ژونده! ما له تا په اند اخيستى دى
ستا له مرحلو مې پند اخيستى دى
ستا له دل فريبو اداګانو مې
پل په پل زړګيه خوند اخيستى دى
تا که راته خپل منظر خړ کړى هم
ما ترېنه تصوير څرګند اخيستى دى
اوس نو ما پيريان ستونزو ته نه نيسي
پير نه د همت مې بند اخيستى دى
جبر که مې هوښ استثمار کړى، نو
ما ترې په همت مېوند اخيستى دى
اوس نو زه خواږه او ترخه پېژنم
اوس مې کيف د زهرو قند اخيستى دى

ژونده! چې په زړه پرهار، پرهار دې کړم
درد نه د دردمندو خبردار دې کړم

♥ ♥ ♥

ژونده! ښه دې وکړل بني ادم دې کړم
مات دې کړم رامات دې کړمه سم دې کړم
تا راته ټپ کېښوده د زړه په سر
زه ورته په فکر شوم مرهم دې کړم
خوښ دې په خوښيو کړم په دې سبب
ځکه چې خفه خفه په غم دې کړم
ماته دې زما اوښکې ډيوې کړلې
ښه شوه، رابهر پرې له تورتم دې کړم
روږدى دې د خپل وزن په تول کړمه
دروند شوم چې په خپل نظر کې کم دې کړم
غم د خودخواهۍ نه دې رابېل کړمه
غم کې ورشريک د ټول عالم دې کړم

سر په ناليدلې ورکه لار دې کړم
ولوېدلم، پورته شوم هوښيار دې کړم

♥ ♥ ♥

ژونده! درملنې دې راوښودې
ښکلې انګېرنې دې راوښودې
ښه دې په وفا او جفا پوه کړمه
ماتې، روغې ژمنې دې راوښودې
اور باندې دې ونيولم پوخ دې کړم
ښې او بدې کړنې دې راوښودې
څه بدې څېرې د بدو پايلو ته
ناستې لاس تر زنې دې راوښودې
ها چې ترې سړى پخپله اور اخلي
هغه راز لمنې دې راوښودې
شوم مېوه لرونکى نيالګی ځکه، چې
بې ثمره ونې دې راوښودې

منځ کې د څټک سندان ايسار دې کړم
و دې ټکولم خو د کار دې کړم

♥ ♥ ♥

ژونده! چې خپل ځان ته په نظر دې کړم
خپل په راز او رمز باندې خبر دې کړم
ته وې څړيکه، څړيکه او درد، درد ځکه
زه طبيب د هر ټپ او پرهر دې کړم
هر څه مې د زړه په تخته وليکل
هر څه مې انځور کړل انځورګر دې کړم
اوس مې د څپو په ژبه زړه وايي
ډک له توپانونو سمندر دې کړم
له ډېرو ناندريو د ضمير وجدان
ماته خاموشي شوه ژبهور دې کړم
تا دې له خپل ځان سره پخلا کړم، خو
زه له خپله ځانه مرور دې کړم

هر ګل ته ورتېر پر سر د خار دې کړم
پوه دې په تدبير کړمه سازګار دې کړم

♥ ♥ ♥

ژونده! زما صبر و، نور څه نه و
ستا سينه کې زما لپاره زړه نه و
هرې خوا مې وې وړې وړې سلګۍ
خلکو اورېدلې څه کاڼه نه و
ما خو خپل ګوګل ورته سپر کړى و
تاب کې د اشنا کاږه باڼه نه و
هم باران او هم مېلمه او هم کور کې
چاى، ګوړه، غوړي، مالګه، وړه نه و
شنه بنګړي چې ما پرې يار ته وړي وى
شنه غنم زما چېرته پاخه نه و
نېش يې د مچۍ، خو در کې ما لره
زهر ترخه و، خو شات خواږه نه و

ژونده! که هر څو په زړه ازار دې کړم
هومره تجربو باندې سينګار دې کړم

♥ ♥ ♥

څومره چې په تا کې ماڼېجن شومه
ژونده! هومره خپل هوډ کې هوډمن شومه
ته که قتلګاه د ارمانونو شوې
زه همدغو مړو ته کفن شومه
هجر راته دا سبق راوښود، چې
زړه، ذهن او ژبه ټول وطن شومه
خوا مې له سجدو نه سهار واوښته
سر په توبو بېرته ماسخوتن شومه
خداى ته مې له ډېره درده وژړل
خداى ته مې له نازه ګيله من شومه
تا چې بې بري څومره غوښتلمه
زه شيرين زوی هومره بريمن شومه

لنډه دا، د خپل شخصيت کردار دې کړم
ژونده! ممثل دې کړم فنکار دې کړم