بسم الله تعالی : وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى ۖ وأقمن الصلاة وآتين الزكاة وأطعن الله ورسوله ۚ.
موږ علماء کرام همېشه داسي ویناوي کوي چه : ښځي شرعي حقوق لري ، او طالبان چه نن د واک پر چوکۍ ناست دي هم داسي وایی چه د شریعت په چوکاټ د ښځو حقوق ورکوو .

د ا پر نبی علیه السلام را نازل سوی قرآن ، خو تاسو لوستلی او تلاوت ئې هم کوی ، ما هم لوستی او تلاوت ئې هم کوم

ملا صاحبان دا قران شریف داسي څرګندوي چه قران مجید و ښځوته حقوق تعین کړي ، کوم حقوق چه قران ورکړي ، موږ دغه قراني حقوق ورته ورکوو .
ملا اخوندزاده صاحب داسي نه ده لکه ته چه فکر کوې !! قران حقوق ښځي ندي ور کړي !! په قرآن کښي دا راغلیدي چه : کوم ګړني نسي کولاي ، یعني بعضو کړنو ته یو قید او اندازه تعین سوېده په بل عبارت بعضي منهیات ممانعة راغلی
بېله څو ممانعتونو نور د هرمعروفو کړنو او کردار حق لري

بلې قران په ډېر کلکو ټکو دا ویلي چه ( ولاتبرجن الجاهیلة )
خو دا تبرج دا معنی نه لري چه ښځه دي له کوره نه راوځي
د تبرجن الجاهیله دا معنی لری چه ښځه به د لنډغرۍ له پاره بازار ته نه وځي او د قریشو ښځو په د جهالت په وخت کي د مکې په ښار کي د لنډغري له پاره وتلې ، اما دا ایة شریف دا معنی نه ورکوي ښځه دي د خپل تجارت ، کار او بار له پاره بازار ته نه وځي

طالب جانه دا وملت او امة ته په څرګند ټکو ووایه چه ستاسو په شرعي نظام کښي کومي کړني دي چه ښځه ټه اجازه نسته
داسي مه وایه چه شرعي حقوق ئې ورکو ، داسي وراته ووایه چه فلان او فلان کړنه نشي کولی
درنښت