په نړيواله کچه د ايډيټ پرمختللی کاریال په پښتو ژبې د موبايلونو لپاره د لاسرسي وړ شو - اسحاق عزيزي

 

د ويډيو ايډيټورانو/سمونوالانو لپاره په زړه پورې آسانتيا:

د کمپيوټر لپاره يو ډېر پرمختللی کاریال چې په نړيواله کچه ان رسنيو لا هم د ايډيټ لپاره ورڅخه کار اخيسته، ما هغه کاريال د موبايل لپاره د لاسرسي وړ کړ. او پښتو ژبه مې ور اضافه کړه.

 

دا کاريال اوسمهال په اندارید موبايلونو کې د لاسرسي وړ دی چې د می پر ۲۹ يعني د پښتو نړيوالې ورځې په مناسبت به تاسو ته وړاندې شي.

 

په دې کاريال کې تاسو کولای شئ، هر ډول ويډيو ايډيټ کړئ، پر ويډيو پرمختللي بېلابېل ليکبڼې اضافه کړئ د بېلابېلو ډولونو او انېمشنونو سره. د دې کاريال ځانګړنې د ايډيټ په برخه کې خورا زياتې دي. د دې کاريال په مرسته د اېډېټ په برخه کې هر څه کېږي.

نوموړی کاريال په 2020 کې د نړۍ پرمختللو ايډيټورانو له خوا جوړ شو چې يوازې د کمپيوټر لپاره د لاسرسي وړ و، او ډېرو ايډيټوران ان رسنيو د خپلو تلويزيونونو او تبليغاتو لپاره ورڅخه کار اخيسته ، نوموړی کاريال د اسحاق عزيزي له خوا د موبايل لپاره د لاسرسي وړ شو او پښتو ژبه هم پکې اضافه شوه.

د نوموړي کاريال د خپرېدلو په اړه به د همدې ويب سايټ له لارې تاسو ته لېنک/تړونی ولېږم. که بيا هم کومه پوښتنه مو درلودل زما د برېښناليک له لارې ايمېل را ولېږئ. ishaqttu@gmail.com