هرات ولايت کې پر پښتنو ماشومانو په زوره دري ژبه تحميل کېږي - اسحاق عزيزي

 

هرات د افغانستان لوېديځ کې پښتانه ماشومان په ښوونځيو کې په خپلې ژبې زده کړې ته لاسرسي نه لري,

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت په دواړو ژبو کتابونه چاپوي، 

 

د هرات ولایت پوهنې وزارت کې ټوله متعصب کسان واکمن دي او پښتنو ته په پښتو ژبې کتابونه نه ورکوي ، او نه يې هم د کابل پوهنې وزارت څخه غواړي .

 

هرات ولایت کې تر نيمايي زيات وګړي پښتو ژبې ويونکي دي، د ښار په ګډون ان ډېري نورې هغه سيمه ييزې سيمې چې اکثريت پکې پښتانه دي يو دري ژبې ويونکی پکې نشته خو بيا هم پر دوی په زوره دري ژبه تحميل شوې.

 

په هرات ولایت کې د هر پښتون ماشوم هيله دا ده چې په خپلې ژبې زده کړه وکړي ، کله چې په پښتو هم کتابونه شته نو بيا تاسو متعصبينو ته څه ستونزه ده؟ ولي په خپلې ژبې کتابونه نه ورکوئ!؟

 

دا پښتنو مدني فعالانو ، چارواکو، خبريالانو کې هېڅ داسې د پوښتنې څوک نشته ؟

 

د هرات ولايت د يوه نا پېژانده زده کړيال را استول شوی ليک:

په هرات ولایت کې موږ په زوره دې ته اړ کېږو چې په دري ژبې زده کړه وکړو. زموږ ماشومانو هېڅ په دري ژبې نه پوهېږي همدا علت دی چې دوی درې څلور کاله په ښوونځي کې ناکام پاتېږي. څو مياشتې مخکې مو د مورنۍ ژبې د نړيوالې ژبې په ورځې مو لاريون وکړ چې موږ په خپلې ژبې کتابونه راکړئ خو د هرات متعصبه حکومت او فاسد چارواکي راغلل او زموږ د مبارزې مخه يې ونيول پر موږ يې سم لرونکي ګاز وپاشل او ان دا چې زموږ ډېری ملګري يې ووهل.