طالب خپله اصلي مدعا په ډاګه کړه!
ولسمشر غني د جولای په ۲۱ مه، د کوماندو ځانګړو عملیاتو د قول اردو لېدنې او هغوی ته د لوی اختر د مبارکۍ په مهال وویل«زموږ اوبه او ستراتېژیک موقعیت زموږ خپل شوی؛ نو ځکه د افغانستان پر دښمنانو اور بل دی او غچ يي له موږ په جګړه اخلي، ملي راډیو تلویزیون »
د ولسمشر دې څرګندونې بې له ځنډه پر پنجاب اور بل کړ او غچ يي دا وو چې د جولای په ۲۳ مه، په دوحا کې د طالب د مرکچي پلاوي د غړي سهیل شاهین په خوله د اسوشیتډ پرس اژانس سره مرکه کې ووايي«تر هغې چې ولسمشر غني له واکه لیرې شوی نه وي او د اوسنۍ ادارې پرځای نوی حکومت نه وي جوړ شوی، سوله به رامنځته نه شي»
د افغانستان موقعیت چې مرکزي اسیا د جنوبي اسیا سره نښلوي، پنجاب غواړي هغه د خپل راتلونکو شوونیستي او ملیتاریستي موخو لپاره د افغان ملت له ارادي او ملي ګټو پرته، لکه د انګریزي استعمار په وخت، پخپل واک کې ولري. طالبان د پنجاب د همداسې غوښتنې لپاره د اسلام اباد په نیابت جنګیږي. د افغان دولتي نظام، حکومت او شخصیتونو په اړه پلمې هم د پنجاب له همدې موخې اوبه څښي.
اسلام اباد د افغانستان موقعیت لاسته راوړلو لپاره د طالب په مټ هرې پلمې ته لاس اچوي. د سولې لار کې خنډونه اچول، د سولې برمته کول او د ولسمشر غني د استعفی سره يي تړل، د داسې پلمو بېلا بېلې برخې دي چې وخت ته په کتو سره يي وړاندې کوي. طالب لومړی د امریکایانو او نورو لوېدیخوالو سره د جهاد په نوم افغان حکومت سره جګړه کوله، اوس چې هغوی ووتل، پنجابی جهاد يي د افغان حکومت په وړاندې جاري ساتلی.
طالب مخکې د خپلو پنځه زرو بندیانو د خوشې کولو سره اوربند تاړه، کله چې دا غوښتنه يي تر لاسه شوه، امریکایانو سره يي د دوحا تړون په لغته وواهه او د تړون له مخې يي د «اورکم» په پلمه جګړې ته شدت ورکړ. نورو ترهګرو لکه القاعده سره يي اړیکې لا پیاوړې کړي، لږ وروسته يي د اووه زره نورو بندیانو خوشې کولو سره یوازې د درې میاشتو د اوربند درواغجنه پلمه راپیل کړه او نن يی اوربند پرځای پریښود، د ولسمشر غني استعفی تر هرڅه دمخه شوه!
که ولسمشر اشرف غني له پست تېر هم شي، لکه په تېرو نويیمو کلونو کې چې د اسلام اباد د ورته پلمو په پایله کې پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله له پست تېرشو، بیا به هم د افغانستان موقعیت خپلولو لپاره د پنجاب جګړه جاري وي. اوربند او سوله به افغانان خوب کې هم ونه ګوري!
تر کومه ځایه چې ولسمشر غني د پنجاب د دغه غوښتنې په وړاندې لکه سلیمان غر او پامیر ټينګ ولاړ دی، استعفی ته به يي د طالب چیغې او کوکارې لا زیاتې شي.
بلخوا افغان ولسمشر چې کله هم د افغانستان اوبو پر واکمنۍ غږیږي او د بېلابېلو بندونو د جوړولو چارې سمبالوي، دا هم د اسلام اباد او تهران په مزاج ښه نه لګیږي. دلته به هم طالب د تهران او اسلام اباد په نیابت جنګیږي.
طالب د اوبو کنترول د مخنیوي لپاره د تهران او د افغانستان د جیوستراتېژیک موقعیت په اړه د اسلام اباد د لاس وسیله ده!
د ۲۰۲۱ کال د جولای ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی