د ښځو حقوقو ته غاړه ايښودل تاریخي حکم دي!

د میلادي جنتري د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجري جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري، په ټوله نړۍ کې ښځې او دښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزي، مارشونه او مظاهرې کوي، په لویو هالونو کې غونډې او په وړو مجلسو کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځي. په دې ورځ د کال تر نورو ورځو زیات د نړۍ ښځې یو له بله سره خپل پیوستون ښکاروي، په ټولنه کې خپل ځان او حضور څرګندوي، د خپل موجودیت او ټولنیز مناسب ځای له پاره مبارزه کوي، په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې ګډون غواړي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه او له نارینه و سره د مساوي حقوقو د تر لاسه کولو له پاره هاند او هڅې کوي. خو دا حالت چې په نننۍ زمانه کې ښځو په ځانګړې ملي او عامه نړیواله کچه تر لاسه کړی دی، بې زحمته نه دی په لاس ورغلی او د ډیر ستونځمن، له کړاوه ډک او سر ښندونکي کار او زیار پایله ده. 

د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځل د مود او فیشن خبره نه ده. د ښځو د حقوقو اعاده او له نارینه و سره حقوقي برابري د ټولنیز قانونمند تاریخي تکامل جبری ښکارنده ده چې هیڅ ټولنه ورڅخه ځان نه شي بچ کولای؛ خو ټولنیز تحرک او عکس العملونه دا پروسه چټکولای او يا ځنډولای شي. هره ټولنه چې معمولاً د بسیا او آرام ژوند په لټه کې وي،  د خپل تاریخي تکامل په جبري بهیر کې به حتماَ له نارینه و سره دښځو د حقوقو د برابرۍ پړاو ته رسي. هغه محافظه کار او ارتجاعی ځواکونه چې ددې طبیعي پروسې په وړاندې مقاومت کوي، دا بهیر په مؤقتي او مقطعي ډول ځنډولای شي، خو د تل له پاره یې مخه نه شي نیولای. تاریخي بری حتما د ښځو د حقوقو د مبارزینو په برخه او تاریځي ناکامي د ښځو د حقوقي برابرۍ د مخالفینو په برخه دی. ښه داده چې زموږ په هېواد کې ددې قانونمندې تاریخي او حتمي راتلونکې پروسې په وړاندې قرار ونه نیول شي، بلکې د هغو په سالمه رهبرۍ او سم لوري ورکولو فکر وشي، مناسب سیاسي، امنیتي او ټولنیز چوکاټونه رامنځته شي چې خپل نورمال او طبیعي مسیر ووهي او په ټولنه کې د نامطلوبو ټکرونو او په کورنیو کې د بې ځایه جنجالونو سبب نه شي. 

دښځودبشريحقوقولهپارهمبارزه  یوازې د ټولنې کلتوری او یا اخلاقی سکټور په بر کې نه نیسي، بلکې د ښځو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز انساني حقوق هم په غیږ کې نیسي. داسې فکر سم نه دی چې د ښځو د حقوقو او د هغو د آزادیو معنا یوازې د هغوی د خپل ځان پخپله خوښه سینګار، د ښکلیو او مدرنو جامو اغوستل، د میني، ماکسي او یا میډیم کمیس انتخاب، پخپل زړه او خوښه د خپل د ژوند د ملګری ټاکل او له نارینه و سره د مخامخ کېدو په وخت کې د نور مال انسان په حیث زړه ور او بې ډاره چلند او داسې نورو کړو وړو کې محدود شي. له نارینه و سره دښځو د حقوقي برابرۍ موضوع او د ښځو د سرښندونکو مبارزو تاریخ تر دې ډیر پراخه دی. 

صنعتی انقلاب په لویو فابریکو کې د ښځو له پاره د کار دروازې پرانستې. په هغه زمانه کې چې د استثمار درجه لوړه او د نرو له پاره هم د کار شرایط خراب و، خو ښځو تر هغو په زیاتو خرابو شرایطو کې کار کاوه، د روځې د کار ساعتونه یې زیات او معاشونه یې ټيټ ؤ. په هغې وخت کې چې د کارګرانو د ګټو او علایقو د دفاع په خاطر سوسیالیستي فکرونو وده کړې وه او سوسیالیستي سیاسي ګوندونه رامنځته شوي ؤ، د ښځو د حقوقو له پاره یې د مبارزې ابتکار او د هغو رهبري هم په غاړه اخيستې وه. د امریکا، جرمني او نورو صنعتي هیوادونو سوسیالیستی ګوندونو په خپل وخت کې د ښځو د حقوقو له پاره ټینکه مبارزه کوله او لا تر اوسه همدا ګوندونه، کارګري اتحادیې او د ښځو اتحادیې او سازمانونه یو ځای د نارینه او ښځو تر منځ د مساوي حقوقو د رامنځته کولو له پاره مبارزه کوي؛ غواړي چې د ښځو د کار شرایط له نارینه ؤ څخه خراب نه وي، د کار په چاپیریال کې امنیت او مصئونیت ولري، تر روحي او جسمي فشار لاندې نه وي، د کار اجوره یې تر نرانو کمه نه وي، د کار ساعتونه او د تفریح او رخصتۍ ورځې یې د نورو کارګرانو په شان وي او پردې برسیره د ولادت د ورځو رخصتۍ له معاش سره هم ولري. 

د ښځو د نړیوالې ورځې تاریخ د ۱۹ مې میلادي پیړۍ د وروستیو او د شلمې میلادي پیړۍ  د لومړیو کلونو د کارګري او سوسیالیستي جنبشونو فعالیتونو ته ور ګرځي چې د ښځو له پاره د ځانګړو هیوادونو او ټولې نړۍ په کچه د حقوقو د برابرۍ، لوړو معاشونو، د کار د شرایطو د سمون شعارونه پورته شول؛ په انتخاباتو کې یې ښځو ته د رایو ورکولو حق وغوښت او د تبعیض په ضد مبارزه غښتلې شوه. په ۱۹۱۰ م کال کې د آلمان سویسالېستې مبارزې او د ښځو د حقوقو فعالې میرمن (کلارا زیتکین  Clara Zetkin) په کوپنهاګن کې د سوسيالېستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ، خو د کومې ځانګړې ورځې نوم یې وانه خیست. وروسته بیا په نورو کلونو کې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ونمانځل شوه او په ۱۹۷۵م کال کې همدا ورخ د مګرو ملتونو د سازمان لخوا په رسمیت وپيژندل شوه. 

اوس دا ورځ د نړۍ په ډیرو هیوادونو (او په دې لړ کې زموږ په هیواد کې هم) په مختلفو شکلونو نمانځل کیږي او په بعضو هیوادو کې د رسمي رخصتۍ ورځ هم منل شوې ده. د ښځو د حقوقو د تأمین له پاره په افغانستان کې هم د دولتی ارګانونو ټاکلې سلنه د ښځو د مقررۍ له پاره ځانګړې شوې ده. په پارلمان او نورو دولتی ارکانو کې د ښځو ونډه ۲۵ سلنه ټاکل شوې ده. خو دا ددې معنا نه لري چې وزیران او نور چارواکي د پخپله خوښه دا چوکۍ خپلو خپلوانو او یا د دوی منل شوو ښځو او نجونو ته ورکړي. دلته لازمه ده چې هغه د تجربې، مسلکي پوهې او مهارت څښتنې ښځې مقررې شي چې په رښتینې توګه د همدې پوستونو لیاقت ولري. زموږ د هیواد په اوسنیو حالاتو کې متأسفانه د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې هم واکمنان هڅه کوي چې واسطه لرونکې او خپل ځان ته وفادارې ښځې مقررې کړي؛ لکه چې د دولتي ادارو د ځوانولو تر نامه لاندې یې تجربه لرونکي افسران او ملکي مامورین په مختلفو طریقو او نیرنګونو له دندو لرې او بیکاره کړل چې په ملی کچه یې هیواد او دولتی فعالیتونو ته زیات زیان ور واړاوه.

سږ کال زموږ په هیواد او په نړیوال مقیاس د ښځو نړیواله ورځ چې د راتلونکې دوشنبې له ورځې سره سمون خوري، د کرونا د بحرانی شرایطو تر اغیزې لاندې نمانځل کیږي. هيله ده چې دا ورځ زموږ د ګران هیواد په کلیو او ښارو کې د منورو کسانو لخوا ونمانځل شي او ټولو ښځو ته ددې ورځې د شتون خبر ور ورسول شي.

زموږ د ټولنیز ژوند او ورځني فعالیت په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون اړین دی، خو په سیاست کې د ښځو فعال ګډون د سیاسي کلتور په بدلون او د سیاست د لوري په سمون کې تر ټولو اغیزمن فکټور کيدای شي.