رحمن با با وایی له تصویره دګلو بوی تمه مه کړه.وایی یو سړی خپل خره سره چیرته روان وه دوه کسانو هغه ولیده او ډېر په خپ خپ ورغله یوه یی خر خلاص کړ اوخپله غاړه کې یې رسۍ واچوله اوبل یی خر له ځان سره روان کړسړی چې کورته ورسېده غوښتل یې چې خر چیرته وتړی ګوری چې انسان دی نو پوښتنه یی وکړه چې ته څوک یې اوزما خر څه شو؟ هغه وویل چې زه ستا خر یم خبره داده چې له نن څخه لس کاله پخوا ما خپله مور ووهله هغې راته ښېرې وکړې اوزه خر شوم اوس لس کاله پوره شول اوزه بیرته انسان شوم هغه سړی دغه کیسه رښتیا وګڼله اوپه ډېر افسوس یې هغه سړی خوشې کړ څو ورځې وروسته چې دڅارویو دپلورلو ځای (نخاس/نقاش) ته راغی چې بل خر واخلی وې لیدل چې پخوانی خر یې هم دیوه پړی په ذریعه پر ميوګی پورې تړل شوی سړی بیا ټکان وخوړاوخره ته نژدې شواوپه غوږ کې یې ورته وویل: اې کم بخته ساده بیا دې خپله مور وهلې ده؟
پرافغانستان تجاوزاو یرغل روسان دتل لپاره په نړۍ کې نیست او نابودکړل او یو شمیریا یودرزن ستان ډوله هېوادونو ته یې په اسیا کې دخپلواکی لارې وپرانیتلې .انګریزانو چې د شیطانت او منافقت هر دریځ وکاراوه بیا هم دهمدې شهید ولس ازار په شرمو وشرمول هلمندیانو دسپیو په څېر وځغلول. اردوغان باید په سیاسی لحاظ دومره پوهه ولری کله چې ناتو دامریکا ددالر و طفیلی بڼه ولری او بیا ترکیه د ناتو تف طفیلی وی نو رجب دڅه ډول وړاندیز یادونه کوی په کوم درایت. اردوګاو ته په کار ده چې دناتو له غړوندی سر را وباسی او په سمه طریقه هغوترکی کارګرانو ته چې په المان کې له ستر جنجالونو سره مخ دی دکار زمینه برابره کړی. افغانستان خو سوریه او کردستان نه دی بلکې درېو سترو قوتونوسره یې دلته عملا امتحان ورکړی هغوی نه د ې پوښتنه وکړه چې څه وایی؟
دیوه ولس زعیم باید دومره سوچ ولری خدای دغرق کړه ټپوسه! چې ددوه مسلمانو هېوادونو عینی شرایط پر کومو برخو ولاړ دی؟ دقضیی اجتماعی ، اقتصادی ، مدنی او بین الدولی اړیکی یې څنګه پر مختګ کولی شی. خو ښکاری رجب
دافغانستان ولس ته بې حرمتی کړی ده افغانستان ته اردوغا ن دلنګې غوا خیال په لاندې مهمو ټکو کې رالندیږی
اردوغان وینی چې دلته ګډه سیاسي جغرافیه، سیاسي دریځ ـ پوځي ځواک، ملي حاکمیت نشته دامرالله فسبوکی مدیریت چالان دی او ناتو په پټه خوله ووت غلی شی چې نور خبر نشی .

دګډو ارزښتونه او پر ګډو هویتي ملیت ګرایی احساس - فرهنګي محورنو باندې ولاړ یووالی او اتحاد ، پوهه او فرهنګ. اقتصادی مشکلات او کړکیچونه .اردوغان هم فکر کوی او دغه حماقت یې منلی چې دینس شتولتن بیرګ په څیر چیغې ووهی او دابزارو اومهماتو او بیساری دالرو په کڅوړه کینی. ړوند له خدای ج څځه څه غواړی دوه سترګی .
همدا راز د امریکا متحده ایالاتو سفیرپه یو لاس کې دوه خټکی نیولی یویی د سولې پروسې ملاتړ، بل یې د امنیتي ځواکونو ته د مالي او تسلیحاتي مرستو دوام، د هېواد هوایي ځواکونو ته د جنګي او لوژیستیکي الوتکو مرستې او د افغان ځواکونو مسلکي روزنې د دوام په برخو کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړخو دغه ژمنې دتریلیون دالرو په مصرف څلورو لسیزو کې عملی بڼه ونه لیده.