د عقیدې په نوم بدي


عجیبه ده چې جومات ځای د ترور شي
او ملا پکې د بل وطن مزدور شي
د سپېڅلي ځای په نوم چې نفرت ویشي
سکه وروڼه خود یو بل سره تربور شي
مدرسه که د وسلو د زده کړې ځای شي
شاګردان يې کارولو ته مجبور شي
برخلیک د داسې ملک به جنازې وي
خوږ وطن به يې په خپلو وینو سور شي
چې قران تفسیر یاسیر د غنیمت شی (۱)
څه تفسیر به د تورات او له زبور شي
چې مکه محبس د فکر و عقیدې شي
نور جهان به جوړ زندان د رنتنپور شي( ۲)
عقاید خو ټول د فکر ازادي ده
انسان ولي عقیدې په نوم مزدور شي
په بیرغ چې د مکې، شمشیر انځور وي
جنګ به ځکه د اسلام د دین دستور شي
د جهاد په نوم جګړه، عرب کلتور دی
جهاد ولې د باقي جهان کلتور شي
فابریکه که د جهاد داسې چالان وي
ترې پیدا به هره ورځې یو منګور شي
که داعش، که القاعده که مجاهد دی
دا په اصل کې ملا له خېټې بور شي
مخبرۍ په زیرخانه کې بیا تدریس شي
بیا انګریز د استعمار په لاس صدور شي
چا چې موږ ته د جهاد په نوم دام ایښی
یوه ورځ به دام کې خپله ګېر ضرور شي
که پنجاب موږ ته وطن نن تنور کړی
لیري نه ده چې يې خپل وطن تنور شي
یادونه:
(۱ ) یاسیر مختصر ته وايي
(۱ ) رنتنپور په هند کې د مغلو په پیر د زندان نوم دی چې ستر خوشال خان پکې بندي وو.
د ۲۰۲۱ کا د مۍ ۹ مه
سرلوڅ مرادزی