بـــراي مــي وو مـنــزل پـه خــرابات
رندان مي ولیدل سره ناست په ملاقات
محفل وو رندانه وینا وي وې اوچتي
ګډ وه په افلاکو کي ستا ینه وه د ذات
سـاقـي راوړه جـامــونـه رنـګارنـګ
فضاوه فردوسي په دغه څېروه هم حــالات مطرب دخراباتو ږغـول خوږې نغمې
حال بل رقـم ووبل خـواږه وه جـمـلات
ساقي ته مي ویـل جام راوړه یورنګي
( دُورنـګ) مـي نه خـوښيږي په حـیـات
ساقي ډېروو په ادب دخراباتو له راغـلو
هـرچا ته بې نیـوه خپل جام په کرامات