چې بمونه وړي دستار کې ملا څه کۍ
چې ورګډ دی په کشتار کې ملا څه کۍ
د ملا دنده، خو دین سره تړلې
په چاودنه، انتحار کې ملا څه کۍ
ملا هغه چې په صدق عبادت کړي
د وسلو په کاروبار کې ملا څه کۍ
چې تغیر او پرمختګ په مخکې خنډ شي
خرافاتو په اسرار کې ملا څه کۍ
چې تخنیک او پوهه دواړه عبث بولي
لوډسپيکر کې په غړمبار کې ملا څه کۍ
چې يي سترګې د رڼا په لېدو بریښ کړي
د تور تم په خپور غبار کې ملا څه کۍ
چې د هیچا شخصي ژوند ترې خوندي نه دی
چې ورلویږي په هر کار کې ملا څه کۍ
چې د خپل وطن په ګټه په خیر نه دی
مزدورۍ د بل دیار کې ملا څه کۍ
چې کار نه کړي د خیرات په ژوند راضي دی
طفیلي غوندې روزګار کې ملا څه کۍ
ملا خیال کې د جنت باغو کې ګرځي
دلته باغ او په ګلزار کې ملا څه کۍ
په پېړۍ، پېړۍ یوه بولاله وايي
په دوران د ډېنوسار کې ملا څه کۍ
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی