چې د سیاسي بې ثباتۍ او یا هم د دولت د له منځه تلو لامل وګرزي.
انفلاسیوني تشه/خلا(Inflationary Gap)
انفلاسیوني تشه چې ځینې وخت د انبساطي تشې (Expansionary Gap) په نوم هم یادیږي، کینز په دوه ډوله څیړې چې په لاندې ډول ترینه یادونه کوو:
۱: کینز په خپل کتاب (عمومي تیوري ،(The General Theory کې انفلاسیوني تشه د ناقصې روزګارتیا د تعادل (Under employment Equilibrium) په پام کې نیولو سره څیړلې ده.
۲: د جنګ لپاره څنګه تادیه وکړو؟(How To Pay For War?) چې په ۱۹۴۰ میلادي کال کې نشر شو، د نیمګړې روزګارتیا له مخې څیړلې ده.
نوموړی انفلاسیوني تشه داسې راپیژني: په اقتصاد کې د انفلاسیوني حالت یا هم د اساسي قیمتونو څخه مخکې د شته تولیداتو په وړاندې د پلان شوو لګښتونو زیاتوالي ته انفلاسیوني تشه ویل کیږي.
د پروفیسور Lipsey په وینا، انفلاسیوني تشه له هغه مبلغ څخه عبارت دی چې له مخې یې د بشپړ روزګارتیا(Full Employment) په حالت کې د ترلاسه شوي عاید له مخې ټولیز لګښتونه (Total Expenditures) د ټولیز تولید (Total Output) څخه زیات وي.
کلاسیک اقتصاد پوهان د پیسو پړسوب اصلي لامل په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا په حالت کې د پیسو په مقدار کې زیاتوالی په ګوته کوي، خو کینز بیا د بشپړ روزګارتیا په حالت کې د عوایدو په پرتله د لګښتونو ډیروالي د پیسو د پړسوب اصلي لامل ګڼی او زیاتوي چې، هر څومره چې د ټولیزو لګښتونو(Aggregate Expenditures) په اندازه کې زیاتوالی رامنځته کیږي، په همغه اندازه به دا تشه هم زیاته او د پیسو پړسوب به چټک وي. د سپما لپاره ثابت منځنۍ میلان (Constant Average Propensity to save) په حالت کې د بشپړ روزګارتیا په حالت کې د ترلاسه شوي پولي عاید په کچه کې لوړوالی د عرضې په وړاندې د تقاضا په مقدار کې زیاتوالي ته لاره هواروي او په پایله کې انفلاسیوني تشه رامنځته کیږي. نو په دې ډول کینز د انفلاسیوني تشې نظریې څخه ګټه پورته کړه څو د قیمتونو د انفلاسیوني لوړوالي د علت اصلي عوامل په ګوته کړي.
انفلاسیوني تشه د لاندې مثال په مرسته په ښه ډول روښانه کولای شو:
داسې انګیرو چې په اقتصاد کې له انفلاسیوني قیمتونو څخه مخکې د ناخالص کورني تولید (GDP) اندازه ۲۰۰ میلیون افغانۍ دی چې ۸۰ میلیون افغانۍ يې د دولت له لوري لګول کیږي او ۱۲۰ میلیون افغانۍ په اندازه تولید د تصرف وړ عوایدو له لارې د عامو وګړو د لګښت لپاره پاتې کیږي. خو د بشپړ روزګارتیا په حالت کې په اوسنيو قیمتونو سره د ناخالص داخلي تولید اندازه له ۲۵۰ میلیون افغانیو څخه عبارت دی (اوس د قیمتونو په کچه کې لوړوالی رامنځته شوی دی). اوس داسې انګیرو چې د دولت مالیه ۶۰ میلیون افغانۍ دی او پاتې ۱۹۰ میلیون افغانۍ د تصرف وړ عوایدو جوړوي. نو په دې ډول ۱۹۰ میلیون افغانۍ هغه مبلغ دی چې په اوسني داخلي ناخالص تولید مقدار باندې چې له ۱۲۰ میلیون افغانیو څخه عبارت دی، لګول کیږي او په دې ډول د ۷۰ میلیون افغانیو په اندازه انفلاسیوني تشه رامنځته کیږي.
د انفلاسیوني تشې دا موډل په لاندې ډول روښانه کیږي
۱: په اوسنیو قیمتونو سره ناخالص کورنۍ تولید ۲۵۰ میلیون افغانۍ
۲: مالیه ۶۰ میلیون افغانۍ
۳: د تصرف وړ عواید (Disposable Income) ۱۹۰ میلیون افغانۍ
۴: له انفلاسیون څخه مخکې قیمتونو سره د ناخالص کورنۍ تولید مقدار ۲۰۰ میلیون افغانۍ
۵: د دولت لګښتونه ۸۰ میلیون افغانۍ
۶: له انفلاسیون څخه مخکې قیمتونو سره د استهلاک لپاره شته تولید ۱۲۰ میلیون افغانۍ
۷: انفلاسیوني تشه (۳- ۶) ۷۰ میلیون افغانۍ
په حقیقت کې، د تصرف وړ ټول عواید (۱۹۰ میلیون افغانۍ) نه مصرفیږي بلکې د دې عوایدو یوه برخه سپما کیږي. اوس که داسې وانګیرو چې د دې عوایدو ۲۰٪ (۳۸ میلیون افغانۍ) سپما کیږي، نو پاتې مبلغ (۱۵۲ میلیون افغانۍ) په اقتصاد کې د شته تولیداتو (۱۲۰ میلیون افغانۍ) لپاره تقاضا رامنځته کوي، نو په دې حالت کې د ۷۰ میلیون افغانیو په اندازه شته انفلاسیوني تشه له ۳۲ میلیون افغانۍ (۵۲-۱۲۰) څخه عبارت دی.
انفلاسیوني تشه د لاندې ګراف په مرسته ښودل کیږي:

په ګراف کې:
• YF د بشپړ روزګارتیا د کچې عواید؛
• ۴۵ درجې کرښه له ټولیزې عرضې (Aggregate Supply, AS)؛ او
• (C+I+G) کرښه د استهلاک(Consumption) ، پانګونې(Investment)او دولتي لګښتونو (Government Expenditures)(ټولیزې تقاضا منحنيAggregate Demand Curve,) له کچې
څخه استازیتوب کوي؛
د اقتصاد د ټولیزې تقاضا منحني (C+I+G) د ۴۵ درجې کرښه(AS)د E په برخه کې پرې کوي چې د (OY1) عوایدو کچه د بشپړ روزګارتیا د کچې عوایدو (OYF) له اندازې څخه لوړه ده. نو هغه مبلغ چې له مخې یې د بشپړ روزکارتیا په حالت کې ترلاسه کیږي او له مخې یې ټوله تقاضا (Aggregate Demand, YFA) د ټولیزې عرضې(Aggregate Supply, YFB) څخه زیاتیږي، له انفلاسیوني تشې څخه عبارت دی، چې په ګراف کې د (AB) په مرسته ښودل شوی دی. په دې ډول، کله چې په اقتصاد کې د تولید عوامل په بشپړ ډول په کار ګمارل شوي وي، نو د ټولیز لګښتونو(Aggregate Expenditures) زاید مبلغ(Excess Amount) په اقتصاد کې انفلاسیوني فشار رامنځته کوي.
نو په دې ډول، په اقتصاد کې انفلاسیوني تشه د انفلاسیوني فشار رامنځته کیدو لامل ګرزي چې لامل یې په اقتصاد کې ټوله زایده تقاضا(Total Excess Demand) ګڼل کیږي.

انفلاسیوني تشه څنګه له منځه تلای شي؟
(How Can the Inflationary Gap Be Wiped Out?)
انفلاسیوني تشه د لاندې ګامونو تر لاس لاندې نیولو په پایله کې له منځه تلای شي:
۱: دا چې د سپما په مقدار کې زیاتوالی په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې د کموالي لامل ګرزي، نو انفلاسیوني تشه په اقتصاد کې د سپما په زیاتوالي سره له منځه تللی شي. خو دا چاره کیدای شي چې په اقتصاد کې د ډیفلاسیوني فشار ته لاره هواره کړي.
۲: د تولید په مقدار کې د تصرف وړ عوایدو د زیاتوالي په تناسب زیاتوالی راوستلو په مرسته هم انفلاسیوني تشه له منځه ځي.
کله چې په اقتصاد کې ټوله تقاضا زیاتیږي، نو کاروبارونه د تولید په مقدار کې د زیاتوالي په موخه نور کارګران هم په دنده ګماري خو دا چې د مزد په اوسنۍ کچې سره په اقتصاد کې د بشپړ روزګارتیا حالت شتون لري، نو تولیدوونکي اړ دي چې د مزد او معاش په اندازه کې هم لوړوالی راولي چې د مزد او معاش په اندازه کې دا لوړوالی په متناسب ډول د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي لامل ګرزي.
۳: همدا راز دا چې په اقتصاد کې د تولید عوامل په بشپړ ډول په دنده ګمارل شوي وي، نو په لنډ مهال کې د تولید په مقدار کې زیاتوالی ناشونی ګڼل کیږي. نو انفلاسیوني تشه د مالیې په کچه کې د لوړوالي او د لګښتونو په کچه کې د کموالي په مرسته کمیدای شي او یا هم له منځه تللی شي.
د انفلاسیوني تشې په نظریه باندې نیوکې
د انفلاسیونې تشي په نظریه باندې ځینو اقتصاد پوهانو نیوکې شوي دي چې په لاندې ډول ترینه یادونه کوو:
۱: د انفلاسیوني تشې نظریه په دې فرضیه ولاړه ده چې د بشپړ روزګارتیا په حالت قیمتونه د لوړیدو په لور ارتجاعي حالت لري، او یا هم په بل ډول، په بازار کې د توکو په وړاندې زایدې تقاضا ته ځواب ویونکي دي. همدا راز دا هم فرضوي چې پولي مزد د قیمتونو په لوړیدو سره انعطاف نه منونکی حالت غوره کوي خو په ناخالص کورني تولید کې د ګټې اندازه د زیاتیدو په حال کې وي. نو په دې ډول ویل کیږي چې دا نظریه د زایدې تقاضا انفلاسیون (Excess Demand Inflation) پورې تړاو لري.
۲: Bent Hansen په کینز نیوکه کوی او وایي چې کینز د انفلاسیوني تشې نظریه یوازې د توکو په بازار پورې تړي او د تولید عواملو ونډې ته اصلاً پام نه کوي. د نوموړي په آند، انفلاسیوني تشه د توکو په بازار کې تقاضا له مازاد او هم د تولید د عواملو په بازار کې د مازادې تقاضا له امله رامنځته کیږي او په دې ډول دواړه بازارونه د انفلاسیوني تشې په رامنځته کولو کې خپله ونډه لري.
۳: Holzman هم په کینز باندې نیوکه کوي او وايي چې، کینز د بشپړ روزګارتیا حالت په وړاندې د ضریب له تخنیک څخه ګټه پورته کوي. د نوموړي په آند د ضریب تخنیک د پیسو د پړسوب او د بشپړ روزګارتیا(Full Employment) په دوران کې مناسب نه دی او یا هم دا چې ښه پایله نه ورکوي، د عوایدو په ویش کې له تغیراتو څخه سرچینه اخلي، او د بشپړ روزګارتیا په حالت کې په ملي عاید کې د یو ګروپ ونډه یوازې د بل ګروپ د لګښتونو د زیاتوالي په پایله کې رامنځته کیدای شي.
۴: د انفلاسیونې تشې د څیړنې بله نیمګړتیا دا ده چې یوازې د جریان په مفهوم (Flow Concept) پورې تړلې ده.
د ساري په توګه: د جاري/اوسنیو عوایدو لګښتونه، استهلاک او عواید. په حقیقت کې د بشپړ روزګارتیا په حالت کې د قیمتونو په کچه کې زیاتوالی یوازې د اوسنیو توکو پورې محدود نه پاتې کیږي بلکې د هغو توکو په قیمتونو کې تغیرات چې مخکې تولید شوي او یا هم دا چې په زیرمه کې ساتل شوي وي، هم په برکې نیسي.
د انفلاسیوني تشي د څیړنې اهمیت
(Importance of Explaining Inflationary Gap)
په انفلاسیوني تشه باندې د پورته یادو شویو نیوکو سره سره دا تیوري د بشپړ روزګارتیا په حالت کې د قیمتونو د لوړوالي د څیړنې او د پیسو د پړسوب د کنترول په وړاندې د ګامونو اخیستلو په برخه کې خورا ډير اهمیت لري. دا څیړنه دا په ګوته کوي چې، کله چې اقتصاد د بشپړ روزګارتیا حالت ته ورسیږي نو د قیمتونو په کچه کې لوړوالي د مازادې تقاضا په پایله کې په لګښتونو کې د زیاتوالي له امله رامنځته کیږي. خو دا چې په اقتصاد کې د تولید عوامل په بشپړ ډول په کار ګمارل شوي دي، نو د تولید په کچه کې زیاتوالي نه شي رامنځته کیدای، نو له همدې امله په اقتصاد کې د پیسو پړسوب رامنځته کیږي او هر څومره چې دا لګښتونه ډیر وي په همغه اندازه به انفلاسیوني تشه زیاته او د پيسو پړسوب به هم په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې وي.
د پالیسۍ د یو ګام په ډول دا تیوري دا وړاندیز کوي چې:
د دې لپاره چې د پیسو د پړسوب په کچه کې کموالی رامنځته شي، نو باید چې په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې کموالی راشي او تر ټولو ښه ګام دا دی چې د مالیې د لوړوالي په وسیله د بودجې مازاد رامنځته شي.
په همدې ډول، د پیسو د پړسوب د کنترول او د استهلاکي لګښتونو د راکمولو په موخه د سپما د هڅولو پلوي هم کوي او زیاتوي چې، د دې لپاره چې په اقتصاد کې د پيسو پړسوب کنترول شي، نو وګړي باید سپما ته وهڅول شي څو په اقتصاد کې په توکو او چوپړتیاؤ باندې د لګښت اندازه راکمه او د پيسو پړسوب تر کنترول لاندې راشي.
ډیفلاسیون (Deflation)
ډیفلاسیون د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون برعکس دی او له هغه حالت څخه عبارت دی چې د بیلا بیلو عواملو له امله په دوامداره ډول د پیسو په ارزښت کې لوړوالی او د قیمتونو په کچه کې ټيټوالی رامنځته کیږي.
ډیفلاسیون تر ډيره په اقتصادي کړنو او روزګارتیا کې له کموالي سره تړلی وي. په دې اړه یو اقتصاد پوهـ کولبورن (Coulborn) وايي چې: په غیر ارادي ډول ناقصه یا نیمه روزګارتیا د ډیفلاسیون د رامنځته کیدو نښه ده.
ځینې وخت ډيفلاسیون د انفلاسیون کموالي (Disinflation) د اصطلاح ترمنځ اغتشاش رامنځته کوي او زده کوونکي داسې انګیري چې دواړه اصطلاحات یوه مانا ورکوي. په داسې حال کې چې د دې دواړو اصطلاحاتو ترمنځ خورا لوی توپير شتون لري. نو له همدې امله اړینه ګڼل کیږي چې د دې دواړو اصطلاحاتو ترمنځ توپير هم روښانه کړو:
ډیفلاسیون په اقتصاد کې له هغه حالت څخه عبارت دی چې له مخې یې د قیمتونو په کچه کې ټيټوالی سره سره د روزګارتیا او تولید په کچه کې هم کموالی رامنځته کیږي.
خو د انفلاسیون کموالی بیا په اقتصاد کې له هغه حالت څخه عبارت دی چې، له مخې یې د قیمتونو په کچه کې په قصدي ډول کموالی رامنځته خو تولید او روزګارتیا تر ډېره نه اغیزمنیږي.
د کولبورن (Coulborn) په آند، په قیمتونو، عوایدو او لګښتونو کې کموالی راوستل چې ګټور تمام شي، د انفلاسیون کموالي څخه عبارت دی.
د ډیفلاسیون اغیزې (Effects of Deflation):
د ډیفلاسیون اغیزې د پيسو د پړسوب یا انفلاسیون د اغیزو سرچپه دي او په ټولنه کې د وګړو بیلا بیلې ډلې په بیلا بیل ډول اغیزمنوي. دا په دې مانا چې، په ټولنه کې د ثابت عاید او مزد لرونکې طبقه (د دولت کارکوونکي، ښوونکي، د شرکتونو کارکوونکي او نور) د ډيفلاسیون په حالت کې ګټه کوي. ځکه چې؛ دا چې د دې ډلو د عوایدو کچه ثابته وي او د ډیفلاسیون په حالت کې د پیسو ارزښت د پخوا په پرتله لوړیږي او د قیمتونو په کچه کې ټیټوالی رامنځته کیږي، نو یاد وګړي هم د شته عوایدو په کارولو سره د پخوا په پرتله ډیر توکي او چوپړتیاوې رانیولی شي.
خو له بل لوري، د ډیفلاسیون په حالت کې تولیدوونکي له زیان سره مخ کیږي. ځکه چې په اقتصاد کې د توکو او چوپړتیاؤ په قیمتونو کې ټیټوالی رامنځته کیږي او تولیدوونکي د پخوا په پرتله کمې پیسې ترلاسه کوي. همدا راز سوداګر او د ونډو درلودونکي (Share Holders) هم له زیان سره مخ کیږي.
نو په دې ډول ویلای شو چې ډيفلاسیون د پیسو د پړسوب برعکس د عاید او دولت ویش باندې برعکس اغیز کوي. کله چې د قیمتونو په کچه کې ټیټوالی رامنځته کیږي، نو د پیسو د پیر ځواک (Purchasing Power) لوړیږي او په دې توګه، په اقتصاد کې د ټيټ عاید او منځني عاید لرونکې ډلې ګټه کوي او برعکس، کاروبارونه، سوداګر، صنعتونه او نور له زیان سره مخ کیږي. دا ځکه چې د دې ډلې وګړو په عوایدو کې کموالی رامنځته کیږي.
خو دا په دې مانا هم نه ده چې د دولت په ویش کې ښه والی رامنځته کیږي، بلکې برعکس د ټیټ عاید لرونکې طبقه د روزګارتیا او عوایدو په کچه کې د کموالي په پایله کې ډير زیانمنه کیږي. نو په ټوله کې ویلای شو چې د ډيفلاسیون په حالت کې بهتر او بدتر دواړه د نارضایتۍ احساس کوي.
ډیفلاسیون په تولید باندې هم د پیسو د پړسوب په پرتله برعکس اغیزې کوي. دا په دې مانا چې، په اقتصاد کې د ډيفلاسیون په حالت کې د روزګارتیا او قیمتونو په کچه کې کموالی رامنځته کیږي او په قيمتونو کې کموالی د تولیدوونکو د ګټې د کموالي او د ګټې کموالی بیا په خپل وار د تولید په عرضه او روزګارتیا کې د کموالي لامل ګرزي. نو په دې ډول تر ډيره کوچني صنعتونه د تړل کیدو له ګواښ سره مخ کیږي، د روزګارتیا په کچه کې کموالی راځي، ګټه کمیږي، تقاضا، تولید، روزګارتیا، عوایدو او ټولې تقاضا(Aggregate Demand) په برخه کې منحوسه دایره (Vicious Circle) رامنځته او اقتصاد د ځوړ (Depression) سره مخ کیږي.
په اقتصاد کې د ډیفلاسیون په پایله کې دولت هم زیانمن کیږي. دا په دې مانا چې، د تولیدوونکو د ګټې د کمیدو له امله د مالیې له لارې د دولت په عوایدو کې کموالی رامنځته کیږي او په عوایدو کې کموالی د دې لامل ګرزي چې دولت په ځینو پرمختیايي پروژو باندې په لګښتونو کې کموالی راولي او یا هم دا چې ځینې پرمختیايي پروژي ودروي. نو دا چې د دولت په لګښتونو کې کموالی رامنځته کیږي نو له همدې امله اقتصادي پرمختیا هم تر خپل اغیز لاندې راولي.
د انفلاسیون او ډیفلاسیون پرتله
(Comparison of Inflation and Deflation)
که وویل شي چې انفلاسیون ښه دی او که ډیفلاسیون؟ نو پرته له شکه ویلای شو چې دواړه ټولنه زیانمنه کوي خو د ډیفلاسیون په پرتله انفلاسیون ښه دی.
د انفلاسیون او ډيفلاسیون په اړه کینز وايي چې، انفلاسیون ظلم خو ډيفلاسیون بیا بیخي ناروا دی. نو له همدې امله ډيفلاسیون له انفلاسیون څخه ناوړه دی. دا ځکه چې انفلاسیون په اقتصاد کې د قیمتونو د لوړوالي او د لوړو طبقو ترمنځ د عوایدو د ویش پلوي کوي خو ډيفلاسیون بیا د تولید، روزګارتیا او عوایدو په کچه کې د کموالي لامل ګرزي چې په ټولنه کې د بیوزلۍ لوی عامل ګڼل کیږي.
دا چې ولې کینز انفلاسیون ظلم او ډیفلاسیون بیخي ناروا ګڼي، په لاندې ډول څیړو:
۱: انفلاسیون ځکه ظلم ګڼل کیږي چې د ټولنې د بیوزلو او شتمنو طبقو ترمنځ د عوایدو واټن لا زیاتوي او په پایله کې یې بیوزله لا بیوزله او شتمن لا شتمن کیږي. د انفلاسیون په حالت کې د ټولنې د ټيټ او منځني عاید لرونکي طبقې ډېرې ځپل کیږي. ځکه چې د دې وګړو د عوایدو کچه ثابته وي او د قیمتونو په کچه کې د زیاتوالي په پرتله یې د مزد او معاش په اندازه کې زیاتوالی نه رامنځته کیږي. خو له بلې خوا د متغیر عاید لرونکي (سوداګر، تولیدوونکي، صنعتکاران او نور) ګټه کوي. ځکه چې د قیمتونو په کچه کې د زیاتوالي په پرتله ددوی په عوایدو کې ډیر زیاتوالی رامنځته کیږي، نو له همدې امله دا طبقه د قیمتونو د لوړوالي په حالت کې د پير ځواک(Purchasing Power) د ټیټوالي څخه نه اغیزمنیږي، نو په ټولنه کې د عوایدو او دولت په برخه کې نابرابري رامنځته کیږي.
۲: انفلاسیون ظلم ګڼل کیږي. ځکه چې، هغه وګړي چې سپما کوي په اوږد مهال کې له زیان سره مخ کیږي. دا ځکه چې د قیمتونو د لوړوالي له امله د سپما شویو پیسو د پير ځواک کمیږي. نو لکه څرنګه چې لیدل کیږي سپما کوونکي په ټولنه کې د ټيټ او منځني عاید لرونکي وګړي دي چې د بیلا بیلو عواملو په پام کې نیولو سره سپما کوي، نو د قیمتونو په کچه کې د لوړوالي له امله د پير ځواک کې کموالی راتلل دا ډله وګړي له زیان سره مخ کوي.
۳: انفلاسیون ځکه ظلم ګڼل کیږي چې په ټولنیز ډول زیان راوړونکی دی دا ځکه چې د انفلاسیون په پایله کې په راتلونکي کې د لوړ قیمت څخه د ګټې اخیستنې په موخه ځینې وګړي احتکار کوي، په تور بازار کې توکي پلوري، جعل او تزویر کوي او یا هم دا چې د ټيټ کیفیت توکي عرضه کوي، په فساد او نورو کارونو چې د ټولنې په زیان وي لاس پورې کوي او په دې ډول انفلاسیون د ټولنې لپاره زیان راوړونکی ګڼل کیږي.
خو له بلې خوا، ډیفلاسیون بیا بیخي ناروا ګڼل کیږي. دا ځکه چې ډيفلاسیون ملي عاید، تولید او روزګارتیا په کچه کې د کموالي لامل ګرزي.
۱: ډيفلاسیون د وزګارتیا د زیاتوالي لامل ګرزي. دا ځکه چې د توکو او چوپړتیاؤ د قیمتونو کموالي د تولیدوونکو په ګټه کې د کموالی لامل ګرزي او په پایله کې تولیدوونکي د خپلو تولیداتو په عرضه کې کموالی راولي او د تولید په مقدار کې کموالی د دې لامل ګرزي چې تولیدوونکي ځینې کارګران له دندو ګوښه کړي او په دې ډول بیا هم د ټولنې په عوایدو کې کموالی رامنځته کیږي چې د ټولنې په عوایدو کې کموالی په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې د کموالي لامل ګرزي او په دې ډول منحوسه دایره (Vicious Circle) رامنځته کیږي.
۲: ډيفلاسیون ځکه بیخي ناروا ګڼل کیږي چې د قیمتونو په کچه کې ټيټوالی اقتصاد د ځوړ(رکود) په لور بیایي، اقتصادي کړنې ځوړند حالت غوره کوي، تر ډيره کوچني تولیدوونکي له منځه ځي، کاروبارونه په خپلو کړنو کې کموالی راولي او یا هم دا چې خپلې کړنې دروي... او په پایله کې یې په ټولنه کې بیوزلي لا نور هم زیاتیږي.
۳: کله چې د قیمتونو په کچه کې ټيټوالی پیل شي نو اقتصاد د ځوړ (Depression) په لور حرکت کوي، او د ځوړ پړاو اوږد مهاله وي او په دې حالت کې وګړي ډير زیانمن کیږي.
د انفلاسیون او ډیفلاسیون په اړه کینز زیاتوي چې؛ دا ناشونی دی چې د یو بد شي په وړاندې بل بد شي ته ترجیح ورکړل شي او دا آسانه ده چې وویل شي چې انفلاسیون او ډيفلاسیون دواړه بد دي خو د یو بد په وړاندې بل بد څنګ ته کولای شو. کینز لا هم د ډیفلاسیون په وړاندې انفلاسیون ښه ګڼې او وايي چې انفلاسیون ملي عاید، روزګارتیا او عواید زیاتوي خو ډیفلاسیون د ملي عاید د کموالي لامل ګرزي او اقتصاد د ځوړ په لور بیایي.
بیا هم انفلاسیون د ډيفلاسیون په وړاندې غوره دی. دا ځکه چې، کله چې په اقتصاد کې د پيسو پړسوب رامنځته کیږي، نو اقتصاد لا له وړاندې د بشپړ روزګارتیا (Full Employment) حالت ته رسیدلی وي. خو د ډيفلاسیون په حالت کې په اقتصاد کې د وزګارتیا حالت واکمن وي او وزګارتیا ټولنه د بیوزلۍ په لور بیايي.
نوموړی زیاتوی چې، بیا هم انفلاسیون د ډیفلاسیون څخه غوره دی، ځکه چې د پیسو پړسوب په ټولنه کې بیوزله او د منځني عاید لرونکې طبقه ډیره ځپي. له بلې خوا، د ډيفلاسیون په پرتله د پیسو پړسوب کنترول آسان دی او دولت کولای شي چې د پولي ګامونو، مالي ګامونو او نورو ګامونو په مرسته (مخکې ترینه یادونه وشوه) کنترول کړي او دا چې د انفلاسیون په حالت کې د ټولنې د وګړو ترمنځ د عوایدو د نابرابري او غیر عادلانه ویش ستونزه رامنځته کیږي، نو دا نابرابري د دولت له لوري په عامه چوپړتیاؤ او پروژو باندې د لګښتونو په ترسره کولو سره د شونتیا تر بریده راکمیدای شي.
همدا راز انفلاسیون تر ډیره له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او معمولاً یوازې حاد/شدید انفلاسیون (Hyper Inflation) د اقتصاد د بربادۍ لامل ګرزي خو خوځنده انفلاسیون(Creeping Inflation) ، قدم وهونکی انفلاسیون (Walking Inflation) او آن منډه وهونکی انفلاسیون(Running Inflation) د اقتصادي ودې لامل ګرزي. خو ډیفلاسیون په ټوله کې د اقتصادي ودې دښمن ګڼل کیږي.
د ډيفلاسیون کنترول(Control of Deflation)
ډیفلاسیون د مالي او پولي ګامونو تر لاس لاندې نیولو سره کنترولیدای شي او په دې برخه کې باید د انفلاسیون د کنترول معکوس ګامونه واخستل شي.
په هر حال مونږ د ډیفلاسیون د کنترول په وړاندې ګامونو څخه په لاندې ډول یادونه کوو:
۱: پولي سیاست (Monetary Policy): مرکزي بانک کولای شي چې د ارزانه پيسو سیاست (Cheap Money Policy) په خپلولو سره ډیفلاسیون کنترول کړي او دا کار د قیمتي پاڼو(Securities) په پيرلو او د سود کچې په کمولو سره ترسره کولای شي. نو په دې ډول پور ورکوونکو ته د سوداګریزو بانکونو له لوري د پور ورکړې په وړتیا کې زیاتوالی راځي.
خو په دې اړه د لوی ناورین (The Great Depression) تجربې ښیي چې، کله چې د ناورین په حالت کې د کاروبارونو ترمنځ د راتلونکي په اړه نهیلي شتون ولري، نو د دې پالیسۍ خپلول په عمل کې کومې مثبتې پایلې نه لري او دا چې د کاروبارونو له لوري د راتلونکي په اړه نهیلي شتون لري، نو که د سود کچه هر څومره ښکته هم شي، بیا هم کاروبارونه له بانکونو څخه پور اخیستنې ته زړه نه ښه کوي او په داسې حالت کې د ډیری کاروبارونو په زیرمو کې توکي هم شتون لري او آن کاروبارونه نه شي کولای چې شته توکي وپلوري نو د پور اخیستلو ته خو بیخي زړه نه ښه کوي او برعکس دې ته زړه ښه کوي چې د شته توکو په پلورلو (آن په زیان) سره له سوداګریزو بانکونو اخیستل شوی پور بیرته ورکړي.
همدا راز کله چې په اقتصاد کې کاروباري کړنې د کمیدو په حال کې وي، نو په اوږد مهال کې د پانګې او پانګونې د زیاتوالي موضوع نه رامنځته کیږي او په دې ډول کاروبارونه له بانکونو څخه د پور اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.
همدا موضوع د مستهلکینو(Consumers) په وړاندې هم رامنځته کیږي او هغه داسې چې، کله چې وګړي د وزګارتیا او د عوایدو د کموالي له ستونزې سره مخ وي، نو د دوام لرونکو توکو (Durable Goods) د پیرلو په موخه له بانکونو څخه د پور ترلاسه کولو ته زړه نه ښه کوي.
نو په داسې حالت کې که بانکونه هر څومره هڅه وکړي چې د پور شرایط آسانه او د سود کچه راکمه کړي، بیا هم کاروبارونه او مستهلکین(Consumers) د پور اخیستلو ته زړه نه ښه کوي او دا چاره په ۱۹۳۰ میلادي کال کې عملاً په ثبوت ورسیده چې بانکونو د پور شرایط آسان او د سود کچه راکمه کړه، خو بیا هم د نړیوال اقتصاد په ښه والي او ودې کې یې د پام وړ اغیز نه درلوده.
نو په دې ډول ویلای شو چې د ډيفلاسیون د کنترول په برخه کې د پولي سیاست اغیزې ډېرې محدودې او کم دی.
۲: مالي سیاست (Fiscal Policy): دولت د ډیفلاسیون د کنترول په موخه د مالي سیاست له لارې کولای شي چې په خپلو لګښتونو کې زیاتوالی او د مالیې په کچه کې کموالي او په دې توګه د روزګارتیا، تولید او ملي عاید په کچه کې زیاتوالی راولي.
دا په دې مانا چې، کله چې په اقتصاد کې د ډیفلاسیون حالت رامنځته شي، نو دولت په عامه لګښتونو کې د زیاتوالي له لارې کولای شي چې په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې زیاتوالی راولي او په ټوله تقاضا کې زیاتوالی تولیدوونکي د عرضې زیاتوالي ته هڅول کیږي او عرضه کې زیاتوالی په روزګارتیا کې د زیاتوالي سره مرسته کوي. نو په دې توګه د وګړو په عوایدو کې هم زیاتوالی راځي او اقتصادې د ودې په لور هڅول کیږي.
همدا راز دولت د مالي سیاست له لارې کولای شي چې د ماليې په کچه کې کموالی راولي او د مالیې په کچه کې کموالی د وګړو د پير ځواک(Purchasing Power) او د کاروبارونو د ګټې په زیاتوالي کې مرسته کوي او په دې ډول اقتصاد د ودې په لور هڅول کیږي.
همدا راز دولت کولای شي چې د بودجې د کسر په تمویل سره هم په عامه لګښتونو کې زیاتوالي راولي او اقتصاد د ودې په لور بوزي.
دولت په ټوله کې د مالي سیاست له لاري څنګه کولای شي د ډیفلاسیون د کنترول په وړاندې ګامونه پورته کړي؟
دولت په عامه لګښتونو کې د زیاتوالي له لاري کولای شي چې د ډیفلاسیون د کنترول په وړاندې ګامونه پورته کړي چې دولت په عامه لګښتونو کې لاندې لګښتونه شامل دي:
• د عامه پروژو (سړکونه، پلونه، ښوونځي، پارکونه، د برښنا بندونه، کانالونه، روغتونونه او نورو) پرمخ بیولو له لارې په عامه لګښتونو کې زیاتوالی راوستل؛
• د وزګارتیا حقوق زیاتول؛
• د تقاعد حقوق زیاتولو او نورو ګامونو په مرسته کولای شي چې د وګړو د عوایدو په کچه کې زیاتوالی راولي چې د عوایدو په کچه کې زیاتوالی په ټوله تقاضا(Aggregate Demand) کې زیاتوالی لامل ګرزي او په دې ډول وګړي د پخوا په پرتله ډېر توکي او چوپړتیاوې پیري چې دا چاره تولیدوونکي هڅوي چې د تولید په عرضه کې زیاتوالی راولي او د تولید په عرضه کې د زیاتوالي راوستلو په موخه تولیدوونکي اړ دي چې نوی کاري ځواک په دنده وګماري. نو له دې امله له یوې خوا د وګړو په عوایدو کې زیاتوالی راځي او له بلې خوا د تولید په مقدار او عرضه کې زیاتوالی رامنځته کیږي او په پایله کې اقتصاد هم د ودې په لور هڅول کیږي.
له بلې خوا دولت په عوایدو (د کاروبارونو په ګټه مالیه، د وګړو په عوایدو مالیه، د سړي سر مالیه او نور) باندې د ماليې په راکمولو سره هم کولای شي چې د ډیفلاسیون د کنترول په وړاندې ګامونه پورته کړي. دا په دې مانا چې، کله چې دولت په عوایدو د مالیې په کچه کې کموالی راولي، نو دا د دې لامل ګرزي چې د وګړو د عوایدو یوه لویه برخه په اقتصاد کې د شته توکو او چوپړتیاؤ په رانیولو باندې ولګول شي او یا هم دا چې د پانګونې په موخه وکارول شي او د مالیې د کچې راکمول د وګړو د عوایدو او د پير ځواک(Purchasing Power) د لوړیدو لامل ګرزي او په دې ډول د پخوا په پرتله ډېره لګښتونه او پانګونه کوي. دا لګښتونه او پانګونه د دې لامل ګرزي چې ډیفلاسیون له منځه لاړ او په پایله کې اقتصاد هم د ودې په لور وهڅول شي؟
په ټوله کې ویلای شو چې د ډیفلاسیون د کنترول په وړاندې د پولي سیاست په پرتله مالي سیاست ښې او چټکې پایلې لري او کولای شي چې ډیفلاسیون کنترول او اقتصاد د ودې په لور وهڅوي.