لومړۍ برخه
سريزه
دغه ليکنه چې د شلمې پيړۍ په اوږدو کې د نړۍ د وخت د دوو سترو زبرځواکونو تر مينځ د ديپلوماسۍ تر سليک لاندې ليکل شوى . په حقيقت کې مونږ ته دهمدې دواړو قدرتونو متقابل برخوردونو تصادمونو او بالاخره کله ناکله ندرتاً د دواړو سترو صنعتي او اقتصادي هيوادو د موازي ګټو د ملحوظاتو په پام کې نيولو سره د تفاهم رښتيني حقايق په لاس راکوي ،چې د شلمې ميلادي پيړۍ د متمدنې نړۍ په تاريخ په خپل عمق کې ستر بدلونونه عظمي جګړې او په عين وخت د معاصرې ديپلوماسې يادښتونه لري. د نورو ټولو پخوانيو دورو په نسبت بشريت او په ځانګړي توګه نړيوالې سولې ته سترې ننګونې د ځان سره لري. امريکا او روسيې په دغه بغرنجې او کړکيچنې فضا کې څومر کليدي رول لوبولى دا په خپله مونږ ته ددې دواړو هيوادونو نظامي، سياسي ،اقتصادي او تسليحاتي ځواک د قوت اندازه په لاس راکوي . دغه د وخت د ابرقدرتونو د همدې څو جانبه نړيوالو مسايلو په پام کې نيولو سره د نړۍ د قيادت تر لاسه کولو او بالاخره د ټولې نړۍ طبعي منابعو د استعمار په موخه په يوې اوږدې سړې جګړې او بعضاً د تودې جګړې لاس پورې کړى. په داسې ډول چې هر يو د طرفينو څخه د خپلوملي مصالحو، اقتصادي ،پوځي او نظامي ابعادو په پام کې نيولو سره د نړيوال سياست د يوه عمده فعال رهبر په حيث په اقداماتو لاس پورې کړى په داسې شان سره چې متحده ايالاتو په دې سل کلنه دوره کې خپلو موخوته د رسيدو په خاطر د خپلو بهرنيو پاليسي سازو ادارو د طرحو په موافقې سره د وخت د شرايطو مطابق په خپله بهرنۍ پاليسۍ او نړيوال سياست کې د وخت خاص نزاکت ساتلى او دخپلو ملي منافعوپه پام کې نيولو سره چې د خپلو جيوپلوتيکيواو جيوسترتيژيکيو اهدافو ته د رسيدو په خاطر کله وار د سوله ايزې ديپلوماسۍ تګلاره کله هم د انزوا طلبۍ سياست او ځينې وختونه د ناپيلتوب سياست د خپل نړيوال موقف ساتلو په منظور اختيار کړى ددې خبرې رښتينى تصديق مونږ ته د له يوې خوا د لرې ختيځ د هيوادونو سره د امريکا د اړيکو طرز څرګندوي او له بلې خوا په لومړۍ نړيواله جګړه کې ددې هيواد بيطرفي او بالاخره په وروستيو کې په جګړه کې ښکيل کيدل او معاقباً د جګړې څخه وروسته په اروپايي قاره کې د مارشال پلان تطبيق او پانګه اچونه ددې ادعا ستر ثبوت دى. د قضيې بل اړخ چې په يوه لوه اسيا کې د خپل عطمت او جغرافيايي خصوصياتو له مخې په دې قضيه کې څومره فعال رول لوبولى دا په خپله ددې ماجرا فعال سازمان ده رکن تشکيلوي .پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسيې هم د خپل متقابل سيال په وړاندې په ورته دريځونو سياست تعقيب کړى .
خلاصه دا چې د شلمې پيړۍ په دوهم نيمايي کې يا په بل تعبير سره د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى ته رسيدو سره نړۍ دوه قطبي ويش په نتيجه کې د همدې دواړو دولتونو سياستونو په مدار کې حرکت کړى د دوهمې نړيوالې جګړې په پاى ته رسيدو سره په نړۍ کې يو لړ ستر نړيوال مسايل لکه اټومي وسله ناپييلتوب غورځنګ يا د دريمې نړۍ عدم تعهد ستراتيژي او بالاخره د اروپا دريم ګړيتوب د پاليسۍ غوره کول نړيواله بلوک بندي د همدې سياستونو زيږنده ده په دې جريان کې هر دولت غوښتل چې خپل ذهني او اډيالوژيکي تاثيرات د سيمې او نړۍ په هيوادونو کې په ځاى پريږدي او هم دريم يا ثالث دولت به چې ددې قدرتونو ديوه سياست په محور حرکت کاوه نو دهغه ملاتړ څخه به په ټولو نظامي، سياسي زراعتي ، اقتصادي او صنعتي برخو کې برخمن شو. چې په دې لړ کې روسيې د خپل سيال د مخنيوي او د خپلو متحدينو څخه د دفاع په منظور کولاى شو، چې دريمه نړۍ د خپل زراعتي ، صنعتي او تکنالوژي پرمختګونو څخه اغيزمنه او پوروړې کړي چې په دې برخه کې په دې وتوانيده چې د خپل مخالف سيال څخه وار تر مخه کړي بالاخره دهمدې ګروپ بنديو ، تسليحاتو او د دريځونو په غوره کولو سره سړه جګړه اوج ته ورسيده آن تر دې چې د يوې اټومي جګړې په ترڅ کې له يوې مخې د ټولې نړۍ د تباهي او بربادۍ عوامل کاملاً مهيا وو. چې د وخت په دې تسلسل کې سړه جګړه د يو لړ عواملو په بنست په (١٩٤٥م)کال کې پاى ته ورسيده او د ختيځې نړۍ تر طاقت شوروي اتحاد يا اوسنۍ روسيه له خپل طاقت څخه پاتې راغله د وارسا منطقوي نظامي سازمان ړنګ او په نتيجه کې متحده ايالات د نړيوال سياست ډګر ته د يو فاتح او بريالي طرف په توګه راووت د خپل همدې موقف ساتلو په غرض يې خپلو پاليسيو کې د نړۍ هره سيمه هدف وګرځاوه تر دې چې زمونږ ګران هيواد افغانستان هم د همدې ټکرونو عملي مرکز وګرځيده او په يوه لويه فاجعه کې پريوت . د نړۍ ددې سياسي جريانونو په ادامه کله چې متحده ايالاتو د نړۍ د قادت مقام تر لاسه کړ او ټوله نړۍ په قطبي نظام بدله شوه ، نو داځلې يې دريمه نړۍ دخپل هدف لاندې ونيوه اوله دې اړخه يې. سيمه ايزو هيوادونو ته بې حده ستره ننګونه رامينځ ته کړه . د ستمبر د يوولسمې پيښې وروسته نړيوالې ټولنې د سرپرستۍ لاندې متحده ايالاتو خپلو ټولو اقداماتو ته مشروعيت وروباښه او په دې برخه کې د ټولو نړيوالو منل شويو اصولو څخه له يوې مخې سرغړونه وکړه. او يوځلې بيايې دمنطقوي هيوادونو د ضمني تقابل او ټکر لاره ونيوه د سيمې هيوادونه يعنې روسيه ،چين په يو کمزور روايت سره ايران ،پاکستان د پيښې ماضي عواملو ته په کتو سره دا ځل په يوې نوې جبهې د شانګهاى منطقوي سازمان په چوکاټ کې د دغو ننګونو ځواب ويلو ته سر راپورته کړ، چې په پايله کې د افغانستان په شمول د سيمې او نړۍ نور خوارکي هيوادونه ددې جنګ محراقي نقاط وګرځيده .
۱- دآسیا اوروسيه په اړه دروزولت سياست
روزولت په ځانکړی توگه اندیښمن وچی متحده ایالات به په چین کی خپل نفوذدروسی په مقابل کی له لاسه ورکړی .
ځکه چی روسی له(۱۹۰۰م) کال نه وروسته منچوریادخپل نفوذ لاندی راوستی وه .له (١٩٠٠م) څخه تر(۱۹۰۵م) کلونوپوری دروسی اوجاپان ترمنځ په جگړه کی دنړی نوروهیوادونویوازی ننداره کوله (کومه مداخله يی ونه کړه ) پداسی حا ل کی چی دغو دواړوهیوادونوجاپان اوروسی یودبل سره جگړه کوله ترڅویوددغو دواړونه دیو ستراستعماری ځواک په بڼه په چین کی سرراپورته کړی کله چی داجگړه پیل شوه متحده ایالاتودجاپان خواونیوله اوپه اتلسمی م اونولسمی م پیړیوکې روسی متحده ایالاتوسره ښی اړیکی لرلی ځکه چی روسی له کوم تعریف نه چی امریکاد(ناپییلتوب دحقوقو )په اړه کاوه ملاتړیی کړی وه . متحده ایالاتوپه (١٨٩٩م) د لاهه دسولی کنفرانس دایر ولو چی دی دویم تزار اونیکلای له خوایی غوښتنه شوی وه طرفداری وکړه .
خودروزولت دواکمنی په دوره کی ددواړوهیوادواړیکی ډیری ټیټی کچی ته رالویدلی وی ځکه روسې دشینف ښارکی دیهودانودځورنی سیاست غوره کړو.امریکامتحده ایالاتوله خواډیرسخت عکس العمل له ځان سره لاره .روسی نه دیهودیانو مهاجرت ۱۸۹۰م کال کی مخ په ډیریدووه اووروسته له هغه یرغل نه چی قابو(۴۹)تنه یهودیان په کی ووژل شول ددی مهاجرت لړی لاپسی کړندی شوه (۱۸۹۰تر۱۹۱۰ م )کال ترمنځ نږدی یونیم میلونه یهودیانوله روسی څخه امریکاته مهاجرت وکړولسمشرروزولت دیهودیانودځورونی سیاست وغنده اوضمنأ یی دروسی رژیم دوحشی استبدادی په عنوان ونوماوه اومحکوم یی کړ.
کله چی جاپان په(۱۹۰۴ م)دفیبروری په (۸)دمخکنی اخطارنه پرته ، په پرت آرتورکی دروسی په سمندری ځواکونویرغل وکړدامریکاعمومی افکارودخوښی عکس العمل وښود. (١)
دامریکادبهرنیوچارووزیرالیهوروت دولسمشرنه پوښتنه وکړه چی داهغه لاراوکړه وړه ندی چی جاپانیانودروسی دزورگویی په جواب کی په یرغل پیل وکړدروزولت دجاپان داتدارکات اوپوره تیاری ددی خوځښت لپاره وستایه . امریکایی ورځپاڼوهم دجاپانیانودهوښیاری اوذکاوت په اړه خپل قلمونه وازمییل . دنولسمی پیړی په پای کی په څومره اندازه چی روسی خپل محبوبیت په امریکاکی له لاسه ورکړی وه په هماغه کچه په امریکاکی دجاپانیانومحبوبیت زیات شوی وو،ځینی امریکایانوبه د خوښی احساس کولوچی جاپانیان دلویدیځوهیوادونو(دامریکایانو)دعادتونوپیروی کوله .
په سلگونوجاپانیانوچی دامریکاپه پوهنتونونوکی خپلی لوړی زده کړی ترسره کړی وی وروسته له ستنیدوخپل هیوادته هڅه یی وکړه ترڅودامریکاعلمی اوسوداگری په اړه کړه وړه اوهمدارنگه دسیا سې نظام جوړښت په خپل هیوادکی پیاده کړی خوبیاهم ټول جاپانیان دامریکایانولپاره یوشان دعلاقی وړنوه .
په داسی حال کی چی په سلگونوجاپانی محصلین امریکاته دمختلفومسلکونوتحصیل لپاره تللی وه ترڅووروسته له ستنیدوخپل هیواد ته د دغه مسلک څخه کارواخلی . دیر ش (۳۰۰۰۰)زره نورجاپانیان هم د کارگروتر ترنوم لاندی امریکاته لاړل. کله چی جاپانیانورسانوته ماته ورکړه دامریکادخلکواحساسات ددوی په نسبت له دوه گونی حالت نه برخمن وه له یوی خوایی دجاپانیانو ستاینه کوله چی دلویدیځ مسلک یی زده کړی اودخپل هیواد دپرمختک لپاره کار ورڅخه اخلی اودبلی خوانه یی جاپانیان دنژادپرستی له کبله په خطرناکوخلکوتبدیل کړل.
دامریکاخلکوویل چی امکان لری جاپانیان دلویدیځ نه په کارکښی مخکی شی
دروسی اوجاپان جگړه لارهواره وونکی وه دروسی( ۱۹۰۵ م) کال انقلاب لپاره چی دتزاراستبدادی رژیم ته یی سقوط ورکړ.
امریکاله روس نه ویره نه کوله خودجاپانیانونه یی ویره کوله ځکه چی روسیی جگړه بایللی وه اودانقلاب له امله دننه خپل هیوادکی په گډوډیواخته وه جاپانیان په خپل وارډیره مادی پانگه په جگړه کی لږولی وه اونوریی داوس نه وچی په خپل مالی لوړوالی ډاډمن ووسی .
دواړوهیوادونو(رسی اوجاپان )زړه نازړه ا و دمجبوری له مخی دروزولت هغه وړاندیزونوته غاړه کیښوده کوم چی په (۱۹۰۵م ) کال کی ېې کړی وه جاپان د دجنگی توان نه (غرامت )چی روسی نه یی غوښتونکی وه تیرشی اوهمدارنگه موافقه یی وکړه چی یوازی دساخالین نیمه جزیره دی چاپان ته ورکړی اومتقابلأ دچین په شمال کی په منچوری باندی ریښتنی اوواقعی اغیزی ولری .
په (۱۹۰۶ م ) کال روزولت دنوبل جایزه میډال دهغه منځکړیتوب له کبله وگاټه چی دجاپان اوروسی ترمنځ یی کړی وه.
سره ددی روسی اوجاپان وروسته په خپل منځ کی موافقه وکړه چی دچین شمالی برخی اومنچوریایی په خپل منځ سره وویشی . همدلته وچی امریکاوپتیله چی داهیوادیی له سترگولویدلی دی په میلونونوجاپانیانوفکرکاوه چی رزولت جاپانیان دخپلوعادلانه گټو(فوایدو)نه محروم گرځولی نوځکه په توکیوکی ډیرویرونکی پاڅون وشو اعتراض کوونکوغوښتنه وکړه
چی دجاپان دولت دامریکامنځکړیتوب ردکړی اودتزاردویم نیکلای دقلمرونه دلویشت لویشت خاوری غوښتنه ترسره شی دمتحده ایالاتواوجاپان ترمنځ دنژادی تاوتریخوالی مسئلی دروسی اوجاپان دجکړی نه وروسته لاهم هغسی روانی وی په ۱۹۰۶ م کال کی دسانفرانسیکودتعلیم اوتربیی داداری رئیس لارښونه ورکړه چی جاپانی ماشومان دنژاد پالنی له کبله دنوموړی ښارځانگړشویومدرسوته ولیږدوی.دجاپان دولت پدی هکله دډیرشدیدوخبرواعتراضی یاداشت دامریکا دبهرنیوچارووزارت ته ولیږه . روزولت دسانفرانسیکویانوله دی کړنی نه غوسه شو اودنژادی تبعیض لارښونه یی دنامعقول خوځښت په توگه وغندله . اوروزولت دسانفرانسیکودتعلیم اوتربیی اداره اودجاپان دولت ترمنځ دیوی دوستانه توافق نامه متن ترتیب کړاوددی توافق نامی له مخی دسانفرانیکودتعلیم اوتربیی اداره موظفه شوه چی جاپانی زده کونکی خپلوپخوانیومدرسوته واپس کړی اودچاپان دولت هم په پای کی ومنی چی متحده ایالاتوته له جاپانیانودمهاجرت کولوڅخه مخنوی وکړی .
۲- دمتحده ایالاتواړیکی دجاپان اوچین سره
جاپان په (۱۹۱۴م) کال کی رسمأ آلمان ته دجنگ اعلان ورکړی وه . جاپان په ۱۹۱۴ م کال کی دآلمان په استجاری (اجاره )سیمه په کیائوچوپه ډیر بیړه سره تصرف کړه . په ۱۹۱۵م کال په اوآئیلوکی جاپان بیاهم په مخ لاړ (ټینگاروکړ)اوخپلی غوښتنی دهغه لاری څخه چی یویشت غوښتنی په نوم مشهوردی، اعلان یی وکړچی جاپان په دغه غوښتنه کی ټینگارکړی وه چی دچین دولت باید هغه جزایزوباندی چی زیاتره دآلمان په لاس کی وی اوجاپانیان هغه ترلاسه کړی دې په رسمیت وپیژنی . جاپان همدارنگه دچین څخه یی وغوښتل چی جابانی بانکداران یوازی دمالی سرمائی دتأمین په حیث وشمیری،همدارنګه خپل ټول دیپلوماتیک بهرنی فعا ليتونه (کړنی )دمشوری له لاری دجاپان سفیرسره په چین کی ترسره کړی . دچین دولت حاضرنشوچی خپل دپیلوماتیک عمل آزادی له لاسه ورکړی اودجاپان داندونوتابع شی خودجاپان اغیزی پرشانتونگ باندی قبولې کړی. اوپه ترځ کی یی چین موافقه وکړه چی دجاپان په پیروی سره المان ته دجنگ اعلان ورکړی ومقصد داندی چی آلمان په آسیاکی جنگیږی ، بلکه پکن استدلال کاوه (وپتیله )چی المان ته دجنګ اعلان په ترځ کی کولای شی چی دسولی په کنفرانس کی یوه
څوکی ترلاسه کړی.
جاپانیانوهم ډیرپه خوشحالی سره دچین منل دخپل متحدپه توگه اوهم دچینایانوڅخه دغه امیددرلودچی د سولی کنفرانس ته لیوالتیاوښیی. کله چی امریکامتحده ایالاتوپه ۱۹۱۷ م کال دجنگ میدان ته ورگډشو، دلری ختیځ اوضاع داسی وه چی ړومبی موپورته تشریح کړ.
ټول امریکایی کارپوهان په آسیایی مسائیلوکی ددغه موضوع په اړه په تشویش کی وه چه امکان لری جاپان په فلیپین کی دامریکاپه تصرفاتو کی ځینی لاسته راوړنی ولری.
دفلیپین جزایرددی پرځای چی دچین په اړه دموقعیت دتثبیت لپاره یوځای دی خوپه ډیر دقیق سره معلومه شوه چی دامریکامالی منابع خوری یاترلاسه کوی امریکامجبوره وه چی دلومړی جنگ په بهیرکی دفلیپین جزایروڅخه مراقبت وکړی. کله چی بارون کیکوجیروایشی (دجاپان د دبهرنیوچارووزیر) ۱۹۱۷م کال کی نړی ته په سفر شروع وکړه،دهغه له جمله څخه یوهم امریکاته وه امریکامتحده ایالات دجاپان څخه تضمین غوښتونکی شو چی جاپان باید داقصدونه لری چی فیلپین کی دامریکاپه جزایروباندی یرغل وکړی .
ایشی دیته مائل وه چی چین ددی تضمین ورکړی مشرط پردی چی متاقبلأ امتیازات واخلی.
له دی کبله رابرت لانینگ (دامریکادبهرنیوچارووزیر)وکولای شوچی په موافیقت سره دجاپان دبهرنیوچارووزیرسره یوسندپه امضاورسوی چی دجاپان اغیزی دچین په ډیرونقطوباندی ومنی اوپه ترځ کی یی دامریکادبهرنیوچارووزیرټینگاروکړچی دواړه هیوادونه (امریکااوجاپان)موافیقت وکړی چی دخلاصوبحرونواصل ته په چین کی احترام ته قانع شی.
په ۱۹۱۷م کال کی لانسینګ ویلسون ته وویل چی امریکا پرته له جاپان نه په جنګ کی دیو ځای کیدوڅخه بله لاره نه لری ځکه که چیری جاپان پر شانتونګ باندی داغیزوڅخه لاس په سر شی،
امکان لری چی جاپانیان دآلمان سره له جگړی لاس واخلی اوپه فلیپین کی په امریکاباندی یرغل وکړی.
همدارنگه لانینگ ویلسون ته زیاته کړه چی (ایشی )سره چی کوم توافق رامنځته شوی وو.
دداسی توافق په حیث ومنی چی دفشاری شرایطوپه لاندی منعقد شوی دې په دغه ترځ کی امریکاآیالات ددی توان به ولری چی جاپانیان مجبورکړی چی په چین کی دساحلی مناطقوڅخه لاس واخلی.
۳- په لومړی نړیوال جنگ کی دامریکاناپیلتوب
دلومړی نړیوال جنک په اړه دامریکالومړنی رسمی خوځښت ، دامریکادولسمشرداعلامی په بڼه ددی هیواد ناپییلتوب وو. هغه وخت ویلسون امروکړچی امریکاته په کارده چی د دولت لخواپه نښه شوی کرښی سره ځان دجگړی له اړاودوړ څخه لری وساتی . نوموړی دناپییلتوب له سمتی مفهوم باندی نورهم ټینگار کاوه اودامریکاله خلکونه ئی غوښتل چی په نظراوعمل کی ناپیلی پاتی شی . امریکایان بایدپه جگړه کی ښکیل ټولوجگړه ایزوواکونوسره خپلی دوستانه اړیکی وساتی.
ماناداچی
جگړه کی ښکیل دواړو خواوته له هر ډول زیان رسونکی خوځښت نه ځان وژغوری جګړه کی ښکیل دواړه خواوی دمتحده ایالاتو(ناپییلتوب)حقوقوته باید په درنه سترگه وگوری اوقدریی وکړی .ویلسون له اروپایانونه غوښتنه وکړه ترڅوامریکایانوته اجازه ورکړی چی په جگړه کی ښکیلوټولوقرتونوسره تجارتی اړیکی ولری.دامریکا ولسمشرداعقیده بیان کړه چی په سیاسی لحاظ سره اروپااومتحده ایالات یودیل نه جلادی . خورښتیاخبره داده چی دامریکاپه کورنیوجگړو(۱۸۶۱ م-۱۸۶۵ م)نه وروسته تجارت ددی دواړو (دامریکااواورپا)دنږدیوالی سبب شوی وه امریکابه خام مواد اونیمه جوړشوی کالی به یی اورپایانوته عرضه کول اوپه سلهاومیلونه ډالره به یی امریکاته واردول .
دامریکادیپلوماتانودمتحده ایالاتوناپییلتوب ماناپه هغه حالاتوکی چی نوروملتونویودبل په وړاندی خپلی جنگی لښکری سمبالولی څلورشرطونه مخی ته کیښودل چی په لاندی ډول دی
اول-دناپیلی هیواد بیړی حق لری چی پرته له (قاچاق )نه په جگړه کی ښکیل هردولت ته چی وغواړی مالونه لیږدولای شی .
دوهم-د(قاچاق مال )دقیق تعریف درلودهغومالونوته شامل وچی په واقعیت کی دجګړه
لگښت بلل کیده .
دریم –دسمندری محاصره پکارده چی واقعی وی ترڅودناپییلوهیوادونولخواپه رسمیت وپیژندل شی .
څلورم –په جگړه کی د ښکیل هیوادونوغیرنظامی وګړی حق لری چی په مسافروړونکی بیړیوکی په آزاده توګه سفروکړی اودخپل هیواد دښمنانوله مداخلی ویره ونه لری.
په ۱۹۱۵ م کال په لومړیوورځوکی دآلمان سمندری قواودجگړی سیموته دبریتانیادجزایروشااوخواته دهررنگه بیړیوننوتل ممنوعه اعلان کړل. آن تردی چی که دناپییلوهیوادونوبیړی به هم نوموړی سیمی ته ننوته دآلمان تحت البهری بیړیوحق درلودچی دمخکنی خبرتیا نه پرته هغه ډوبه کړی ویلسون چی دآلمان داکړه وړه دناپییلوهیوادونودحقوقوپه هکله مغایر گڼل تعهدیی وکړچی داسی کاروکړی څوآلمان خپل دغه کړه وړه پریږدی . په (۱۹۱۵می په ۷)دآلمان تحت البهری بیړیودلاستیانه په نوم مسافر وړونکی امرکایی بیړی ډوبه کړه چی په هغه کی ۱۲۸ تنه امریکائی مسافرووژل شول دامریکاېې مسافروپه وژل کیدوسره په امریکاکی عمومی نظریات غوسه ناکه اوراوپاریدل. وروسته د(۱۹۱۵می په ۱۳)ویلسون له برایان سره دمشوری پرته داعتراضې
یاداشت متن یی ترتیب کړچی په واشنگټن کی د المان سفارت ته خطاب شوی وه په لاندی ډول دی.
المان دتحت البهری بیړیوجگړه دی بنده کړی. دلائیتانیابیړی ډوبولوخساره دجبران کړی اوآلمان دمتعهدشی چی ددینه وروسته به بیادارنگه پیښه نه تکراریږی . ویلسون د(۱۹۱۵دجون په لومړیوکی)ددی نه لاهم په سختوټکوکی دآلمان سفارت ته یادداشت ولیږه اوبیائی هم دبرایان اندیښنوته پام ونه کړچی پدی ټکرونوسره متحده ایالات دجنگ خواته بیائی .
نور بيا ...