ځموږ په نړۍ وال خاورین کلي کې؛ پاو کم اته ملیارده وګړي اوسیږي او چیټاکۍ د پاسه؛ په اوو زرو بیلا بیلو ژبو باندې ګړیږي. خو یواځینۍ ژبه چې هیڅ ژباړونکي ته اړتیا نه لري او د هر ځای او هرې ژبې خلک ور باندې پوهیږي، هغه د موسکا ژبه ده. موسکا یواځې د عاشقانو ترمنځ د فراق او وصال بی روحه تابلو نه ده چې د دیدن په مهال یې پرمخ را څرګندیږي. بلکې موسکا د ماتو زړونو په هندارو کې د نڅا اروا پوکي او د ولولو شلیدلي امیلونه بیرته رغوي. موسکا د نهیلو او بی کسو انسانانو په رګونو کې د زمانې شور ته ټکور ورکوي او د ژوند نغمو ته ساز جوړوي.
موسکا یوه داسې زړه راښکونکې جذبه ده چې د غوسې، غم او غمیزې په متن کې هم، خپل جادوګر اغیز لري. موسکا له څه ویلو پرته، د مقابل لوري زړه، ذهن او دماغ ته لاره پیدا کوي او د غڼې د جالې په څیر تنستې غوړوي. اروا پوهان په دې باور دي چې یوه نرۍ موسکا، له زرو دروغجنو خندا ګانو څخه غوره ده. موسکا ډیره اسانه سودا ده چې موږ هیڅ نه بایلو خو ډیر څه ورباندې ګټو. د موسکا خاوند یا خاونده، د خلکو زړونو ته بې پاسپورټه او بې ویزې ورننوزي. د یوې شیبې موسکا، د کلونو او حتی د ټول عمر لپاره خپل خاپونه تر شا پریږدي او د روحي ټپونو د درد په کمولو کې مرسته کوي. هر څوک موسکۍ څیره خوښوي او له هغه یا هغې څخه د ډاډ احساس کوي، ځکه چې موسکا د پټ قناعت پایله ده. « که عقل په ژوند کې تر ټولو غوره ډالۍ ده، نو موسکا د شعور د راویښولو بریالۍ نسخه ده».
د هر انسان په فطرت کې دوه داسې غریزې سنګر نیولې پرتې دي چې د تل لپاره پخپلو منځونو کې په کورنۍ جګړې بوختې وي. یوه د کرکې،‌ حسد او خواهشاتو غریزه ده او بله د مینې،‌ امن او انسانیت جذبه ده. د غضب او غلبې غریزه هلته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي، کله چې د موسکا له وسلې سره مخ شي. موسکا د باور د پیدا کولو او زیږولو لومړنۍ خښته ده. که اوښکه د غم او پښیمانۍ نښه ده، نو موسکا د خوښۍ او اعتراف ځلانده څرک دی. که څوک غواړي چې دوستان یې ډیر شي او په ټولنه کې د یو منلي شخصیت په توګه ځای ولري، نو له خلکو سره دې په روغبړ او خبرو کې له ريښتیې موسکا څخه کار واخلي.
حضرت محمد (ص) د موسکا په اړه داسې فرمايي « تَبَسُّمَكَ في وَجه أَخِيكَ صَدَقَة - له خپل ورور سره دې په موسکا او ورین تندي خبرې کول، صدقه ده» ابوذر غفاري وایي چې ما ته رسول علیه السلام وویل « یا ابو ذَر! ته د نیکیو وړوکی عمل هم کم مه ګڼه، حتی خپل ورور ته په پراخې ټنډې او موسکا سره کتل، نیکي ده» که انډیوال دې درته موسکې شو، نو ښایي لامل یې هم ووايي، خو که د هغه یا هغې په سترګو کې دې اوښکه ولیدله نو ته یې د لامل پوښتنه وکړه. په نیویارک کې د یوې سترې کمپنۍ عمومي مدیر وايي « زه به د خپل شرکت د تجارتي اعلان لپاره د لیسې یوه موسکۍ پیغلوټې، د اروا پوهنې د یوې تریو مخې پروفیسرې څخه ډیره غوره وګڼم».
موسکا یو چټک دماغي بهیر دی چې د مخ د کاسې په عضلاتو کې د شونډو او وښکي په غځولو سره په اختیاري ډول رامنځ ته کیږي او مقابل لوري ته د خوښۍ او سلامتۍ پیغام استوي. ډیر کله لیدل کیږی چې ګڼ کپ او ټګمار خلک په کاذب ډول خوله چینګه کړي ترڅو پاملرنه او خوا خوږي تر لاسه کړي،‌ په دغسې حال کې بهتره ده چې هغه موسکا ونه ګڼل شي. یوه سروې په ګوته کوي کوم طبیب یا نرسه چې د خپل ناروغ د درملنې په مهال په موسکۍ لهجې سره خبرې کوي، اغیز یې ډیر چټک او اوږد مهالې وي. دغه ډول درملنه، د دماغ په ځای زړه ته کوزیږي، عاطفه زیږوي او په حافظه کې ځای نیسي.
د عامو خلکو په منځ کې یوه خبره ډیره مشهوره ده چې موسیقي د روح غذا ده، خو اوس اروا پوهان فکر کوي د اروا د آرامۍ او نهیلي انسان د سکون غوره درملنه، موسکا ده. فرانسوی پوهاند (بي ییر واشیه) پخپلې اوږدې څیړنې کې لیکي « موسکا او خندا د وینې شریانونه پراخوي، ذهن تازه کوي، د ساه اخیستلو بهیر اسانوي او د بدن مختلفو حجرو ته د اکسیجن استول، چټکوي» په سکاټلنډ کې د یوې سروې له مخې، د سرطان او زړه د ناروغانو سره د هغوئ د تسل او فکر بدلولو ښه علاج، له هغوئ سره په موسکا خبرې کول دي.
موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې ګورو چې بې ځایه غوسه،‌ تریو تندې او ګونجې مخ ګرځیدل، د دوستانو او حتی د کورنۍ د غړو ترمنځ واټن پیدا کوي، خو بالمقابل موسکا فاصلې لنډوي او پردي خپلوي. په یوې وړې موسکا سره موږ کولاې شو چې د یو اندیښمند کس اندیښنې د څو شیبو لپاره کمې کړو. موسکا د عطرو د نالیدلې خوشبويي په شان، د انسان په حواسو کې د خوښۍ احساس زیږوي. د حضرت پیغمبر (ص) بله وینا ده « تاسې نه شئ کولاې چې له هر چا سره مالي مرستې وکړئ او خوشحاله یې کړئ، ولې دا شونې ده چې په موسکا او ښو اخلاقو سره هغوئ ته لاسرسې وکړئ».
خوږو دوستانو! ټول پوهیږو چې وطن مو د غریبۍ او بیوسۍ تورې بلا څټلې او ولس مو له خنداګانو او خوښیو سره سوکه سوکه واټن نیسي، خو بیا هم موسکا د ژوند ګاڼه ده. موسکا ژوند نه اوږدوي، خو ژوند ته خوند او رنګ بښي. که څوک غواړي چې پرته له درهم او دیناره صدقه ورکړي؛ نو راځئ چې د خپل کور دننه، د خپلوانو، دوستانو، او ټولو انسانانو ترمنځ د موسکا کلتور پیل او پراخه کړو. ځکه چې موسکا عبادت دی، موسکا د سخا دنګ څلی او د انساني ضمیر تومنه ده. موسکا دلبري ده او د ښه شخصیت، غښتلې نښه.