#دوستم_څوك_دی؟

 

دوستم وپېژنئ!

عبدالرشید د عبدالرحیم زوی، د جوزجان ولایت پۀ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زیږېدلی. تر شپږم ټولګي یې زده کړې کړي. په لومړیو کې یې د پلار سره په پټیو کې کار کاوو، خو په ۱۳۵۸ کال کې یې د شبرغان د تیلو او غازو په کان کې د اجیر په توګه دنده ترلاسه کړه. نوموړي به خپلو همکارانو ته د دوستم "ملګریه" خطاب کوه، ځکه په همدې نوم مشهور او وروسته یې ځانته همدا(دوستم) تخلص غوره کړ.

درې کاله وروسته د پرچمیانو لۀ لورې جذب شو او له اجیرۍ یې سربازۍ ته ارتقا وکړه، د دوستم ظلم او وحشت د دې سبب شو چې ډېر ژر مشهوره شي، د پرچمیانو او خلقانو خو دغسې خلک په کار ول. 

له سربازۍ وروسته د ټولي قوماندان، ورپسې د ولایت منشي او د بریدجنرال په لقب ونازؤل شو.

 

د دوستم کارنامې

دوستم او ډلې یې د تاریخ په اوږدو کې دومره ظلمونه کړي چې قلم يې لۀ لیکلو څخه عاجز دی. مُشت نمونۀ خروار به یې د یو څو ظلمونو یادؤنه وکړم.

 

- ۱۳۷۲ لمریز کال؛ د دوستم ډلې(جنبش) لۀ جمعیت ګوند سره د مزار ښار د نیولو پر سر جګړه وکړه، په سلګونو عام خلک یې شهیدان، مالونه یې لوټ او په ۵۰ ښځو یې جنسي تیری وکړ.

 

- ۱۳۸۶ کال د قوس ۱۰ تاریخ؛ دوستم او ډلې یې د سرپُل ولایت د سیداباد ولسوالۍ ۵۰ کورنۍ چې اسحاقزي پښتانه ول، په زور او جبر لۀ سیمې وایستل، ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې ځنې غصب او مشران یې له وژلو وروسته په سپیو وخوړل.

 

- ۱۳۷۵ کال د ثور نهمه د لوی اختر لومړۍ ورځ؛ د دوستم ډلې او حزب اسلامي ترمنځ د تاشقرغان په خُلم ښار کې جګړه ونښته، د جګړې په پایلې کې یې ښار ته اور ورته کړل، دوکانونه یې چور او ۲۵ دوکاندران یې شهیدان کړل.

 

- د ۱۳۷۴ کال د سنبلې ۲۲ تاریخ؛ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکو چې دوستم له ظلمونو څخه تنګ راغلي ول، او غوښتل یې د دوستم ځایي قوماندان ته سزا ورکړي، دوستمیان برید پرې وکړل، د نرانو په ګډون یې ۲۰ ښځې او ماشومان ووژل.(وژل شویو اشخاصو کې د زانګو ماشومان هم ول)

 

- ۱۳۷۵ کال د حمل ۲۲ تاریخ؛ دوستم او ډلې یې د ګل سرخ له میلې څخه ۷ انجونه وتښتولې او له جنسي تیري وروسته یې ووژلې.

 

- ۱۳۸۲ کال د سنبلې ۲۴ تاریخ؛ د دوستم باډیګارد قوماندان‌ محی‌الدین‌ لۀ یوۀ روزنتون څخه ۸ کالنه جینۍ وتښتوله او له جنسي تیري وروسته یې د شبرغان په جنګل باغ کې ووژله.

 

- ۱۳۸۰ لمریز کال؛ د دشت لیلي پېښه، چېرته چې لۀ ۳۰۰۰ زیات جنګي اثیران چې اکثره یې پښتانه ول؛ د دوستم په لاس په ډېره بې رحمۍ سره ووژل شول.

 

له پورتنیو جنایتو بغير، دوستم او ډله یې په زرګونو تښتؤنو، وژنو، جنسي تېریو، باج اخېستلو، غلاوو او لوټماریو کې ګرم پيژندل شوي.

 

مظلوم افغان ملت له ۴۰ کالو د دوستم محاکمې ته انتظار باسي خو افغان حکمرانانو دوستم ته جزاء پرځای لاندې القاب ډالۍ کړي.

 

- ډاکټر نجیب له عادي سربازۍ، ډګر جنرالي ته ورساوو.

- صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ.

- برهان الدین رباني، ورته د زوی لقب ورکړی و.

- حامدکرزي د ستر جنرالۍ په رتبه ونازو.

- اشرف غني اول، لومړی معاون کړ او اوس  یې د مارشالۍ په رتبه ونازاوه.

دا برکتونه د نجیب او کرزي لاسته روړنه ده 

جنرال صاحب باتور دوستم داسې نورې بېشماره جنرالۍ رتبې کرزي لیلام کړي وې حتا دا د مارشالۍ رتبه خو کرزي خائین په بې سوادانو وپیژنده او په وې نازول.

د ټول هیواد شرم دی دایشچی مسئله ...

د رسول پهلوان مسئله:!