د یوه ګوند د اجراىٔیه غړو د پام وړ!
عبدالله وردک
انګلستان - مارچ - ۲۰۲۱
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، د نړۍ په زیاتره ملکونو کې سیاسي ګوندونه شتون لري. په ځینو ملکونو کې آزاد او شفاف انتخابات ترسره کیږي، او د دغو رڼو انتخاباتو په نتیجه کې، بریال ګوند د ملک د واک چارې په لاس کې اخلي، او بایلونکي سیاسي ګوندونه، بریالي ګوند ته مبارکي وایي.
بریال سیاسي ګوند خپله کابینه جوړوي، او بانفوذه بایلونکي ګوندونه بیا د حکومت په مقابل کې آپوزیسیون (Opposition) جوړوي. یا په بل عبارت، په ځینو غربي ملکونو کې، مخالف ګوند د حاکم ګوند د کابینې د هر غړي په مقابل کې، د اجراىٔیه له غړو یو نفر تعین کوي، چې تر څو د حاکم ګوند د کابینې د غړو کړنه تر څارنې لاندې ونیسي، او د هغوی نیمګړتیاوي خپل ملت ته، په صادقانه توګه وړاندې کړي.
یعنې، د مخالف ګوند د دغو غړو مجموعې ته په ځینو غربي ملکونو، او په خاصه توګه، په UK کې هغو ته Shadow Cabinet هم ویل کیږي.
د یوه سیاسي ګوند د اجراىٔیې غړي، باید ډېر پوه او مسلکي خلک وي، او دوی ته باید د خپل مسلک او پوهې برابر مسىٔولیتونه ور وسپارل شي. یعنې د حکومت د هر وزارت په مقابل کې، په اجراىٔیه شورا کي یو نفر تعین شوی وي.
د مثال په توګه، کله چې د وخت د حکومت د مالیې وزیر، خپله کلنۍ ملي بودیجه خپل ملت ته اعلانوي، نو د مخالف ګوند د مالي کمېټې مشر، باید د دغه بودیجې ټول اړخونه، په سمه توګه ماده وار، تحلیل کړي. ګټورې نقطې یې تاىٔید، او تاواني نقطې یې باید نقد کړي، او همدارنګه، د دغه بودیجې عملي اړخونه هم باید په نظر کې ونیول شي.
د یادولو وړ ده، چې یوازې نقد نه، بلکې د دغو نقطو مالي او ملي تاوانونه باید د علمي تحلیل او علمي دلایلو په رڼا کې خپل ملت ته په څرګندو ټکو وړاندې شي. یا په بل عبارت، د هغه په مقابل کې ښه د منلو ګټور بدیل وړاندې شي.
د یوه چا د کړنې او تګلارې مخالفت کول، کوم سخت کار ندی، او هغه هرڅوک کولای شي، لېکن، د هغي د منلو وړ بدیل، هر څوک نشي وړاندې کولای.
نو د مخالف ګوند د مالي کمېټې مشر ته لازمه ده، چې پدغه مسلک کې ښه پوه او مسلکي زده کړې ولري، او همدارنګه، د نړۍ له اقتصادي او سیاسي حالت نه ځان هر وخت باخبره وساتي. یعنې د ده مسىٔولیت یوازې او یوازې د مالي کارونو په هکله وي، او بس.
د اجراىٔیې غړي، باید ډیر تکړه او په مسلک پوه مشاورین هم ولري. د دوی سترګې او غوږونه باید، هر وخت او په هرځای کې د حاکم ګوند څارنه وکړي، او هغوی ته داسې منطقي ګوزارونه ورکړي، چې عادي خلکو ته د منلو وړ وي.
همدارنګه، د بهرنیو چارو، د وزیر په مقابل کې، د اجراىٔیه یو تکړه سیاست پوه غړی باید تعین شي، تر څو د حاکم‌ ګوند، بهرنۍ تګلاره د اسلام او ملي ګټو په رڼا کې تر کلکې څارنې لاندې ونیسي، او معقول کارونه یې وستایل شي، او د ملي ګټو ضد پالیسي یې په واضحو ټکو وغندل شي، او د هغو مخنیوی وشي.
د یوه ګوند فرهنګي کمېټه هم باید ډيره فعاله وي، او دوی وکولای شي، چې د خپل ګوند ښې لاسته راوړنې د ملک د خلکو تر غوږونو په سمه بڼه ورسوي.
په اوسني وخت کې رسنۍ حیاتي رول لري، او پدې هکله هېڅ نوعه بې غوري، او بې پرواىٔي د بښلو وړ نده.
د یوه ګوند، ویاندویان باید ډېر پوه او مسلکي خلک وي. دوی باید د ګوند په هکله پوره معلومات ولري، او کوښښ وکړي، چې خلکو ته حقیقت وړاندې کړي، او د هرې پوښتنې په هکله د منلو وړ ځوابونه ولري.
بهتره به دا وي، چې یو ویاند خپل معلومات ښه ټکی په ټکی تحلیل کړي، او په هره برخه کې لږ تم وکړي، او د هغې په برخه کې هر ډول پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه برابر کړي.
یو ویاند باید د نړۍ له حالت څخه ځان باخبره وساتي. داسې نه وي، چې د ویاند معلومات زوړ شوی وي، او د نوي معلومات په هکله کره خبرتیا ونلري.
نو د یوه ویاند دپاره لازمه ده، چې خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوي. داسې خبرې ونکړي، چې یو ځواب یې نورې پوښتنې را پیدا کړي. که معلومات ورسره نه وي، نو بیا دې، د خلکو‌ پر سترګو نه ورننوزي، او باید ووایي، چې پدې هکله معلومات نلري.
په لنډه توګه، د اجراىٔیې هر غړی باید، د یوه وزارت په مقابل کې مسىٔولیت ولري، او داسې نه وي، چې د اجراىٔیې غړی وي، او هېڅ کار یې نه معلومیږي. یوازې خپله حاضري ورکوي، او بس.
د یادولو وړ ده، چې یو سیاسي ګوند باید هغو متعهدینو ته، چې د خپل ګوند په هکله یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، او د ګوند په هکله د ډېرې تجربې خاوندان دي، په درنه سترګه وکتل شي، او دوی باید د ګوند د رهبرۍ د شورا غړیتوب ولري، تر څو دوی وکولای شي، چې د ضرورت په وخت کې د حزب په هکله سختې فیصلې وکولای شي.
په لنډه توګه، هرچا چې یوه روځ هم زیاته په ګوند کې خدمت کړی وي، او هنوز د ګوند مرامنامې او اصولو ته وفادار پاته وي، نو د هغوی باید د زړه له کومي ډېر احترام وشي.

د پام وړ ټکي:
د یوه ګوند ښه والی، او بد والی، د هغې ګوند د اجراىٔیه د غړو څخه ښه څرګندیږي. هغه ګوند به یو کامیاب ګوند وي، چې هوشیار، ذکي، پوه، او قربانۍ ته چمتو، اجراىٔیه غړي ولري. د اجراىٔیې غړي داسې باید نه وي، چې خپلې شپې او‌ورځې تیروي، او یوازې خپل نامه ته خوشحاله وي، او نور هېڅ فعالیت نکوي.
د اجراىٔیه غړي باید خپل مشر، او‌ګوند ته ښه مخلص او وفادار وي. دوی باید خپل مشر ته په ډېر جرأت سره خپل نظر وړاندې کړای شي. په هره موضوع باندي ښه بحث وشي، او‌ د هرې موضوع ښېګڼې، او نیمګړتیاوې، د تصویب نه مخکې بیان شي، او بیا فیصله وشي.
کله چې یوه فیصله د رایو په اکثریت، تاىٔید او یا رد شي، نو دغه فیصله باید بیا ټولو ته د منلو وړ وي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com