شعر یوه عربي کلمه «نوم» دی، چي دعربي عالمانو له خولې یوه وینا، چي وزن لرونکې اوقافیه لرونکې وي شعرئې بولي.
شعرفلسفه نه ده؛ کېداسي چي فلسفي شعرونه وویل سي.
شعر(Poem/Poesie) علم اوهنردی. په ځانګړې توګه د موسیقي هنریوه لویه برخه ئې ډکه کړې ده. شعر په عربو کي ډېر پخوا تراسلام ویل کېده. اوداسلام په وخت کي مسلمانانو هم شعروایه. خوکله چي د الله له طرفه دغه ایات راغی، چي: (وَالشُّعَرَآءُیَتَّبِعُهُمُ الٌغاونَ ° ) قرآن
( ۲۶ سوره ۲۲۴ ایات)مانا«اوشاعران چي دي تابعیت کوي د دوی له ګمراهانو.» کله چي دغه ایات نازل سو نو د شعر ویلو سره احتیاط وسو.
په نازلېدو سره د دغه آیات وایي چي «حسان بن ثابت»او څو نورشاعران رسول اکرم «ص» ته راغله اورسول نبي«ص» ئې د دغه ایات په نسبت وپوښته؛ ځکه دوی د ذکر، توحید او وعظ اشعار ویل. نو پیغبراخرزمان صلی لله تعالی ورته وفرمایل، چي مؤمېنان په توره اوپه ژبه جهاد کوي. ستاسي اشعارله کفاروسره جهاد او دهغو بد ویل دي. نو دا حکم د یوغشي په مثال دی د دوی وخواته.
او په «بیضاوي» تفسیرکي راغلي: ډېره اشعاردي، چي خیال اوفکرونه ئې خالي له حقیقته او ستاینه دښځو، مینه اوعشق له هغوسره، ستاینه او افتخاردبیهوده خلکو، هجوه ویل اوتعرض دنورو پر ناموس باندي او پرخلکو بدویل په شعر کي نو دغه ایات د دغوو په هکله نازل سوی. یاني هغه شاعران چي صالح دي او اشعار ئې سم دي استثنا دي.(د دهخدالغت نامه د «ش» توری) اوهم حدیث شریف دی، چي وایي: (اِنَّ مِنَ الشّعرٌحَکٌمَةَ) ژباړه: په رښتیا سره ځیني اشعار حکیمانه وي.
د دې پورته بیان څخه ښکاري، چي په ناحقه پرچا تعرض کول او هجوه ورته ویل اویا دنالایقو کسانو تعریف کول په شعرکي داسلام له نظره سم نه دي. شعرچي لارښوونه وي او خلکوته هدایت وي ویل ئې مجاز دي.
زوړیا کلاسیک شعرته مقفه يي شعروایي؛ خو په یوبل ځای کي بیا داراغلي، چي قافیه په شعر کي شرط نه ده. دا خبره د «نوي شعر» د ټنګښت اجازه کوي. بل ځای بیا دابیان کوي، چي شاعرباید مخ له مخه دشعر قصد وکړي، چي شعروایي نودغه شعربلل کیږي اوکنه نو که څه هم منظوم وږغیږي شعرئې نه بولي. (د دهخدا لغت نامه د «ش» توری)
شعر یا «بدله» باید له دوو لیدلورو څخه وکتل سي.لکه: لومړی: داچي شعرد شاعرباطني اوذهني اړخ لري. داځکه چي شعرویل اوشعر جوړول خاص الخاص په شاعر پوري اړه لري،چي دابه بیا وروسته وڅېړل سي. دوېم: شعردشاعرد ادبیاتو اوادبپوهي پوري اړه نسي، چي دابه هم بیا تشرېح سي. شعردعروضو (Metrik)یاني «بدلمېچ»له مخه اوس ګورو:
مقفه يي شعر(Poesie/Poem): زوړ کلاسیک (Klassik) شعر خاما خا قافیه غواړي ځکه بې قافیې دغه شعربې خونده وي. د قافیه پوهني له مخه دغه شعرباید له قافيې سره وویل سي. قافیه «Rhythm/Rhyme»په شعر کي: قافیه د ګړښود له مخي دمغزي شا یا وروسته دیوشي اویا ورپسې تلونکي ته وایي. اود ژبښود له مخي عربي نوم دی او په نظم کي، چي دبیتو په پای کي یوډول توري دخپل هجا اوحرکت سره سم راسي. لکه د رحمان بابا په دغه بیت: خان سلطان ددې جهان+آخردرومي خوارحیران ـــــ چي دلته «ان» قافیه ده. که شعرردیف ولري نو قافیه تر ردیف مخ کي راځي. لکه په دغه بیت کي دخوشال بابا: چي دعشق په مَلّک ندیم یم+داندوه په مَلّک مقیم یم ــــ دلته «یم» ردیف دی او (م، ي) قافیه ده.
دقافیي ډولونه: قافیه له خپلي تقطع له مخي په پنځه ډوله ده. لکه: مترادفه، متدارکه، متکاوسه، متواتره اومتراکبه قافیي دي. ځیني ئې دغه ویونکي قافیي القاب بولي اوځيني ئې دقافیې حدود بولي.
(ادبیات لینک نما؛ د۱۳۹۵ وګورۍ!) لومړی: مترادف په ګړښودکي ورته «رَدّ، بَه رَدّه» سوي ته وا‎یي. په اصطلاح کي دعروضوهغه قافیې ته وایي چي دوه ولاړتوري پرله پسې ولري اویودپای توری خوځند.لکه: نمر، پیراومیر. لکه: د رحمان بابا دغه شعر:
پـــه نظر د بې بصر + لکه شـــام هســي سـحـــــر
دوېم: متدارک په لغت کي ئې مانا پیداکونکی اولاس ته راوړونکی. اوهغه قافیې ته وایي،چي دوه خوځنده توري اویوولاړ توری په يای کي ولري. لکه: نال، بال، رڼا، لکه: درحمان بابا دغه بیت:
دا دنیا ده بې وفا + بې وفا او بې بقا
درېم: متکاوس قافیه چي په ګړښودکي دماناپه لحاظ ورته ګڼ وایي. په عروضپونه کي هغه قافیه ده، چي څلور خوځنده توري ولري اوپه پای کي یوساکن ولري. لکه: توپیر، تقدیر. لکه: دخوشالبابا بیت لېوني سره به څه کړې نور تدبیر + لېوني لره زندان بویه زنځیر
څلرم: متواتره چي په لغت کي ورته «یوپه بل پسې» وایي. په عروضپوهنه کي هغه قافیه ده،چي د دوو ولاړو تورو په منځ کي یوخوځند راسي. لکه: یار، پار، زار. دخوشال بابا دغه بیت.
که دي زلفي نه وې تار تار + ما به تاته ژړل زار زارـــ داهم دوې قافیې دي ردبرده.
پنځم: متراکب په لغت کي ورته یوپربل ناست ته وایي: اوپه عروضوکي هغه قافیه ده، چي د درو خوځندو او په پای کي دیوه ولاړتوري سره راسي. لکه: ليدل، بېدل. لکه: دخوشال بابا دغه بیت:
اورنګ زېب بې دلیل + په ظاهر باطن علیل
دقافیې اساس:
آساس او بنسټ دقافیې رَوّي ده. یاني رَوّي دقافیې سره تړلې او حتمي ده.
رَوّي: رَوّي په لغت کي عربي نوم دی، چي له «روا» څخه اخست سوی دی او وهغه توري ته وایي چي ترقافیې ورسته راسي او خوځښت خپل دمخ د توري په قافیه کي سمه وي او هم دقافیې جوړښت پوره کوي. په ګړښودي لحاظ روي مانا داوښ دبارتړونکې رسۍ ته وایي. نوله دې مخه رَوّي په قافیه پوهنه کي هغه خوځښت لرونکی د قافیي د پای توري ته وایي، چي قافیه جوړه وي. نو له دې لامله رَوّي دقافیې آساس یاني بنسټ ده. څرنګه چي پورته هم وویل سوه. لکه درحمان بابا په دې غزل کي: هیڅ مي نه کړه په عمرکي حاصل ++ هسي پاتي شوم مردود اوناقابل په دغه بیت کي درحمان بابا «ل» رَوّي دی. داځکه چي د«ل» خوځښت دخپل د مخ له توري سره یوشی دي نو «حاصل» او«قابل» قافیې دي سره. که چیري «پُل» یا «سیل» راسي که څه هم په پای کي «ل» راغلی خو قافیه نه جوړه وي؛ داځکه چي د«ل» خوځښت دمخ له توري سره یوشی نه دی. یاني رَوّي ئې سمه نه ده. «پُل» او «حاصل» د رَوّي له مخه نه سره قافیه کیږي.
په شعر کي کله کله شاعر دهنر له مخي پرځان تکلیف راولي خپل شعر په دوو قافیو کي وایي.
د دوو قافیو شعرونه کم دي. یو خو جوړول دشعر وشاعرته لویه ستنوزه ده اوله بلي خوا شعر داهنګ له مخي داسي نوي لکه یوقافیي شعر. بولګه د دووقافیي شعر: که یم ډېردحوادثو په کشال شل ++
خودرځم که مي رهبرشه باکمال مل ــ دغه شعر داسمعیل یون له پښتوشعرهندسي جوړښت څخه اخستل سوی. په دغه پورته بیت کي «کشال» او«کمال» سره قافیه دي او «شل» او«مل» سره قافیه دي. دخوشال بابا دوه قافه یز شعر:
تاچي زلفي کړې خم خم ++ ځکه نه وایي سم سم
په دغه پورته بیت کي په لومړي نیم بیت کي «خم» یوه قافیه ده او دوېم «خم» دوېمه قافیه ده او دغسي د دوېم نیم بیت په پای کي «سم، سم» قافیي دي یاني دوي قافیې په لومړي نیم بیت کي اودوې قافیې په دوېم نیم بیت کي شتون لري.
ردیف:عربي ستاینه ده، چي په لغت کي ورته دشي شاته یا دچاشاته سپور وایي. یا دیوبل پسې ولاړوشیانویا خلکو ته وایي. په اصطلاح کي دقافیې پوهني هغه وییکه یا وییکي چي په پای کي دبیتو یو ډول تکرار راسي. لکه د حمید ماشوخېل په دغه بیت کي:
الهي دمبحت سوزاوګداز را ++
په اور کښې دسهي سمندر ساز را دلته «ګداز» او«ساز» قافیي دي. او «را» ردیف دی ځکه په ټول غزل کي دغزل په پای کي راغلی او په ټول غزل کي تکرار سوی.
د ردیف(Seriell) ډولونه:
متجانس ردیف: متجانس مانا یوشی یوډول ته وایي؛ خوپه قافیه پوهنه کي هغه ردیف ته وایي، چي د شاعران په اصطلاح ردیف په فونېم (Phonem) او مورفېم (Morphem) کي یوشی وي او مانا ئې تغییر وي لکه: «ویني»، چي یوار لېدو ته وایي اوبیا «وینو»ته وايي.شاعروایي:
څاڅي مي د رقیب له لاسه د زړه ویني ++
خبرپه رازالله خو دی مي ویني
دلته د لومړي نیم بیت په پای کي «ویني» په بدن کي سره مایع ماده ده. اود دوېم نیم بیت په پای کي «ویني» لېدو او کتو ته وایي. اوبل بیا روان ردیف او ولاړ ردیف سته:روان ردیف هغه ردیف ته وايي چي په ردیف کي خوځښت وي. لکه درحمان بابا دغه غزل:
ای زما دزړه آرامه راشه راشه ++
سروقده ګل اندامه راشه راشه درحمابابا په دغه بیت کي «راشه راشه» روان ردیف دی. روان ردیفونه سازاو آواز سره ښه کومپوز (Compos) کیږي. په عمومه توګه ردیف والا غزلون په موسيقي هنرکي ډېرلوی رول لري.سندره یا (غزل) دموسیقۍ خوند دی او موسیقۍ ته د آهنګ (Melodie) ارزشت ورکوي. ولاړ ردیف هغه ردیف ته وایي چي خوځښت نه پکښې احساسیږي. لکه: درحمان بابا دغه غزل.
که په سردهغه یارله لاسه سنګ خورم ++
خدای دي نه کاچي به بلي خواته څنګ خورم په دغه بیت کي «سنګ اوڅنګ» قافیه دي او«خورم» ردیف دی، خوځښت ئې کم دی.
شعرڅرنګه چي پورته ئې یادونه وسوه د شاعرپه نازک خیالۍ اود ده په هنراوادبي لاس رسۍ پوري اړه لري. هرڅومره چي شاعر نازک خیالی وي هغومره ئې شعردښکلا اولطافته ډک وي د قیاسي فهم ئې دشعر ویلو ډېراوچت وي. که شاعر پخپل هنراو ادبي لیاقت کي برلاسی وي نو دشعر وییپانګه یا منځپانګه ئې ډېره لوړه وي. چي د دغسي شاعردشعرلوستل ډېرخوندوروي. دنازو انا یوه څلوریزه:
ســحــرګـــاوه دنــرګس لـېـمه لانــده ++
څـاکي څـاکي ئې له سـتـرګـو څڅـېده ماویل څه دي ښکلې ګله ولي ژاړې؟ ++
ده ویل ژوند مي دی یوه خوله خندېده ــــ (پټه خزانه)
دا د شاعر یا دشاعري ذهني او باطني نازک خیالي ده، چي د دې احساسات ئې راپارولي او په داسي قیاس ئې موضوع دشعرپه لفافه کي رانغښتی چي ته به وایه رښتیا هم دګُله سره یا د ډېوې سره یاد پتنګ سره یا د یوبل شي سره لیدلي اوخبري ئې ورسره کړي. دنازک خیالو شاعرانو احساس ډېرظریف او ژرد طبعیت په نړۍ کي خپل اوج ته رسي. او په احتزاز راځي په ږغ راسي شعرځني ویل کیږي؛ داسي شعرچي مِزاجونه خواشاله او تازه کوي. که شاعرد پښتو په ادبیاتواګاه او پوهاوی ئي ورسره وو؛ نو شعربرسېره پرنازک خیالۍ دومره اوچت وي. چي لوستونکی اسمان ته خیژوي. لکه: دغه شعر دیوه شاعر:
دمنت دارو به ونه خورم هرګز زه +
که علاج لره مي راسي مسېحا هم
دغه شعرپه اوچته مانا ویل سوی. دا دشاعرپه ادبیاتو پوري اونازک خیالۍ پوري اړه لري. یادغه شعردخوشال بابا: په پښتوژبه چي ماعَلمّ بلند کړ +
دخبرومَلّک مي فتح په سمند کړ
په دغه کچه نوراشعارهم سته، چي زموږد پښتو ژبوشاعرانو ویلي.
څرنګه چي ښکاري دوه ډوله شاعران شتون لري: یوه ډله شاعران شعرویونکي او دوېمه ډله شاعران شعرجوړه ونکي دقلم له لاري، دي. شعرویونکي شاعران روانه دشعرطبع لري بېله دقافیې له ستونزي نه شعروایي یاني شعر ئې په ذهن اوپه فکرکي پروت وي؛ هرکله چي وغواړي شعروایي ځکه د شعر روانه طبع لري. دا یوخدایي استعداد دی، چي الله(تع)چاته ورپه نصیب کړی وي. بله ډله شاعران، شعرجوړه ونکي شاعران دي. دوی د ادبیاتو په مټ او دعروضپوهني اوقاقفیه پوهني په مټ له ډېر تمرینه وروسته شعر لیکي. د دغسي شاعرانو ستونزه دسمي قافیې موندل دي. دغه ډله شاعران هم ښه موزن مقفي اشعارلیکي.
په عروضو اوقافیه پوهنه پوه شاعران ډول ډول ښکلي اشعار لیکي. لکه: غزل، بوللـه (قصیده)، دوه یز(مثنوي)، بدیع، څلوریزي، ترکیب بند، ترجېع بند، مخمسات، حمد، نعت اونور دغسي ډېر.(داسمعیل یون) دپښتوشعرهندسي جوړښت وګورۍ. دا ټوله شعرونه دقافیې پرپرنسیپ راګرځي او ډېرښایته ئې وائې. دلته به د ترکیب بند دشعر مثال وګورو، چي عبدالحمید ماشوخېل ویلی.
نـن به شــپه زما د یار پـه کــوم مـکـان وي +
جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دُکان وي
شــرمـــولـی بــه ئــې حسن کوم ترکان وي +
کــوم دُکان به ئې دخـولـې د دُروکان وي په ډېــوه بـه ئــې دمـخ څــوک پـتـنګان وي +
هـمخـوابـه بـه ئې پـاکان که نـاپـاکان وي ولي نه چوې له دې غمه زمادله چي دي واورېده دیارد تــلو بدله دغه ترکیب بند په څورلسو بندو کي ویل سوی، چي مایه دلته یو لومړی بند راوستلی دی.
اودغسي هم ځیني ادیبان اوشعرپوهان دشعر او نظم توپیر کوي او وايي، چي شعردخبري معنوي اوذهني پېښه بولي او نظم د خبرود سکالو(موضوع) د ظاهري جوړښت پېښه بولي. اویا وایي چي شعراحساس پاره ونکی اوبې حده ښکاره آغیزلرونکی پرشاعرکېدو باندي دی. خونظم فقط اوفقط مقفه يي او وزن لرونکی دی. (د دهخدا لغت نامه د«ش» توری) دشعر اود شاعرۍ بحث ډېردی، چي په یوه اودومقالو کي پای ته نرسي ترکتاب لاډېری کوي نو له دې جهته مي دلته بس کړه په دغه لږلیکنه مي بسنه وکړه. .۶
اخځونه په مقاله (وییینلیک) کي وګورۍ.