په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د استراليا د خاصو ځواکونو يوه پوځي کيون فراسټ په افغانستان کې د استراليا د جنګي جرمونو څخه پرده پورته کړه او ويې ويل چې د رابرټس سمېت په نامه يوه استراليآيي پوځي په ۲۰۱۲ زېږدي کال کې د ارزګان ولآیت کې د يوه بندي وګړي لاسونه ور تړلی له يوه لوړ پاڼ څخه یې ښکته غورځولی او په شکنجه کولو یې وژلی دی. په داسې حال کې چې همدې پوځي د ښو جنګي کارنامو په ترسره کولو سره د استراليا تر ټولو لوړ جنګي مډال هم ګټلی و.
د کيون فراسټ دې ادعا شور او ځوږ جوړ کړ ، خبري رسنيو ته خبره راووته او د ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړلو په موخه استراليا مجبوره شوه چې په افغانستان کې د خپلو جرمونو د څېړلو په موخه څېړنې پیل کړي ، څېړنې روانې وې او تر ۴ کاله څېړلو وروسته په ۲۰۲۰ کې تحقيقات پای ته ورسېدل او پکې معلومه شوه چې يو شمېر استراليايي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنايتونه ترسره کړي دي.
له ۲۰۰۵ زېږدي کال څخه تر ۲۰۱۶ زېږدي کال پورې تقريبا ۵۵ غيرقانوني وژنو کې استراليايي ځواکونه ښکېل او د لسګونو نورو ځورونو او شکنجو کې یې لاس درلود چې ځينې خلک یې په بوجيو کې اچولي او وژلي دي، د ځينو یې غاړه په چاړه ور پرې کړې او ان د ځينو معيوبو بنديانو په پلاستيکي پښو کې به یې شراب څښل او په نشې به یې پکې کولې.
په ځينو به يې نښې زده کولې او ځينې واړه ماشومان به یې په ډله ييز ډول په بې رحمانه ډول شکنجه کول او وژل.
ان ځينې وخت به یې ددې لپاره چې بندي سرتېری نشي له ځان سره وړلی یا د دوی په چورلکه کې ځای نه و د ځای د نه شتون له امله به یې واژه. او د ځينو مړو کسانو په جسدونو ته به یې درناوی نه کاوه او په شنو پټيو کې به یې بې وسلې کروندګر وژل.
د اصولو له مخې چې کومې کړنې په دې راپورونو کې راغلې دي جنګي جرم ثابتېدلی شي او د محکمو له حکم وروسته دا کسان تر سخت عدلي قوانينو لاندې راتللی شي. تورن بايد محکمه شي او د قربانيانو پاتې کسانو ته بايد ښه پوره خساره او تاوان ورکړل شي.
خو نن سبا يو ځل بيا دا پېښې  د نړيوالو خبرونو سرټکي ګرځېدلي دي خو په شعوري ډول داسې هڅه کېږي چې ددې جنايتونو د ترسره کوونکو د جنايتونو په ترسره کولو کې سهل انګاري وشي او په قصدي ډول داسې کارونه کېږي چې دا پېښې سرسري تېرې شي او د خلکو پام ورته وانه وړي.
ددې سرغړونو او جنايتونو په پټولو او سرپوښ جوړولو کې د امريکا متحده ايالات تر ټولو مخکې دي دوی نه غواړي د درېيمې نړۍ د وروسته پاتې هېواد په وژل شويو وګړو په وژنې په تور باندې يو مهم متحد او ستراتيژيک ملګری خپه کړي، امريکا او استراليا د نړۍ په ډېرو برخو او په هرډول نړيوالو معاملو کې تقريبا ورته او يو شان نظر لري او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې ګټې په يوبل پورې تړلې دي، نو د داسې بې پوښتنې خلکو وژل چې دوی يې بيا وروسته په تور نشي نيول کېدای، مشکل نشي ورته جوړولی او  تر دې مهمې او ګډو ګټو لپاره غواړي چې د لسګونو بې ګناه او بې دفاع انسانانو په وژنه سرپوښ واچوي او په يو ډول نه يو ډول د خلکو اذهان بلې خوا ته معطوف کړي.
دويم ورسره په دې کار کې افغان حکومت ملګری دی، افغان حکومت هم نه غواړي چې دا خبره پسې رالوڅه يا کم ازکم پسې تعقيب کړي ،ځکه نه غواړي د ځان پر وړاندې د خپلو خلکو غوسه لا پسې راوپاروي او په مقابل کې يې د امریکا او استراليا  په شان  کلک متحد او ملګري خوابدي کړي، افغان دولت ددې لپاره چې د امريکا او استراليا وفادار ملګری پاتې شي په دې قتلونو اومرګونو باندې غواړي ډېر فوکس ونه کړي او هڅه کوي چې په دې اړه د نظر اظهار هم ونه کړي، 
افغان حکومت چې لا له وړاندې په افغانستان کې د ناامني، بې کاري،  هدفي وژنو او نورو له امله د خلکو له خوابدګي سره مخ دی نه غواړي خپل محبوبيت لا پسې په خپلو خلکو کې خراب کړي او لا ډېر متزلزل  او د له منځه تللو حالت ته لاړ شي.
نو د عامو افغانانو دا غوښتنه ده چې عدالت تامين شوی وي او عدالت د ټولو لپاره وي بايد په تېر شل کلن جريان کې ټول بهرني جنګيالي که د امريکا وي، يا په ناټو پورې اړه لري او يا د ائتلافي ځواکونو برخه وو او په  افغانستان کې یې جنګي جنایتونه  او سرغړونکې کړې دي  باید د ټولنيز او نړيوال عدالت د پلي کېدا لپاره محکمه شي او په سزا ورسول شي . د ټولو بې طرفه او بې وسه افغانانو هيله ده چې ټول بهرني او کورني جنګي مجرمين بايد د خپلو تېرو کړنو او جنايتونو سزا وويني او د محکمې د پرېکړې په پايله کې چې په هر ډول سزا محکوم شي بايد سزا ورباندې پلې شي.