لیکنه: ډاکټره نازيه ساپۍ

 

هر شخص له روحي فشار سره مخ کېدای شي. ځوان، زوړ، ماشوم، سړی او ښځه. روحي فشار داسې حالت دی چې هم فزیکي نښې او هم احساسي فشار لري.

روحي فشار یو ځانګړي حالت ته ځواب دی. روحي فشار هله منځ ته راّځي چې شخص ځان له ګواښ او اضطراب سره مخ وویني.

روحي فشار هر کله ناروغي نده، زیاتره د ځینو پېښو په وړاندې د بدن او دماغ یو دفاعي غبرګون دی. روحي فشار کېدای شي مثبت وي او کېدای شي منفي وي. مثبت روحي فشار هغه دی چې د ځینو حالاتو (واده، ازموینې، سفر …. ) لپاره د تیاریو په حالت کې منځ ته راځي. منفي روحي فشار هغه وخت منځ ته راځي چې انسان د ځینو خاصو حالاتو سره مخ شي. (لکه د یو طبیعي افت ، سېلاب، توپان، د کورنۍ د غړو له منځه تلل او دغو ته ورته حالاتو وروسته د هغو د زیانونو په باب تشویش او خفګان).

 

له روحي فشار وړاندې معمول غبرګونونه

 

بې عقیدې توب، شاک او بې حسي؛ د خفګان احساس، ستړیا او نا امیدي؛ د راتلونکي په باب وېره او اضطراب؛ د ګناه احساس،

قهر، فشار او تخریش، په فکري تمرکز او تصمیم نیولو کې ستونزې

ژړل او چیغې وهل، په ګټورو کارونو کې د دلچسپۍ کمښت،

یوازې توب ته تمایل، د اشتها کمښت، ډېر زیات او یا ډېر کم خوب، د شپې بد بد خوبونه لیدل، په خوب کې وېرېدل، بدې خاطرې او د بدې پېښې بیا بیا وریادېدل، سردردي، د ملا دردونه او د معدې دردونه؛ د زړه د ضربان زیاتېدل، د تنفس ستونزې؛ سګرټو او الکولو ته پناه وړل، (البته دا ټول غبرګونونه په یوه وخت کې په یو شخص کې نه وي موجود).

 

د روحي فشار سره د مقابلې ستراتيژي

 

روحي فشار کله کله د بدن معمول دفاعي غبرګون او کله مرضي حالت وي. که بدني نښې نښانې ورسره ملګرې نه وي، نو درملنې ته اړتیا نلري، خو که بدني نښې نښانې لکه دردونه ورسره ملګري وي، بیا یوه کارپوه ډاکتر ته ورتګ ضرور دی چې مشوره یا درملنه یې وکړي. په غیر مرضي حالت کې تاسو ته پکار دي چې لاندې ټکي په پام کې ونیسئ :

د خپل روحي فشار تنبیه کوونکی یا سبب پیدا کړئ:

پر ځان پام کوئ، صحي او ښه متوازن خواړه وخورئ، په منظم ډول تمرین (فزیکي فعالیت) وکړئ، پوره خوب، فکري تمرکز، ارام، مراقبه او د یوګا تمرین وکړئ، د روحي فشار په وخت یوه لنډه موده رخصت واخلئ، یوه کاري وقفه وکړئ

نورو ملګرو سره د مثبتو مسایلو په باب خبرې وکړئ:

درملو او الکولو ته پناه مه وړئ،

که روحي فشار مو د کومې ملي یا شخصي پېښې په باب وي، نو په دغه هکله د خبري کیسو اورېدل بس کړئ.

تبسم او خندا وکړئ.

ټولنیز ملاتړ پیدا کړئ.

ژور عضلي (ډیافراګماټیک) تنفس وکړئ.

د عضلو پرمختیايي ارام ته دوام ورکړئ.

میډیټیشن (ژور مثبت تفکر، مراقبه، تدبر او ذکر) وکړئ. ویژویلایزیشن (په ذهن کې د ښکلو ځایونو انځورول) او د ښو تصوراتو (د ښو او مثبتو شیانو او شیبو رایادول) تمرین کړئ چې خپل فکرونه په مثبت لوري سوق کړئ. په بندو سترګو ارام کېنئ، ستاسو د خوښې وړ ځایونو لکه لوړو غرونو، د سیند غاړو د ښکلو منظرو، خوږو اوازونو او خوشبویه بویونو تصور یا تجسم وکړئ.

په پوره تمرکز سره عبادت او دعا وکړئ. قرآن کریم په خوږ غږ تلاوت کړئ.

هنر او د خوښې وړ ساعت تېریو ته وروګرځئ چې تاسو سره په ارام کې مرسته کوي.

په خپل ژوند او کار کې منظم اوسئ:

د هرې ورځې د مهمو کارونو یو لېست جوړوئ، د هغو شیانو څارنه کوئ چې تاسو ته ستاسو د حالت خرابي درښيي. (د مثال په ډول سګرت او الکول مو لا تر اوسه ندي کم کړي؟ اوس هم زیات یا لږ خوب کوئ؟) که ځوابونه مثبت وی، دا د دې نښې دي چې لا ښه شوي نه یاست.

که اړتیا وي د (نه) کلیمه هم زده کړئ یعنې د هر چا هره خبره مه منئ.

د ټوکو او خندا چل هم زده کړئ.

له خپلو ستونزو مه تښتئ. تېښته یوازې ستونزې ژوروي. ستونزو سره مخامخ شئ او ماته ورکړئ.

کله بايد مرسته وغوښتل شي؟

 

که مو پخپله مقابله ونشوه کړای، یو کارپوه ډاکتر، ټولنیز کارکوونکي یا مسلکي مشوره ورکوونکي ته ورشئ.

د مقابلې روغې لارې

 

د روحي فشار عامل له منځه یوسئ، خپل احساسات د پټولو پر ځای څرګند کړئ، جوړ جاړي ته تیار اوسئ، زیات واقعبین اوسئ، خپل وخت ښه تنظیم کړئ، که ممکنه وي، د فشار له عامل سره تطابق وکړئ، ستونزه له سره وارزوئ، د پېښې لوی تصویر وګورئ، خپل معیارونه عیار کړئ، پر مثبتو شیانو تمرکز وکړئ، خپل سلوک عیار کړئ، تفریح او ساعت تېرۍ ته وخت پیدا کړئ، د تفریح اضافي وخت بېل کړئ، د ټوکو او خندا عادت مو پیاوړی کړئ، هره ورځ داسې یو کار وکړئ چې خوښ مو وي، فزیکي فعالیت او تمرین ته دوام ورکړئ،

صحي خواړه وخورئ، پوره خوب وکړئ، بې ضرورته تشویشونه پرېږدئ او په روغتیایي طریقو ورسره مقابله وکړئ، پیاده روي وکړئ، په طبیعت کې وخت تېر کړئ، یو ښه ملګري سره کېنئ، په ګټورو کارونو کې د ځان په مصروفولو سره فشار له ځانه لیرې کړئ، پخپله یاددښت کتابچه کې لیکل وکړئ، د اوږد وخت لپاره حمام وکړئ، یوې روښانه شمعې ته په ځیر ځیر وګورئ، یوه پیاله چای یا قهوه وڅښئ، د کور له یو ماشوم سره لوبې وکړئ، پخپل باغ کې کار وکړئ، بدن مو مساژ کړئ، ښه کتابونه ولولئ، خوش اوازه تلاوت واورئ او په خوش اوازۍ تلاوت وکړئ، کله کله کمیډي ډرامې وګورئ.

د روحي فشار سره د مقابلې غېرصحي لارې

 

د مقابلې له ناروغو لارو باید ډډه وشي. سګرت څکول، الکول څښل، زیات او لږ خوراک، په ساعتونو ساعتونو تلویزن یا کمپیوټر ته کېناستل، له ملګرو، کورنۍ او فعالیتونو لاس په سر کېدل، د ارام لپاره ګولۍ او درمل کارول، له حده زیات خوب، له اصلي کار څخه ځان په فرعي کارونو بوختول، هره شیبه له ستونزو تېښته، په بل چا د خپل روحي فشار ملامتیا وراچول (چیغې وهل، له قهره چاودل، فزیکي لاس او ګرېوان کېدل).

Twitter account: @DrNaziaSafi