د اغیار په نزد محقر دي پښتانه
خو اسیا کې د زړه سر دي پښتانه
که حقپال يي د اسیا ژوندی زړه بولی
په دي فخر مفتخر دي پښتانه
دا ادعا که له دښمن نه وي د چا ده؟
چې وايي، بدو نه بدتر دي پښتانه
دا لوی عیب يي دی قبول، کاشکې چې نه وای
له ازله پخپلسر دي پښتانه
ساده زړي دي په ژوند او په چلند کې
که دې سمې که د غر دي پښتانه
د یوه پلار، د یوه نیکه اولاد دی
که د لر دي، که د بر دي پښتانه
د مذهب په نوم له مال و سره تېر دي
خو مذهب نه ناخبر دي پښتانه
د ملا په لاس دوکه شول په پېړیو
قرباني د زوړ ممبر دي پښتانه
کاشکې پوهې ته يي مخه شي په ژوند کې
د مذهب سخت زیر ااثر دي پښتانه
بې له پوهي، مذهبي شول ډېر افسوس دی
تمدن سره ټکر دي پښتانه
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۹ مه
سرلوڅ مرادزی