دا چه په هیواد کي دوه څلویښت کاله افغانان د یو بل سره په جنګ کي ښیګل دي او نن سبا دبل هر وخت نه یوي سرتاسري سولي ته لاره هواره شوي ده او مختلف اړخونه ډول ډول نظرونه د افغانستان راتلونکي په اړه وړاندي کوي. 

خو دهر څه نه مهم د ولسمشر غنۍ ټینګار د جمهوریت په پلو د پوښتني وړدي. تاسو ته ښه جوته ده چه شل کاله وړاندي په بن کي یولڼدمهال انتقالي حکومت د کرزي په مشري رامنځ ته شو چه پښتاته تر نن ورځي پوري په دا شل کلنه دوره کي د حکومت په چوکات کي کمرنګه وو اودي. او اکثرأ لوړۍ حکومتي چارواکي غیر پښتانه دي. محمد اشرف غنۍ هم غواړي چه دغه دامریکا له خوا تپل شوي جمهوریت دوام ومومي.

ښه به داوی چه افغانان نوره ددغه نطام سره پریکون وښيی او د بیځایه غونډو نه دجمهوریت په پلوي لاس په سر شي چه په لاندي ډول غواړم دلایل يي درته په ګوته کړم.

لمړۍ - افغانستان تر اوسه دولس په مټو منتخب ولسمشر دتاریخ په اوږدو کي نه لري. آیا دا اوسني ولسمشر او یا جمهوري نظام افغانانوانتخاب کړي ده؟ نخیر نه. دا ځکه چه د ۳۵ ملیون وګړو نه ټولټال یواځي یونیم ملیون وګړو خپلي رايي کارولي وی. بس ښکاره ده چه افغانان دیموکراسي او ټولټاکني نه غواړي او یا ورته چمتوالي نه لري. دهر څه نه دمخه پکار ده چه لمړۍ د خلکو بیسیوادي ته پاملرنه وشي ټولنه یو څه ترقي وکړي اوبیا خلکو ته دیموکراسي وښودل شي تر څو خلک دي دیموکراسي په اصولو ځان پوهه کړي. برعکس په خلکودیموکراسي ورتپل ځاي نه نیسي. تاسو ښه ولیده او دا تیرو دورو وښوده چه په افغانستان کي ټولټاکني کندي وي او هیڅوک ورباندي باورنلري.

دوهم - افغانان دي د یموکراسي پر ځاي خپله ټوله پاملرنه د قانون حاکمیت او د هیواد آبادي ته سر په کار شي او یو قوي حکومت اړين ده چه دغل او جنګسالار سره حساب وشي. او هر هغه کړي چه دافغانیت نه منکر، پردي پاله او دخلکو تر منځ بي اتفاقي ته لمن وهي تعقیب او خنثي کړه شي.

دریم - اکثرأ افغانان اوًخاصاتأ پښتانه په ټولټاکنو کي د ښځو په ونډه زړه نه ښه کوي يعني ۵۰٪ وګړي دټولټاکنو نه محروم ساتل کیږي. فلاحاضأ پوښتنه دا ده: هغو پښتنو وروڼو ته چه د جمهوریت چیغي وهي لاکن دخپل کور ښځینه غړي یعني (خور، مور او ښځه) ټاکنو ته نه پریښودل کیږي. بس اي خلکو په چا ټاکني ترسره کوي او په چا ولسمشر (جمهوریت) ټاکي؟ آیا ښځینه وو ته د تذکرو اخیستل اکثرأناریناوو ته شرم نه ښکاري؟ 

ځلورم- افغانان او خاصاتأ پښتانه باید د امارت او یا فدرالي نطام نه ونه ډار شي، په دي شرط چه ولایتونه یو څه خودمختاره شي تر څودي ولایتونو تر منځ سالمه سیالي رامنځ ته شي. وبه ګورو چه هزاره وروڼه څومره بامیانو ته وده ورکوي، ازبک وروڼه فاریاب، تاجک وروڼه تخار بدخشان او داسي نور... او پښتانه وروڼه به هم وګورو چه دوي څرنګه امنیت او ښکلأ خپلو ښارنو کليو اوکوڅو ته راوړي.

پنځم - مونږ دیو داسي نظام ملاتړي یو چه د هیواد ملي اردو او طبیعي زیرمي لکه معادن، اوبه څنګلونه په مرکزي حکومت پوري اړوند وي او دولایتونو سره د تبعیض نه ډک چلند چه لمړۍ ، دوهمه ، دریمه او یا څلورمه درجه بندي ده د پاي ټکي ومومي او ټولو ولایتونو ته مساوي دنفوسو په اساس د مرکز له خوا پاملرنه وشي. 

شپږم - دنړۍ په اکثرأ هیوادونو کي يو نظام او حکومتي جوړښت هم دوامداره نه ده پاتي شوي. په افغانستان کي  کله چه د خلکو پوهه لوړه شي او بیسیوادي ته د پاي ټکي کيښودل شي لیري نه ده چه په لنډه راتلونکي کي افغانان به بیا هم دخپلي خوښي نظام پخپله وټاکي او بدیل يی کړي. 

په درنښت، میرویس زړن