محترمو زه په کوم ګوند او یا سازمان پوري اړوند نه یم او د یو عادي افغان په توګه کله نا کله دقلم په واسطه دزړه پړاس باسم او تاسوسره يي شریکوم. 

ټولو ته ښه معلومه ده چه روس او امریکا دافغانستان نه وځي او یا هم وتلي دي خو دنااهلو پښتنو او لږکیو په مرسته امریکا، روس، ایران او پاکستان دپښتنو یووالي او غرور مات کړ.

دثور د ۷ کودتا یا انقلاب نه وروسته روسانو ډیر زر قدرت لږکیو یعني پرچمیانو ته چه په سر کي يی مرحوم ببرک کارمل وو وسپاره. روسانواودهغوي ملګرو بل څه نه غوښتل فقط وفقط د پښتنو کلي او بانډونه خالي کړي او دا قوم پاکستان ته مهاجر کړي چه دوي وکولاي شي دلږکیو په مرسته خپلو اهدافو ته ورسږي. 

هماغه وه چه دحکومت دننه دروسانو په لمسون شهنواز تڼي او مرحوم نجیب الله یو بل ته سنګرونه ونیول چه په پایله کي دا ویلاي شو چه دکوداتا په پاي کې د دفاع وزارت په انګړ کي د ‌‌‌‌‌‌ډيرو تکړه او لوړرتبه پښتنو جنرا لانو او ارکانحربانو وژنه دمرحوم نجیب الله پلویانو اوجنبشیانو په لاس یو نا بښونکي جنایت بللي شو دهغي جملي نه د مرحوم ارکانحرب جنرال محمد آصف شور یادونه کوم.

بل دا چه مرحوم نجیب الله دهماغه وخت اردو چه اکثریت يی خلقیان او په سر کي يي پښتانه وو کمزوري کړه. او دهغي په مقابل کي يی د خاد ریاستونه چه اکثریت يي دتاجک توکمو پرچمیانو پوري اړوند وو ډیر ونازول او قوي يي کړل. دهزاره وو او دوستمیانو فرقي دنجیب الله په وخت کي جوړي شوي تر څو دپښتنو په مقابل کي ودریږي او همدا وه چه هغوي تر نن ورځي پوري افغان ولس ته لوي سر خوږي جوړ شوي ده.

دجهاد په دوره کي به مرحوم احمدشاه مسعود خپلو پلویانو ته ویل چه د سالنګ له لاري خوراکي توکي کابل ته مه پریږدي خو وسلي ورپریږدي. یو چا ورنه وپوښتل چه آمر صاحب ولي خوراکي توکي نه پریږدي او وسلي خپلو دښمنانو ته لیږي. مسعود په ځواب کي وویل چه همدا وسلي چیرته ځي یا کندهار ته، یا جلال آباد ته او یا هم خوست ته او هلته څوک میشت دي یعني پښتانه، پریږده چه دوي یو بل سره ووژني او خوراکي توکي مه ور پریږده چه د لوږي هم مړه شي. 

دمرحوم برهاندین رباني په دوره خو دوي په ډاګه ویل چه «ما حکومت دوصد ساله پښتونها را خاتمه دادیم». د کابل پوهنتون کي به د تاریخ لکچرونه پدي څرخیدل چه «از خیانتهاي احمدشاه دراني نام ببرید». دوي به ویل چه د شپي دوه بجي هر چا ته کله چه دروازه ور ټک ټک کړي صداي «څوک یي» را نباید شنید. مطلب کابل باید د پښتنو نه خالي شي. 

راغلل پسي طالبان، طالبانو خو په ښارونو، کلیو او بانډو کي یو باسیواده پښتون هم نه پریښود او هر چیرته به يی ښکار کول او بیا به يي بوجیو ته اچول.

امریکایانو هم دا شل کاله همدا دلږکیو سیاست  غوره کړي ده. دکرزي په حکومت کي او هغه هم تر نن ورځي پوري پښتون د طالب اوتروریست په نوم تهدید او حتي وژل کیږي. حکومت او قدرت یوي خاصي کړي چه په سر کي یي جمیعتیان او ستمیان دي انحصار کړيده.

پښتانه نه يواځي په افغانستان بلکه په کوزه پښتونخوا کي هم په همداسي نامعلوم سرنوشت اخته دي او دسر اومال سړي پکښي ورک ده. محمد اشرف غني خو لر او بر پښتانه سره وویشل او په منځ کي يی د سیم دیوال کش کړ. لیري به نه ځم په همدا لنډه موده کي یعني پنځه-شپږ کاله مخکي به افغانانو تر آټک آزاد تګ او راتګ کاوه خو اوس داکار ناشوني ده او افغانان خپل ټاټوبي یعني کوزي پښتونخوا ته پرته دویزي نه تګ او راتګ نه شي کولاي.

پښتنو ته څه پکار ده؟

 پښتانه باید نوره دخپلو مشرانو په ټاکلو کي پوره دقیق شي دهیواد پلورونکي او خاينین د نوره خپل مشران نه ټاکي او دهغوي په ضد دجدي اقدام وکړي. وګورئ نن ورځ ولې ټول هزاره یو بل سره یو موټي شوي دي ازبک ولې کيڼ او ښئ اړښه او مجاهدین ټول یو ځاي په یوټغر سره راټول شوي دي او په زوره د مارشالې رتبه اخلې . تاجک او خاصاتأ جمیعتیان ولې په مجاهد، خلقی پرچمي پسي نه ګرځي او په زوره جنګسالا ران ملې قهر مانان او مارشالان کیږي. انتخابات کوي خو پایلي يی نه مني او په زوره ځان په قدرت کي شریکوي. دهر څه نه بد همدا د لږکيو کړي دي چه دافغانستان منل شوي ملي ترمینالوژي او افغاني هويت نه مني او یا يي د پښو لاندي کوي. 

رابه شو اصلي مقصد ته: همدا پښتون  ولي پخپل حال نه شرمیږي او د بي اتفاقي له لاسه نن او سبا دا قوم څومره ذلیل شوي ده. آيا ترهر څه نه دمخه نن اوسبا د پښتنو یووالې ته تر بل هر وخت نه ‌‌‌‌‌‌ډيره اړتیا نه لیدل کیږي؟

اي پښتونه نور را وچت شه، راویښ شه او  د لږکیو نه یو څه زده کړه، یو موټي شه دا ځکه چه د یووالې نه پرته بله لار نشته، یا به یو موټي کیږو او یا به ورک کیږو چه له بده مرغه دا دوه- دري څلویښت کاله پښتانه د ورکیدو په حال کي دي. 

۷ ثور، میرویس زړن