یو تصویر
اختریزه ډالۍ
د ملا او مجاهد اختر:
جهاد څه دی د ولسونو قتل عام دی
په مارکیټ کې د ملت د پت لیلام دی
د ملت تاریخ، فرهنګ سره ضدیت دی
پر ځنګله د ځناورو یو حکومت دی
دا جهاد وو چې وطن مو کنډواله شو
ټول ملت مو په نړۍ کې اواره شو
د وطن لوڼې ځوانۍ کې شولې کونډې
کونډې څه چې بې عزته شوې بربنډې
یتیمان مو په کوڅو کې ګرځي ډلې
ګریوان څېرې، بې جامو لوڅې لپړې
له ښوونځیو مدرسو شول لېرې پاتې
امیدونه ارزوګانې شوې میراتې
د ځوانانو ډلې تښتي له هېواده
په هېواد کې د جهاد له جوړ فساده
د هجرت په لار کې ډېر ځوانان هلاک شول
څه په غرو کې د لیوانو د خوراک شول
څه سیندونو او بحرونو کې غوپه شول
د کبانو، نهنګانو خوراکه شول
څه پنډغالو کې وراسته شول ژوند په تمه
د چا زړه وچاود پنډغالو کې له غمه
د بوډۍ او د بوډا مه پوښته حال یې
نه یې څوک شته د پوښتنې او احوال يي
هر رنځور مو له خپل ژوند ځینې په تنګ دی
معیوبانو حال رنځور څخه بدرنګ دی
بیکارانو ډلې ګرځي په کوڅو کې
معتادانو ژوند به څه وي په لښتو کې
د ملا په اند چینجي ته خوله کې پاڼه
د ډبرې منځ کې رسي له اسمانه
د خوراک او د څښاک غم دې خلک نه کړي
پټ رازونه شته د خلکو ژوند به ښه کړي
ضرورت نور نه د کار نه د پلان شته
رزق رسي تر هغو چې پاس اسمان شته
که تنګسه ده که نیستي د خدای لخوا ده
د شتمنو، شتمني د خدای رضا ده
قومندان چې له جهاده لري پانګه
د جهاد د غنیمت ده وړه څانګه
د جهاد فضایل زیات دي هم له دېنه
خلک څه خبر، جهاد له فلسفې نه
په هغه دنیا به هم مجاهد لوړ وي
جنتیانو منځ کې ټولو نه به بړ وي
په مقام به د رسول یا د نبي وي
تر دا نورو جنتیانو به عالي وي
د شېدو ویالي به يې هره خوا بهیږي
د شرابو بوتلونه به چلیږي
ښه دېره به وي د لوړو چنارونو
شنه باغچه به وي د سرو او شنو ګلونو
د عطرونو اوپاشی به سار ماښام وي
معطر د جنتیانو به مشام وي
جنتي طوطیان به الوځي باغو کې
بلبلان به سره سر، وي په نغمو کې
مجاهد ځای به په ټولو کې بهتر وي
د خوب ځی به د وریښمو پر بستر وي
خوا په خوا به يي لسګونه حورې ناستې
چا به غیږ کې ورته سر ایښی، څوک ملاستې
په پستو لاسو د حورو به چاپي شی
بیا به حورو سره کټ کې په مستي شۍ
هره حوره به وي سروه په قامت کې
د دنیا نجونه یي نه رسي صفت کې
د اوبو غړپ يي چې ستوني نه تیریږي
په نرۍ غاړه يي له ورایه مالومیږي
نه صفت يي د پستو شونډو کېدی شی
هسې شونډې نه، په دې دنیا لیدی شي
په خوږوالي کې تر شاتو نه خوږې دي
په سوروالي تر یاقوتو تکې سرې دی
هره سترګه يي د زړه پر سر ویشتل کا
هر باڼه يي لکه غشی ژوبلول کا
په نازونو په ادا کې کمنظیرې
په دنیا یي ساری نشته بینظیرې
د غلمانو په لاسونو به جام پیش شي
څه جامونه به د حورو منځ کې ویش شي
له یوه سره به ټول ډوب شي نیشو کې
مجاهد به وي د حورو په مزو کې
له ماښامه به شراب وي تر سهاره
ټوله شپه به وي یو بل ته ور په غاړه
داسې حال به هره شپه بیا تکراریږي
نوې حورې به په نوې شپه رسیږي
ځینې حورې به هم ویشي جام د میو
مجاهد به یې حمله کاندې پرتیو
د غلمانو به هم وخت په وخت نوبت وي
دا نوبت به مجاهد صیب په رغبت وي
نه به رنځ وي، نه به مرګ وی تل به ژوند وي
بس مزې به وي، چړچې او تل به خوند وي
نه به ژمی، نه به اوړی نه خزان وي
یو سپرلی به تل ترتله جاویدان وي
نه به یخ، نه به ساړه نه به ګرمي وي
ملایمه ښه هوا به د سپرلي وي
څه واهیاتو څه خیالونو کې موږ ژوند دی
ژوند، ژوند نشته هسې موږ وایو چې ژوند دی
څه اختر او څه خوښي به وي ریښتیني
اخترونو کې چې څاڅي له زړو ویني
یو خیالي، دنیا مو جوړه کړه دنیا کې
اجړاګان ورته ګډیږي په هوا کې
څه جهاد دی چې د ولس په غوښو کیږي
کوم جنت دی چې دا خلک ورته پسخیږي
ژوند مو خوار شو د ملا عبث وعظو کې
دنیا تېره شوه د خیال په جنتو کې
څو ملا، څو مجاهد او څو جهاد وي
دا وطن به زیات له دې ځینې برباد وي!
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۳ مه
سرلوڅ مرادزی