بسمه تعالی
حامدا ومصلیا
بې له شکه چي دعلماء کرامو دانتقال لړۍ له څه مودې راهیسي په ډیر شدت روانه ده، ډیر علماء حق له دې فاني نړۍ دخپل مهربانه رب پر لور وکوچيدل، چي دا هم. دې امت ته یوه ستره صدمه ده، پکار خو داده چي موږ دهر حق عالم په ژوند کي قدر وکړو، خو متأسفانه چي زموږ په ټولنه کي هيڅ دکمال خاوند په ژوندون کي ارزښت نلري، خو کله چي له دې دنیا کوچ وکړي نو بیا یې ستایونکي او محبین ډیر سي، او دتمساح په شان اوښکي تويوي، خو دنعمت له زوال وروسته دپه هغه پسي ارمان کول کومه ګټه نلري، الله تعالی دي زموږ له ټولني داناوړه عادت ختم کړي. آمين.

دعلمي دنیا يو مخکښ او دلوړ مقام څښتن علامه محمد معين الدين ابوالفضل هم له دې فاني نړۍ دخپل مهربان رب پر لور وکوچيد.
مرحوم ابوالفضل چي اصلا دکندهار شاولیکوت ولسوالی دی او دغزنی په ګیلان ولسوالي داغوجان په سيمه او دچمبرانو په کلي کي زيږیدلی دی.

مرحوم ابوالفضل دتعارف يا پيژندني اړ شخصيت نه دی، هغه په علمي دنيا کي دلمر په شان ځليدلی او دالله تعالی ددين لپاره یې خپل ټول عمر، سر او مال وقف او استعمال کړ.
هغه دنورو سترو خدمتونو تر څنګ دانترنیت په دنیا کي هم ډير لیکني او کتابونه لري چي ټول په پښتو او دپښتنو لپاره زیات اړین او ګټور دي.
دهغه په تصانیفو کي تر ټولو په لومړي مقام کي دهغه تفسير فضل الرحيم دی، چي په ډير نادر او نايابه انداز کي ترتیب سوی، دمفسر مرحوم اراده وه چي دا تفسیر تر سل جلده ورسوي خو دالله تعالی اراده بله وه.
دهغه مرحوم تفسير ۷ جلده چاپ سوی.

هغه مرحوم دحقيقي تصوف په ميدان کي يو وتلی او دلوړ علم څښتن و، ډیری دتصوف او طريقت استادانو به له ده څخه په مشکلو مسائلو کي پوښتني کولې.
دهغه دعلمي مقام ساتل، اخلاص، تقوی او دالله تعالی لور ته په ژبي او قلم سره دمسلمانانو رابلل له اساسي اهدافو څخه و.

هغه دامریکا له اشغال وروسته عزلت غوره کړ، او دژوند تر اخيري شيبې په خپله خلوتخانه کي دالله تعالی په ذکر، تصنیف، تدریس او دعوت مشغول ۇ.
هغه دجمعې دخطبې او لمانځه پرته به ټول کال په خپله خلوتخانه کي و .
دهغه تقوا، له دنېا بې رغبتي او له دين سره بې کچي مینه دامت لپاره د يو ستر لارښود په توګه پاته ده.

هغه ملنګ و، او په یوداسي انداز کي ېې ژوند کاوه چي چا به لیدلی نه وه نو زړه ته به یې همدا حالت کله هم نه تیریده او نه به ورته دمنلو وړ و.
هغه مرحوم دهجرت په ديار کي د ۱۴۴۲ هجري کال د رجب پر اومه دپنجشنبې په سهار له دې نړۍ دخپل مهربان رب لور وکوچيد، رحمه الله تعالی رحمة واسعة.

موږ ته پکار ده چي د خپلو دغسي مخورو او سپيځلو اسلافو اتباع وکړو، لار یې تعقیب کړو او دهغوئ وصیتونه او منهج په خپل ژوند کي نصب العین وګرځوو.

الله تعالی دي په مرحوم ابوالفضل ورحميږي، رب دي په لوړو درجو ونازوي. آمين