د قطر منځ کې به نارې کړم

چې خليزاد په تخت کې سخته ومروړمه

 

د جګړې طالب جانه، که عبث ستانکزی د زړه حال درته ووايي، نو هرو مرو به همدا لنډۍ د ټولو طالب مشرانو اندېښمن حالت درته څرګند کړي، خو کيسه داسې ده چې هېڅوک د خپل جېب او مقام ګټې په خطر کې نه اچوي. 

ستاسې خبره ګردسره ريښتيا شوه چې له کفارو سره دوستي د ذلت لامل ګرځي. همدا تاسې په خپله يې تر ټولو ښه لاسوند يا ثبوت يئ. امريکا د يوه کال په موده کې له دومره ذلت سره مخ کړئ چې افغان دولت به په سل کاله دومره نه وای ذليل کړي. له يوه کال راهيسې د امريکايانو شوبلې يا ټانګونه ساتئ، د القاعدې او نورو اسلامي تحريکونو مجاهدين د امريکا په فرمايش وژنئ او دا قتلونه په پوره وياړ او وړيا سرته رسوئ. کله چې امريکا ووايي چې طالبانو له اسلامي ګوندونه سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي، تاسې په يوه ثانيه کې سل قسمونه ورته وکړئ چې بې شمېره د القاعدې، د ازبکستان، تاجکستان، چيچنيا او چين مجاهدين مو ووژل او لا يې وژنئ. افسوس ستاسې په حال چې دومره په وياړ د يوه مسلمان ورور د وژلو  اعلان کوئ، خو پروا نه لري، ستاسې همدا دنده ده او لا به وي. 

طالب جانه، د دوحې تړون آن لکه له لومړي پيل څخه چې مردود وو، همداسې مردود پاتې شو او همداسې مردود به لغوه شي. که ريښتيا وويل شي، يوازې تاسې يې د امريکا ځيره خواره، چوکيداران او د اسلام په تاريخ کې تر ټولو ستر غلامان ثابت کړئ. د دې جګړې او تړون تر ټولو ستره قرباني تاسې د جګړې طالبانو ورکړه، خو مزې او چړچې مو هغه مشرانو وکړې لا يې کوي چې تر اوسه پورې يې خپله کلمه هم سمه نه ده زده، سياست خو هسې لرې خبره ده. ستاسې د مشرانو پر بې عقلۍ تر ټولو ستر لاسوند دا دی چې هر ځاي باټې ولي چې امريکا ته يې په سياست کې ماتې ورکړه، حال دا چې همدا ستاسې مشران د امريکا په اخور ولاړ او خليلزاد ته يې سترګې نيولې وي، د پنجاب امرونه ته په تمه، له روسيې او ايران څخه د مهربانۍ سياسي خيراتونه غواړي، خو د مظلومو افغانانو په موټرو پسې بمونه تړئ.  

 

دا دي اوس د قطر تړون هم خپله مانا له لاسه ورکړه. له دې سره سم به مو مشران اوس بيا تاسې د جنت په پلمه د وينو تويولو ته راغواړي، خو پام کوئ چې د جهاد لپاره مو ټولې پلمې وکارولې او ټولې پای ته ورسېدې. اوس جهاد نشته، خو يوازې ستاسې د مشرانو ګټې په خطر کې ولوېدې. ستاسې مشرانو ته په ارګ کې چوکيداري و نه رسېده. ستاسې د مشرانو کورنۍ په غرونو، دښتو او بېدياوو کې په وېره او ډار کې ژوند کول نه غواړي، د قطر مزې يې خوښې دي او غواړي چې هر مازديګر له خپلو پستو، مستو، شوخو پېغلو لورانو او مېرمنو سره د قطر په مينه ناک چاپېريال کې چکر ووهي. تاسې ته به اوس بيا وايي چې هله جګړه وکړئ چې جنت ته ولاړ شئ او اويا حورې درته په تمه دي. پوهېږم چې زما خبره نه منئ خو د امتحان لپاره دا ځل خپل مشر ته ووايئ چې تاسې ته تر اوياوو حورو ستاسې د مور قدر ډېر دی، هغه درته په تمه ده، خپلې مېرمنې او ماشومان مو در ته په تمه دي. بيا مو د خپل مشر خبرو ته غوږ کېږدئ چي دی له تا سره کوم ډول رويه  کوي. 

د جګړې طالب جانه، په چا ټوپک مه په نښه کوه، ځکه چې ستا د جګړې په ضد له همغه ځايه فتوا راغلې ده له کوم ځای څخه چې ستا دين راغلی دی، همغه علماو ستا په ضد فتوا ورکړې ده، کومو علماو چې په نړۍ کۍ د هر شي په اړه فتوا ورکوي. نو ته څه لېونی يې، چې کفران ته زړه ښه کوې؟ ته ولې خپله عقيده او خپل آخرت د يوه داسې کس لپاره خراب کړې چې تر پرون پورې يې د هورا نارې وهلې او مستې پستې او شوخې لورانې يې اوس هم د قطر د سيند پر غاړو چکرې وهي، په هغو روپيو خپلې مزې او چړچې کوي چي ستا په  نامه يې له نورو څخه راټولوي، دوی ستا د سپين سرې مور سسپينږيري پلار، وړو وړو ماشومانو او تور سرې مېرمنې پروا نه لري. 

تاسې داوه کوئ چې په بګرام کې د افغانانو په عفت يرغل کېږي. تاسې داوه کوئ چې د طالبانو په عفت، ننګ او ناموس يرغل کېږي. هر څوک يې مني. تاسې ريښتيا وايئ ! دا ټول کارونه وشول لا به کېږي، خو د دوحې له تړون سره سم چې موږ نارې درته وهلې چې د بايللي عفت او د څيرې کونې تاوان مو له امريکا څخه وغواړئ، تاسې پر موږ د کفارو ټاپې ووهلې. موږ چې در ته وويل چې امريکا مو غولوي او د دې شل کلن جرم او جنايت څخه به له همدې تاسو څخه برائت اخلي، تاسې به موږ ته د مرګ ګواښونه کول. اوس ښه شو، نه مو ارګ وګټه، نه مو چا کونه در وګنډله او نه هم د عزت خاوندان شوئ، بلکې دومره ذلت مو پر برخه شو چې الله پاک دې بل هر څوک ترې ساتي. 

اوس همداسې شلېدلې کونه ګرځئ او همداسې بې پته کرايي قاتلان ښه يئ، خو ګورئ وخت شته. تر اوسه د هر څه وخت شته. هم د سولې وخت شته، هم د پت او عزت د اعادې او هم د سرلوړۍ، خو شرط دا دی چې تاسې به د الله ج امرونه منئ. 

ستاسې په مرګ دا ټولنه خوارېږي، خو دا ټولنه دې ته مه مجبورئ چې ستاسې په ژوند او مرګ لعنت ووايي. ستاسې هغه دروغجن مدافعين او تبليغيان چې هم د دولت معاش خوري، هم د امريکا د استخباراتو، څنګه تاسې ته وفادار پاتې شي؟ داسې هېڅ امکان نه لري چې هم له امريکا سره ډغري وهئ او هم مو تبليغيان او “سياسي مشاورين” د امريکايي اډو سپي او ژباړن وي، داسې نه کېږي چې ستاسې سياسي مشاور شپه په امريکايي اډو کې تېروي او د ورځې دې تاسې ته په ريښتيا د اعلا کلمه الله لپاره مشوره درکړي. دا ټول نجس او پليد د خپلو جېبونو لپاره هم په ځان سودا کوي، هم په خپل ناموس او هم په تاسې. د دې ټولو بيه لس ډالره ده. 

دا دي مشران مو اوس په قطر کې د سولې لپاره خبرو ته هر څه له لاسه ورکړل. نه هغه غرور او نه هغه سياسي لنډه غري او نه هم هغه لوړې سترګې! فکر وکړئ چې که مو درې مياشتې وړاندې اوربند اعلان کړئ وای، اوس به څومره سرلوړي وئ؟ څومره به مو په ټولنه کې ځای او پوړۍ لوړه شوې وای او څومره سياسي او اخلاقي ضربې به مو دولت ته ورکړې وای؟

خو يو ځل بيا وايم چې لا تر اوسه وخت شته. د دې ټولو غلطيو جبران کېږي، خو يوازې چې د الله ج کتاب په لاس کې واخلئ او له اخلاصه يې ولولئ چې الله ج د سولې  په اړه څه وايي او امرونو ته يې غاړه کېږدئ. نو د سنګر طالب جانه، جګړه نه ستا په ګټه ده، نه ستا د هېواد او نه هم ستا د عقيدې پر بنسټ رواه ده. ستا جګړه يوازې د ارګ د چوکۍ د تر لاسه کولو لپاره ده. نوره ستا خوښه چې څه  کوې!