مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه ،مرغۍ خدای زده چې بیا راشي،
مرغئ مات وزر دي یوړ،
مرغۍ چرته به سا اخلې،
مرغۍ څه چوپتیا خوره ده،
مرغۍ شور څانګو کې نشته،
مرغۍ اور چنار اخستی ،
مرغۍ ځاله دي شوه ورانه،
مرغۍ ستا چوڼهار نشته،
مرغۍ ټول مالت زکیروی شو،
مرغۍ خدای زده چې بیا راشې،
مرغۍ داسي معطم جوړ دی،
مرغۍ کور په کور بدي شوه،
مرغۍ هر لور بدبختي شوه،
د فرعون بادچاهي شوه،
یو ګونګی سړی پاچا شو،
یو پردی سړی پاچا شو،
په پردۍ حلوا لوی شوی،
د میرویس تیخ یې تر ملا دی،
افغانانو ته بلا دی،
تور ټوپک یې را اخستی،
شملور سړی داعش کړي،
ګیر خریلی ډمکراټ کړي،
یو په دښته کې حلال کړي،
بل د کور مخي ته مړ کړي،
تور ته سپیني جامې ورکړي،
په سرو وینو لاس ور سور کړي،
د سرو وینو جام پرې نوش کړي،
سپین ته توري جامې ورکړي،
کور یې ډک کړي له غمونو،
نور یې ټول عمر زړه جوش کړي،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه ،مرغۍ خدای خبر بیا راشې،
مرغۍ سخته بې اسرې شوو،
مرغۍ ته چې کله تللې،
مرغۍ ژوند درسره تللی،
هر ساکښ نقاب کې ګرزي،
له خپل سوري هم ډاریږي،
انسانان دي وژل کیږي ،
افغانان دي وژل کیږي
په نسونو ماړه نه دي،
ماشومان دي وژل کیږي،
د ابلیس واکمن له کوره،
فرمانونه دي چلیږي،
ازادی یې کړه حرامه،
په هنر یې لاړي توکړې،
شرارت یې کرامت دي،
مکتبونه دي بند شوي،
پوهنځی د کفر کور دی،
بغاوت له بدو مرګ دی،
پلاونه اصراف شوي،
د وښو خوراک جایز شو،
چارپایان هم په فریاد دي،
د پسونو ونډه موږ خورو،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ خدای خبر بیا راشې،
مرغۍ سخته ذلالت دی،
د خدای داسي عدالت دی،
ها نیازبیني سپیني سپیني،
عزتمندي لکه حوري
پښتنې جوني یې ټولي،
وخیرات ته کړې مجبوري،
د ملالي پانزییونه
د پنجاب ډمو پښو کړل،
د رابعیه ټکری باد وړی،
د شمشاد په غرونو پروت دی،
سنایې په چیغو ژاړي،
فارس یې غلا کړل دیوانونه،
د بودا کالبوت زخمي دی،
له لیمو یې ویني څاڅي،
د بابا غر را نړیږي،
د هلمند سیند هم وچیږي،
ژوند د شا په خوا روان ده،
بدبختي د ټول افغان ده،
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ خدای خبر بیا راشې
مرغۍ سخته امتحان دی
بهار هم ابلس شړلی،
افغانان خپلو کې وران دي ،
څوک تاجک شو څوک پښتون شو،
څوک شعیه شو څوک سني شو،
څوک پیرو د قاید عظم شو،
څوک کټ مټ خامنیې شو،
وطن داسي اور اخستی،
عزتونه کې سوځیږي،
د افغان زلمو را پاڅئ،
ګورئ هر څه مو ختمیږي
مرغۍ ځه په مخ دي ښه شه، مرغۍ بیا وطن ته راشه،