۴- امریکا په لویه جگړه کې له ۱۹۱۷ -۱۹۱۸م کال پورې
د۱۹۱۷ م کال متحده ایالات دالمان ددښمنانوپه لیکه کی ودریده خوولسمشرویلسون په عاجزانه خبرواتروسره داڅرگنده کړه چی امریکانه د(همکار)په صفت نه دبریتانیا، فرانسی ، روسی د(دتړون )په صفت جنگیږی . دهمکاراودتړون دمفاهیمومعنی متفاوت د امریکایانوداندونوپه بناچی دخپل ځان لپاره کاوه همدارنگه داورپایانودهغه نظریاتوله مخی چی دامریکایانوپه برخه کی یی لرل خپل اثروکړ. دامریکاولسمشرله نظره متحده ایالاتوداروپایانو په پرتله دلوړواوعالی اهدافولپاره جګړه کوله ترڅوځان دهغوساخت اوپاختونو(جوړجاړیوسازشونو)نه لری وساتی کوم چی دجګړی نه دمخه دهغوی (اروپایانو) له خوامنځته راغلی وه او هغه اعلان کړه چی(پټه دیپلوماسی )دجگړه لامل وه . په داسی حال کی چی په هغی کی دآلمان په پټه دیپلوماسی کی هیڅ نقش نه درلود. که څه هم چی دجگړی شریکانوله نظره امریکاداموقف اوموضوع نیونه ځان ترنورولوړبلل اوخپل سری ښکاریده ،داروپاپه خصوصی محافلوکی اورپایانودامریکامنزوی دمسخری لاندی نیوه . لویدیځو اروپائی هیوادونواړیکی دامریکاسره ستونزی رامنځ ته کړی ځکه جنرال تاسکربلیس (دجنگ شوری کی دامریکانماینده )هغه سازمان چی دگډوځواکنو داستراتیژیکی همغږیتوب لپاره چی دآلمان سره په جنگ کی ښکیل ورامنځ ته کړی وه دجنگ دپای لپاره دسیاسی اهدافواوخبرواتروپه برخه کی دلازم اختیاراتوڅخه برخمنه نه وه.
بلیس یوپوهه اوغیرمسلکی زندان ساتونکی دپخوانی تاریخ سره یی مینه درلوده دسیاسی اهدافو (جنگ)په اړه دلازم اختیاراتوڅخه دخبرواتروپه برخه کی برخمن وه . دنظریی په لحاظ هغه خپل ځان دانگلیسی اوفرانسوی سیالانوڅخه دمتحدینوپه ډله کی غوره شمیرلو،که چیری دهغه متبوع دولت هغه ته اجازه ورکړی وه چی دسیاسی مسائیلوپه برخه کی بحث وکړی بلیس خپل ځان سره نظرکاوه چی هغه ته بایدداسی اجازه ورکړل شی. خوویلسون داسی اجازه ورنه کړه هغه وکولای شوچی یوازی دتازه نفسه امریکائی ځواکونوپه اړه خبری اتری وکړی.
۵- سیاست اودیپلوماسی دسولی برقرارول په ۱۹۱۹–تر۱۹۲۰ م کاله پورې
دجمعه په ورځ د دسمبر په ۱۳په (۱۹۱۸م) کال کی دویلسون ننوتل دجورج واشنگټن په بیړی کی فرانسی ته دفرانسی اوبریتانیاغبرگون دآلمان په وړاندی دغچ اخیستلوپه بناوه ویلسون دسولی وړاندیز ورته وکړپه داسی حال کی چی ټولی اروپاسترگی ورته نیولی وی ترڅوسوله برقراره شی چی دنوی دیپلوماسی په بنسټ استواره وی . داچه دامریکانماینده ګی هیت څلوروغړودمزاکراتوکی دتصمیم نیولوحق نه درلوده مگر داچی هغوی په بهرنیوچاروکی دښه مطالعه خاوندان وو. دهیت دغړوله جملی بلیس داروپائی دولتونوپه هکله ډیره مطالعه درلوده ځکه چی ۱۸ میاشتی مخکی دمتحدینودجنگ عالی شوری کی وخت تیرکړی وه. دسولی په کنفرانس کی دلویودولتونوکارپوهان په خپل کارونو کی مشغول وه دامریکارسمی هېئت په پاریس کی دسولی په کنفرانس کی یوازی پنځه تنه شامل وو.مگر دخدماتوڅخه داسی معلومیدل چی له پنځوڅخه زیات دی . یوازی هغه دولت چی دامریکادکاراوپوهی په لحاظ مقابله کوله دفرانسی دولت وه چی دکنفرانس کوربه هم وه .دبریتانیا نماینده گانوهیت تعداد ډیروه زیادکارپوهان ئی له ځان سره راوستی وه. بریتانویان دپخوانی دیپلماسی دروش په مطابق تربیه شوی وولکه هارولدبیگلسون یارابرت سیل هره ورځ په شوراوشوق خپل کارته تلل ویلسون دغه باورپه هغوی کی پیداکړی وه چی دهغوی دفعالیتونوپه نتیجه کی دایمی اوپایداره سوله به ټینگه شی . مگرددغوکارپوهانودغې عالی روحیې دوام پیدانکړ. ځکه کله چی ویلسون دکنفرانس دپرانستلوڅخه وروسته دپاریس نه راغی پدی هڅه کی شوچی هغه رسمی کزارشونه چی دکارپوهانولخواراټول شوی وه په کم نظری کی ونیسی دغه بی غوری بی اندازه بده وه.کلمانسوخپل شکست خوړلی دښمنانوته حق ورنکړچی دناظرنماینده په توگه دکنفرانس په جلساتوکې گډون وکړی . کلمانسو(فرانسه لومړی وزیر )ودیته مایل نه وه چی هیڅ المانی دیپلمات ته دپاریس دسولی کنفرانس په اړه خبری وکړی . دویلسون له نظره ښه لاره دسولی دتضمین لپاره هماغه دولتونوموافقت اودبین المللی سازمان تائسیس دی چی په څرگنده دیپلوماسی باندی متعهدوی اودغه سازمان ټولوهغواختلافاتوته چی دسولی قراردادونوله جملی څخه دی رسیدګي وکړی
ورسته له هغه چی دسولی قرارداد دآلمان سره دمتحدینوپه توافق تهیه شواوآلمانیانوته وړاندی شوترڅوهغه امضاکړی په ورستی مرحله کی دآلمان څخه غوښتنه وشوه چی دیوکامل غړی په تـــــــــــــــــــــوگه ددغه نوی بین المللی سازمان عضویت ته ورننوزی.

۶- ددیپلوماسۍ نوی څېره ویلسون اودوارسای معاهده
دزیاتوهیوادونوپه ۱۹۱۴ م کال کی خپلی نظامی استراتیژیکی اوبهرنی سیاست اړیکی یودبل پروړاندی له لاسه ورکړی وه .
هیڅ له اړخونوڅخه دسولی لپاره دطرحی کولو جرأت نه درلود. فرانسه دالزاس اولورن سیمی دلاسته راوړلوڅخه پرته دهیڅ ډول دحل لاری ته حاضرنوه . آلمان دسولی دمنلولپاره حاضرنوه چی هغه سیمی آلمان نیولی وې بیرته واپس کړی.
انگلستان هم نورسوله نه منله اودخپل ځانگړوضمانتونو باندی ټینگارکاوه . دغه ضمانتونه په ځانگړی ډول دآلمان ضعیف کولوباندی اوددغه هیوادآزادبحرونه وه هغه امروچی آلمان هیڅ کله هغه نه منی مگرداچی دبشپړشکست سره مواجې شی.
دآلمان رهبران هم دهغه شی غوښتونکی شول چی دتسلیم کیدوپه قیداوشرط پوری وه په لویدیځ کی المان دتیگو ذغال معادن دفرانسی شمالی سیموپیوست کول دالمان سره اونظامی کنترول په بلژیک باندی دآرتورس بندرپه شمول چی دبریتانیادسخت خصومت تضمین ئی کاوه . ختیځ کی آلمان یوازی څرگندشرطونه دلهستان په اړه وه په ۱۹۱۶ م کال کی وعده کړی وه (مستقل دخپل واک )چی دمورنی سلطنتی نظام اواساسی قانون لرونکی به وی تشکیل کړی. چی په دی بنسټ هرډول مصالحه دسولی په اړه دروسیی سره له منځه یووړه .
آلمان ورسته له هغی چی روسی ته یی ماته ورکړه دبرست یتوسک معاهده ئی په ۱۹۱۸م په دغه هیواد باندی تحمیل کړه، چی دهغه په بنسټ دیوریمه برخه داروپائی روسی څخه ئی آلمان پوری ضمیمه کړه اوداوکراین په هکله ئی قیمت رامنځته کړو.
آلمان روسی ته ماته ورکړه اودوه هیوادونه یی (فرانسه اوانگلستان )کمزوری کړل فرانسه اوانگلستان دکمزوری له امله ونشوکولای چی خپل دوښمن ځواک ته ماته ورکړی . هغوی (انگلستان اوفرانسه )خپل ډیرخواږه ملگری ئی دسولی په لاره کی قربانی کړل.
امریکامتحده ایالاتودجنگ په ویجاړواوگډوډیوڅخه چی دری کلونو دوینوبهیدلوڅخه رامنځ ته شوی وو په ډیر اعتماد سره بین المللی صحنی ته راوړاندی شوه چی داوروپائی متحدینولپاره هیڅ ستره څرکنده ونه نوه. دبین المللی نظم لپاره دامریکامعیارونه عبارت وه دموکراسی، اجتماعی امنیت، دسرنوشت دټاکلوحق، چی هیڅ یوه مخکی لدی څخه داروپائی مسائیلودحل لپاره چندان مرستی ونه کړې په ځانکړی ډول دنړیوال نظم لپاره دویلسون د نظرپه بنسټ هغه خلک چی دسرنوشت دټاکلوحق څخه برخمن دی نورکوم دلیل نه لری چی جنگ ته لمن ووهی یاداچی خلک دظلم اوستم لاندی ونېسې .
وروسته له دی چی دنړی ملتونه دسولی اودموکراسی نعمت څخه برخمن شی په دی صورت کې هرهغه څه چی دسولې ضد رامنځ ته کیږی ټول به په متحدډول دفاع کوی . ویلسون وړاندیزوکړچی سوله به دټولنیزامنیت په بنسټ پلان گزاری شی.په ۱۹۱۴م کال کی ویلسون دلومړی ځل لپاره خپلی طرحی ئی دیونړیوال سازمان دتشکیل لپاره وړاندی کړی هم یی په لومړی ځل کی دامریکادگډون دطرحی نه په دغه (سازمان )کی پرهیزوکړ. په ۱۹۱۷م کال کی ویلسون دامریکادعضویت څخه ئی ملاتړوکړ.
ویلسون په ۱۹۱۷م کال کی هاوس ئی ولیږه ترڅوداروپایانو څخه غوښتنه وکړی چی دجنګ اهداف دکاغزپرمخ راوړی.
ویلسون څورلس (۱۴)نقطی چی په دوه ډلونوتقسیم اودکنگری جلسی ته ئی وړاندی کړه، هغه اته نقطی اړینی بللی پدی معنی چی باید اجراشی تشریح کړی . دغه نقطی ښکاره دیپلماسی، دبحرونوآزادی، عمومی خلع سلاح، دتجارتی موانعو طرحه کول ، داستعماری ادعاګانو بی طرفانه حل اوفصل، دبلژیک ساتل، دروسی خاوری آزادول،اوداصلی تاج په صفت دملتونو ټولنی را منځ ته کول.
ویلسون شپږنوری نقطی چی پاتی وی اختصاصی حالت یی وګاڼه(باید لازم وګڼو)چی تر سره شی ځکه چی دغو نقطوڅخه په زړه پوری نقطی دالزاس او لوران بیرته ورکول فرانسی ته هیڅ یو دولت خپل هدف ته ونه رسیده المان ددی کارنتیجی څخه راضی نه وو،دفرانسی امنیت تضمین نشواو امریکاددغی پروسی څخه ځان یوی خواته کړ.تاریخ لیکونکو ډیرقوی استدلال اوعقیدی سره چی کاوه یی دامریکا منع کول دملتونودټولنی دغړیتوب څخه دورسای معاهده یی ماتی سره مخامخ کړه.
۷- امریکامتحده ایالات اولاتینی امریکا
په لاتینی امریکاکی دامریکاسیاست پرنوروواکمنانوباندی دغوره والی په بنسټ وه امریکامتحده ایالات خپل نفوذ(اغیزی)په لاتینی امریکاکی دمستقیمی سرمایه گزاری له لاری، دپانامی کانال باندی اغیزی اوداړتیاپه ترڅ کی دمستقیم نظامی تیری په بنسټ ساتلی دی . امریکائی وګړوخپلی سرمایه گزاری اندازه په لاتینی امریکاکی دلومړی نړیوال جنگ څخه مخکی۱،۲۶میلیارد ډالره واوپه ۱۹۲۹م کال کی ډیروالی په کی راغلی وه ۳،۲۵ ملیلارده ډالروته پورته شو.
هغوی دوسپنی پټلی دالکترونیکی خدماتودنفت ذخایر زراعت اودبوری تولیدمالکان شول.
همدارنگه امریکائی تیری کوونکوشرکتونو دوینزویلا نیمائی نفت به یی تولید ول اوزیاته ګټه به ئی ترلاسه کوله .
دلومړی نړیوال جنگ څخه تراقتصادی ستربحران پوری ۱۹۲۹م دامریکادصادراتواندازه لاتینی امریکاته دری۳ چنده شوسل په شلوکی دامریکاصادرات ئی تشکیلول .
په هماغه وخت کی دامریکااقتصادی نقش په نیمه لودیځه غربی کره کی زیات شوی وو، اوداروپایانوپه ځانکړی ډول دبریتانیارول په دغه نیمه کره کی په کمیدوو. امریکامتحده ایالاتوپه هایتی جمهوری، دومینکین اونیکاراگوکی خپل نظامی قووتوته ادامه ورکړه. امریکایانودکوبادسیاست مدیریت په خپل کنترل کی وو،اودزیاتوعواملوپه بنسټ مکزیک سره دجنگ مرحله ته ورنږدی شوه . متحده ایالاتوپه۱۹۱۵ م کالکی جمهوری دومینګ ئی اشغال کړ.
په دی هدف سره چی ویلسون دلاتینی امریکاجمهوریتونوته ورزده کړی چی باید دخپلی رهبری لپاره ښایسته فرصت پیداکړی.
دامریکادټاکنوپه بهیرکی په ۱۹۲٠م کال کی یوتعدادزیاتوشخصیتونو دومینگ داغیزو(اشغال )دپریښودوغوښتونکی وه.
دجمهوری غوښتونکودگوندسیاست په۱۹۲۰م کال کی دومینگ څخه دبهرکیدوپه اړه و،ځکه چی دامریکانظامی ځواکنوپه دومینگ کی زیات لگښت ته اړتیادرلوده. همداډول په ۱۹۱۱م کال کی امریکامتحده ایالاتوپه نیکاراگوکی دامریکائی ښاریانوددارائی دساتلوپه خاطرنظامی تیری کړی وو،۱۹۲۶م کال کی دنیکاراګودداخلی جنګ دوام ددی سبب شو چی امریکایی بحری ځواکونه نیکاراګو ته ددوهم ځل لپاره ورشی امریکایی ځواکونوموجودیت په نیکاراګو کی تر۱۹۳۴م کاله پوری په خپل زورکی پاتی شول.
دامریکابحری ځواکنوپه ترتیب سره یوملی گارددنیکاراگوله وګړو څخه جوړکړترڅووروسته دامریکاځای وینسی . یوځوان په نوم دی آناستاسیوسرموزپه دغه گاردکی فعالیت کولو. کله چی امریکاپه ۱۹۳۴م کال کی له نیکاراگوڅخه بهرشول دغه ځوان دنیکاراگواداره په لاس کی واخیسته. سرموزاودهغه دکورنی غړی تر ۱۹۷۹م کالو پوری زورکی پاتی شول په ۱۹۲۰م کال کی دهایتی ولسمشرانودامریکامتحده ایالاتودستورونوته یی غوږنیولی واوپه دغه هیواد باندی اغیزی درلوده.
په۱۹۲۹م کال کی داقتصادی لوی بحران په شروع سره دهایتی صادراتی قهوی قیمت راکم شو، ددغه هیواد خلک دامریکادتیریکوونکو اغیزوڅخه پتنگ شول اومظاهری په ټول هیوادکی ترسره شوی، دامریکامتحده ایالاتودتحقیق کمیسون د مرون په مشری دغه اعتراضونوته جواب ورکړ. امریکاپه هایتی باندی په ۱۹۱۴ تر۱۹۳۴ کالونوکی په مستقیم ډول حکومت کړی.
۸- دمنچوری بحران
دانگلستان دکارگرکابینه دسقوط خبرپه ۱۹۳۱م کال کی واشنگټن ته ورسیده، په هغه شپه دامریکا ولسمشرهووردخپلوڅلوروزیرانولپاره ملمستیاترتیب کړی وه. هوورغمگینه واوددی توانایی نه درلوده چی دخپلو خبرواتروپه بهیرکی دضیافت کوونکوروحیه تقویه کړی.
هغو ی ټولو په تاسف سره خبری اتری کولی، دامریکادخزانی وزارت مرستیال فدرال رزروخواشینی سره وویل چی امریکاپولی واحد په اختیارکښی نه لری چی دلویه بریتانیاله دداډول بحران څخه نجات ورکړی. په بهیردیوه میاشت کی په ۱۹۳۱م کال کې دکتوبرپه ۲ جاپان په چین باندی دجنگ پاڅون وکړ اونړی په داسی حال کی هیڅ ډول لاسوهنه نه کوله اویواځی له هغوی نه ځارنه کوله . لویدیځوهیوادونو په دی باندی حاکم نوه چی دیووسیله په بنسټ دجاپان دظلم سیاست مخنوی وکړی ځکه چی دغه جنگ په لوی اقتصادی بحران کی رامنځ ته شوی وه، ددجنگ مخنوی زیاتی اقتصادی لگښت ته اړتیادرلوده، دملتونوټولنی په ۱۹۳۱م کال داکتوبر میاشت کی غوڼده وکړه اوتصمیم یی ونیوه ترڅویوکمیسون تحقیق لپاره چین ته ولیږی . ددغه کمیسون مشری یوبریتانیائی لردلیتون په غاړه وه، ددی کمیسون غړی په یوه پڅه کشتی کی دچین په لورروان شول. اودغه بیړی په ۱۹۳۲ م کال کی چین ته ورسیده .
دغه کمیسون پدی نظرکی وچه څه بایدوکړی په دغه وخت کی جاپان دشانکهای په ښارباندی چی دچین جنوب ته پورت دی یرغل وکړ. کله چی استمیسون (دامریکادبهرنیوچارووزیر)دیرغل خبرواریده ډیرخپه شواووویل که چیری دملتونو ټولنه دچین اوجاپان په هکله څه پاڅون ونه کړی امکان لری چی دامریکادولت مستقیمأ پاڅون وکړی.
جنگیزبرایان (دامریکادبهرنیوچاروپخوانی وزیر )علان وکړچی امریکامتحده ایالات هرډول بدلون چی دزور په واسطه رامنځ ته شوی وی په رسمیت نه پیژنی استمیسون غوښتل چی نه پیژندنه په هکله نورهم ټینگاروکړی اوجاپان یی په واقعی توگه په جنگ باندی تهدید کړ . استمیسون داسی درک کړه چی تهد ید امیزه خبری وکړی تر څوجاپان وویره وی اودچین دمنچوری سیمی څخه لاس په سرشی اوداسی نظریی درلود که ټول هیوادونه دمنچوریاسیمه دجاپان لپاره امضاکړی مگرامریکا یی تهد یدوی .
خوهووردهغه دنظرسره مخالفت وکړ، ځکه هوور داسی عقیده درلوده چی هیڅ داډول تهدید آمیزه خبری جاپان نشی ویرولی. استمیسون چی دولسمشردحمایت څخه محرومه شوی وه ډیرغمګینه اوخپه وو.
دوه ۲ کالوڅخه وروسته پدی باره کی چی ایاداستمیسون دوکتورین اوکه دهووردوکتورین نواقص لری پدی هکله مختلفی عقیدی څرگندې شوی دی ځکه چی دمنچورېاسیمه دجاپان سره (۱۹۴۵م) کال پوری باقی پاتی شویده اودهغه نوم ته یی بدلون ورکړ اودهغه نوم منچوکولوکیښود.
۹- دامریکاددیپلوماسی نوی کړنلاره
سره ددی دامریکابهرنی سیاست په ۱۹۳۲م کال کی دولسمشری دټاکنوپوری کومه اړیکه نه درلوده بلکی دغه ټاکنی دعوامونظرونه اقتصادی بحران ته متوجی ول. روزولت دخپل انتخاباتی مبارزی په بهیرکی اودولسمشری ته دبری په خاطردهوورسیاسی گوند داقتصادی بحران په بنسټ ناقص گنلواوهووریی پدی باندی تورن گڼلوچی داقتصادی بحران دحل اوفصل په خاطر هیڅ کوم اقدام ندی ترسره کړی.
هووردروزولت دتهدید آمیزه اوتیری کونکوتورونونه چی په ۱۹۳۲ م کال کی داقتصادی بحران په بنسټ کړی وه ډیر غمگینه شوی وه . اوددواړواشخاصواړیکی په ۱۹۳۲م کالکی خړی پړی شوی وه .
هووردروزولت څخه وغوښتل چی داقتصادی بحران دمخنوی په خاطریونړیوال اقتصادی کنفرانس دایرکړی .
مگرروزولت هوورته مثبت جواب ورنه کړو.روزولت غوښتل چی دخپل عمل آزادی وساتی اودیته مایل نوه چی دهورمات شوی سیاست ته ملامت شی .
روزولت پدی باندی ټینگارکاوه چی اقتصادی بحران باید په لومړی ځل دننه هیوادکی له منځه لاړشی اوورسته امریکامتحده ایالات په نړیوال اقتصاد کی ګډون وکړی.
په حقیقت کی روزولت پدی باندی متعهد وه چی یونړیوال اقتصادی کنفرانس دایرکړی. هغه وه چی دغه کنفرانس په ۱۹۳۳م کال کی په لندن کی دایرشواو ۱۶۴ هیوادونوپکښی گډون کړی وه .
پدی کنفرانس کی ځانکړی معیارونه تعین شول ترڅو ددغه معیارونوپه بنسټ دټولوهیوادونودپیسوارزښت په نظرکی ونیسی.
روزولت یولوړرتبه هیت په ریاست دکوردل هال اوپه عضویت پتمین دلندن کنفرانس ته ولیږل
پتمین ددموکرات گوند غړی وه اودامریکادمشرانو په جرگه کی نوادادایالت نماینده وه پتمین شراب خوره اوناوړه ژبه یی درلوده کله چی لندن ته ننوت داډول رفتاریی کاوه لکه یوزندانی چی له زندان څخه راخلاص شوی وی لومړی دمشروباتودخرڅلاوبازارته لاړاوشراب یی واخیستل خپلی سترگی یی سری کړی مست اوبیهوشه شواودخپل ځانه ناخبره وه . کله چی دپتمین له حالت نه دامریکاولسمشرروزولت خبرشودهغه په ځای بل هیت ریموندمولی دلندن کنفرانس ته ولیږه ترڅودغی مبارزی ته دپای ټکی کیږدی . دلندن کنفرانس هیڅ داسی مثبته لاسته راوړنه نه درلوده مگرمولی ته یی فرصت ورکړوترڅودسیاحت په خاطر په یوبحری سفرکی لندن ته لاړشی.
دلندن کنفرانس داقتصادی بحران په هکله په ډیروستونزواومشکلاتوسره ترسره شومگرکومی مثبتی لاسته راوړنی یی نه درلودی.
دوه کاله ورسته په ۱۹۳۵م کال کی دامریکا،فرانسی، اوبریتانیا،دمرکزی بانکونوترمنځ دپیسودارزښت په خاطریوغیررسمی توافق رامنځ ته شوچی دغه غیر رسمی توافق دپیسودارزښت په خاطریونړیوال توافق ته لاره پرانیستله دغه رسمی توافق دبرلین په کنفرانس کی په ۱۹۴۴م کالکی رامنځ ته شواودټولودمنلووړوگرځیده.
دلندن کنفرانس کومه نتیجه ورنه کړه دهغه عوامل دنړیوالی اقتصادی همکاری څخه دامریـــــــــــــکا مـــــــــــــخ اړول وه.

نوربيا...