الف : څلور شیان دی چې دېر نقصان پېښوی : دښځو ښکار ،قمار،شرابخوری او دکار په وخت کې ښکار.
ب:څلور شیان دی چې انسان لوړې درجې ته رسولی شی: علم ،حلم، کرم او ښه ژبه .
ج:دمنافق علا مات څلور دی:دروغ ویل،وعده ماتول،خیانت او نا پایداری ،اوخبروکې جګړه او بدالفاظ
شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن
سوله متدین، هراړخیزه ،جامع او ارادتمنده اصول او آداب غواړی .سوله ولسواکی ده، دغریب ده دفقیرده ،عزت ده، سکون او امنیت،سوله دمظلوم ملت یو سترآرمان دی دغه سپېڅلی آرمان باید تر سره شی.په سوله الله ج خوشالیږی او دخیر اوفلاح لاره ده سوله یوه داسې طرحه ده چې هېڅ ډول فردی پلمې او بهانې افراط او تفریط نه منی خط کشی او صنعی چوکاتو نو ته ضرورت نه لری سوله دټولنې دهستیو معیاراو معنوی برخه ده او دسولې امتیاز له لاندې ذکرشویو نهو عواملو څخه ډېراوچت دی. سوله بریا او بشبړه انسانی تګلاره ده چې انحصار اوقید ن منی او هر چاته د منلو وړ ده. موږ الحمد لله مسلمان یو او په سوله باور لرو ښه به داوی چې په سوله کې ژوند وکړو.یواوبل ته لاسونه ورکړو او ددالهی له رحمت څخه بې برخې نه شو.
زموږ اساسی انسانی مشکل دسولې په برخه کې دادی چې خپله ملامتی نه اخلو ،خپله ناپوهی او بیسوادی مو نه منو ، له اتفاق او یووالی سره هېڅ اړیکی نه لروپه کاکتوس کې موږ په وار وار ولیدل ، وکتل چې کوم ډول کسان ،ښځې او نارینه په رڼا ورځ له
ا لف څخه نیولې بیا تر ی پورې دروغجنې لافې او باټې وهو، له ولس مشره نیولې تر اخر مشره چڼې وهو او رحمانی لاره را نه ورکه ده داهابیلی او قابیلی حالت چا دلته راوستی موږ او که بل چا؟ دحیرانتیا خبره داده چې موږ ولې سوله نه شو کولی؟ ولې ځانونه دقدرت او مقام لپاره رانه ورک دی موږ لمونځ کوو خو دروغ وایو،خیانت کوو، یواوبل وژنو، پلمې کوو او مقاومت زموږ سیاست لوبه له څلوېښتو کلونو اوړی ، موږ بنځه زرکلن تاریخ لرو خو موږ دیوه کال دامن او سوکالی بیلګه نه شو ورکولی ڼړۍ په ډاګه راغله وسله یې په لاس راکړه ،جامې او خپل یونیفورم غاړه کې راواچوه په دول ډول طرحواودسیسویې مارشالان ،سلارکاران ،مشاوران او داستخباراتو کارتوس را نه جوړګړه نو شرع خو هم حاضر ته ګوری هوښیارموږ چاته وایو؟ په دالرو یې اموخته کړو په لوړو اوژورو کې راګیر کړي هېواد دڼړۍ سندره کړو. دسولې اهداف او د سولې مکانیزم د یوه ملت دزعامت په کچه هغه هم به یوه داسط تاریخی مقطع کې ډر مهم دی څومره چې فکر کیږی دغه دسبلین اواخلاق به اسلامی اصولو کې بنسټ لری . وایی چې لاندې مواد ددواړو لورو لخوا وړاندیز شوی :
تل پاتې اوربند
له تورونو پرته د سولې لپاره ګډ کار
د انتقالي ادارې جوړول
له کرکې پرته د ټولو افغانانو مساوي حقوق
د بشري حقونو ملاتړ او ګډ ژوند
د پرمختيايي پروژو پلي کول او بهرنیو مرسته رسوونکو ته د فعالیت زمینه برابرو
له نړيوالو سازمانونو او د نړۍ هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې؛ داسې افغانستان چې نړۍ ته ګواښ نه وي
د ټاکنو له لارې د افغانستان د راتلونکي نظام ټاکل
د اسلامي اصولو اړوند سیاسي مشارکت
هدف په لیکنه دانه دی چې دا نهه مواد څه وایی کمزور تیا او یا نیمګړتیا ور سره ملګرې ده هدف دادی چې موږ په هیڅ صورت بیا دبن کرغېړن تړون پېښې تکرار نه کړو، بل داچې ددوحې پریکړه ددغه ظرفیت سره تو پیر باید ولری .دترکیې غونډه کې دزعامت،ملی حاکمیت واسلامی اصولو مبادی او رعایت ، دبهرنیو هرډول لاس وهنو مخنیوی ولو که په خیر هم وی. دبین الافغانی کورنیو او بهرنیو ضوابطو تحکیم ،هراړخیزه ملی تفاهم .دا په افغانانو پورې اړه لری چې په سیاسی لحاظ کنفرانس ته څه دول موقف ورکولی شی نه وچ انتزاعی سیاست.
رمضان مبارک
تربیا ..................................