دافغانستان جنګ داسي یو اوږداو کورخراپی جنګ دی، چي په تاریخ کي یادښت نه لري. دفرانسې او المان ۳۰ کلن جنګ د(۱۶۱۸ م څخه بیا تر ۱۶۴۸م) پوري دېرش کال دوام وکی. (ویکیپېدیا)
زموږ د افغانستان جنګ د (۱۹۷۸م) نه پایل بیا تر اوسه (۲۰۲۱م) پوري دوام لري.
د(۱۹۷۸م) څخه چي کمونیستي (رژیم) پرافغانستا واکمن سو او بیا شوروي دوخت په(۱۹۷۹م)پرافغانستان باندي ئې یرغل وکی، چي دخپل څه ناڅه (۷۹۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰۰) سرتيروسره افغانستان ته راغی. په دغه جنک کي تقربا د(۱۰۰۰۰۰ بیا تریومیلیون) افغانان شهیدان سوي. دشوروي له خوا سرتیري ئې (۱۵۰۰۰) مړه سوي. او په سوواوپه زرو افغانان معیوبه سوي یاني بې لاسه بې پښو اوبې سترګو سوي، نومونه ئې ښه شکاري.
تقریباْ ۷میلیونه افغانان له خپل ټاټوبي نه کډوال سوي. دغه دافغان اوشورې جنګ تر(۱۹۸۹) پوري وغزېد چي دا څه کم لس کاله کیږي. (ویکیپېدیا)
د(۱۹۹۲) نه بیا تر (۱۹۹۴) پوري پخپل منځو کي جنګ د مجاهدونوپایل سو چي دا جنګ کابل وران کی او په سوو رعایتي خلکوخپل سراومال له لاسه ورکی.(ویکیپېدیا)
د(۱۹۹۴)څخه تر(۲۰۰۱) پوري دطالبانو جنګ دشمال ټلوالي سره.(ویکیپېدیا)
د(۲۰۰۱) څخه بیا تر(۲۰۲۱) پوري دامریکا یرغل اوجنګ د (۴۷) ناټو ممالکوپه مرسته.
په دې جنګ کي دغربیانو دسرتيرو دوژل سو شمېرو(۳۵۸۶) ته رسي او دامریکایانودستېرودوژل سوشمېره و(۲۴۴۲) ته رسي.اودامریکایانو دمرستندویانودوژل سوشمېره(۴۴۴) ته رسي. دافغان سرتېرو وژل سوشمېرد(۶۶۰۰۰ تر۶۹۰۰۰) پوري ښوول سوي.
دوژل سوو ملکي افغانانو شمېرپه کال کي (۳۰۰۰) تخمین سوی. د المان د(دي څیت اونیزه خپره ونه) (die Zeit)
مالي مصرف دامریکایانو د (۲۰۰۱م) څخه بیا تر(۲۰۱۹م) پوري (۷۷۶،۱) میلیارد ډالره سوی. دا المان د(die Zeit) له اونیزي خپروني معلومات دی؛ په (Wikipedia) کي یو بیلیون ښوول سوي دي. خوبیا په بل ځای کي داخبره سوې، چي توره شمېره ئې تردې بیخي لوړه ده.
امریکایانو په افغانستان کي (۷۰۰) پوستې لرلې او له هغه ځایو به ئې یرغلونه کول. (ویکیپېدیا) او په دغه حملو کي چي ملکي کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی ټولټال د(۲۰۰۴م) څخه بیاتر(۲۰۱۶م) پوري څه ناڅه (۸۷۶۳۷) انسانان دي. او په (۲۰۱۲م) څه ناڅه (۱۷۶۷۴) امریکایان زخمیان سوي.
جنګ سربېره پر وژلو او ورانیو اقتصادي زیان هم لري دشوري دوخت مصرف هغه وخت چي زه لا په کابل کي وم ویل کېده چي دشوروي مصرف د ورځي یونیم میلیون ډالره دی.
دشورویانو دوخت مصرف سم نه دی معلوم؛ خوله دې نه ښکاري چي اقتصادي تاوان ئې دومره اوچت وو، چي ځان ئې پکښې خراپ کی او د تاریخ دنېستۍ کندي ته واچاوه.
یوازي امریکایانو د افغانستان په جنګ کي (۱۰۰۰۰۰) سرتیرجنګیالي لرل اوپردي سربېره دکار اومرستي لپاره (۲۰۰۰۰) امریکایان وه او (۴۶۰۰۰) افغانان وه او (۲۴۰۰۰) کسه دمرستندویي کارو لپاره دنورو ممالکو خلک وه. داټوله دامریکا معاش خوره وه او امریکا ته ئې کارکاوه.(اینترنت)
دامریکایانو اقتصادي تاوان دومره لوړ دی، چي له کاله یوبیلیو ډالره دپور ربحه یا سود ورکه وي.
دا ربحه دومري لوړه ده لکه دالمان دیوه کال دټوله ملي اقتصاد او بودیجه. (Wikipedia)
دامي ډېره لنډه ولیکل په اینترنت کي او ویکیپېدیا کي ډېر مشرح بینه په بینه لیکل سوي چي تقربا ی لوی کتاب ته رسي.
اخځونه: Internet, Wikipedia, die Zeit