د کمال خان بند د افغانستان د اوبو د کنترول یوه مهمه پروژه ده چې د نیمروز په ولایت کې واقع ده . دا بند د نیمروز د مرکز زرنج ښار نه 95 کیلومتره لرې د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د هلمند د سیند له پاسه جوړ شویدی.
شاوخوا 700 کاله پخوا د لومړي ځل لپاره دا بند د سیمې د یوه ملي مشر کمال خان پواسطه له خټو او لرګیو جوړ شوی ووچې له برکته یې د هغه وخت ټول سیستان سرسبزه او دا ښکلې سیمه د غلې د کندو په نوم مشهوره شوې وه. کله چې د ګوډتیمور یرغلونه پدې سیمو پیل شو، سیستانیانو سخت مقاومت وکړ. خلک یې ووژل او د کمال خان بند یې وران کړ چې تر اوسه نیمروز په سوځوونکو دښتو بدل شوی وو.
د دې بند د جوړېدو کار په 1345 هجري لمریز کال کې شروع شو ، خو په 1360 کلونو کې د جنګونو او ناآرامیو له لاسه یې ټول کارونه ودرول شول . تجهیزات یې چور شول . کوم کارونه چې پرمخ وړل شوي وو یو ځل بیا له صفر سره تقرب وکړ.
د نیمروز د خلکو د مکررو غوښتنو له امله په 1390 کال کې د بند د جوړولو کار یوځل بیا له سره پیل شو. لومړۍ او دوهمه مرحله کارونه یې لکه سروې ، دیزاین ، د مځکو استملاک او نور تر 2017 کال پورې سرته ورسېدل ، خو اساسي او دریمه مرحله کار یې د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني په لاس په 2017 کال کې پيل شول او دا مهمه ملي پروژه له څلورو کلونو وروسته په 2021 کال کې یا د 1400 کال د حمل په څلورمه د ولسمشر جلالتماب دوکتور محمد اشرف غني او د دوی مرستیالانو په ګډون رسما پیل شول .
داوبو دا بند د 78 میلیونو دالرو په لګښت د افغانستان له انکشافي بودجې د 16 مترو په ارتفاع ، 2،74 کیلومتر طول او له 9 - 90 مترو عرض جوړشوی چې د 52 میلیونو مکعب مترو اوبو ذخیره کولو ، 178 زرو هکتاره مځکو د اوبه کولو او 9 میګاوواټه برښنا د تولید ظرفیت لري .
د دې ملې پروژې په افتتاح کولو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار او کرني فرصتونه به برابر شي . باید وویل شي چې مخکې تر دې د هلمند په اوبو کې د افغانستان سهم او برخه د کمزوري اقتصاد ، د دولت د نه پاملرنې او د اوبو او برښنا وزارت د غیر مسلکي مشرتابه له امله زمونږ له هېواده خارجېدي او د هلمند هامون ته تللې .
مونږ په داسې حال کې چې د افغانستان ټول ولس ته د دې ملې پروژې رسمي افتتاح او پیل مبارکي وایو ، د ګران افغانستان ټولو مشرانو او خصوصا د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني ، د اوبو د تنظیم ملي ادارې ، ټولو انجنیرانو او کارګرانو او د وطن د دفاع له ساتونکو نه مننه کوو. د ملي پروژو او عام المنفعه تاسیساتو ساتل د افغانستان د ټولو وګړو که په هر لوري کې وي ، مسوولیت او وجیبه ده .